د ځوانانو مناظره:د نارينه گانو له خوا د ښځو د رايه ورکولو مخنيوی تر ټوله ستره ننگونه ده

د ځوانانو مناظره:د نارينه گانو له خوا د ښځو د رايه ورکولو مخنيوی تر ټوله ستره ننگونه ده

Wednesday, 26 February, 2014

په افغانستان کې د عذرا عزيزيليکنه

څنگه چې هېواد د ولسمشر، حامد کرزي د ځايناستی د ټاکلو په درشل کې دی، د هرات ولايت د غوريانو د ولسوالۍ محصلانو د ټاکنو اړوند پراخو موضوعگانو په اړه له ځايي چارواکو څخه پوښتنه وکړې.

هغو محصلانو، چې د جنورۍ په ٢٣ د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې گډون کړی وو، د ښځو د حقونو، په ټاکنو کې د ځوانانو د رول او د رسنيو د دندو په اړه د زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو لېوال وو. 

د کريمي په نامه يو گډونوال له ويناوالو وپوښتل، ولې ښځې خپلو ځانونو ته زحمت ورکوي او د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې ونډه اخلي، که ونډه واخلي، نو په لاره کې پراته خنډونه به يې څه وي.

د غوريانو د ولسوالۍ د ښځو د چارو د شورا مشرې، ماهجبين حنفي وويل: "ښځې په ټاکنو کې د رايه ورکولو لپاره د نارينه گانو په څېر حقونه لري. هغوی دې هر هغه نوماند ته رايه ورکړي، چې غواړي يې، ځکه رايه يې د افغانستان برخليک بدلولای شي."

حنیفي وړاندې وويل، ولې د غوريانو ډېری ښځې ښايي په ټاکنو کې گډون و نه کړای شي. 

هغې وويل: "کاواکه امنيت، د ليک لوست د کچې ټيټوالی او د حقونو په اړه د پوهې نشتوالی هغه لاملونه دي چې کېدای شي د رايه ورکوونکو ښځو شمېر محدود کړي. خو دوديز خنډونه، چې نارينه گان ښځې رايې ورکولو ته نه پرېږدي، تر ټولو ستره ننگونه ده."

د شکيلا حقدوست په نامه يوې مدنې فعالې دا خبره ومنله، زياته يې کړه: "که نارينه گانو ته د اسلامي زده کړو له لارې د ښځو حقونه ور ونه پېژندل شي، نو ښځې به له دې ستونزې لاس او گرېوان وي."

د کابل د پوليتخنيک پوهنتون د رياست مرستيال، حميد سيرت صمدي له ويناوالو وپوښتل، ښځې رايه ورکوونکې بايد د ولسمشر په توگه د نوماندانو کومې ځانگړتياوې په پام کې ونيسي.

حنیفي په ځواب کې وويل، د حامد کرزي ځايناستی بايد يو "رښتينی"شخص وي چې له عادي افغانانو سره پر مرستې ټينگ باور ولري. هغې زياته کړه: "هغه بايد د ښځو حقونو ته ځانگړې پاملرنه وکړي."

په پای کې د مناظرې برخوالو محصلانو له ويناوالو څخه د رسنيو د رول او دندې په اړه پوښتنې وکړې.

د غوريانو د پوهنې د مديريت وياند، محمد شريف سلجوقي رسنۍ د حکومت او د ولس تر منځ "پل"وباله. هغه په ټينگه وويل چې رسنۍ د رايو په ورکړه او تنظيم کې ډېر مهم رول لري.

عذرا عزيز  د هرات پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده.


 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists