Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د هرات سوداگرې مېرمنې د دولتي مرستې غوښتنه کوي

ښځينه متشبثينې وايي، د حکومت په مرسته کولای شي ډېر څه لاسته ته راوړي.
By Sodaba Ahrari
يوه افغان مېرمن د غالۍ اوبدلو په حال کې (عکس: Heidi Agostini)

 

 

 

    

 

يو کال دمخه طلايه راوک د يو کسب او کار په جوړولو د ښځينه جامو گڼډل پيل کړل. خو له لومړۍ ورځې راهيسې له خپلو شپږو کارکوونکو سره له ستونزو سره لاس او گرېوان شوه.

په افغانستان کې د سوداگرۍ نړۍ د نارينه گانو تر گورت لاندې ده. راوک وويل، خپلو شپږو تنو ښځينه کارکوونکو ته د کار د وسايلو چمتو کول ورته يو ډېر ستونزمن کار و.

هغې وويل: «د گنډلو د ماشينونو پېرودل سخت کار و، ځکه هرې هټۍ ته به چې تلو، هټيوالو به تېر ايستلو، يا په يې ډېر گرانبيه او يا به يې د بېکاره کيفيت لرونکي ماشينونه راکول. موږ د کار د وسايلو په اخيستلو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو. څو څو ځلې مو ماشينونه بېرته هټيوالو ته يوړل.»

د يوې وړ او مناسبې ودانۍ موندل يوه بله ستونزه وه.

هغې وويل: «غوښتل مو يوه هټۍ په کرايه ونيسو. د هټې د کرايي نيولو لپاره په هرات ښار کې د سوداگرۍ په مرکز کې يوه ځای ته لاړو. د مرکز خاوند له موږ سره له خبرو کولو څخه ډډه وکړه، ځکه هغه يو ديني عالم و او موږ ښځينه وو. کله چې يې دفتر ته لاړو، سکرتر يې پرېنښودو دننه لاړ شو او ويې ويل، هغه نه له ښځو سره خبرې کوي او نه هغوی ته هټۍ په کرايه ورکوي.»

راوک بله چاره نه درلوده، له دې پرته چې په هرات کې ښځو سوداگرو ته ځانگړي شوي د خديجة الکبرا مارکيټ لاړه شي. څنگه چې هغه په استوگنه سيمه کې واقع او له نور بازرا څخه لرې دی، لږ شمېر خلک ورته راځي او پېر او پلور پکې ډېر لږ دي.

راوک په لويديځ ولايت کې د ډېرو سوداگرو مېرمنو له ډلې څخه يوه ده، وايي ټولنيز تعصب او د دولتي ملاتړ نشتوالي نژدې ناشونې کړې چې له نارينه گانو سره سيالي وکړي. 

ښځو په دې وروستيو وختونو کې د تشبث په ډگر کې د پام وړ پرمختگ کړی، خو له هغې سره سره بيا هم د پانگې او همدارنگه ملي او نړيوالو بازارونو ته په رسېدو کې له سترو ننگونو سره مخ دي.

منتقدين وايي د ښځو د کسب او کار په چلولو کې حکومتي مرسته، لکه د خديجة الکبرا د مارکيت پرانېسنتنه، کفايت نه کوي.

په ښځينه مارکيټ کې يوې بلې هټېوالې، صديقې تمسکي وويل، هغه او نورې ملگرې هتيوالې يې د سوداگرۍ يه ډگر کې پوره بريالۍ دي. هغوی ډېرې لږې مرستې ته اړتيا لري.

هغې وويل: «که حکومت اراده څرگنده کړي او دا مرکز د ښار بلې سيمې ته ولېږدوي، موږ به په اسانۍ له نارينه گانو سره سيالي وکړای شو. موږ له هغوی وروسته پاتې نه يو. زموږ نوښت او توليد دېر ښه دی. له بده مرغه، يوازې وضع زموږ د فعاليت لپاره مناسبه نه ده.»

د هرات ولايت د ښځو د چارو رئيسې، محبوبې جمشيدي وويل، محافظه کاره دودونه په افغانستان کې د ښځو په وړاندې لوی خنډ دی.

هغې وويل: «ښځې له نارينه گانو سره يوځای کار نشي کولای، ځکه ټولنيز نورمونه هغوی تر فشار لاندې راولي چې خپل فعاليتونه محدود کړي. پر دې سربېره هغوی لږې مالي سرچينې لري او په اقتصادي ډگر کې يې معلومات نيمگړي دي.»

«لا تر اوسه ځينې دوديز مسايل شتهۤ چې مېرمنو ته له کوره بهر کار کول بد گڼل کيږي. د خلکو باورونه پر تعصپ ولاړ دي. دا ټول کار ته د ښځو لاسرسی محدودوي.»

ديني کارپوهان وايي، داسې کوم ديني بنسټ نشته چې د سوداگرۍ په ډگر کې د ښځو د کار مخه نيسي.

اسلامي عالم، عبدالرحمن عزيزي وويل، د افغانستان خلکو د ديني قانون کلتوري کړنې په ناسم ډول تعبير کړي دي. 

هغه وويل: «په اسلام کې د سوداگرۍ په برخه کې اوږده بحثونه موجود دي. په هيڅ ځای کې نه دي ويل شوي چې نارينه سوداگري کولای شي، خو ښځې نه.»

د افغانستان اوسنۍ اقتصادي بحران له موضوع سره مرسته نه ده کړې.

شفيقې شېرزاد، چې په خديجة الکبرا مارکيټ کې د لاسي صنايعو يوه هټۍ لري، وويل، خبره ډاروونکې حالت ته رسېدلې ده.

هغې وويل: «د تېر کال په پرتله زموږ خرڅلاو ټيټ دی. موږ ټول د افلاس په لور روان يو.» نوموړې زياته کړه، له هغوی سره حکومت هيڅ مرسته نه ده کړې.

نوموړې وويل: «موږ پر حکومت غږ کوو چې ملاتړ مو وکړي او يو څه مرسته راسره وکړي. که نه، نو زموږ حالت به تر دې هم ناوړه شي.»

په هرات کې د نارينه گانو د سوداگرۍ مشران وايي، له وړاندې يې هڅه کړې د ښځو سوداگرو د حالت د ښه کولو لپاره کار وکړي.

د هرات ولايت د سوداگرۍ او صنايعو د خونې رئيس، سعد خاطبي وويل: «موږ د ښځو په مثبت بدلون باور لرو.»

«د سوداگرۍ په بېلا بېلو نندارتونونو کې مو ورته وړيا ځايونه چمتو کړي چې خپل توليدات پکې نندارې ته وړاندې کړي. پر هغې سربېره مو د هغوی مالونه نړيوالو نندارتونونو ته وړاندې کړي دي.»

خاطبي وويل، د ښځو په سوداگرۍ پورې اړوندې کره شمېرې لږې دي، خو ويې ويل، ښځو د لاسي صنايعو په ډگر او کرنيز سکتور، په ځانگړي ډول د زعفرانو په توليد کې فعاله ونډه، اخيستې ده  

د هرات پوهنتون د ټولنپوهنې استاد، علي کاوه وويل، نرۍ ليکه د ستونزې يوه برخه ده.

هغه وويل: «په يوې ساده دندې، لکه گنډلو يا د لاسي صنايعو په پلورلو کې بوختېدل په نورې گټورې سواگرۍ کې د هغوی [ښځو] د ښکېلتيا مخه ډب کوي.»

کاوه زياته کړه، د هغه په اند «د نارينه گانو له خوا د بازار کنترول» دا معنا ورکوي چې ښځې په بنسټيز ډول لا زياتې مرستې ته اړتيا لري.

هغه وويل: «اقتصاد يو ننگوونکی ډگر دی او که له ښځو سره حکومت او نورې نړيوالې موسسې مرسته ونه کړي، په سوداگرۍ به هغه خپله کوچنۍ برخه هم له لاسه ورکړي.»

د هرات پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد، وحيد وهاب زاده له دې سره موافق دی چې ښځو ځينو ځانگړو مرستو ته اړتيا لري، ترڅو د سوداگرۍ په ډگر کې يې برياليتوب په برخه شي.  

هغه وويل: «د پانگې، ښه مديريت او د حکومتي ملاتړ نشتوالی هغه لاملونه دي چې د ښځو له خوا توليد شوي مالونه په کورنيو او نړيوالو بازارونو کې ټيټ خرڅلاو لري.» هغه زياته کړه، د محصول د لرې کولو او بهرنۍ پانگونې په څېر گامونه هغه څه دي چې د ښځو اقتصادي فعاليتونو ته وده ورکوي.

نوموړي په دوام وويل: «له دې امله چې ښځې لږه پانگه لري، دا به ښه وي چې د هڅونې په خاطر له هغوی څخه ټکس وانخيستل شي. هغوې ته به تر ټولو ښه کار دا وي چې حکومت ورسره مالي مرسته وکړي. بانکي پورونه هم د هغوی د پانگې په لوړولو کې مرسته کولای شي.»