Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د نجونو د ښوونځيو زده کوونکې د ناوړه چلن له خطر سره مخامخ دي

د هرې ورځې د بې رحمه ځورونې له امله گڼ شمېر نجونې له وخت نه دمخه خپلې زده کړې پريږدي.
By Muhammad Ibrahim Spesalai
په کندهار کې د ښځينه زده کوونکو يو ښوونځي. (Photo: Joe Raedle/Getty Images)

 

 

 

    

 

زرلښته په يوولسم ټولگي کې د خپلو زده کړو پای ته رسولو ته اړ شوه، خو لا تر اوسه هم له ښوونځي څخه د فراغت او پوهنتون ته د تگ خوبونه گوري.

هغه به هره ورځ د کندهار ملالۍ ليسې ته د تگ په لار کې د نارينه گانو له خوا ځورول کېده، ملنډې به يې پرې وهلې او ناروا غوښتنې به يې ترې کولې.

کومه ورځ چې به زرلښته په ټولگي کې کېناسته، بېرته به کور ته د تگ له امله ډارېده او د يوې بديلې لارې په سوچ کې به وه.

نوموړې به ډېره شرمېده چې چاته په دې اړه څه ووايي. 

هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: «آن زړو سړو به ما ته ويل، ښوونځي ته به درپسې درشو او راسره به لاړه شي. ډېره موده مې ځان چوپ ونيو، خو کله چې مې پلار خبر شو، ښوونځي ته له تگ څخه يې منع کړم.»

اتلس کلنې زرلښِتې خپل همټولگيوال، ښوونکي او ټول ښوونيز چاپېريال له لاسه ورکړ. پر دې پوهيږي چې ښوونځي ته بېرته ورتگ يې له پوښتنې وتلې خبره ده.

په سويلي محافظه کار ولايت، کندهار کې د نجونو د ښوونځي زده کوونکې وايي ښوونځي ته د تگ د لارې په اوږدو کې ترخې خبرې د هرې ورځې کار دی.  گڼ شمېر نجونې اړ دي، مخکې له وخت څخه خپلې زده کړې پريږدي.

زده کړې ته د ښځو او نجونو لاسرسي په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر نسکوروېدو راوروسته ډېر پرمختگ وکړ. د کندهار د پوهنې رياست وويل، د ښوونځيو ٣٠ سلنه زده کونکې نجونې دي.  

سره له دې چې هرکال د کندهار په ښوونځيو کې ١٣٠٠٠ نجونې شامليږي، يوازې د گوتو په شمېر يې خپلې زده کړې بشپړوي. 

له ښوونځي څخه د وتلو کچه له وخت څخه د مخکې ودولو، ناموسي موضوعگانو، زاړه پالو دودونو او نورو له امله لوړه شوې ده.  

د تېر ښوونيز کال د شمېرو له مخې څرگنديږي چې د ٢٧٣٥ هلکانو په پرتله يوازې ٥٢٨ نجونې د ليسې له دورې څخه فارغې شوې دي.

د کندهار د ښځو د چارو د رياست مرستيالې، ليلما نوري گوته و څنډله چې د لارو کوڅو تاوتريخوالی پر يوې سترې ستونزې اوښتی دی.

هغه وايي، کله چې د نجونو له ليسو څخه کتنه کوي، نو زده کوونکې ورته د دې ځورونو په اړه شکايت کوي.

گڼ شمېر ځوانې نجونې ښوونځيو ته د تگ په لار کې ډارول شوې يا يې د کورنيو له خوا له ښوونځيو څخه ايستل شوي دي.

نوري وويل: «يوه نجلۍ چې د کندهار ښار په لومړې ناحيه کې ښوونځي ته په لاره ځورول شوې وه، کورنۍ يې له خبرېدو وروسته ښوونځي ته پرېنښوده.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د کوچنيانو د څانگې رئيسې، زبيدې وويل، دا موضوع يې د خلکو د معلوماتو د لوړلو په غونډو کې راپورته کړې، خو د پام وړ اغېز يې نه دی کړی. 

هغې وويل، دا ځورونې کله ناکله دومره ناوړه وي چې د کورنيو تر منځ د جنگ جگړو لامل کيږي.

هغې وويل: «زه پخپله ښوونځيو ته ځم او د نجونو خبرې اورم، هغوی وايي دا يوه جدي ستونزه ده او پر لوست او ټول ژوند يې اغېز کوي. هوارېدل يې ډېره اړينه خبره ده.»

د محمد داود بشري په نامه يو پخوانی ښوونکی له دې سره موافق و او ويل يې چې دا راز ځورونې پر ټولنې ناوړه اغېز کوي.

نوموړي له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې موضوع کې د نه زغم پاليسې غوره کړي او هر هغه څوک دې ونيسي چې ښوونځي ته د تگ په لاره نجونې ځوروي.

هغه وويل: «دا کار د رواني ناروغيو لامل کيږي. هيڅوک په دغه راز شرايطو کې ښه زده کړه نشي کولای شي. نجونې به په [فزيکي ډول] په ټولگي ناستې وي، خو فکر به يې هغو ځورونو له ځان سره وړی وي چې په لار کې ورسره مخ کيږي.»

د لارو کوڅو ځورونه د هرې ورځې خبره ده. زياتره نجونې فکر کوي که غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، له دې پرته بله چاره نه لري چې ځان چوپ ونيسي.

سپوږمۍ د عينو د ليسې په دولسم ټولگي کې ده او په يوه خصوصي ښوونځي کې درېم ټولگي ته تدريس هم کوي.

هغې وويل: «داسې يوه اوونۍ مې په ياد نه ده چې د ځوانانو په گډون به بېلابېلو خلکو راته نه وي ويلي،  څومره ښايسته يم. د تليفون شمېره ورته ورکړم او ورسره لاړه شم.»

سپوږمۍ زياته کړه، مور ته مې په دې اړه ويلي، خو هغه مې پلار ته نشي ويلای، ځکه نور به مې ښوونځي ته پرې نږدي او دولس کلنې زده کړې به مې خوشې پاتې شي.

د سولې په نامه يوې مدني فعالې وويل، تاوتريخوالی تر دې کچې دی چې کله نجونې د قلم او کتابچو د پېرودلو لپاره قرطاسيه پلورنځيو ته ځي، آن د هغوی له خوا ځورول کيږي.  

سولې د خپلې مداخلې د يوې کيسې يادونه وکړه چې يوه بده پېښه يې په خپلو سترگو ليدلې وه.

هغې وويل: «يوه ورځ مې يوه نجلۍ وليده چې چالاکه چالاکه روانه وه او شاوخوا ته يې په ډار ډار کتل. وروسته مې وليدل چې يو ځوان ورپسې روان و. زه له هغه نجلۍ سره شوم او تر ښوونځي مې ورسوله.»

د نجونو د ښوونځي يوه څوکيدار، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل، څو، څو ځلې يې سړي او هلکان منع کړي چې د نجونو پسې لاړ نشي او و نه يې ځوروي، خو کومه گټه يې نه ده کړې.

هغه وويل، ځوانانو راته گواښونه کړي. چارواکو پر ځورونو غوږونه کاڼه کړي او هغه يې د ورځني ژوندانه يوه برخه گڼلې.

هغه وويل: «په الله قسم يادوم چې د ليسې د مدير په گډون، ټول ښوونکي او آن د پوهنې رياست چارواکي هر يو له دې ستونزې څخه خبر دي، خو څوک پرې غوږونه نه گروي.»

دا خبره بس نه ده چې چارواکي ووايي، ستونزه ډېره لويه نه ده.

د پوهنې د رياست وياند نظرمحمد صميمي وويل، د لارو کوڅو پر سر د ځورونې ستونزه په کندهار کې د نورو ولايتونو په پرتله بې ارزښته ده.   

صميمي وويل، امنيتي پوځونه او سيمه ييز پوليس د پوهنې له رياست سره گډه همکاري کوي چې هيڅوک د نجونو د ښوونځيو د زده کوونکو د لارې خنډ نشي.

نوموړي په دوام وويل، د تاوتريخوالي رپوټونه بې بنسټه دي. له نجونو يې غوښتنه وکړه چې که چېرته له داسې موضوعگانو سره مخ کيږي، نو له ځنډ پرته دې خپلو سرښوونکو يا پوليسو ته خبر ورکړي.

هغه وويل: «زه په کندهار کې دغه کار نشم کولای تاييدولای. که بيا هم کومه خور له هغې سره مخ کيږي، بايد له ځنډ پرته موږ ته خبر راکړي، تر څو څومره ژر چې شوني وي ستونزه هواره کړو.»

ديني عالمان د دې  چلن غندنه کوي. مولوي حبيب الله شمس وويل، ځورول او تاوتريخوالی جوړول د شرعي قوانينو خلاف عمل دی. 

هغه وويل، هيڅ يو رښتينی مسلمان بل مسلمان نه ځوروي. زياته يې کړه، کورنيو ته پکار دي خپلو زامنو ته ووايي چې د نجونو د ځورولو لامل نشي.

سره له  دي گڼ شمېر نارينه ادعا کوي چې ځوانې نجونې پخپله د دې عمل رامنځته کوونکې دي. 

د کندهار ښار د شکارپور بازار يو هټيوال، سيد محمد وويل، زياتره وختونه يې ښوونځيو ته په لاره داسې نجونې ليدلي دي چې ناسمې جامې يې اغوستې او په لوړ غږ خبرې کوي.

نوموړي په دوام وويل، لارويان نور څه نشي کولای، يوازې هغوی ته گوري يا خبرې ورسره کوي.

د کورني عزت د موضوع له امله زياتره افغانان فکر کوي چې چاره يې يواې له ښوونځيو څخه د خپلو اولادونو ايستل دي، نه د هغه چا په وړاندې د گام پورته کول چې د نجونو د ځورونې لامل کيږي. 

سعيدې وويل، د هغې لور دا کار ډېرسخت بولي.

سعيدې وويل: «زما لور ډېره ذکي ده، خو د لارې پر سر د څو تنو نااشنا ځوانانو له ځورولو وروسته  اوس ټوله ورځ په کور کې ناسته وي.»

سعيدې خپل لور ته وويل، د هرې ورځې له ملنډو او ځورنې سره ځان عادي کړه، غوږونه پرې کاڼه او خپل ښوونځي ته دوام ورکړه.

خو کله چې د سعيدې مېړه له دې موضوع څخه خبر شو، ويې ويل، خپلې کورنۍ ته د شرم دا خبره نشي ځغملای.

د کندهار يوه اوسيدونکي، اختر محمد وويل، د ځورونې له امله يې ورېرې هم ښوونځی پرېښی دی. سره له دې چې پلاره به يې هره ورځ ښوونځي ته وړه او راوړه.

نوموړي په دوام وويل: «په پای کې زموږ کورنۍ بېسوادي د زده کړې پر ځای غوره وبلله. زموږ په ټولنه کې دا د شرم خبره ده چې د کورنۍ ښځينه غړی وځورول شي او کورنۍ يې له هغې دفاع ونه کړای شي.»