د ناتو تېلو پېرودلو افغانان د تېلو له کمښت سره مخامخ کړي دي

د پاکستان بنديزونو د موټرو د تېلو پر کمښت اغېز کړی دی.

د ناتو تېلو پېرودلو افغانان د تېلو له کمښت سره مخامخ کړي دي

د پاکستان بنديزونو د موټرو د تېلو پر کمښت اغېز کړی دی.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو  ليکنه

زياتره خلک په پلازمېنې کابل کې د تېلو د کمښت او د بيې د لوړوالي لامل په داخلي بازارونو کې د ناتو پوځونو د تېلو پېرودل بولي چې د پاکستان د بنديزونو له امله يې اکمالات بند شوي دي.  

له هغه وروسته ناتو نشي کولای د پاکستان د بندرونو له لارې تېل وارد کړي چې اسلام آباد په تېر نومبر کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ۱۳۰ زره کسيز پوځ عمده اکمالاتي لاره وتړله.  .

د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ اړيکې په بيړه مخ پر خرابيدو دي. پاکستان د نومبر پر  شپږويشتمه د ناتو د هوايي بريد له امله، چې  ۲۴ تنه سرتېري پکې ووژل شول، د اعتراض په نامه د هغوی اکمالاتي لار وتړله.  

اسوشيتيد پريس د جنورۍ په شلمه وويل، له دې کار وروسته متحده ايالتونه اړ شول د خپلو اکمالاتو لپاره نورې  لارې وکاروي او  شپږ هومره زيات محصول ورکړي.

دمګړۍ د ناتو زياتره اکمالات د ازبکستان په خاورې کې له هغه  لارې لېږدول کيږي، چې د شمال د وېش د شبکې  (Northern Distribution Network, NDN) په نامه ياديږي. ناتو لا  له وړاندې، چې پاکستان يې پر مخ خپله لاره وتړي، د هغه هېواد په سويل کې د بريدونو له امله د (NDN) شبکې ته مخه کړې وه. د متحده ايالاتونو چارواکي وايي د پوځ د اړتيا وړ ۸۵ سلنه تېل اوس په همدغه لارې راوړل کيږي.

افغان سوداګر وايي، نړيوال ځواکونه د هېواد دننه د تېلو پر پېرودلو خپله اړتيا پوره کوي.  دا کار بازار اغېزمنوي، بيې لوړيږي او د ځايي خلکو لپاره تېل  او د لېږد رالېږد (ټرانسپورټ) ډېر ګرانوي. 

د تېلو د توليد د ادارې حکومتي مسؤول، فريد الکوزي وويل، ناټو په زياتيدونکي توګه تېل له داخلي بازارونو څخه اخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مشر، محمد قربان حقجو ددې پخلی وکړ چې شلو داخلي شرکتونو له ناتو سره د تېلو د اکمالاتوغوښن تړونونه لاسليک کړي دی.

نوموړي وويل: «په دې وروستيو کې يو تړون د يو مليارډ ډالرو په ارزښت لاسليک شوی دی.» هغه زياته کړه، يو شمېر شرکتونه د  لوړ پوړو افغان [دولتي] چارواکو په خپلوانو پورې اړوند دي.

ناټو ټينګار کوي چې کافي انداره تېل لري او د پاکستان بنديزونه پر افغانانو اغېز نه کوي.

د فرانسې د خبري اژانس (فرانسپرس) په وينا د ناتو وياند، جنرال کارستن ياکوبسن د جنورۍ په دويمه وويل: «د افغانستان خلک به د ناټو له خوا د هغوی د تېلو او خوړو د اخيستلو له لارې له ننګونې سره مخامخ نه کړای شي.»  

سره له دې وينا د کابل اوسيدونکي د اغېزمنتوب خبرې کوي.

د کابل ښار د دهمزنګ د تېلو د ټانک خاوند، حاجی سيد احمد وويل: «له هغه راهيسې چې د ناټو پوځونو په داخلي بازارونو کې پر پېرودلو لاس پورې کړی دی، نه يوازې بيې لوړې شوې دي، بلکې په دوامداره توګه تېل نه پيداکيږي.»  

د تېلو د کمښت له امله هغه اړ شوی د تېلو بيې لوړې کړي، چې په دې کار يې مشتريان خپه شوي دي.

سيد احمد وويل: «هره ورځ له لسګونو خلکو سره جنګ کوو. هغوی داسې انګيري، چې ګوندې بيې موږ لوړې کړي دي... . خلکو ته د تېلو کمښت نه څرګنديږي او درګر دي بهرنيان يې اخلي.» 

د کابل ټکسي چلوونکو خپلې کرايې لوړې کړي. خلک په سړې هوا کې د بې نظمه ارزانه کرايې موټرو ته ساعتونه، ساعتونه په ليکه انتظار ولاړ وي. کله کله په بسونو کې دتگ په وخت  متوجه کيږي چې هغه هم ګران شوي.

د ښار د پنځلسمې ناحيې اوسيدونکي محمد افضل وويل: «لومړی څوک بس نشي موندلای، خو کله چې کوم  يو راشي، نو دوه چنده پيسې درڅخه اخلي.»  

افضل به پخوا په سروېس کې د شپېتو سينټو په اندازه پېسې ورکولې، خو اوس د يو ډالر معادل افغانۍ ورکوي.

د محمد امين په نامه يوه ټکسي چلوونکي وويل، انفلاسيون له سوداګرۍ لاس پر سر کړی دی. له هغه سره زياتره سپرلۍ  د [ټکسي] د کرايې د لوړولو له امله ناندرۍ وهي. هغه وايي، سره له دې هم کله ناکله کورته خالي لاسونه ځي. هغه وويل، کله چې يې د تېلو په پمپونو کې د بيې د لوړوالي د لامل پوښتنه وکړې، نو هغوی پړه پر ناټو اچوي.     

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد، حميدالله فاروقي وويل، که چېرته حکومت د تېلو په بحران کې لاسوهنه ونه کړي، نو نژدې ده چې د پلازمينې د ټرانسپورټ سيسټم له ګډوډۍ سره مخامخ شي.

افغانان وايي د ناټو د اکمالاتو پر بنديزونو برسېره د هغوی په سلګونه لارۍ په پاکستان کې بندې ولاړې دي. دې کار د شيانو بيې نورې هم اغېزمنې کړي دي. (د لازياتو معلوماتو لپاره وګورئ: افغانان پر پاکستان د سوداګرۍ د مخنيوي پړه اچوي.)

Economy
Frontline Updates
Support local journalists