د ميدان وردک ولايت نجونې له زده کړې بې برخې دي

ځايي خلک شکايت کوي چې لږو سرچينو او کمزوري امنيت نجونې د زده کړې له ډگره ايستلي دي.

د ميدان وردک ولايت نجونې له زده کړې بې برخې دي

ځايي خلک شکايت کوي چې لږو سرچينو او کمزوري امنيت نجونې د زده کړې له ډگره ايستلي دي.

IWPR
IWPR
Friday, 24 November, 2017

د افغانستان په مرکزي برخه کې د ميدان وردک ولايت اوسيدونکو نجونو ته د سمې زده کړې په چمتو کولو کې د پاتې راتگ له امله پرحکومت نيوکه کړې.

ځايي مشرانو دعوه کړې چې په ټول ولايت کې د نجونو د زده کړې مخه ډب شوې ده. يو شمېر ولسوالۍ نه دي توانيدلي چې آن يو ښوونځي د نجونو پر مخ پرانيزي.

د ميدان وردک د ولايتي شورا مرستيالې، نفيسې سيلۍ وردک وويل، روان امنيتي حالت نوموړې ستونزه لا پسې پراخه کړې.

هغې وويل: «د طالبانو د پرله پسې گواښ له امله په ځينو سيمو کې د نجونو ښوونځي تړلي دي، خو په ځینو ځايونو کې تر ديارلس کلنۍ پورې نجونې کولای شي ښوونځيو ته لاړې شي.»

د نوموړې له دې خبرو سره ځايي مدني فعال، عبد القيوم راستمن موافق و، ويل يي: «جلا ښوونځي نشته چې ښوونکې يې يوازې ښځينه وي. ډېری کورنۍ نه غواړي خپلې لوڼې هغه ښوونځيو ته وليږي چې نارينه ښوونکي پکې تدريس کوي.»

د شاوخوا يومليون نفوس په لرلو د ميدان وردک ولايت د پلازمينې، کابل ته لويديځ ته ٣٥ کيلو متره وړاندې پروت دی.

د چارواکو په وينا په دغه سيمه کې ٤٨٢ ښوونيز مرکزونه او د ښوونکو د روزنې موسسې موجودې دي. تر نيمايي زيات، يعنې  ٢٥٧ يې ودانۍ نه لري او تدريس په ازادې هوا کې صورت نيسي.  

د هغوی د اټکل له مخې په دغه ولايت کې ١٧٦ زره زده کوونکي په لوست بوخت دي. د دغه شمېر څه دپاسه څلورمه برخه يې نجونې دي.

د هغوی د شمېرو له مخې د شاوخوا ٣٥٠ ښځينه ښوونکو په گډون څه دپاسه ٤٨٠٠ ښوونکي د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې په تدريس بوخت دي.

راستمن آی ډبليو پي آر ته وويل، د هزاره مېشته بهسودو د لومړۍ برخې له ولسوالۍ او د بهسودو له مرکز پرته د دغه ولايت زياتره ښوونځي د طالبانو له خوا څارل کیږي.

هغه وويل، مخالفان زيات شمېر ښوونځي څاري او په ځينو ځايونو کې يې حرفوي نصاب بند کړی او د فرهنگ او حرفې د مضمونونو پر ځای يې ديني مضامين ځای پر ځای کړي دي.

نوموړي وويل، هغه په دې اند دی چې په دغه ولايت کې د ښوونځي د عمر پنځوس سلنه نجونې د طالبانو د کنترول او د ښځينه ښوونکو د نشتوالي له امله له هر راز ښوونې او روزنې څخه بې برخې دي.

نوموړي په دوام وويل، هغه ولسوالۍ چې د مخالفانو تر کنترول لاندې دي نجونې يوازې تر شپږم ټولگي پورې د زد کړو اجازه لري. هغه نجونې چې تر ديارلس کلنۍ وروسته د زده کړو لېواله وي، يوازې هغه مهال کولای زده کړې ته دوام ورکړي چې بلوغ ته نه وي رسيدلې او په فزيکي لحاظ کوچنۍ معلومې شي.

د ميدان وردک ولايت د والي وياند عبد الرحمان منګل وويل، د دغه ولايت ټولې ولسوالۍ ژمنې دي چې د زده کړې کچه ښه او لوړه کړي.

هغه ومنله چې د نجونو زده کوونکو شمېر ټيټ دی، خو ويې ويل، د هغو هلکانو په شمېر کې «مثبت بدلونونه» رامنځته شوي چې د لوړو زده کړو لپاره پوهنتون ته ځي.

د ميدان ښار د ولسوالۍ په مرکزې برخه کې د اول بابا د ليسې ښوونکي، زينت الله واحديار وويل، اسانتياوې مخ په ښه کېدو روانې دي. نوموړي وويل، د ښوونکو د روزنې موسسې مخ په ډېرېدو دي او په ښوونځيو کې کمپويټرونه، د ساينس لابراتوارونه او همدارنگه کتابتونونه فعال شوي دي.  

د سيد آباد د ولسوالۍ د شيخ آباد د لېسې ښوونکي، سليمان خان په ورته ډول وويل، تعليمي معيارونه او امنيت مخ په ښه کېدو دی.

هغه وويل: «د ميدان وردک د ولايت اوسيدونکي له زده کړې سره خاصه مينه لري، ځکه هلته کرونده لږه ده او که چېرته ميندې او پلرونه وغواړي د خپل اولاد راتلونکې روښانه کړي، نو زده کړو ته يې مخ اړوي.»

د ولايتي شورا غړي، شريف الله هوتک په ټينگار وويل، د زده کړو د ښه کېدو لازمي شرط د امنيت ټينگيدل دي.

نوموړي يادونه وکړه، په لرې پرتو سيمو کې د جنگ جگړې دوام ښوونځيو ته د ماشومانو د تگ په لار کې لوی خنډ دی.

هغه وويل: «ټولې خواوې: کروندگر، د کلیو مشران، کورنۍ او دولتي ځواکونه ... ټول بايد له دغه بهير څخه ملاتړ وکړي.»

د چک د ولسوالۍ اوسيدونکي، ٤٣ کلن محمد شريف وويل، په داسې حال کې چې په سيمه کې د نجونو لپاره يوازې د گوتو په شمېر ښوونځي موجود دي، د هلکانو د زده کړې په وړاندې هم ستونزې شته.  

نوموړي يوې ځانگړې ستونزې ته گوته ونيوه او هغه دا چې که ښوونکي خپل زده کوونکي د لوست پر ځای کورونو ته استوي، نو کېدای شي هغه ته تر دې بله مهمه موضوع په مخې کې پرته وي.  

هغه وويل: «زما يو زوی چې د چک د ولسوالۍ د عمر فاروق په ليسه کې لوست لولي، دوې پلا په اوونۍ کې د لوست پر مهال کورته راځي. هغه وايي، ښوونکي ورته وايي تاسې کورونو ته لاړ شئ، ځکه زه بل کار لرم.»

Frontline Updates
Support local journalists