Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د مميزو توليدوونکي روښانه راتلونکي گوري

د جگړو کلونو د صادراتو صنعت تر اغېز لاندې راوستی.
By Mohammad Ibrahim Spesalai

 

 

 

    پښتو

 

په افغانستان کې د محمد ابراهيم سپېڅلي ليکنه

د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کي سوداگر او د کرنې چارواکي وايي، په بنسټيزو خدمتونو کې ډېرې پانگونې ته اړتيا ده چې د مميزو پخوانۍ غوړېدلې سوداگري بېرته راژوندۍ کړای شي.

کندهار يو مهال د خپلو مېوو، په تېره بيا انگورو له امله شهرت درلود، چې وروسته به مميز ترې جوړېدل، په ټول افغانستان کې پلورل کېدل او بهرنيو بازارونو ته هم صادرېدل. ارغنداب، پنجوايي، دامان او د ډنډ ولسوالي د انگورو ډېر باغونه لري.

د جگړو په کلونو کې کرنيز توليدات کم شول او د خوړو د پروسس تاسيسات له ډېرې اوږدې مودې له کاره لويدلي دي. د مميزو تر ټولو ښه ډول، لکه زرين مميز «آبجوش»  نور نه ليدل کيږي.

د کندهار د سوداگرو د خونو مرستيال، عبدالباقي بينا وويل، په داسې حال کې چې د حشراتو په وړاندې د عصري درملو د کارونې له امله حاصلات ډېر شوي، خو کيفيت يې خراب شوی دی. نوموړي ولايت د وچو ميوو د پروسس وړتيا هم له لاسه ورکړې ده.

بينا ووويل: «موږ په کندهار کې کومه ښه سبماله فابريکه نه لرو چې مميز پکې پاک، زېرمه، بسته بندي او په پای کې په نړيوال معيار صادر شي.»

هغه وويل، که سردخانې او زېرمتون جوړ شي، نو کندهار به يوه پلا بيا وکړای شي د وچو مېوو په بازار کې سيالي وکړي.

د انگورو د باغونو خاوندان وايي له طالبانو سره جگړې ډېرزيان اړولی دی. د پنجوايي د ولسوالۍ د چالغور د سيمې اوسيدونکي، صديق الله کروندگر وويل، يو څه کروندې د جگړې له امله ويجاړې شوي او پاتې نورې د امنيتي وضعې له امله د کارونې وړ نه دي.

د کندهار د کرنې د رياست د اگرونومۍ د څانگې مشر، محمد داود گلستاني وويل، کروندگر د حکومت مرستو ته سخته اړتيا لري. نوموړي ادعا وکړه، د مميزو د وچولو د تاسيساتو د رامنځته کولو لپاره د ناحکومتي موسسو او ناتو تر مشرۍ لاندې سرتېرو اوسنيو هڅو هيڅ گټه ونه کړه. د بېلگې په توگه، په نوو زېرمتونونو کې د خامو خښتو پر ځای سمنټ کارول شوي او له امله يې پايلې ډېرې ويجاړوونکې وې. 

گلستاني وويل: «د کندهار هوا توده ده. کانکريټي دېوالونه په توده هوا کې گرميږي او مميز د وچېدو پرځای توروي او خوسا کوي. زېرمتون ښايي د کليوالو او کرنې د رياست په سلا مشورو جوړ شوی وای.»

گلستاني وويل، بيا هم د کرنې رياست د توليداتو د زياتولو لپاره پلانونه جوړ کړي دي. کارکوونکي يې له کروندگرو سره د  کښت د کرلو پر مهال گوري او د حشراتو او نورو ناروغيو د مخنيوي په اړه ورته معلومات ورکوي او ډاډمنوي يې چې انگور يې په لوړ کيفيت توليد وکړي. همدارنگه نوموړي رياست د کندهار د څېړنې په فارم کې د انگورو سل ډولونه تر څېړنې لاندې نيولي ترڅو ومومي چې کوم ډول يې د کندهار له اوبو او هوا سره سمون لري او وده کوي. اوس د لاسته راغلو پايلو له مخې کروندگرو ته د هغې په ويش لاس پورې شوی دی.

هغه وويل: «ښه مميز له ناروغۍ پاکو انگورو څخه لاس ته راځي. موږ هرکال هڅه کوو په کندهار کې د ناروغيو مخه ونيسو، چې د کندهار باغوال له خپلو انگورو څخه ښـه حاصل ترلاسه کړي.»

د کندهار د سوداگرۍ د خونو چارواکي وايي، د مناسبو تاسيساتو له نشتوالي سره سره هغوی په دې هڅه کې دي چې هغه په بهرينو بازارونو کې وپلورل شي. څه ناڅه ٢٠٠٠ ټنه مميز يې پاکستان، هند او نورو ځايونو ته صادر کړي دي.

بينا وويل، که چېرته مرکزي حکومت د سوداگرو پام په کندهار کې د مېوو پروسس ته واړوي، نو د صادراتو په کچې کې به د پام وړ زياتوالی راشي. له ژمنو سره سره تر اوسه په دې اړه کومه مرسته سرته نه ده رسېدلې. 

هغه وويل: «موږ پروسږکال ١٦٧٠ ټنه مميز صادر کړي وو او سږکال [له اپرېل راهيسې] مو تر اوسه پورې له کندهار څخه تر درې سوو ټنو پورې گردک (يو ډول مميز) صادر کړي دي. پروسږکال مو د  ٢، ٣ مليون ډالرو په ارزښت او سږکال مو  د٦٥٤٠٠٠ ډالرو په ارزښت مميزصادر کړي دي.»

چارواکي، سوداگر او کروندگر ټول ټينگار کوي چې په دې سکتور کې د پانگې جلبول او د پروسس د يوې سمبالې فابريکې جوړول به دا ولايت ډېر نېمکرغه کړي.  

د کندهار په کشمش سرای کې، چې  وچو مېوو لوی مارکيټ دی، د عبدالحکيم په نامه يوه سوداگر ومنله چې پروسس يوه عمده ستونزه ده. 

په کندهار کې په لسگونه ډوله توليد شوي مميز په کڅوړو کې راوړل شوي او وروسته يې سوداگر د صادرولو په موخه په کارتنونو کې سورټ کوي. 

حکيم وويل: «که چېرته مميز په کارتنونو کې په مسلکي ډول بسته بندي شي او له ځنډ وروسته په زېرمتونونو کې کېښودل شي، نو ډاډ من يم چې په ډېره ښه بيه به په ټوله نړۍ کې وپلورل شي.»

محمد ابراهيم په کندهار کې د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.