Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د مزرو د پاڼو اوبدونکي د صنعت د جوړولو په هيله

د مزرو پاڼې هر اړخيزه کارونه (استعمال) لري، ارزان بيه پوزه کي، ټوکرۍ او داسې نور شيان ترې جوړيږي، خو بوټې يې خلک د سون لپاره وهي او مخ په پای ته رسېدو دي
By Ahmad Shah
(Photo: Ahmad Shah)

په افغانستان کې د احمدشاه ليکنه

پنځه پنځوس کلن قاسم د خپل کور مخې ته د ونې تر سيورې لاندې يوه سترگه خوب کوي او خپلو ماشومانو ته وايي چې غلي شي.  هغه د مزروپه جوړشوى کټ او فرش باندې پروت دي  يو بالښت، چې پخپله يې جوړ کړی، تر سر لاندې ايښی دی. له دې پاڼو څخه د افغانستان په سويل ختيځ ولايت، خوست کې د کور د اړتيا وړ يو لړ توکي جوړيږي.

قاسم وويل: "په کور کې فلزي چپرکټ لرم. غالۍ هم لرم، خو د اوړي په گرمۍ کې ډېر توديږي. د مزرو کټ يخ دی او سړی پکې ارام وي. د دې ترڅنگ کټ او پوزی ژر ژر پرېمنځل کېدای هم شي."

نوموړي په خندا زياته کړه: "ډاکټران وايي، ناروغۍ له هغه مهاله وروسته زياتې شوې چې پلاستيکي غالۍ او نور توکي بازار ته راغلل."

د مزرو له پاڼو څخه د توکو جوړول د دې ولايت پخوانۍ ځانگړتيا ده. مزري خپلسری بوټی دی او په غرونو کې شنه کيږي او لوييږي.

د مزرو له پاڼو څخه د لاسي صنايعو اوبدونکي وايي، له دې صنعت څخه په ډېره سخته خپل معيشت تامينوي. هغوی پرحکومت پړه اچوي چې د دې صنعت په اړه بې پروايي کوي. يو شمېر يې وايي حکومت بايد پر واردېدونکو پلاستيکو توکو لوړ محصول وضع کړي، خو يو شمېر نور په دې اند دي چې د هغوی لاسي صنايعو ته دې په بهر کې يو صادارتي بازار جوړ کړای شي.  

د مزرو له پاڼو څخه د هر راز توکو د جوړولو وړتيا د هغې ارزښت لوړ کړی دی. له هغې څخه کټونه، څوکۍ او کوچونه اوهمدارنگه کوچني توکي، لکه د ډوډۍ، مېوې او سبو ټوکرۍ جوړيږي چې تازه پکې ساتل کيږي. 

د سيد علم په نامه د خوست يوه اوسيدونکي وويل، دهغه د کور زياتره توکي د مزرو له پاڼو څخه جوړ شوي دي.

هغه وويل: "له مزرو څخه جوړ شوي توکي له پلاستيکي توکو څخه غوره دي. خواړه په پلاستيکي لوښو کې ډېر ژر خرابيږي، خو د مزور په لوښو کې نه خرابيږي. پوزه کي له پلاستيکې (فرشونو) څخه ارزان او کلک دي؛ په اسانۍ نه ماتيږي. څنگه چې هوا پکې ننوزي، له دې امله هر څيز پکې ښه ساتل کيږي."

د برښنا په نشتوالي کې برښنايي پکي کار نه کوي، خلک کولای شي د لاس په پکو د اوړي له تودوخې سره مقابله وکړي. د مزرو له پاڼو څخه جانمازونه او د کور د سينگار توکيهم  جوړيږي.

نارينه او ښځينه دواړه په خپلو کورونو کې په دې لاسي صنعت بوخت دي او خپل توليد شوي توکي نورو ولايتونولکه  پکتيا، ننگرهار، کندهار، هلمند او آن پاکستان ته صادروي. دا صنعت د کليوالي اقتصاد مهمه برخه جوړوي.  

د خوست د ښځو د چارو رئيسې، خاور اميري وويل، اتيا سلنه ښځې خپل عايدات د مزرو د صنعت له لارې تر لاسه کوي.

هغې وويل، پروسږکال يې د ښځو د لاسي صنايعو دوه نندارتونونه جوړ کړي او په پام کې لري چې سږکال يې هم جوړ کړي.

هغې وويل: "موږ د دې صنعت په اړه ډېرې غونډې او د عامه پوهاوي پروگرامونه جوړ کړي دي. له دې صنعت څخه هغه مېرمنې گټه اخلي چې د عايد بله لاره نه لري، ځکه لگښت يې لږ او گټه يې ډېره ده."

د خوست اوسيدونکې، رسول بي بي له هغه وروسته د مزرو صنعت ته مخه کړه چې ميړه يې طلاقه،  زوی يې بندي او کورنۍ يې بې سرپرسته پاتې شوه.

هغې وويل: "زه او دوې لوڼې مې د مزرو له پاڼو څخه شيان جوړوو. په خپلو لاسونو له خپل ځان سره مرسته کوو. د بل چا مرستې ته اړتيا نه لرو. موږ پتنوسونه، د سينگار توکي، جاروگانې او نورشيان جوړوو او د مياشتې تر ٢٥٠ ډالرو پورې عايدات تر لاسه کوو."

د افغانستان په دې سيمه کې د مزرو د پاڼو توليدات د ناويانو د جهېز دوديزه برخه جوړوي.

د خوست يوه اوسيدونکي، اجمل پردېس وويل، هره ناوې د خپل مېړه کور ته په لسگونو اوبدل شوي توکي وړي.

هغه وويل: "کله چې يوه نجلۍ کوژده شوه، نو د دې توکو په جوړولو لاس پورې کوي يا يې له بازاره او يا يې په خپلې سيمې کې د مزرو د پاڼو له پېژندل شوو توليدونکو څخه اخلي. که چېرته د خپل مېړه کور ته دا شيان رانه وړي، نو کليوال او خپلوان يې ورته په درنه سترگه نه گوري."

د خوست يوه هټيوال، عبدالواحد وويل، اوبدل شويتوکيپه اروپا او امريکا کې اوسيدونکي افغانان   د سوغات په توگه اخلي. 

هغه وويل: "داسې خلک شته چې د مزرو ټوکرۍ، پتنوسونه، سينگار شوي توکي او څپلۍ لکه د جرمني، ايټاليې او فرانسي په څېر هېوادونه ته وړي او هلته يې په لوړه بيه پلوري. که چېرته حکومت له موږ سره مرسته وکړي، نو ډاډه يم چې نړيوال بازار ته به لاره ومومو، خو په دې اړه بې پروايي ډېره ده."

د خوست د صنايعو او سوداگرۍ د خونو رئيس، نواب اميرزي وويل، د هغه ادارې له ټولو هڅو سره سره ونشو کړاى  د مزرو لاسي صنعت ته په بهر کېبازار  پيدا کړي. هغه د دې کار پړه پر ځايي سوداگرو او توليدوونکو واچوله. 

هغه وويل: "هغوی د سوداگرۍ په خونه کې ثبت نه دي. هغوی کومه اتحاديه يا کوم شی نه لري چې خپلې ستونزې ورسره شرېکې کړي. د هغوی کارونه ناڅاپي بې پلانه دي. له دې امله يې غږ لږ اورېدل کيږي."

اميرزي يادونه وکړه، د مزرو د پاڼو زياته اندازه صنعت دافغانستان په نور ولايتونو کې پلورل کيږي او هره اوونۍ درې ډکې لارۍ پاکستان ته وړل کيږي.

د افغانستان د صنايعو او سوداگرۍ د خونو مرستيال، خان جان الکوزی له دې خبرې سره موافق دی، چې د مزرو د پاڼو توليدات يو مهم صادراتي توکی دی او د بې روزگارۍ له منځه وړلو سره ښه مرسته کولای شي. هغه هم پر توليد کوونکو غږ وکړ چې ځانونه تنظيم کړي او د سوداگرۍ د خونو له لارې نندارتونونه جوړ کړي او په بهر کې نوي بازارونه پيدا کړي.

د مزري بوټې څلور متره ونه کوي او د خوست، په تېره بيا د ځاځي ميدان، باک، صبريو او عليشېر د ولسواليو په وچو او غرنيزو سيمو کې لوييږي. 

په يو شمېر ځايونو کې نومړي بوټي په لږېدو دي؛ ځکه خلک يې د سون د توکو لپاره وهي. 

د خوست د چاپېريال د ساتنې د ادارې مشر، عبدالغياث جلالزي وويل، د مزري بوټی نه يوازې د ځايي اقتصاد لپاره گټور دی، بلکې د خاورې د له منځه تللو مخه او توږل کېدو هم نيسي.

هغه وويل: "د دې بوټې جوړښت داسې دی چې کولای شي د سيلابونو زيان راټيټ کړي."نوموړي زياته کړه، د هغه ادارې د خوست له قومي مشرانو سره خبرې کړي او ژمنه يې کړې چې د دې بوټې ساتنه به کوي.

د خوست د کرنې د رياست چارواکي وايي د مزرو د بوټودوهلود مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي کمپاينونو ډېره اغېزه نه دی کړې.

د هغه رياست مشر، نقيب وويل، يوې پروژې د دې بوټي پر کرکېلي لاس پورې کړی دی.

هغه وويل: "موږ د دې بوټو فارمونه جوړ کړي چې وساتل شي. که پايله مو ترلاسه کړه، نو دا به لوی برياليتوب وي."

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.  

Also in This Issue

ARR Issue 488