Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د مرکزي افغانستان په يوې ولسوالۍ کې د روغتيا څارنې غميزه

د ارزګان ولايت په يوې ولسوالۍ کې دوه ډاکټران د لسګونو زرو خلکو درملنه کوي.
By Ahmad Shah Jawad

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، احمدشاه جواد ليکنه
د افغانستان په کليوالي سيمو کې د روغتيا د مسلکي افرادو او د درملو نشتوالي خبر په زړه پورې نه دی، خو د ارزګان ولايت د دهراوود په ولسوالۍ کې دا يوه رښتينې ستونزه ده، چې يوازې دوه تنه ډاکټران د لسګونو زرو تنو اوسيدونکو په درملنه بوخت دي. 
د هېواد د تر ټولو وروسته پاتې ولايت په دې مرکزي سيمه کې، يو نارينه او يوه ښځينه ډاکټره او درې تنه ښځينه روغتياپالې کار کوي.
د څارنې د  نشتوالي معنا داده چې ناروغان او اميد واره ميندې بايد څلوېښت کيلومتره لار ووهي، ترڅو د نوموړي ولايت ختيځ تيرينکوټ يا په لويديځ کې کندهار ته ورسيږي. يو شمېر يې په لار کې مړه کيږي.
د شاه ولي په نامه يوه ټکسي چلوونکي وويل: «ما زيات شمېر اميدواره ميندې د ماشوم د زيږون لپاره تيرينکوټ ته وړې دي. خو په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د هغوی له ډلې څخه يې شپږ تنه زما په مخکې د لارې په اوږدو کې مړې شوې دي.»
د نوموړې ولسوالۍ ولسوال، حاجي امين الله خان وويل، د امکاناتو د نشتوالي له امله خپه دی. په ولسوالۍ کې اصلا کوم ډاکټر نشته.   
هغه وويل: «ښايي دا ولسوالي د افغانستان يوه برخه نه وي. باور وکړه دلته هره ورځ يوه مور د ماشوم د زېږون پر مهال مري او لامل يې د ډاکټرانو او طبي اسانتياوو نشوالی دی.»    
د امنيتي ستونزو په ګډون د يو شمېر نورو ستونزو له امله په ارزګان کې د طبي کارکوونکو ګومارل ګران کار دی. هلمند او کندهار ته څېرمه پروت دا ولايت د ياغيانو قوي مرکز دی. د ازادۍ د رادېو په وينا د مارچ د مياشتې په ۲۴ لږ ترلږه پنځه تنه د سړک د غاړې د يو بم د چاودېدو له امله ووژل شول.    
د دهراود له دوو ډاکټرانو څخه يو ډاکټر، اختر محمد وويل، د ټيټ معاش او د دولت د مرستو د نشتوالي له امله دلته ډاکټران  کار ته زړه نه ښه کوي.  
نوموړي ډاکټر وويل: «زه د مياشتې ۳۴۰ يورو [۴۴۵ډالره] معاش اخلم. دا ډېر لږ معاش دی. هغه زياته کړه، زه مجبور يم دلته پاتې شم، ځکه: «زه د همدې ولسوالۍ اوسيدونکی يم.  وجدان مې اجازه نه راکوي [بل چېرته] لاړ شم... دې بېوزلو خلکو ته دوه تنه ډاکتران پاتې دي. که موږ هم لاړ شو، هغوی به څه کوي؟»   
يوه ځايي نرسه، چې د دايې په توګه کا رکوي، وايي، د مياشتې درې سوه ډالره معاش اخلي. هغه وايي زړه يې دی د ناسمو شرايطو له امله کار پرېږدي. 
هغې د نامه د نه څرګندولو په شرط وويل: «چارواکي زموږ پروا نه ساتي. هره شېبه مو ژوند په خطر کې دی. هغوی [ناروغان] له موږ څخه ډېرې تمې لري. هغوی هم موږ ته په ښه سترګه نه ګوري.»    
يوه ځايي اوسيدونکي وويل، که طبي کارکوونکي له ناروغانو څخه ستړي وي، موږ همداسې درواخله.
د جان محمد د وينا له مخې د طبي کارکوونکو له لږوالي سره سره کلينيک ته ډېر ناروغان راځي.  
هغه وويل: «نوموړي دوه تنه ډاکټران د سهار له اتو بجو څخه ترغرمې پورې په کلينيک کې وي. له هغې وروسته ناروغان نه ګوري. که ناروغان په بيړني ډول [عاجل] راوړل شوي هم وي، خلکو ته وايي چې تيرينکوټ يا کندها رته يې ورسوي.»   
جان محمد په دې وروستيو کې د شپې په لسو بجو  خپل تره د ملا د خوږ له امله کلينيک ته راوړ. د کلينيک کارکوونکو تيرينکوټ ته واستاوه، خو تره يې په لاره کې سا ورکړه. هغه وويل: «هغه [ډاکټر] ورته آن يوه ګولۍ هم ورنه کړه.»
د ارزګان د عامې روغتيا د رياست مرستيال په دې اند دی چې دلته او د ولايت په نور برخو کې د اکمالاتو د نشتوالي لامل د نفوسو د شمېرې په اړه د کره او سمو معلوماتو نشتوالی دی چې بودجه يې پر بنسټ چمتو کيږي. 
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت طبي خدمتونه د ۳۵۰۰۰۰ تنو خلکو پر بنسټ چمتو کوي، خو دا شمېره د دېرش کاله دمخه ده. 
دکتور نبي وويل: «دا په رښتيا هم يوه لويه ستونزه ده.»  هغه زياته کړه او ټينګار يې وکړ له هغه مهال را په دې خواد ارزګان ولايت د نفوسو شمېر اتو سوو زرو تنو ته لوړ شوی دی. 
د دهراود او پاتې نور ولايت اټکل شوی نفوس ډېر توپير لري. ځايي سرچينو آی ډبليو پی آر ته يوازې د يوې ولسوالۍ د نفوسو شمېره ۲۲۵۰۰۰  تنه وښوده، په داسې حال کې چې د افغانستان د کلو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ملګرو ملتونو د نفوسو د وجهې صندوق د اټکل له مخې د دهراود د نفوسو شمېره ۵۱۰۰۰  او د ټول ولايت شمېره  ۳۲۱۰۰۰ کاروي. په ۲۰۰۹ کال کې د يوې سروې له مخې د ارتباطي دفتر په نامه يوې افغاني ناحکومتي موسسې د دهراود نفوس ۷۹۰۰۰  او د ټول ولايت نفوس ۵۰۰۰۰۰ اټکل کړی و.   
په پام کې ده چې د دهراود د اړتياوو د پوره کولو لپاره يو دېرش بستريز روغتون جوړ شي. د افغان روغتيايي او پراختيايي خدمتونو د ناحکومتي موسسې (AHDS) ډلې استازي، عجب نور وويل، روغتون د اروپايې اتحاديې له خوا تمويليږي. 
ځايي چارواکو پر AHDS  د زياتو کارکوونکو د نه ګومارلو پړه واچوله. د دهراود ولسوال، امين الله خان وويل، له AHDS  يې، چې په ارزګان او کندهار کې له روغتيايي تاسيساتو سره مرسته کوي، غوښتنه کړې زيات شمېر ډاکتران او روغتياپالان راواستوی، خو منل شوې نه ده.   
هغه وويل: «هغوی امنيت پلمه کړ، خو ما ورته وويل،د امنيت مسؤول زه يم، هغوی بايد طبي کارکوونکي راواستوي، خو دا کار يې ونه کړ.»  
عجب نور ټينګار وکړ چې امنيتی خطرونه د ډاکترانو مخنيوی کوي، که نه، نو دهراود ته راځي. همداسې د معاشونو ټيټوالی درواخله، چې وايي د هغه په لاس کې نه دي.  
هغه وويل: «موږ څو څو ځلې د هغوی د معاشونو د زياتوالي غوښتنه کړې، خو په ارزګان کې [روغتيا] د اروپايې اتحاديې له خوا تمويليږي او هغوی د معاشونو له لوړوالي سره موافقه نه ده کړې.»
د ارزګان د والي مرستيال، الحاج خدای رحيم هم پر AHDS  نيوکه وکړه، ويې ويل: «پروسږکال د اوړې په ګرمۍ کې د تېلو د نشتوالي له امله د کلينيک جنراتور له کاره ولوېد. د ناروغانو خپلوانو له کاغذونو څخه پکي جوړ کړي وو او ناروغانو ته يې وهل. که هغوی ډاکتران نشي ګومارلای، نو ولې جنراتور ته تېل نشي اخيستلای.»    
د دهراود نوی روغتون به تر يوې کچې د ولسوالۍ د روغتيا څارنې ستونزې هوارې کړي، خو ځايي اوسيدونکي محمد ګل ته دا کار ډېر ناوخته دی.
يوه مياشت دمخه د هغه زوی په څا کې ولوېد او سر يې سخت ټپي شو. محمد ګل وويل، د ولسوالۍ د کلينيک کارکوونکو له درملنې پرته هغه تيرينکوټ ته واستاوه. زوي يې ډېره وينه ورکړې وه او په لاره کې مړ شو. 
هغه وويل: «حکومتي کارکوونکو زما زوی مړ کړ. د هغوی زامن په بهر کې درملنه ترلاسه کوي، خو هيچا آن زما د زوی ټپونه بنداژ نه کړل.»
احمد شاه جواد په ارزګان کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.