د محبس په ماتولو کې د چارواکو جوړجاړی

د کندهار له محبس څخه د تونل له لارې د سلګونو بنديانو د تېښتې پرمهال هيچا هم خبرداری ورنه کړ.

د محبس په ماتولو کې د چارواکو جوړجاړی

د کندهار له محبس څخه د تونل له لارې د سلګونو بنديانو د تېښتې پرمهال هيچا هم خبرداری ورنه کړ.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

چارواکی او شنونکي په افغانستان کې وايي د هېواد په سويل کې د کندهار له محبس څخه د څه دپاسه پنځو سوو بنديانو ډله ييزه تېښته به د چارواکو له جوړ جاړي پرته ناشونې وه.

طالبانو وويل د غورځنګ ۱۰۶ تنه قوماندانان د نورو  ۵۴۱  تنو بنديانو په ډلې کې وو، چې د اپريل په  ۲۵  د  ۳۶۰    متره تونل په کيندلو له محبسه وتښتيدل.  

له پېښې وروسته د محبس مدير، غلام دستګير، د محبس مرستيال او يو شمېر نور کارکوونکي تر پوښتنو گرويږنولاندې ونيول شول. د امنيتي سکتور د شاوخوا شلو ولايتي کارکوونکو دندې وځنډول شوې يا له کاره ګوښه شول.

د افغانستان د ملي امنيت د رياست مرستيال، حسام الدين وويل، اتلس تښتېدلي بنديان بېرته نيولو شوي دي او  ويي ويل چې دمګړۍ تردې زيات معلومات په لاس کې نشته.

حسام الدين د هغه يو لړ چارواکو په ډله کې و، چې د افغانستان مشرانو جرګې احضار کړي وو.  

د عدليې وزير حبيب الله غالب، چې د جزايي سيستم ټول مسؤوليت يې پر غاړه دی، وويل، د تېښتې څرنګوالی د  يو شمېر کارکوونکو جوړ جاړي ته ګوته نيسي. 

هغه وويل: «د تونل له لارې له محبس څخه ډله ييزه تېښته ددې څرګندونه کوي چې د محبس له منځ څخه ورسره مرسته  شوې وي. که د (محبس) له دننه مرسته نه وای شوی، نو طالبانو څنګه کولای شول، هرې کوټې ته لاړ شي، دروازې بېرته کړي، شپلاقونه ووهي، دا ټول په پټه ترسره شي او هيڅوک پوه نشي چې څه خبره ده؟»

د [عدليې] وزارت د محبسونو رئيس ،جنرال امير محمد جمشيدي دا ومنله چې د کندهار د محبس يو شمېر کارکوونکو به هرو مرو له [محبس څخه] په تېښته کې مرسته کړي وي. خو هغه خپل نظر وړاندې کړ، [او ويې ويل] ښايي بنديان د تونل پر ځای له عمومي دروازې څخه تښتيدلي وي، چې د هغه په وينا [د تونل لارې تيښته] د زيات شمېر لپاره ناشونې خبره وه.

سياسي شنونکي داد نوراني وويل چې بنديان د کندهار له محبس څخه په ۱۹۸۰ کلونو کې د شورويانو د اشغال د پېر په څېر د تونل د کيندلو په واسطه له محبس څخه تښتيدلي دي.

  هغه دا ومنله چې ساتونکو بايد په يوې لارې نه په يوې لارې مرسته کړې وي. که نه، نو داسې تيښته شونې نه وه، آن که د کيندلو کار ډېر پټ هم ترسره شوی وای. 

په يوې تيلفونی مرکې کې طالب وياند، ذبيح الله مجاهد په تېښته کې د ساتونکو لاس لرل  رد کړل، ويې ويل، هغوی ددې لپاره په ډب کې تللي ترڅو حکومت په خپل شرم پرده واچوي. 

هغه وويل: «هغه مهال چې طالبان يوه ستره  بريا تر لاسه کړي، نو حکومت يو څو تنه بېګناه افراد بند ته اچوي، له طالبانو سره د همکارۍ ټاپه پرې لګوي او په دې توګه پر خپلې ماتې پرده غوړوي.»

طالبان وايي هغوی [له محبس څخه] تيښته په پوره پام پلان کړې وه، له محبس سره نژدې يو کور يې د يوې جعلي ساختمانى  شرکت په نامه په کرايه اخيستی و.

دا لومړنۍ ډله ييزه تيښته نه وه، چې ياغيانو په کندهار کې پلان کړې وه. په  ۲۰۰۸  کال کې هغوی د چاوديدونکو توکو د يو ډک موټر په واسطه د محبس پر عمومي دروازې بريدوکړ. هغوی ادعا وکړه چې ټول ۱۵۰۰  تنه بنديان يې خوشې کړل، خو چارواکو د  ۹۰۰ تنو د تېښتې پخلی وکړ.

له وروستۍ تېښتې يوه ورځ وروسته د کندهار چارواکو اعلان وکړ چې اويا تنه تښتېدلي بنديان يې بېرته نيولي دي. هغوی شل تنه په ښار کې وګرځول. يو شمېر يې خبريالانو ته وويل، پر هغوی د وسله والو طالبانو له خوا زور راوړل شوی و، چې په تېښته کې له طالبانو سره ملګري شي.

طالبان ټينګار کوي هيڅوک په زوره تېښتې ته نه دی اړايستل شوی او که شوی هم وي،  بېرته نيول شوی نه دی.

په پارلمان کې د کندهار ولايت استازې، شکيبا هاشمي وويل، له افغان حکومت څخه عمومی نارضايتۍ له دې پېښې سره مرسته کړې ده. 

هغې وويل: «حکومتي چارواکي د واسطې له لارې پر کارونو ګومارل شوي دي. بې تجربه فاسد افرادو ته حکومتي لوړې څوکۍ ورکړای شوي، په داسې حال کې چې تجربه لرونکی کارپوه خلک  بې روزګاره پاتې دي. خلکو پر حکومت خپل باور له لاسه ورکړی او د واک په ګدۍ د دې افرادو له شتون څخه پوزې ته راغلي دي.  دا کار له طالبانو سره د خلکو د همکارۍ لامل شوی دی.»

هاشمي وويل، په کندهار کې د محبس د ماتولو اوازې د پيښې له رامنځته کېدو دمخه پيل شوې وې.

ځايي استوګن تواب اخونزاده ددې اوازو د اورېدو پخلی وکړ.

هغه وويل: «خلکو ويل طالبان غواړي وتښتي. چارواکي دومره بېوسې او بې بروا وو، چې ويې نه شوای کړای د خلکو له خبرو  څه نتيجه ترلاسه کړي.»

د ساتونکو د چال چلن په اړه هم پوښتنې راولاړې شوې، له محبس څخه ډله ييزې تېښتې په دې او د افغانستان په نورو محبسونو کې د عصري تجهيزاتو د نشتوالي خبره څرګند ه کړه.

لکه هغسې چې د ملي امنيت د عمومي رياست مرستيال، حسام الدين وويل: «د افغانستان په ټولو محبسونو کې امنيت ښه نه دی. کېدای شي د کندهار په څېر پېښه په نورو محبسونو کې هم رامنځته شي.»

Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists