Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د مبارزينو په وينا ښځې په بنسټيز ډول قربانيانې او تل تر ذهني ټکانونو لاندې دي

عايشه په پنځلس کلنۍ کې خپل د تره زوی ته واده شوې وه. له واده څخه شپږ مياشتې وروسته يې مېړه طلاق ورکړ، دعوه يې کوله چې هغه د واده پر مهال پېغله نه وه.
By Pazhman Pazhohish
يوه افغاني مېرمن د [کابل ولايت] د کلکانو په يوه کلينيک کې د درملنې لپاره په ليکه کې ولاړه ده. (عکس: Paula Bronstein /Getty Images)

اوس چې عايشه اوولس کلنه شوې، وايي ژوند يې په بشپړ ډول ويجاړ شوی. هغې وويل، مېړه يې پر هغې ناسم تورونه لگولي، تر څو مې له مخې لرې کړي.

هغې وويل: «لومړی مې مېړه ويل، له کوچنيوالي څخه يو ځای سره لوی شوي يو او پر ما باور لري، خو له واده شپږ مياشتې وروسته يې زړه بلې ښځې ته شوی و. زموږ تر منځ ناندرې هغه مهال پيل شوې چې کله مې پلار ته وويل، مېړه مې بل واده کوي. وروسته مې مېړه هر چاته ويل چې زه د واده پر مهال نجلۍ نه وم.»

عايشې وويل، دمخه يې له هيچا سره جنسي اړيکې نه دي نيولي او د نارينه او ښځې تر منځ يې د اړيکو په اړه ډېر لږ معلومات درلودل.

هغې وويل: «کله چې نجلۍ وم، ډېره شوخه وم. کېدای شي پېغلتوب مې هغه مهال له لاسه ورکړی وي چې کله مې ټوپ وهلی وي يا له کومه ځايه لويدلې اوسم. اوس مې مېړه د هغه جرم له امله طلاقه کړې يم چې د هغې په اړه هيڅ معلومات نه لرم. نه غواړم بيا واده وکړم، ځکه د ١٤ کلنۍ په عمر کې طلاق همغه حالت لري چې يوه کونډه يې لري. هغسې ارزښت ورته نه ورکول کيږي، لکه چې يوې پېغلې ته ورکول کيږي.»

پېغلتوب په افغاني محافظه کاره ټولنه کې ډېره لوړه بيه لري. هغې ته د حيا او کورني عزت په سترگه کتل کيږي. هغه نجونې چې څرگنده شي له واده دمخه يې جنسي اړيکې نيولې وي، د ټولنې له شرم، طلاق او آن له مرگ سره مخ کيږي. 

ښځې او نجونې د دې لپاره چې معلومه شي پېغلتوب يې لاس نه دی خوړلی، د بکارت سپکوونکی او ناوړه جبري ازميښت  پرې سر ته رسيږي. 

سره له دې چې ولسمشر، اشرف غني ژمنه کړې وه، د دولتي تگلارې په توگه پر دغه راز معاينې بنديز ولگوي، خو د هغو ښځو په وړاندې په منظم ډول سرته رسيږي چې هغه د چا خبره تر دغه اخلاقي نامعلوم جرم لاندې راځي.  

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د څانگې مشرې، ثريا صبحرنگ وويل، له دې امله چې ټولنه پر پېغلتوب زيات ټينگار کوي، ښځې له زيات ډاروونکي کړاو سره مخ دي. 

هغې وويل، پر هغو نجونو څه تېريږي چې د واده د شپې دمخه پرې د جنسي اړيکو د نيولو تور پورې شي. نوموړې زياته کړه: «په زياترو کلو بانډو کې چې کله وليدل شي، يوې نجلۍ پېغلتوب له لاسه ورکړی دی، ځورول کيږي، جامې يې څيرې کيږي او سرکښته ځوړنديږي. سرچپه پر خره سپرول کيږي او بېرته د خپل پلار کور ته استول کيږي. وروسته له ورکړل شوي ولور سره يې يو ځای بله خور په بدل کې وړل کيږي. له هغې وروسته د نجلۍ کورنۍ، کورني عزت ته د سپکاوی اړولو له امله هغه وژني.»

د بکارت د جبري ازموينې په اړه هغې وويل، د دغه کار ناوړې پايلې يې پر خپلو سترگو ليدلي دي.

صبحرنگ وويل: «پر هغه چا، چې دغه راز تور پورې شي له ډېر ناوړه ذهني ټکان سره مخ کيږي. موږ بېلابېلو ولايتونو ته تللي يو او له هغو قربانيانو سره مو ليدلي چې د بکارت له لاسه د ورکولو د خپل جرم له امله بنديانې شوي دي.»

صبحرنگ يادونه وکړه، له ازموينې څخه پر راولاړ شوي کړاو سربېره دغه راز ازموينې ستونزې زېږوي، ځکه ښځې کله ناکله بکارت په ماشوموالي کې له لاسه ورکوي. نوموړې د دې يادونه هم وکړه چې په طبي معايناتو کې د خپلې خوښې جنسي اړيکو او د زور جنسي اړيکو تر منځ توپير نشي کېدای.

هغه ښځې چې خپل بکارت د جنسي تېري له امله له لاسه ورکړي د لږ زړه سوې تمه لرلای شي. دغه خبره پر مدينې تېره شوې وه. نوموړي يادونه وکړه هغه مهال چې د خپلې ترور په کور کې وه، د ځوانۍ په عمر پرې تيری وشو.   

نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «د شپې راباندې خپل د ترور زوی تيری وکړ. کله چې ترور مې حالت وليد، څېرې شوې جامې رابدلې کړې او گوته يې راته وڅنډله چې راز چاته ونه وايي. ويې ويل چې که چاته مې وويل، نو مړه به مې کړي. ډېر کلونه وروسته مې ترور د خپل زوی لپاره زما پر خور باندې د مرکې لپاره زموږ کور ته راغی. ما ځان غلی ونيو او هيڅ مې ونه ويل.»

څه وخت وروسته مدينه په خپله واده شوه.

مدينې وويل: «کله چې مې مېړه وپوهېد، پېغلتوب مې له لاسه ورکړی، زما پر وهلو ډبولو يې پيل وکړ او غوښتل يې چې ومې وژني. خواښې مې د هغه مخه ونيوله او ورته ويې ويل، چې خپل لاسونه د دغې ناولې نجلۍ پر وينو ککړ نه کړې. بېرته يې کورته واستولم. وروسته مې خپلې کورنۍ ته حقيقت څرگند کړ چې بکارت مې څنگه له لاسه ورکړی دی. د ترور کورنۍ مې د واده لگښت زما د مېړه کورنۍ ته ورکړ. کورنۍ مې د خور د خوندي ساتلو لپاره ځان غلی ونيو، چې زما د ترور زوی ته واده شوې وه.»

په دغه راز شرايطو او حالاتو کې دا د حيرانتيا خبره نه ده چې گڼ شمېر ځوانې نجونې خپل پېغلتوب د  ژوند او مرگ تر منځ پوله گڼي.

د کابل طبي پوهنتون يوه محصل، محبت مهربان وويل: «د يوې نجلۍ بکارت ما ته د ډېر ارزښت خبره ده، ځکه دا زموږ د ټولنې د حيا او اخلاقو يوازنۍ بېلگه ده. زموږ خلک نه پوهيږي او هغه نجونې بد اخلاقه گڼي چې خپل بکارت يې له لاسه ورکړی وي.»

د هغې يوې ټولګي واله ، طاهرې رحيمي وويل: «ما ډېر اورېدلي، هغو نجونو چې پېغلتوب يې له لاسه ورکړی له ناوړو پايلو سره مخ شوي دي. له دې امله زما پېغلتوب ما ته د ژوند په څېر ارزښت لري.»

د زوم د کورنۍ مشر خپلوان زياتره غواړي د ناوې د واده د شپې په وينو شوې جامې د ناوې د پېغلتوب د يوې نښې په توگه وگوري. د وينو په نشتوالی کې ناوې وهل کيږي او چټک د پلار کور ته استول کيږي.

ډاکټران يادونه کوي چې د لومړي ځل لپاره د وينې نه راتگ چې د جنسي اړيکو نيول څرگندوي، د هغې د تېر جنسي اړيکو له مخينې سره هيڅ تړاو نه لري.

د نسايي ناروغيو ماهرې، مژگان وويل، د بکارت پرده زياتره په ماشومتوب کې د بې پروا لوبو پر مهال څېرې کيږي. ځينې نجونې د بکارت له پردې پرته نړۍ ته راځي، په داسې حال کې يو شمېر يې د لومړي ځل جنسي اړيکو پر مهال نه وينې کيږي. 

هغې وويل: «زموږ په دوديزې او مذهبې ټولنه کې شونې نه دې چې زيات شمېر نجونې دې له واده دمخه د پېغور او هغه درندې بيې له امله جنسي اړيکې ونيسي، چې د دغه راز کړنې په وړاندې پرې کيږي.»

ځوانې نجونې کله ناکله طبي لارې چارې لټوي تر څو د واده په شپې وينه وکړي.

د نسايي ناروغيو ماهرې، مريم عابد وويل، دا تگلاره په ډېرې اسانۍ سره رسيږي.

هغې وويل: «د نسايي ناروغيو ډاکټران له واده څخه دوې يا درې ورځې دمخه د بکارت شلېدلې برخه پيوندوي او گنډي. د دغه گنډلو له امله د مقاربت پر مهال يو څو څاڅګې وينه توييږي.» هغې زياته کړه، که له واده پنځه شپږ مياشتې دمخه سرته ورسيږي، د بکارت بشپړ ترميم شونتيا لري.

د نسايي ولادي يو بل ډاکټر، همکار وويل: «هره مياشت درې، څلور د بکارت پردې ترميموم. داسې نجونې هم شته چې زما د درملنې پيسې ورسره نشته، خو له هغې سره سره يې درملنه کوم، ترڅو له شرم او رسوايۍ څخه يې وژغورم.»

د دولت قربانيان

فعالان وايي، له ټولنيز تعصب ورهاخوا د اخلاقي جرمونو واکمن قوانين د ښځو له حقونو څخه سرغړونه ده، بايد تغيير او بدلون پکې راشي.

اشرف بختياري دافغانستان د عدلي  مرکز مشر  چې د بکارت د پردې له جبري ازموينې سره مخالفه ده، وايي: «د افغانستان د جنايي جرمونو د قانون ٤٢٧ ماده وايي، له واده دمخه د بکارت د پردې له لاسه ورکول يوه جدي سرغړونه بلل کيږي او «مجرم» بايد سزا وگوري. سربېره پر دې د ٤٤٤ او ٤٤٩ مادو له مخې پوليس اجازه لري د طبي ازموينې د سرته رسولو د اړتيا په صورت کې د موضوع د هوارۍ لپاره د طبي ماهرانو مرسته وغواړي. له دې امله د افغانستان د پوليسو ځواک د جنسي جرمونو تورن اشخاص عدلي طب ته استوي.»

پر ښځو زياتره زور اچول کيږي چې څو څو ځلې د پېغلتوب ازميښت سرته ورسوي، آن د هغو ادارو له خوا هغې تگلارې ته ورپېژندل کيږي، چې د مرستې لپاره ورته مراجعه کوي. 

بختياري په دوام وويل: «د بېلگې په توگه، يوه نجلۍ، چې نه غواړي له خپلې خوښې پرته چاته واده شي، ښايي له کوره وتښتي او د حمايت لپاره خوندي خونې ته ولاړه شي. خوندي خونه هغه د پېغلتوب د معاينې لپاره عدلي طب ته استوي، خو که هغوی ووايي چې د بکارت د پردې په اړه يې څه شک موجود دی، بيا د ښځو د چارو وزارت ته استول کيږي. وزارت يې بيا د پېغلتوب د معاينې لپاره بل مرکز ته استوي.»

د لوی څارنوالۍ وياند، جمشېد رسولي د دې خبرې پخلی وکړ، د دې لپاره چې څرگنده شي نجلۍ پېغله ده که نه، د پېغلتوب د معاينې لپاره آن څلورو مرکزونو ته استول کيږي. دا معاينې معمولا د پوليسو، د تورنې د دفاع د وکيل، د کلينيک د کارکوونکو او کله ناکله د طب د محصلانو په موجوديت کې سرته رسيږي. 

نوموړې يوه بېلگه وړاندې کړه، چې پکې څو معاينو ته اړتيا موجوده وه.

هغه وويل: «څه موده دمخه يو څو معاينه وشوی او څرگنده شوې وه، چې لا تر اوسه د نجلۍ د بکارت پرده پرځای ده. وروسته ښځه ملالۍ روغتون ته واستول شوه، چې د چارواکو په وينا د بکارت د پردې په اړه يې څه ستونزې موجودې دي. د دغه راز ضد او نقيض ويناوو له امله تورنه د څلورو ډاکټرانو، مدافع وکيلانو او ښځينه پوليسو تر نظر لاندې يو ځل بيا معاينې ته واستول شوه.»

له هغې وروسته ورته د بکارت د پردې د موجوديت اسناد ورکړل شول او د بېاځلې معا ینې اړتيا يې له منځه لاړه.

رسولي ومنله چې دغه بهير ډېر ناخوښه او چټي او د منلو لږ ارزښت لري.

د معاينې سرته رسوونکي مسؤول اشخاص له دې ټکي څخه انکار کوي چې گوندې د ښځې داخلي معاينه کيږي او يا د هغې له اجازې پرته د نورو خلکو په موجوديت کې معاينه کيږي. 

د کابل د عدلي طب په مرکز کې د معايناتو مشرې، ترينا يادگاري وويل، په تېرو اتو مياشتو کې د هغوی د رياست د معايناتو په مرکز کې د بکارت ٢٢٧ معاينې سرته رسېدلې دي. په دې ډله کې ٧٠ يې د عامه وزارت د يو رسمي مکتوب په واسطه د اړوندو کورنيو د غوښتنو له لارې سرته رسيدلي دي.   

يادگاري وويل: «که تر معاينې لاندې ښځه موافقه وکړي، د طب او د حقوقو د څانگې محصلان هم هغه کتلای شي. دا معاينات ديجيتال نه دي او د هيڅ توکي ننه ايستلو ته اجازه نشته.»

د عامه روغتيا چارواکي د دغو معيناتو اغېز ناڅيز وباله.

د عامې روغتيا وزارت وياند، وحيد مجروح وويل: «د روغتيا وزارت او عدلي اداره دا د والدينو حق بولي چې د هغوی لومړيتوب وي او ټول اخلاقي او قانوني چلند په پام کې ونيول شي. د محرميت پر موضوع سربېره هغوی د ښځينه ډاکټرانو له خوا تر اجازې وروسته معاينه کيږي او نتيجه يې له مسلکي معيارونو سره سم ورکول کيږي.»

ديني کارپوهان گوته څنډي سره له دې چې له واده بهر جنسي اړيکې په اسلام کې گناه ده، خو کورنۍ بايد قانون په خپلو لاسونو کې وانخلي.

د کابل په طبي پوهنتون کې د اسلامي زده کړو استادې، شکېبا پارسا وويل: «د بکارت موضوع د قرانکريم په څو آيتونو کې بيان شوې ده. خو خلک لا تر اوسه هم د هغې په اړه نه پوهيږي او خپل رسم او رواج سرته رسوي. معمولا کله چې يوې کورنۍ ته څرگنده شي، نجلۍ د واده په شپه باکره نه وي، نو له هغې سره ناوړه چلن کوي او سره له دې چې پر لامل يې نه پوهيږي، نجلۍ بېرته د خپل پلار کورته استوي.»

نوموړې زياته کړه: «آن که څوک پر زنا تورن وي، موضوع بايد په مستندو لاسوندو او همدارنگه اعتراف ثابته شي. يوازې له دې وروسته مجرم له قانون سره سم پر سلو درو ووهل شي. مجرم ته دې تر ثبوت وروسته د جنايي قانون له مخې سزا ورکړل شي. له شواهدو پرته يو چاته سزا ورکول ناسم کار دی.»

د ښځو او ماشومانو د څېړنې د انستيتوت کارکوونکي، علي فکور وويل، بکارت بايد نه د وياړ او نه د شرم خبره وي.

د يوه شخص د اخلاقو کچه د نورو ډېرو معيارونو له لارې پېژندل کېدای شي. په ټولنه کې د نارينه گانو لپاره ورته او مشابه بنديزونه وجود نه لري، چې د بدلمنۍ مرکزونو ته ځي يا له واده پرته نور جنسي اړيکې لري.

هغه وويل: «پر هغې نجلۍ، چې مېړه يې ورته عمل سرته رسولی وي،  بايد تور پورې نشي، چې له واده دمخه يې جنسي اړيکې نيولې وي او پېغلتوب يې له لاسه ورکړی وي. يوازې هغه نارينه گان چې پخپله هم د زنا له عمل څخه لرې پاتې شوی وي، حق لري له خپلې ناوې څخه وغواړي چې باکره اوسي.» 

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >