د طالبانو له خوا د ښوونځیو د نیول کېدو په وړاندې د ګام اخیستلو ژمنه

چارواکي لوړه کوي چې په ښوونه او روزنه کې د مخالفانو د اغېز په اړه اندېښنو ته ځواب وايي.

د طالبانو له خوا د ښوونځیو د نیول کېدو په وړاندې د ګام اخیستلو ژمنه

چارواکي لوړه کوي چې په ښوونه او روزنه کې د مخالفانو د اغېز په اړه اندېښنو ته ځواب وايي.

د آی ډبلیو پی آر یو رپوټ چې په لوګر ولایت کې يې د ښوونځیو په ښوونیز نصاب کې د لاسوهنې هڅې رابرسېره کړې، په افغانستان کې د خبرونو سر ټکي جوړ کړل.

(وګورئ: طالبان په ښوونیز نصاب کې بدلون اعمالوي)

ځايي چارواکو وویل، له موضوع څخه د آی ډبلیو پی آر د لیکنې په واسطه خبر شول، اوس غواړي په دې اړه ګام پورته کړي او پرېنږدي مخالفان پر ښوونځیو باندې خپل دیني تعبیر وروتپي.

د ختیځ ولایت په ځینو سیمو کې آی ډبلیو پي آر ته جوته شوه چې طالبانو د فرهنګي مضامینو تدریس، لکه موسیقي او هغه څه چې د ترهګرۍ او بنسټبالۍ پر شاوخوا څرخیږي، بند کړي دي. همدا رنګه يې په ښوونځیو کې خپلې دیني زده کړې ور ننه ایستې او زیاتره يې د هغوی د خپلو غړو له خوا تدریسیږي.

د لوګر د والي ویاند، سلیم صالح وویل، د آی ډبلیو پي آر لیکنه لا له وړاندې د بدلون لامل شوې او له دې سره يې مرسته کړې چې د ځايي اوسیدونکو پام د ښوونې او روزنې حیاتی دندې ته واړوي.

هغه وویل: «په ښوونځي د طالبانو د ښوونیز نصاب د تدریس په اړه ستاسو د رپوټ له خپرېدو وروسته د لوګر ولایتي چارواکي تر پخوا ډېر ژمن شول چې د پوهنې په ریاست کې موجودې ستونزې هوارې کړي. موږ هڅه کوو چې ستاسو په رپوټ کې نومول شوې سیمه د طالبانو له اغېز څخه وژغورو.»

د باختر خبري آژانس خبریال، محمد زاهد سلطاني وویل، د آی ډبلیو پي آر لیکنه زیاترو سیمه ییزو او ملي خبري رسنیو اقتباس کړې او داسې یو انځور يې ورکړی چې څنګه خبریالان وکړای شي د دغه راز جدي ټولنیزو موضوعګانو په اړه حکومت حساب ورکولو ته راکاږي.  

هغه وویل: «که چېرته له رسنېو څخه په سم ډول ګټه واخیستل شي او رښتیني رپوټونه خپاره کړي، نو په دې ډول به ستونزې د حکومت مخې ته کېدي. د دغه راز رپوټونو په خپرولو بنسټیز بدلون رامنځته کیږي او د حکومت او ولس تر منځ واټن لنډیږي.»

د زینت رادېو خبریال، محمد نسیم صمدي هم وویل، د آی ډبلیو پي آر لیکنه به د پوهنې ریاست اړ باسي چې خپل اجراات سم کړي.

هغه وویل: «رسنې په ټولنیز بدلون او د هغو موضوعګانو په هوارۍ کې چې خلک ورسره مخ دي، عمده رول لري. زه ویلای شم، که دغه راز رپوټونه خپاره شي، نو زموږ د ټولنې ستونزې به هوارې شي.»

چارواکي مني چې دغې لیکنې ډېره مهمه موضوع راپورته کړې او اوس يې ښايي پسې واخلي.

د لوګر د پوهنې رئیس، محمد اکبر ستانکزي وویل: «دغه رپوټ د پام وړ اغېز درلود. موږ په ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې دغه راز څه اوريدلي نه دي، خو بیا به هم د هغې په اړه پلټنه وکړو.»

نوموړی په اصلی لیکنه کې د طالبانو دعوه رد کړه چې ګوندې هغوی د تدریس لپاره ښوونځیو ته خپل دیني عالمان استولي دي.

ستانکزي وویل، ښوونیز نصاب: «په ولسوالیو او د ولایت په مرکز، پل علم کې یو شان تدریسیږي. موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو چې هغه بدل کړي یا پکې لاس ووهي.»

د پوهنې د وزارت د خپرونو او عامه اړیکو رئیس، کبیر حقمل وویل، مخکې تر دې چې آی ډبلیو پي آر  دغه لیکنه خپره کړي، هغوی هم له دغه ستونزې څخه خبر نه وو.

هغه وویل: «د پوهنې وزارت ښوونیز نصاب یو اسلامي، افغاني او معیاری نصاب دی. په دغه نصاب کې داسې کوم شی نشته چې د افغاني او اسلامي اصولو مخالف وي. د پوهنې وزارت دریځ او پالیسي دا  ده چې یوازې افغاني ښوونیز نصاب پلی کړي او بل هیڅ نصاب ته به د پلي کېدو اجازه ور نه کړي.»

په ځینو سیمو کې ځايي مشران له طالب مشرانو سره یوې روغې جوړې ته رسیدلي چې په ښوونیز نصاب کې د لاسوهنې څومره اجازه لري. امنیتي چارواکو وویل، د موسم په ښه کېدو یو نوی برید په پام کې نیول شوي ترڅو په لوګر ولایت کې د مخالفانو اغېز لا پسې کم کړي.

د لوګرو د پولیسو قوماندان، عصمت الله علیزي وویل: «د لوګر ولایت امنیت د پخوا په پرتله ښه شوی. په پلان کې لرو چې د پسرلي په پیل کې به د طالبانو په وړاندې پراخ عملیات وکړو چې د پوهنې د وزارت د روزنې د پروګرام او هدارنګه د حکومتي پراختیايي پروژو د پلي کېدو د لارې خنډ کیږي. نورې سیمې به هم د طالبانو له شتون څخه پاکې کړو چې هغوی و نه کړای شي په ښوونځیو کې خپل ښوونیز نصاب تدریس کړي.»

Frontline Updates
Support local journalists