Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د سیلابونو په وړاندې د گام پورته کولو غوښتنه

د اورښتونو او د واورو د ویلي کېدو له امله پراخه کرنیزې ځمکې سیلابونو وړې ده.
By Yousef Zarifi
The Kunar river winds 1,000 miles across Afghanistan. (Photo: John Cantlie/Getty Images)

د افغانستان ختیځ کې د کونړ ولایت  اوسیدونکو له حکومت څخه غوښتنه کړې، د هغو سیلابونو د  مخنیوي لپاره لاس په کار شي چې کلونه کلونه يې د هغوې ځمکې او کورونه وړي دي.

ځايي اوسیدونکو وویل، درنو بارانونو او د هندوکش د غرونو د ویلې شوو واورو له امله د هغوی په سیمه کې هر کال د کونړ د بهیدونکي سیند اوبه تر مورگو اوړي.

د هغوی پراخه کرنیزې زمکې  تر اوبو لاندې کوي او د سیلابونو له امله يې گڼ شمېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي.

کروندگرو او د کسب و کار خاوندانو آی ډبلیو پي آر ته وویل، د سین د غاړو مورگو د پخولو لپاره ډېرې پانگونې ته اړتیا شته  چې دځمکې له منځه تلو او د څارویو د وژل کېدو مخه ونیول شي.

د خاص کونړ د ولسوالۍ اوسیدونکي، ۴۵ کلن فضل احمد وویل، سیلابونو د هغه د کروندې زیاته برخه وړې او یوه کوچنۍ ټوټه ورته پاتې ده.

هغه وویل، د کروندې د منځه تللو له امله  بې شمېره ستونزو سره مخ دی او نشي کولای خپلې کورنۍ ته نفقه پیداکړي.

هغه په دوام وویل: «دغه سیند هر کال زموږ ځمکه له ستوني تېروي. څاروي مو وژني، خو هیڅوک زموږ پروانه کوي .» نوموړي زیاته کړه «د ولسوالۍ چارواکو ته مو د مرستې لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړې، خو هغوی پر مونږځانونه هم نه دي پوه کړي. دومره ستونزه يې هم نه ده گاللې چې دلته راشي او اوښتی زیان په خپلوسترگو وویني.»

د کونړ سیند د افغانستان له ختیځ څخه  ډیورنډ تر لیکې او دننه په گاونډي هېواد، پاکستان کې څه دپاسه یو زر مایله اوږدوالی لري.

د کونړ سیند د بهیدو په لاره کې د ننگرهار ولایت د کامې ولسوالۍ خړوبوي او وروسته د پاکستان په شمالي برخې، د پنجاب د اټک په سیمه کې د  [اندوس] له سیند او وروسته ښايي عرب سمندرگي سره یوځای شي.

عبدالله، چې د څوکۍ د ولسوالۍ په بازار کې د سیند غاړې ته یو رستورانت لري،  آی ډبلیو پی آر ته وویل، حکومتي چارواکي په دې کې پاتې راغلي چې د سیلابونو د راوتلو خه ونیسي او له دې امله باید تر پوښتنې لاندې ونیول شي.

هغه دعوه وکړه، لسگونه کلي او سلگونه هکټاره ځمکه د دغو سیلابونو د راوتلو له امله له منځه تللې، خو له هغې سره هم حکومت پرې سترگې پټې کړي دي.

هغه وویل: «باور وکړه، چې دا یو خونړی سیند دی. کوم ځای کې چې زما رستورانت  دی، هره اوونۍ لږ تر لږه یو مړی له اوبو راوباسو.» هغه زیاته کړه «د پلونو د نشتوالي له امله خلک له سین څخه د تېرېدو او یا هم د کب نیولو یا د سیند په غاړو کې د کار کولو پر مهال په اوبو کې ډوبیږي. د پسرلي او اوړي د موسمونو په رادبره کېدو اوبه د سیند دغاړو مورگوڅخه اوړي اوهر څه یې چې په مخه راځي   له منځه یې وړي.»

کله ناکله دکلي اوسیدونکي  د سیلابونو له امله بېځایه کیږي.

۴۶ کلن ولي گل وویل، لس کال دمخه د سختو سیلابونو د راوتلو له امله هغه او نور کلیوال يې ټول له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ و ایستل شول. زیاتره اوسیدونکي یې  ننگرهار ته لاړل کې لوړو او ولي گل اوس د خېوې په ولسوالۍ کې اوسیږي.

هغه وویل: «د ۲۰۰۸ کال په یو ماښام کې سیند پر مورگو واوښت او پر ټول کلي سیلاب راغی ، په دغه وخت کې افغان ملي اردو راورسېد او د څرخي الوتکو په واسطه يې خلک له کورونو وایستل، خو سیلاب نور هر څه په مخه یوړل. موږ د کونړ د سیند له امله د سیمې پرېښودلو ته اړ شو او ننگرهار ته وکوچېدو.»

د کونړ د والي  ویاند، عبدالغني مصمم ومنله چې سیمه د سیلابونو له خطر سره مخ ده.

هغه وویل، په ځینو ځایونو کې، چې د سیند غاړې ډېرې ویجاړې شوې وې، محافظتي دیوالونه جوړ شوي دي خو نور ډېر کار ته اړتیا شته دی.

مصمم زیاته کړه، له پاکستان سره د گډې پولې پر سر د ناندریو له امله، بهرني مرسته کوونکي د زیربنايي پروژو د تمویل په اړه زړه نازړه دي چې د سلابونو په مخنیوي کې د مرستو ژمنه وکړي.  

هغه وویل: « دافغانستان او پاکستان ترمنځ په ګډه پوله دناندریو له امله نړیواله ټولنه دمرستې په  اړه زړه نا زړه ده )) نوموړي زیاته کړه «ښکاره خبره ده چې دا یوه ستره ستونزه ده او د سیند محافظتي دیوالونه ډېر اغېزمن نه دي، خو مونږ پخپله د بندونود جوړولو لپاره پوره وسایل په لاس کې نه لرو.»

د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ رئیس، عبدالرشید زلمي وویل، سیمه د بندونو او اوبو لگولو د شبکو لپاره بنسټیزې پانگونې ته اړتیا  لري.

هغه وویل، په څو ولسوالیو کې ویالې کیندل شوي دي، د لویو بندونو د ودانولو لپاره د حکومت د مرستې غوښتنه شوې، خو د بودجې د نشتوالی، د ځمکې د جغرافیايي څرنگوالي او د روانو امنیتی خطرونو له امله کوم کار سرته نه دی رسېدلی.  

زلمي وویل: «پروسږکال په کونړ ولایت کې یوه لویه سروې سرته ورسېده. په دې سروې کې د یوه بند د جوړولو لپاره پلانونه او سروې چمتو شوه، خو د بودجې د نشتوالي او په سیمه کې د امنیتی ناوړه حالت له امله کار هیڅکله هم سرته ونه رسېد.»

د کونړ د ولایتي شورا مشر، محمد صافي په کار کې د پاتې راتگ له امله سیمه ییز او مرکزي حکومت دواړه پړ وبلل. هغه وویل، څو څو ځلې يې د سیلاب موضوع په کابل کې له لوړ پوړو چارو واکو سره شریکه کړې، خو نتیجه يې نه ده ورکړې.  

هغه زیاته کړه : «داسې نه ښکاري چې حکومت دې کونړ ولایت ته کومه توجه ولري. هیڅ یو ټاکل شوي والي د سیند د اوبو د کنترول او د بهیر د تنظیم په اړه د اړتیا وړ جدي تدابیر ندي نیولي .» هغه وویل «موږ دغه موضوع څو څو ځلې د ولایتي شورا په غونډو او له نورو اړوندو ریاستونو سره یاده کړې ده. له دې امله چې دغه کار د پام وړ پانگونې ته اړتیا لري، زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ شوی نه دی.»

د محمد انور سلطاني په نامه یوه سیاسي شنونکي هم پر چارواکو پړه واچوله چې نه دي توانیدلي په کونړ او نورو ځایونو کې خپلو ژمنو ته عملي جامه واغوندي.

هغه وویل، ولسمشر، اشرف غني په ۲۰۱۳ کال کې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې د سیندونو اوبه تنظیم کړي. اوس دا پوښتنه رامنځته کیږي چې چارواکي ولې په دې کار کې پاتې راغلي دي.

هغه وویل، په کونړ کې د بند په جوړولو نه یوازې د افغانستان شمال ختیځو ولایتونوته  ، بلکې کابل ته هم برښنا چمتوکېږي .

نوموړي وویل، سربېره پر دې به د ننگرهار، کونړ او لغمان ولایتونو دښتو میرو ته د اوبو په رسېدو کرنیز حاصلات زیات شي او کاري فرصتونه به رامنځته شي.    

سلطاني وویل: «پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې توانیدلی چې له دغه سیند څخه گټه واخلي، په داسې حال کې چې زیانونه يې موږ ته رسیږي.»

«حکومت دې سیمې ته ژمن نه ښکاري، هغوی ولس ته د درواغو ژمنې ورکوي ، موږ د سیلابونو له امله د ویجاړې شوې ځمکې کره اندازه نشو چمتو کولای، ځکه په دې اړه کومه سروې سرته رسېدلې نه ده.»

«موږ د کرنې له وزارت څخه غوښتنه کړې چې د کار د سرته رسولو په اړه گام واخلي، خو تر اوسه مو د هغوی موافقه تر لاسه کړې نه ده.‍«

د کونړ ولایت د څوکۍ د ولسوالۍ قومي مشر، ملک نواب خان زیاته کړه: «د تېرو ټاکنو پر مهال سیاستوالو غټې غټې ژمنې وکړې.»

«هغوی دا ژمنې زموږ د رايو تر لاسه کولو لپاره کړې وې. هیچا له موږ سره مرسته نه ده کړې چې د سیند له خطرونو څخه مو وژغوري. هیچا زموږ پرغوښتنو غوږونه نه دي گرولي.»