د خيريه موسسو كاركوونكي له أار سره مخامخ دي

د بيارغاوني په كارونو كي بوخت افغانان په دي وروستيو كي له ناڅا پي تاو تريخوالي سره لاس او گريوان شويدي

د خيريه موسسو كاركوونكي له أار سره مخامخ دي

د بيارغاوني په كارونو كي بوخت افغانان په دي وروستيو كي له ناڅا پي تاو تريخوالي سره لاس او گريوان شويدي

له نؤيوالو خيريه موسسو سره كاركوونكي افغانان چي كله د دندو د سرته رسولو لپاره ولايتونو او ولسواليو ته حي، نوخپل سرونه يي په لاس كي نيولي وي.


هغوى د طالبو جگړه مارانومشروع هدفونه دي، چي په دي وروستيو وختونو كي يي د افغانستان په جنوبي برخو كي يو شمير مخ په زياتيدونكي بريدونه تر سره كړي دي. په نورو ځايونوكي هغوى د غلو له خوا شكول كيږي.


د يوه مرستى رسونى بين الملى ټولنى يو چلوونكى د نوم د نه ښودلو په شرط وويل: "د طالبانو وخت د اوس په پرتله ډير ښه و. په هغه وخت كي، كه به شپه وه يا ورځ، له موږنه چا پوښتنه نه كوله چي چيرته ځو. زموږد نشان درناوى كيده. اوس چي چيرته ځو ډاريږو. پخوا به مو شمال ته له تگ څخه ډار درلود اوس چي جنوب ته ځو هم د ډار احساس كوو."


هغه وايي: "زه په دي خطرناكي دندي باندي له پاتي كيدو پرته بله لاره نه لرم. زه به دا كړاو گالم، ځكه چي خپلو اولادونو ته أوأة پيدا كؤم او ښوونځي ته يي وليږم."


د اّى سي اّر سي يو استازى، ريكاردو مونكيا په تير مارچ كي د ارزگان ولايت په شاوخوا كي ووژل شو. دا څرگنده وه چي هغه د يو بهرني په توگه په نښه شوى او ورسره نورو افغاني ملگرو ته يي څه نه وو ويل شوې.


له بهرنيو خيريه موسسو او ياپه لويديځ پوري له ټولو موسسو سره كاركوونكي افغانان د طالبانو د غورځنگ لپاره، چي غواړي د هيواد بيارغاونه ګډه وډه كړي، يوه ښه او اسانه نښه ده.


په مرگ ژوبلوكي دافغانستان د بيا رغاونى د ټولنى دوه کار کوونکى د هلمند په ولايت کى، ددانش د کډوالو ته دمرستى رسونى سازمان څلور کارکوونکى د غزنى په ولايت کى، افغاني سري مياشتي دوه تنه كاركوونكي شامل وو، چي په غزني كي ووژل شول، د ميرسي كورپ يو چلوونكىپه هلمند كي له پښو وغورحول شواو يوبل تن د افغانستان د پراختيايي اداري كاركوونكى د وردګو په ولايت كي ووژل شو.


په مركزي سيمو كي د افغانستان د غير حكومتي موسسو د امنيتي دفترونو د چارو ناظم نيك دووين وايي: "سيمه ييزي اوبهرنى غير حكومتي موسسي او سيمه ييز او نړيوال كاركوونكي يو شان تر حملو لاندي راځي."


دووين وويل، د هيواد په جنوب او جنوب ختيزو سيمو كي بريدونه زياتره د طالبانو د پاتي شونو او د اسلامي اورپكي تنظيم د مشر گلبدين حكمتيار د پلويانو له خوا تر سره كيږي. د افغانستان په نورو برخو كي د ان جي اوكانو كاركوونكي او د هغوى موټري په زياتيدونكي توكه د جنايتكارانو نښه گرځيدلي ده.


د لويديځو خبري رسنيو د رپوت له مخي يو شمير شبنامي، چي گومان كيږي د طالبانو به وي، د كندهار په شاوخوا كي ويشل شوي دي او ګواښ په كي شوى، هر افغان چي له امريكايي پوځ سره كار كوي"يو په بل پسي" به ووژل شي.


په نړيوالو موسسو كي د كاركوونكو افغانانو په هكله داسي ګونګوسي رواني دي، چي ګوندي هغوى دبهرنيانو د اغيز د پلي كولو لپاره يو پټ پروگرام لري.


انجينر محمد سلام نوري، چي د هلمند په ولايت كي د اوبو رسولو له يوي بهرنى موسسي سره كار كوي، اّى ډبليو پي اّر ته وويل: "په هلمند كي خلك د موسسو كاركوونكو ته د شك په سترګه ګوري، چي ګواكي له دين څخه يي اړوي اوددي كار لپاره له هغوى څخه پيسي اخلي. هغه وايي: "شپږ مياشتي دمخه مي په يو كلي كي لمونځ كاوه، كليوال حيران وو، چي موږخو لا مسلمانان يو، لمونځ هم كوو."


له بهرنيو مطبوعاتو سره كاركوونكي افغانان هم تر شك لاندي دي . په زابل ولايت كي يو خپلواك خبريال، چي نړيوالو خبري رسنيو ته رپوټونه ليكي، وايي چي تر اوسه ورته خو اخطارونه وركړ شوي دي. هغه وايي: "ماته ډير ليكونه رارسيدلي او په كي ليكل شوي وو، چي له بهرنيانو سره كار ونه كړم، كه نه، نو وبه ګورم چي څه راپيښږي ... خلك دومره ناپوه دي، چي د خبريال او امريكايانو تر منځ په توپير نه پوهيږي."


كه د بريدونو موخه دا وي، د ګوتو په شمار خيريه كاركوونكي چي له كابل بهر كار كوي، كارونه ودروي، نو خيريه پروګرامونه به په ولايتونو كي زيان ومومي.


مصطفي پرواني د افغاني سري مياشتي د بهرنيو اړيكو او پلان رئيس وايي، چي تاوتريخوالي له پلازميني څخه په بهر فعاليتونو باندي سخت محدوديتونه لګولي دي. هغه اّى ډبليو پي اّر ته وويل: "هغوى له مرګوني بريدونو سره مخامخ شوي دي. هيڅوك زړه نه ښه كوي، چي هلته لاړ شي."


د افغانستان د ماين پاكولو موسسي څخه سعدالدين صافي وويل، چي د مي په مياشت كي په وردګو كي د هغوى په كاركوونكو باندي له بريد وروسته، چي يو چلوونكى په كي ووژل شو او د ماين پاكولو يو بل غړى په كي ټپي شو، ددوى موسسه مجبوره شوي، چي له كابل بهر خپل فعاليتونه كم كړي. هغه وايي: "له هغه راوروسته موږ له كابل بهر خپلي دندي نه شو تر سره كولاى، ځكه وسله وال كسان زموږ په دفترونو او كاركوونكو بريدونه كوي. خلك خپلي دندي پريږدي."


صافى په دي باور دى چي ولسمشر كرزى د واك پياوړتيا ته اړتيالري. هغه وايي: "تر هغه چي د كرزي حكومت زموإ د كاركوونكود امنيت مسووليت په غاړه وانخلي، زه ويلاى شم چي نه يوازي زموإ د ماين پاكولو موسسه، بلكي تولي موسسي به خپل دفترونه وتړي او د هيواد وراني ويجاړي برخي په همداسي ويجاړي پاتي وي."


فضل الرحمن د شلتر نو د موسسي كاركوونكى په همدي نظر دى. هغه اّى ډبليو پي اّر ته وويل، چي د غزني ولايت د زنه خان په ولسوالىكي ددوى په تيم باندي د كاريز د پاكولو پر مهال بريدوشو، زموږ سړي ووهل شول او موتر مو راڅخه يوړل شو.


هغه وايي: "د حامد كرزي حكومت يوازي په كابل كي حكم چلوي. كه حكومت د بهرنيو موسسو امنيت ونه نيسي، هغوى به خپل فعاليتونه يوازي په كابل پوري محدود كړي. خو دايوازي كابل نه دى، چي بيارغاوني ته اړتيا لري. د هيواد تول 32 ولايتونه بيارغاونه غواؤي."


يو زيات شمير افغانان ددي احساس كوي، چي بايد خطر په غاړه واخلي، ځكه چي په ليري پرتو سيمو كي مرستو ته زياته اړتيا موجوده ده.


دوكتور محمد صادق د افغاني تخنيكي سلاكارانو د ماين پاكولو له موسسي سره كاركوي، وايي، چي هغه به خپل كار ته دوام وركړي، سره له دي چي دزابل په ولايت كي د هغوى په كاروان د ډزو په وخت كي لګيدلى و. هغه وايي: "ددي لپاره چي له افغانستان خخه د ماينونو جرړي له بيخه وباسم، له دي موسسي سره به خپل كار ته دوام وركړم، اّ ن كه لا له نورو ستونزو سره مخامخ هم شم."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists