د بن کنفرانس په اړه د افغانانو شک

نيوکه کوونکي وايي په سيمه کې د امنيت [له خوندی کولو] پرته به راتلونکي پلانونه بې معنا وي.

د بن کنفرانس په اړه د افغانانو شک

نيوکه کوونکي وايي په سيمه کې د امنيت [له خوندی کولو] پرته به راتلونکي پلانونه بې معنا وي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا مرکه شوي افغانان په راتلونکي دسمبر کې د هېواد د راتلونکې په اړه  د تاريخي کنفرانس په هکله اندېښمن دي. هغوی وايي [کنفرانس به] و نشي کړای رښتيني بدلون رامنځته کړي، ځکه لومړنی پام به يې له طالبانو سره پر سولې متمرکز نه وي. 

نوموړې غونډه د بن له لومړۍ غونډې لس کاله وروسته په بن کې جوړيږي او  د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو موسسو استازي به پکې ګډون وکړي. په لومړۍ غونډه کې په افغانستان کې له طالبانو راوروسته د اوسني ولسمشر، حامد کرزي په مشرۍ د انتقالي ادارې د رامنځته کېدو لپاره يو پلان جوړ  او رامنځته شو.

تمه ده چې سږنی کنفرانس به له ۲۰۰۱ کال راوروسته پر شوي پرمختګ له سره کتنه وکړي او د هېواد ثبات لپاره به د اړتيا وړ سياسي بهير، په ۲۰۱۴ کال کې د ناتو له ځواکونو د وروسته پړاو د ادارې لپاره پلانونه او له هغه مهاله وروسته د نړيوالې ټولنې دندې او مسؤوليتونه تر بحث او څېړنې لاندې ونيسي.     

د حکومت د رسنيو د مرکز مشر، حکيم عاشر وويل: «د کنفرانس اجندا د چمتو کېدو په حال کې ده. په تېرو لسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې پر  اجرااتو او همدارنګه په راتلونکو لسو کلونو، په ځانګړي ډول له ۲۰۱۴  کال څخه وروسته د افغانستان لپاره به پر پراختيايي  پلانونو بحث او خبرې اترې وشي.» 

عاشر وويل د بن په خبرو کې د طالبانو د استازيتوب پوښتنې ته د اجندا په بحث کې ځواب نه دی ورکړ شوی. هغه زياته کړه، له ياغيانو سره خبرې اترې روانې دي، خو په يو جلا ځای کې.

هغه وويل: «افغان حکومت د بن له کنفرانس بهر  د سولې په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوي. سعودي عربستان ته د ولسمشر حامد کرزي وروستی سفر او د سعودي عربستان له پاچا سره د هغه غونډه په دغه لاره کې د هېواد د هڅو يوه برخه ده.»  

عاشر زياته کړه افغان وسله وال پوځ د امنيت د خوندي کولو په موخه پخپله د اړتيا وړ وسله او وړتياوې (ظرفيتونه) چمتو کړي دي. 

نوموړي زياته کړه: «آن که د بن دويم کنفرانس د امنيتي موضوعګانو په اړه خبرې اترې هم ونه کړي، دا ددې معنا نه لري، چې افغان حکومت سولي او امنيت ته لومړيتوب نه ورکوي.»

نيوکه کوونکي وايي دا يوه اشتباه وه، چې د بن  د ۲۰۰۱ کال په کنفرانس کې د طالبانو او حزب اسلامي استازو ته د ګډون بلنه ورکړ شوې نه وه. ددې اشتباه تکرار به هرو مرو  زيان رامنځته کړي.  

سياسي شنونکي عبدالغفور لېوال وويل: «د بن په دويم کنفرانس کې د حکومت د وسله والو مخالفينو نه ګډون ددې معنا لري چې هغه به د تېرو کنفرانسونو په څېر مازې يوه ننداره وي. که چېرته وسله وال مخالفين [ډلې] برخه وانخلي، نو د بن د دويم کنفرانس پلانونه به هماغسې وننګوي، لکه د بن له لومړي کنفرانس وروسته يې چې ننګولي و.»   

د نړيوالې ټولنې له دريځ داسې بريښي چې ګوندې د طالبانو ګډون د افغان حکومت کار دی. په کابل کې د برتانيې سفير، سر ويليام پاتي د اګست د مياشتې په ۱۶ په خپلو خبرو کې وويل، بل چا ته دا «پوښتنه نه پاتې کيږي»، دا د افغان حکومت کار دي چې د مخالفينو استازو ته د ګډون بلنه ورکړي. 

هغه وويل: «دا به د افغان حکومت کار وي چې د بن [په کنفرانس] کې طالبان يا بله کومه ډله استازيتوب وکړي ... هلته به يو افغاني پلاوي موجود وي. دا چې په دې پلاوي کې به څوک ګډون لري، دا په افغان حکومت پورې اړه لري.»  

په عين حال کې عاشر څرګنده کړه چې که مخالفين غواړي د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي، بايد د حکومت د بيا پخلاينې له پروګرام سره يوځای شي. 

دا خبره ډېره ناشونې بريښي. ځکه ياغيان د خپلو شرايطو له مخې هم د ګډون کولو په اړه زړه نازړه دي. د طالبانو مشر، ملا محمد عمر د اګست د مياشتې په پای کې د کوچني اختر د رارسېدو له امله په خپل پيغام کې د خپل پلاوي د لېږلو خبره له منځه وايسته. هغه د بن کنفرانس بې ګټې وباله، وايي هغه به د افغانانو رښتينی استازيتوب ونه کړای شي.

د کابل پوهنتون يو محصل، مسيح الله وويل، د سولې او امنيت تر لاسه کول بايد د بن د کنفرانس  د لومړيتوبونو په سر کې ځای ولري. هغه په ټينګه وويل: «که هلته يوازې پر پراختيايي پروګرامونو خبرې اترې وشي، نو دې ته به پاتې شي، چې زموږ کور اور اخيستی او د اور د مړ کولو پر ځای له خپلو ګاونډيانو او خپلوانو سره د هغه د دېوالونو او کړکيو د رنګولو، د غاليو او فرش او د اړتيا وړ نورو وسايلو  په اړه خبرې او سلا مشوره کوو.»       

يو شمېر شنونکي وايي د طالبانو د ګډون له پوښتنې پرته بايد د بن کنفرانس د افغانستان په ګټه د هېوادونو ژمنې خوندي کړي او د هغې تر څنګ د لاسوهنې موضوع هواره شي، ترڅو د يوې ښې راتلونکې لپاره کار وکړي.

سياسي شنونکي فاروق بشر وويل: «زما په اند په کنفرانس کې بايد په افغانستان کې د ستونزو پر جرړو خبرې اترې وشي. پر وسله والومخالفينو سربېره د پاکستان، ايران، روسيې او  آن د هند اوعربستان په څېر دولتونو ته د ګډون بلنه ورکړشي، ترڅو بنسټيزې ستونزې وپېژندل شي او له دې هېوادونو څخه په افغانستان کې د سولې د ډاډمن کېدو په اړه تضمينونه واخيستل شي.»    

په عين حال کې ټکه اچوونکي په دې باور دي چې له ۲۰۰۱ کال څخه راوروسته د افغان حکومت کړنو او اجرااتو ته په کتلو له کنفرانس څخه د زيات برياليتوب ډېره تمه نشي کېدای. 

سياسي شنونکي هارون مير وويل: «زه په دوو دليلونو د کنفرانس پايلو ته خوشبين نه يم: لومړی، افغان حکومت په فساد کې ډوب دی او د کنفرانس د مشرتابه او لارښوونې وړتيا نه لري؛ له دې امله تمه نشي کېدای چې د کنفرانس پايلې دې آيډيال وي.  دويم، اوسنی حکومت به له هغه وروسته تعويض شي، نو څنګه به څوک دا ومني چې نوی حکومت به ددې کنفرانس پرېکړې عملي کړي؟»

د ايمل فيضي په نامه د کابل يو اوسيدونکي وويل، د کمزوري حکومت ستونزې، فساد، بې قانوني او نيمکاره پراختيا ټول بېرته يوې موضوع ته راګرځي؛ د امن او خوندي چاپېريال په رامنځته کولو پاتې راتګ.

نوموړي زياته کړه: «په دې معنا چې د بن په دويم کنفرانس کې بايد امنيت ته لومړيتوب ورکړ شي.»

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists