د افغان ښوونځيو ماشومان بايد وپوهول شي چې سوله شونې ده

د درېو ولايتونو په غونډو کې د يوې رغنده ټولنې په رامنځته کولو کې د ښوونکو د رول په اړه ويناگانې واورول شوې.

د افغان ښوونځيو ماشومان بايد وپوهول شي چې سوله شونې ده

د درېو ولايتونو په غونډو کې د يوې رغنده ټولنې په رامنځته کولو کې د ښوونکو د رول په اړه ويناگانې واورول شوې.

د آی ډبليو پي آر د درېو وروستيو مناظرو ويناوال وايي، که چېرته داسې وي چې د نه جگړې «عدم تشدد» فرهنگ د افغانستان په راتلونکي نسل کې په پراخه توګه ځای ونيسي، پکار ده چې دا کار له ښوونځيو څخه پيل شي.

د بدخشان، فارياب او فراه د ولايتونو په غونډو کې ټولو گډون کوونکو پر هغه رول ټينگار وکړ، چې د ښوونځيو ښوونکي يې د سولې د بنسټ په ټينګولو کې لوبولای شي.

په بدخشان کې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر، قاضي غوث الدين رحماني وويل: « له سولې سره د تړلو موضوعگانو د زده کړې تر څنگ پر زده کوونکو د ښوونکو چال چلن، فکر او نظر هم اغېز کوي. که چېرته ښوونکي دا [خبره] ومني او سم چلند وکړي، نو زده کوونکي به وهڅيږي چې  سولې ته کار وکړي. په پايله کې به په ټولنه کې عدم تشدد دود شي او له ټولو سرغړونو او تاوتريخوالي به ټولنه پاکه وي.»

د بدخشان ولايت په مرکز، فيض آباد کې د ښوونکو د شورا مشر، عبدالحليم خادم وويل، دا خبره ټولو ښوونکو ته مهمه ده چې په دې موضوعاتو کې له زده کوونکو سره کار وکړي او «د سولې د سفيرانو په څېر» عمل وکړي.

خادم زياته کړه: «سره له دې چې موږ سوله د يو جلا مضمون په توگه نه تدريسوو، خو اهميت او ارزښت ته يې په هر مضمون کې ځای ورکوو. موږ په کورنيو، ښوونځيو او ټولنه کې د ټولو زده کوونکو اخلاقو او انساني چلند ته وده ورکوو.»

د فارياب ولايت د دولت آباد د ولسوالۍ د پوهنې د ډگر يوه چارواکي، محمد جبار وويل، د دې ځای ښوونکي د هر لوست په پای کې پنځه دقيقې وخت د سولې د ګټو په اړه خبرو ته ځانګړی کوي.

جبار يادونه وکړه، ميندې او پلرونه روانو جګړو دومره بې زړه کړي چې: «خپل اولادونه په خوشحاله زړه ښوونځي ته نه ليږي.»

د دولت آباد ولسوال، عبدالسلام نهضت د عادي خلکو د ښکېلولو د ستونزو يادونه وکړه.

هغه وويل: «حکومت تل هڅه کړې چې د خلکو ذهنونه روښانه کړي او د ښوونکو، قومي مشرانو او ديني عالمانو له لارې د سولې د گټو په اړه ورته معلومات چمتو کړي. حکومت تر خپل وسه زيار کاږي چې تلپاتې سوله راولي، خو ډېرې ستونزې په مخ کې پرتې دي. يو شمېر خلک د کار او روزګار د نه لرلو يا د دښمن پر تبليغاتو غوليدلي او د مخالفانو له ليکو سر يوځای شوي دي.»

د لويديځ ولايت فراه په مناظره کې د مدني ټولنې فعال، احمدشاه فطرت وويل، د ليک لوست نشتوالی او بېوزلي جگړه پياوړې کوي. خلک زده کړې او دندو دواړو ته اړتيا لري، ترڅو د جګړو پېټی يې له اوږو لرې شي.

فطرت وويل: «د فراه خلک په فراه کې د جګړې ابزار دي. دا هغه خلک دي، چې له زده کړې بې برخې دي او د بهرينو استخباراتو د لاس آلې گرځېدلې دي.»

 

 

Frontline Updates
Support local journalists