د افغاني غاليو د سوداګرۍ بياراژوندي کېدل له ستونزو سره مخامخ دي

پر وارداتو او صادراتو غير عادلانه محصول د نورو خنډونو ترڅنګ د دې دوديز صنعت په وړاندې يو ستر خنډ دی.

د افغاني غاليو د سوداګرۍ بياراژوندي کېدل له ستونزو سره مخامخ دي

پر وارداتو او صادراتو غير عادلانه محصول د نورو خنډونو ترڅنګ د دې دوديز صنعت په وړاندې يو ستر خنډ دی.

Wednesday, 28 September, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه

غالۍ اوبدونکي د افغانستان په شمال کې وايي کاروبار تر دې بريده خراب شوی او کاري شرايط تر دې کچې ستونزمن شوي چې هغوی د پاکستان تګ ته اړ شوي. هلته کار وبار سم روان دی.  

سوداګر وايي افغانستان پر خپلو پښو باندې د غاليو د صنعت د ودرېدو لپاره د پروسس د اړتيا وړ وسايل نه لري؛ خام توکي ګران بيه دي او د محصول سيستم له يوې مخې خراب دی؛ ځکه بهرنی خرڅلاو  د لوړ محصول له امله تاوان کوي، په داسې حال کې چې پر واردو شوو غاليو ټيټ محصول لګيږي. هغوی وايي حکومت له دې دوديز  صنعت سره د مرستې او ملاتړ په موخه زيات کار ته اړتيا لري، چې لا تر اوسه ستر صادراتی قلم جوړوي.  

د افغانستان د شمالي ولايت، بلخ، اوسيدونکی، پنځه پنځوس کلن مراد وايي په تېرو شپږو مياشتو کې د کلدار له ولسوالۍ څخه له ۲۰۰ څخه زياتو کورنيو خپل کورنه پريښي او پاکستان ته کوچېدلي دي.

هغه وويل: «زما  [له کوره تللي]د تره زوی ماته په ټينګار وويل چې زه هم ورسره لاړ شم، ځکه هلته کارونه ډېر پيدا کيږي او ښې پيسې ورکوي.»  

اوسمهال د مراد کورنۍ د يوې لويې غالۍ پر اوبدلو کارکوي او کله چې يې د اوبدلو کار پای ته ورسېد، دوی هم ورپسې پاکستان ته ځي، ځکه په افغانستان کې يې په لاسته راغلو پيسو ګوزاره نه کيږي.

هغه وويل: «موږ بايد خام مواد پخپله واخلو، چې زياتره غالۍ اوبدونکي يې د اخيستلو وس نه لري. موږ دلته برښنا نه لرو.‎، له دې امله د ورځې په ګرمۍ او د شپې په تياره کې کار نشو کولای.» 

د بلخ ولايت  د کډوالو او بېځايه شوو کورنيو د چارو رئيس، عبدالصبور قادري د زيات شمېر کورنيو د وتلو پخلی وکړ.

هغه وويل: «موږ د هغو غالۍ اوبدونکو کره شمېره په لاس کې نه لرو چې خپل کورونه يې پريښې دي، خو د اټکل له مخې ويلای شو چې له هر کلي څخه په لسګونو کورنيو بهرنيو هېوادونو ته مخه کړې ده.» 

د افغانستان په شمال کې د غاليو اوبدلو صنعت په عمومي توګه په لږه کيو ترکمن توکمه کورنيو پورې اړه لري. 

د افغاني غاليو د صادراتو او د افغاني غالۍ اوبدونکو د ټولنې مشر، عبدالستار بېګزاده وويل، د شمالي ولايتونو په ډلې کې د بلخ ولايت اوسنی توليد، چې غالۍ جوړول يې مهم صنعت دی،  څرګندوي چې د ټولې سيمې اوبدل شوې غالۍ په تېرو دوو کلونو کې شپېته سلنه راټيټ شوی دی. 

زيات شمېر غالۍ اوبدونکي په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي يرغل پر مهال له هېواده تښتيدلې  او د کډوالو په توګه يې په پاکستان کې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړی دی. يو شمېر په ۱۹۹۲ کال کې واک ته د مجاهدينو له رسېدو وروسته راستانه شول، خو د کورنۍ جګړې له پيل سره سم بېرته وتښتېدل. له هغه وروسته چې په۲۰۰۱  کال کې طالبان له واکه رانسکور شول، زيات شمېر غالۍ اوبدونکي بېرته هېواد ته راستانه شول.

سره له دې چې غالۍ اوبدونکي بېرته راستانه شول، خو غالۍ يې زياتره په بشپړې شوې بڼې نړيوال بازار ته نه صادريږي. پرځای يې زياتره غالۍ د پرېمنځلو او غيچي کولو لپاره پاکستان ته لېږل کيږي، ځکه دا پروسس هلته ارزانه او په ښه ډول تر سره کيږي. وروسته د افغاني غاليو پرځای د پاکستاني غاليو په نامه بهر ته صادريږي.     

د بيګزاده د وينا له مخې په افغانستان کې اوبدل شوې اويا سلنه غالۍ د بشپړېدو لپاره پاکستان ته استول کيږي. هغه وويل: «هغه په پاکستانۍ نښې صادريږي او پاکستان [عمده] عايدات تر لاسه کوي.» 

بېېګزاده وويل د پرېکولو  او پرېمنځلو له اسانتياوو پرته د افغانستان د محصول سيستم د بشپړو شوو غاليو د خرڅلاو په مخکې يو اضافي خنډ دی. هغه وويل په صادراتي غاليو د افغان ګمرک بيه د يو کيلو ګرام په سر څه دپاسه  دولس امريکايي ډالره ده، په داسې حال کې چې په پاکستان کې دا اندازه يو ډالر کيږي.

په مزارشريف کې د ميراحمد په نامه يو سوداګر وويل، دا څه ناڅه بيخی ناشونې ده چې افغاني غالۍ په بهر کې وپلورل شي.

هغه وويل: «زموږ هېواد له هغو هېوادونو سره ښې اړيکې نه لري چې هلته زموږ غالۍ ښې پلورل کيږي. که د هغو هېوادونو له خوا په جوړو شوو نندارتونونو کې ګډون کوو، چې خلک يې د غاليو په اړه معلومات نه لري، نو تاوان کوو.»    

نوموړي وويل: «که چېرته د غاليو يو سوداګر وغواړي د سيمې کوم ګاونډي هېواد ته سفر وکړي، د ويزې له تر لاسه کولو دمخه بايد په بانک کې سل زره امريکايي ډالره ضمانت کښېږدي. سوداګر نشي کولای دومره پيسې تحويل کړي او حکومت ورسره همکاري نه کوي.» 

د بلخ ولايت د سوداګرۍ او صنعت د خونو مشر، سيد طاهر روشنزاده وويل کارونه هم هغسې خراب نه دي، هغسې چې سوداګر يې ادعا کوي.

هغه وويل: «کله چې سوداګر  وغواړي کوم شي صادر يا وارد کړي، د سوداګرۍ خونې له هغه سره کا رکوي. د ويزې په تر لاسه کولو کې څه ستونزه نشته،.خو که يو سوداګر وغواړي په خپلواک ډول ويزه ترلاسه کړي، نو سفارتونه د بانکي حساب غوښتنه کوي.»   

هغه وويل له دې پرته د غاليو د صنعت په وړاندې تر ټولو لويه ستونزه ځانګړې تخنيکي ستونزه ده.   هغه وويل: «لويه  ستونزه د پرېمنځلو او پرېکولو د اسانتياوو او د غاليو د مسلکي انځورګرو نشتوالی دی. پاکستان ته د افغاني غاليو د استولو لامل د پروسس له امله دی.» 

د هېواد دننه د په لاس جوړو شوو افغاني غاليو پلورل په حقيقت کې  له دې امله په زړه پورې نه دي، چې د خلکو د عايداتو کچه ټيټه ده او بازار د ايراني او ترکي ماشيني غاليو څخه تر پوزې پورې ډک دی.

د مزار شريف اوسيدونکي، خواجه قسيم په څېر سوداګر پړه پر حکومت اچوي چې په صادراتی غاليو يي ټيټ محصول وضع کړی دی.  

هغه وويل: د خلکو اقتصاد کمزوری دی اونشي کولای افغاني غالۍ واخلي، ځکه تر ټولو ارزانه يې ۲۰۰ ډالره بيه لري، په داسې حال کې چې کولای شي بهرنۍ ماشينی غالۍ په ۴۰ ډالرو راونيسي. له دې امله افغاني غالۍ کورنی بازار نه لري.» 

څنګه چې د غالۍ اوبدونکو عايدات په بازار کې ښې پېسې نه کوي، نو يو شمېر غوره بولي کډه وکړي او يا له سوداګرۍ لا س واخلي.

مېرمن ګلدسته له څلورو نورو ګاونډيو مېرمنو سره په مزارشريف کې په خپل کور کې کار کوي، خو وايي چې نشي کولای نور خپل کار ته دوام ورکړي.

هغې وويل: «موږ پر دې غالۍ کار کوو او کېدای شي د هغې له خرڅلاو وروسته ۶۰ ډالره تر لاسه کړو.  آيا څوک په دې پيسو يوه مياشت تېرولای شي؟ پخوا به غالۍ د اوبدلو پر مهال اخيستل کېدې او پلورل کېدې، خو اوس يې څوک پروا نه لري.»

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists