Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان پټ وژونکی

د سينې (تي) سرطان په افغانستان کې د ښځو د مړينې دويم ستر لامل دی، خو د دغه ناروغۍ په اړه د خلکو د معلوماتو د کچې د لوړولو لپاره گام نه دی پورته شوی.
By Marzia Husseini
Afghans wait for treatment at a clinic near Kabul. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)

 

 

 

    

 

د هرات د سرطان د درملنې د مرکز په يوه نري اوږده تياره دهليز کې ښځې په اندېښمنو څېرو د خپلې ناروغۍ د تشخيص انتظار کوي.

نفس گل [مستعار نوم] د شاوخوا څلوېښتو کلونو په منگ يوه مېرمن وايي له اوږدې مودې راهيسې يې ځان خوږيږي، خو د ډاکټر د معاينې د لوړې بيې له امله يې د درملنې زړه نه دی کړې. همدارنگه ويې ويل، فکر يې نه کاوه چې د سرطان په ناروغۍ به اخته وي.

نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «له تېرو دوو کلونو راهيسې مې چپه سينه خوږيږي. ډېره پړسېدلی ده. التراسونډ مې کړی او اوس يې نتيجې ته ناسته يم. هيله ده چې سرطان و نه اوسم.»

د انتظار په خونه کې له هغې سره د فاطمې په نامه يوه بله ښځه هم ناسته ده او د خپلې نږور د برخليک له امله ژاړي.

هغې وويل: «زما د نږور سينه په دې وروستيو وختونو کې ډېره خوږېده. لومړی مو ورته پام نه و، نه پوهېدو چې دا به دومره خطرناکه وي. نن دغه مرکز ته د تشخيص لپاره راغلو. خدای دې وکړي چې نتيجه منفي وي.»

د هرات د سينې د سرطان د يوازني مرکز چارواکي وايي، د ناروغانو شمېره مخ په زياتېدو ده، په داسې حال کۍ چې هغوی د تشخيص څو سرچينې لري او د درملنې امکانات يې په لاس کې نشته.

د  سينې سرطان د مور او ماشوم له مړينې وروسته په افغانستان کې د مړينې دويمه ستره  ناروغي ده.د دغې موضوع په اړه د خلکو د معلوماتو کچه ټيټه ده؛ بايد ښځې وهڅول شي چې د هغې نښې وپېژني. د سينې پړسوب، د رنگ بدلون، جوړښت او د سينې د څوکې ننوتل د سينې د سرطان ځنې نښې دي چې کله ناکله وينه هم کوي. د لومړنۍ روغتيا څارنې په مرکزونو کې تلويزيونې کتنه يا درملنه موجوده نه ده.

د هرات د ماموگرافۍ د مرکز رئيسې، سيدې سيد وويل، د تېر لمريز کال په لومړيولسو مياشتو کې ١١٠٠ ښځو دې مرکز ته مراجعه کړې ده.

هغې وويل، په دغه ډله کې «د درې سوو مېرمنو د سينې سرطان تشخيص شوی. له دې ډلې څخه ٤٠ تنه، چې وضع يې وخيمه وه، د درملنې لپاره بهر ته استول شوي.»

سيدې وويل، دغه کلينيک د ولايت له مرکز څخه بهر لږو خلکو ته معلوم دی. د ناروغانو شمېره کال په کال زياتيږي.

هغې وويل: «په ١٣٩٣ کال کې ٥٨ ناروغانو موږ ته مراجعه کړې وه، له هغه ډلې څخه يې د نهو تنو سرطان تشخيص شوی و. په ١٣٩٤ کال کې مو ١٠٥٣ تنه ناروغان درلودل چې ٣٨٤ تنو يې سرطان پېژندل شوی و. له دغه ډلې څخه يې يوولس تنه د درملنې لپاره بهر ته استول شوي وو.»

نوموړې يادونه وکړه، په دغه کلينيک کې الټراسونډ او د ماموگرافۍ ماشينونه موجود دي. د جراحۍ يا وړانگو ورکولو امکانات نه لري. په پام کې دي چې د پتالوژۍ يوه څانگه پرانيستل شي او دکتوران د لا ښه تشخيص په موخه د روزنې لپاره د ايټاليې هېواد ته واستول شي.

په هرات کې د سينې سرطان د درملنې نور کلينيکونه نشته. په پلازمېنې کابل کې هم د درملنې ډېر لږ امکانات موجود دي.

د عامې روغتيا وزارت شمېرې څرگندوي چې هر کال د هېواد دننه د ٣٥٠٠ مېرمنو د سينې د سرطان ناروغي تشخيصيږي. د عامې روغتيا وزير، فيروزالدين فيروز پنځه مياشتې دمخه د سينې د سرطان په اړه په جوړ شوي يوه ملي ورکشاپ کې وويل، د پورته شمېرې ١٧٠٠ تنه ناروغان د مرگ له گواښ سره مخ دي.

وزير سپارښتنه وکړه، که په خپل مهال د سينې د سرطان تشخيص وشي، نو د درملنې وړ دی.

هغه وويل: «د روغتيا د ملي پروگرام له مخې د روغتيا وزارت ژمنه کړې چې د ښځو د معلوماتو د کچې د لوړلو له لارې د سينې د سرطان د ناروغۍ کچه راټيټه کړي. د ناروغۍ د تشخيص له ساده ميتودونو څخه کار واخلي، د روغتيا کارکوونکي وروزي او د تشخيص او درملنې مرکزونه پرانيزي.»

د هرات د ولايت شورا غړي وايي د عامې روغتيا رياست بايد نوښت په لاس کې واخلي، ترڅو د دغه ناروغې په اړه د خلکو د معلوماتو کچه لوړه کړي.

د ولايتي شورا غړې، سکينې حسيني وويل: «زه له شک پرته ويلای شم هغه ښځې چې په دغه مرکز کې يې درملنه ترلاسه کړې، دغه مرکز د خپلو شخصي اړيکو له مخې موندلی دی، که نه، نو هيڅ يې نشوای کولای.»

نوموړې وويل، په پام کې لري دغه مرکز وگوري. زياته يې کړه: «ما يوازې دهغې نښې ليدلي او بس.»

د روغتيا ځايي کارکوونکي وايي، تر خپل وس پورې زيار کاږي چې د تشخيص وړتيا لوړه کړي او ډېر ماهر ډاکتران وروزي.

د عامې روغتيا د رياست مرستيال، ډاکټر آصف کبير وويل: «د دغه موضوع په اړه زموږ د رياست له خوا تر اوسه شوی کار د ماموگرافۍ د اسانتياوو له چمتو کولو څخه عبارت دی. موږ خپل کار په جرمني کې له خپلو همکارانو سره همغږی کړی او څو تنه ډاکټران به هلته د پتالوژۍ په څانگه کې د روزنې لپاره ولېږو. د جراحانو ټولنې هم له موږ سره د مرستې ژمنه کړې.»

د هرات د ښځو د چارو رئيسې، محبوبې جمشيدي وويل، د هغې رياست په پام کې لري د دغه موضوع په اړه پخپله د پوهاوي پروگرامونه جوړ کړي.

هغې وويل، رياست يې خوښ دی چې د ښځو د حقونو له مدافعينو سره د معلوماتو د کچې په لوړلو کې کار وکړي، خو ويې ويل، په پيل کې د عامې روغتيا د رياست مرستو ته اړتيا لري.

نوموړې ټينگار وکړ چې که ښځې د سينې د سرطان د ناروغۍ نښې وپېژني هم، په ولايت کې د درملنې هيله نشته.

هغې وويل: «له بده مرغه موږ کوم ټاکلی واحد نه لرو چې په هرات کې د دغه ناروغۍ درملنه وکړي. ځيني اسانتياوې پلان شوي، خو هغه هم يوازې په پلازمينې کې موقعيت لري.»

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >