Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان په سويل ختيځ کې قاچاق قانوني سوداگري له گواښ سره مخامخ کړې

د خوست ولايت سوداگر وايي په پټه د مالونو وړلو راوړلو له پاکستان سره قانوني سوداگري تر سيورې لاندې راوستې ده
By Ahmad Shah

په خوست کې داى ډبليو پى ار تر روزنې لاندې خبريال احمد شاه ليکنه

په خوست ولايت کې د سوداگرو مشران وايي د هغوی کارو بارله پاکستان څخه د تور بازار له لارې د سوداگريزو توکو د قاچاق له امله تر گواښ لاندې دی.

دا غرنی ولايت له پاکستان سره ١٨٠ کيلومتره گډه پوله لري، چې قاچاق وړونکو ته يې خوست او د هغې له لارې ټول افغانستان ته د قاچاق ښه زمينه چمتو کړې ده. 

د خوست هټيوال وايي، دې کار د هغوی پر خپلې سوداگرۍ ناوړې اغېزې کړې دي.

د خوست ولايت د پرچون پلورونکو د ټولنې مشر، حاجي دين ولي وويل: "قاچاق شوي توکي، چې هيڅ ډول گمرکي محصول او تعرفه نه لري، زموږ له قانوني وارداتي توکو سره يو شان دي. په دې ډول هغوی بازار ته خپل مالونه په ارزانه بيه وړاندې کوي او خلک يې زموږ پر ځای له هغوی څخه اخيستلو ته زړه ښه کوي. زموږ توکي امبار پراته دي او نه پلورل کيږي."

هغه وويل، له تېرو درېو کلونو راهيسې قاچاق زيات شوی او قانوني سوداگري رالوېدلې ده.

هغه وويل: "يوازې يو کال دمخه به ما دوه زره صندوقه مال گرديز ته استاو، خو اوس يوازې دوه سوه صندوقه راوړم."

د نصرت الله اتل په نامه د خوست يوه اوسيدونکي وويل، په سپينه ورځ قاچاق کيږي.

هغه وويل: "لومړی قاچاقي توکي له غرنيو لارو راځي. وروسته په بېلابېلو لويو او وړو موټرو کې ځای په ځای کيږي او ښار ته راوړل کيږي. هره ورځ گورم چې موټر چلوونکي په پوستو کې پوليسو ته پيسې ورکوي او له ډار پرته خپل توکي د خوست بازار ته راوړي."

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو د خونې مرستيال، خانجان الکوزي وويل، د پولې دواړو خواوو ته د ناقانونه سوداگرۍ له امله ډېر اندېښمن دی.

هغه وويل، په داسې حال کې چې له پاکستان سره د افغانستان د رسمي سوداگرۍ کچه د کال دوه نيم مليارډه ډالره ده، نور يو نيم مليارډه د قاچاق له لارې سر ته رسيږي. که د دې موضوع په وړاندې جدي گامونه پورته نشي، زيات شمېر سوداگر به ناقانونه سوداگرۍ ته مخه کړي.

الکوزي وويل، د سوداگرۍ او صنايعو د خونو رياست خپله اندېښنه څو څو ځلې  ولسمشر حامد کرزي او امنيتي چارواکو ته رسولې، خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.

هغه وويل: "تاسو گورئ چې موږ هره ورځ د ناقانونه سوداگرۍ د بندولو په موخه د رسنيو له لارې خپل غږ پورته کوو، خو هيڅوک يې نه اوري. حکومتي چارواکي په دې ناقانونه سوداگرۍ کې ښکېل دي. گټه د هغوی جيبونو ته ځي، له دې امله يې څوک په بندولو کې گام نه پورته کوي."

په خوست ولايت کې د سيف الله په نامه يوه سوداگر وويل، فساد قاچاق وړونکو ته غيرعادلانه گټه په لاس ورکړې ده.

هغه وويل: "موږ د يوې لارۍ د بار په سر په گمرک کې اووه سوه ډالره محصول، ټکټانه او نور لگښتونه ورکوو. خو قاچاق وړونکي يوازې دېرش ډالره بډې ورکوي. که د قاچاق شوو توکو کومه لارۍ ونيول شي او گمرک ته يوړل شي، نو قاچاق وړونکی د گمرک مامورينو ته دوه، درې سوه ډالره بډې ورکوي او مالونه يې خوشې کيږي."

په ناقانونه سوداگرۍ کې ښکېل افراد د ښه ژوند خبرې کوي.

خوست ولايت ته د قاچاقي توکو راوړونکي يو سوداگر، اجمل وويل: "موږ د قاچاقي توکو په وړاندې هم پوليسو او هم سرحدي امنيتي ځواکونو ته بډې ورکوو. کله چې په بېلابېلو لويو او وړو موټرو کې خپل مالونه لېږدوو، نو بډې هم د موټر په سر له درېو څخه تر شلو ډالرو پورې رسيږي. دا پيسې سرحدي ځواکونه اخلي."

اجمل وويل: "ډېر خوښ يم چې په لږه پانگه لوړه گټه کوم."هغه ومنله چې له قانون څخه سرغړونه کوي، خو ويې ويل چې د پراخ فساد د شتون له امله په هره لاره محصول او عايدات گټه نه لري.

هغه وويل: "څوک د قانون پروا لري؟ يو وزير درې څلور لوکس کورنه لري؟عايدات ملي خزانې ته نه ځي. پر ځای يې د افرادو جيبونو ته ځي. زه چاته محصول ورکړم او ولې يې ورکړم؟"

د خوست په بازار کې يو هټيوال، چې و يې نه غوښتل ونومول شي، وويل، له درېو مياشتو راهيسې يې د ناقانونه وارداتو د پېر او پلورلو له لارې ډېره گټه کړې ده. 

هغه وويل: "خلک راځي او په پور ترې مالونه اخلم. د هغوی توکي د [قانوني] سوداگرو د توکو په څېر دي، بيې يې ډېرې ټيټې دي. د دې ترڅنگ ټولې پيسې راڅخه يو ځل نه اخلي. هره اوونۍ لږې، لږې ورکوم."

د خوست ولايت د گمرک رئيس، فضل الله فاضل له ادعاگانو غاړه وغړوله چې گوندې د گمرک کارکوونکي له هغوی سره لاره لري. 

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "زه نه پوهيږم چې پخوا کارونه څنگه سرته رسېدل، خو زما له راتگ وروسته د فساد کچه صفر ته رالوېدلې ده."

هغه دا ومنله چې د گمرک مامورين پاکستان پولې ته د دېرشو غځېدلو لارو په شپږو هغو کې موجود دي. پاتې نورې لارې د هغوی په کنترول کې نه دي.

هغه وويل: "د خوست د سيمې پېچلې جغرافيا، امنيتي ستونزې او د گمرک د کارکوونکو د کمښت له امله قاچاق ډېر شوی دی."هغه خواشيني څرگنده کړه چې نه ملي او نه سرحدي پوليس د نوموړې سوداگرۍ په مخنيوي کې له هغوی سره پوره مرسته کوي.

فاضل وويل: "که موږ د مياشتې په منځنۍ کچه يو مليون ډالره محصول واخلو، قاچاق وړونکې هم د مياشتې يو مليون ډالره تر لاسه کوي. د دې معنا داده چې موږ ته هره مياشت زموږ د عايداتو پنځوس سلنه تاوان رسيږي."

سرحدي پوليسو په دې موضوع له آی ډبليو پي آر سره له خبرو کولو ډډه وکړه، خو د ملي پوليسو يوه استازي دا ادعاگانې رد کړې چې گوندې د قاچاق په وړاندې جدي نه دي.

د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر، يعقوب مندوزي وويل، د خوست په ټولو امنيتي پوستو کې د گمرک مامورين موجود وي.

هغه وويل: "موږ د گمرک له کارکوونکو سره شپه او ورځ گزمې کوو. زياته اندازه قاچاقي توکي مو نيولي او گمرک ته مو سپارلي دي. د نه همکارۍ ادعا د منلو وړ نه ده."هغه ټينگار وکړ، د ملي پوليسو کارکوونکي بډې نه اخلي چې ناقانونه توکي راتېرشي. 

په خوست کې د ACCI د څانگې رئيس، نواب اميرزي وويل، د ستونزې د هوارۍ يوه لاره د خوست له بازار څخه پاکستاني پولې ته څېرمه د غلام خان پوستې ته د سړک د جوړولو کار روان دی، چې د پولې د تېرېدو راتېرېدو رسمي لاره به وي. 

 اميرزي وويل، دا کار به په خوست کې د قاچاق موضوع ته د کابل د حکومت پام راواړوي.

هغه ويل: "پر امنيتي ځواکونو به فشار زيات شي او د قاچاق مخه به ونيول شي."

په خوست کې د اقصاد د ادارې يو محصل، سليمان گوته وڅنډله، که په ناقانونه ډول د توکو د وړلو راوړلو مخه ونه ونيول شې، د ټول ولايت اقتصاد ته به زيان ورسيږي.

هغه وويل:"که وضع همداسې دوام ومومي، سوداگر به تر دې کچې له مالي ستونزو سره مخامخ شي، چې له خوست څخه به د خپلې پانگې ايستلو ته اړ شي."

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر روزل شوی خبريال دی.