د افغانستان په سويل ختيځ ولايت کې د نجونو موازي ښوونځي

د حکومت له کنترول څخه بهر سيمو کې په زرگونه زده کوونکي غيررسمي مدرسو ته ځي.

د افغانستان په سويل ختيځ ولايت کې د نجونو موازي ښوونځي

د حکومت له کنترول څخه بهر سيمو کې په زرگونه زده کوونکي غيررسمي مدرسو ته ځي.

Monday, 30 November, 2015

په خوست ولايت کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمدشاه ليکنه

پنځلس کلنه مريم په منظم ډول يوه ښوونځي ته ځي، خو هغه ښوونځي ته نه ځي چې افغان حکومت په رسميت پېژندلی دی.

د خوست دغه ځوانې نجلۍ وويل: «زه د نجونو په يوې مدرسې کې لوست وايم. پلار مې ويل، زه بايد په مدرسه کې زده کړه وکړم، ځکه دولتي ښوونځی ښه ځای نه دی. هلته در څخه خپل رسم او رواج هيريږي او مذهبي دود ته دې زيان رسيږي.»

ملگرې یی ديارلس کلنه زهره په ورته دريځ کې ده.

هغې وويل: «زموږ د کورنۍ مشران وايي، غوره ده چې د عصري ښوونځي پرځای د کلي په مدرسه کې لوست ولولې؛ ځکه مخالفان او نور کليوال هغې ته بد نه وايي.»

د افغانستان د سويل ختيځ خوست، په محافظه کار ولايت کې عصري زده کړو ته له پخوا راهيسې د شک په سترگه کتل کېدل. اسلامي قانون د ښځو او سړو د زده کړې پر اهميت ټينگار کوي. خو گڼ شمېر ځايي خلک په دې اند دي چې که نجونو ته زده ورکړل شي، نو له خپلې عقيدې اوړي. نور خلک د طالبانو له غچ څخه ډاريږي او يا د ښوونځيو د لارې له اوږدوالې اندېښنه لري، چې نجونې يې ورته ځي.

اوس په زرگونه نجونې د زده کړې د موازي سيستم يوه برخه ده. د دولتي مدرسو يا عادي ښوونځيو د درسي نصاب پرځای د سعودي عربستان او يا پاکستان نصاب کاروي چې د اسلام سخت تعبير وړاندې کوي. د بېلگې په توگه د دولتي ښوونځيو نارينه ښوونکي له نجونو سره مخامخ خبرې کوي، په داسې حال کې چې په مدرسو کې د پردې تر شا د ميکروفون له لارې تدريس کوي.

د دغه ولايت د پوهنې رياست وايي، د خوست په ٤٣٥ ښوونځيو کې څه دپاسه ٣٠٠ زره زده کوونکي لوست لولي. نجونې د دغه شمېرې څه ناڅه درېمه برخه جوړوي.

د خوست ولايت د پوهنې رئيس، بختنور بختيار وايي، په دې ولايت کې د نجونو ٢٧ دولتي مدرسې موجودې دي او شاوخوا ١٤٠٠ نجونې پکې لوست لولي.

بختيار وايي، درې زره نجونې ناثبتو مدرسو ته ځي.

د موازي سيستم ښوونکي دا شمېره تر دې لوړه بولي. د خوست د متون ولسوالۍ د جامعه عايشه الصديقه للبنات د نجونو د مدرسې سرښوونکی، مولوي محمد نعيم وايي، د ولايت په کچه له ٢٠٠ څخه ډېرو ناثبتو شوو مدرسو کې څه دپاسه ٦٠٠٠ نجونې لوست لولي.

مدرسې «له دود سره په سمون کې»

د خوست اوسيدونکي، حاجي ظاهر وويل، د خپلې کورنۍ پنځه نجونې يې د حکومتي ښوونځيو پرځای په دغو مدرسو کې شاملې کړې دي. هغه وويل، لامل يې دا دی چې د مدرسو تعليمي نصاب او چاپېريال له اسلامي قانون او ځايي دودو او دستور سره برابر دي.

ظاهر وويل: «مدرسې ته د خپلو نجونو په لېږلو ما د خپلې کورنۍ په اړه د خلکو د بدې وينا مخه نيولې. همدارنگه مې د هغه حالت مخه هم نېولې چې نجونو ته د سړو له خوا لوست ورکول کيږي. دا کارونه په حکومتي ښوونځيو کې کيږي او هغه يو مناسب کار نه دی. زموږ د کورنۍ هلکان په عصري حکومتي ښوونځيو کې زده کړه کوي، ځکه موږ پر هغوی له نجونو څخه ډېر باور لرو چې د اسلام له لارې څخه وانه اوړي.»

د متون د ولسوالۍ اوسيدونکي، انځرگل وويل، په ١٩٨٠ کلونو کې په حکومتي ښوونځيو کې شاملې شوې نجونې، چې دولتي ښوونه او روزنه د شوروي اتحاد پر سيستم جوړه شوې وه، د هغوی پر ناسمو ارزښتونو ولاړه وه.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: «زه خپلې نجونې له دې امله عصري ښوونځيو ته نه ليږم چې ديني ارزښتونه به له لاسه ورکړي. که خپلې لوڼې عصري ښوونځيو ته ولېږو، نو لويديځ ډوله به شي.»

مولوي محمد نعيم وويل، په متون کې د هغوی مدرسه لس کاله دمخه جوړه شوې، له سلو زده کوونکو څخه يې شمېر زرو ته رسيدلی او د اتلسو ښوونکو له خوا ورته لوست ورکول کيږي.

نعيم وويل، د هغه د ښوونځيو تعليمي نصاب د افغان حکومت او د پاکستان او سعودي عربستان د پېژندل شوو مدرسو د تعليمي لارښوونو گډه ټولگه ده. د هغه پروگرام د افغانستان د ډېرو نورو مدرسو له خوا هم پلی کيږي.

نجونې له شپږو څخه تر ديارلسو امريکايي ډالرو په انډول مياشتنی فيس ورکوي. نورې پېسې له ځايي سوداگرو څخه راټوليږي چې خواړه او ترانسپورت پرې چمتو کيږي. عربي هېوادونه هم مرسته کوي. 

د خوست ولايت د پوهنې د رياست مرستيال، الحاج مطيع الله فاضلي په غير رسمي مدرسو کې د تعليمي نصاب په اړه کتنې درلودې. هغه وويل، دا نصاب د پوهنې وزارت له نصاب سره مخالف دی.

هغه وويل، دمگړۍ د پوهنې رياست دا مدرسې نه اړباسي چې ځانونه په دولت کې ثبتې کړي. د  دغه راز تگلارې پلي کول به د زرگونو زرو نجونو زده کړه له خطر سره مخ کړي. مخالفو مشرانو پر مدرسو فشار راوړی چې له دولت څخه ځان خپلواک وساتي.

د څارنې اړتيا

کارپوهان وايي، غير رسمي مدرسو ته باید اجازه  ورنکړل شي  چې له څارنې پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

د فاروق جان منگل په نامه سياسي شنونکي وويل: «د دي مدرسو ثبتول پکار دي. سره له دې چې اوس کوم گواښ نه گڼل کيږي، خو کېدای شي په اوږدې مودې کې گواښ رامنځته کړي. د خوست ولايت د مدرسو زياتره ښوونکي د ډيورنډ له پولې هاخوا راځي، چې ښايي د ښو معيارونو خاوندان واوسي، خو وروسته بيا د ترهگرۍ پر مرکزونو اوړي.»

منگل زياته کړه: «د حج او اوقافو ولايتې رياست او همدارنگه د پوهنې رياست او د اسلامي عالمانو شورا د دې ډاډ ورکړي چې د افغان حکومت نصاب په دې مدرسو کې لوستل کيږي او څارنه يې کيږي. په دې توگه به زده کوونکو ته افغان فرهنگ او تاريخ هم تدريس شي. که د خپل هېواد په اړه پوهه لاسته راوړي، نو د افغانستان ملي امنيت ته به گواښ پېښ نه شي.»

نعيم وويل، که چارواکي ورسره مرسته وکړي، نو هغه او نور سرښوونکي به يې خوشحاله شي چې خپلې مدرسې ثبتې کړي.

د خوست ولايت د پوهنې مرستيال، فاضلي وويل، ثبت زياتې گټې لري.

هغه وويل: «که هغوی خپلې مدرسې له موږ سره ثبتې کړي، موږ به يې ښوونکو ته معاشونه ورکړو. زده کوونکو ته به وړيا زده کړه، ودانۍ، کتابونه او قرطاسيه چمتو کړو. په راتلونکې کې به هڅه وکړو خواړه او ترانسپورت هم ورته چمتو کړو.»

فاضلي وويل، ناثبتو شوو مدرسو تل له دې څخه سرغړولی چې د ولايت د پوهنې د رياست تر څارنې لاندې راشي.

هغه وويل: «يوه لامل چې ښوونکي نه غواړي دا مدرسې ثبتې شي، دا دی چې زياتره يې له پاکستاني مدرسو څخه راغلي او د زده کړې افغاني اسناد نه لري ، د بېلگې په توگه، بکلوريا يا د ليسانس درجه نه لري. په دې کار هغوی ته د تدريس حق نه ورکول کيږي. که چېرته يې مدرسې ثبتې شي، نو خپله دنده له لاسه ورکوي.»

که چېرته ثبتې نشي، نو افغان حکومت ته به يو گواښ وي.

د خوست د ولايتي شورا مشر، اميرالله زړه سواند موافق و چې وضعه نازکه ده. ځينې مدرسې ثبتې شوې، خو هغوی ته د لومړيتوب حق نه دی ورکړل شوی.

هغه وويل: «د خوست ولايتي شورا د نجونو د مدرسو او د هغوی د رسمي کېدو د لارو په اړه د پوهنې له رياست سره غونډې کړي. د پوهنې په رياست کې ډېرې نورې لويې ستونزې موجودي دي چې دا موضوع تر سيورې لاندې راولي.»

 خوست د والي وياند، مبارز محمد ځدراڼ دا خبره مني او وايي اندېښنې شته چې کېدای شي ديني ښوونځي افراطي اجندا پر مخ يوسي. هغه وويل، دا ټولې مدرسې به په خپل وخت په ملي سيستم کې شاملی کړای شي. 

ځدراڼ وويل: «د خوست والي د پوهنې رياست ته د مدرسو په اړه څرگنده لارښوونه کړې، چې هم د نجونو او هم د هلکانو مدرسې ثبتې کړي. حکومت به د دولتي ښوونځيو په څېر ټولې اسانتياوې ورته  چمتو کړي.»

 

Frontline Updates
Support local journalists