Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان د ډبرو سکرو د کانونو ماشوم کارگران

د ټيټ عمر کوچنيان هره ورځ تودوخه، خاورې او دوړې زغمي او له خطرناکو حالاتو سره مخ کيږي.
By Yaqub Azorda
Child labourer in a coal mine in western Afghanistan. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)

دولس کلن شېراحمد د سمنگانو د شمالي ولايت د درۀ صوف د سکرو د کان په يوه تياره تونل کې ټوله ورځ په کار لگيا وي.

نوموړي هلک، چې مخ يې پر دوړو تک تور اوښتی، وويل، ټوله ورځ پر خره سکاره باروي او له کان څخه يې پورته د ځمکې سرته خيژوي.

احمد وويل، کار يې ډېر له خطره ډک دی. هغه زياته کړه: «يو وخت مې پر سر د سکرو يوه لويه ټوټه راولوېده او د لسو ورځو لپاره په روغتون کې بستر شوم.»  

هغه ښه معاش اخلي، د ورځې ٤٠٠ افغانۍ  کيږي. دا معاش په افغانستان کې له منځنۍ کچې معاش څخه لوړ دی.

د درۀ صوف د ولسوالۍ د تور کلي اوسيدونکي، ديارلس کلن نجيب الله، چې له کان څخه په راوتونکو درېو خرو پسې روان دی، وايي، دغه معاش ته اړتيا لرم چې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړای شم.

هغه وويل: «د ښوونځي په پنځم ټولگي کې وم چې پلار مې مړ شو. ښوونځی مې پرېښود او په کان کې مې پر کار پيل وکړ. د سهار په يوې بجې له خوبه پاڅيږم او په کان کې د ماسپښين تر دوو بجو پورې کار کوم او پوره دوې لارۍ له سکرو ډکوم.»

د ماشومو کارگرانو شمېر په سمنگانو کې د سکرو په پرتو څه دپاسه ٥٠٠ کانونو کې مخ په لوړېدو دی. سمنگان په افغانستان کې د سکرو ډېر شمېر کانونه لري.

د سمنگانو د والي د مرستيال، خير محمد اخترزاده د وينا له مخې په دغو کانونو کې د ٥٠٠٠ کارگرانو په ډله کې څه دپاسه يو زر تنه کارگر کوچنيان دي.

هغه وويل، حکومت په سيمه کې د سکرو د فعالو سلگونو کانونو له ډلې څخه يوازې د څلورو کانونو څارنه کوي. نور کانونه د سکرو د ايستلو اجازه نه لري او نشي کولای د خونديتوب آن تر ټولو ټيټه کچه وساتي، چې له امله يې زياتره مرگونې پېښې رامنځته کيږي.  

اخترزاده وويل، د دغه موضوع په اړه يې د کانو او صنايعو وزارت ته په سلگونه ليکونه استولي، خو په اړه يې هيڅ گام پورته شوی نه دی. هغه وويل، د ستونزې د سختوالي کچه ورته څرگنده ده او پر دې پوهيږي چې حکومت د هغې د هوارولو وړتيا نه لري.    

هغه وويل: «د درۀ صوف په ولسوالۍ کې د سکرو څه دپاسه ٥٦٠ کانونه موجود دي. حکومت نشي کولای د هر کان په خوله کې يو ساتونکی ودروي، ترڅو د ماشومو کارگرانو د کار مخه ونيسي.»

اخترزاده وويل، د کانووزارت ژمنه کړې چې د درۀ صوف په کانونو کې د دوه سوه تنو امنيتي کارکوونکو ګمارلو تصويب تر لاسه کړي، خو تر اوسه نه دې توانيدلي چې د موضوع په اړه د کورنيو چارو له وزارت سره کومې موافقې ته ورسيږي.   

د درۀ صوف بالا ولسوال، احمد علي حسني د کانونو پر وزارت غږ وکړ، ترڅو گرځنده ډلې جوړې کړي چې له خطر څخه د ډکو کانونو د فعاليت او همدارنگه د ماشومو کارگرانو د استخدام مخه ونيسي.

خو دا يې ومنله،حکومت دومره ډېرې سرچينې نه لري چې د سکرو د لوی شمېر کانونو څارنه وکړای شي.

هغه وويل: «د کانونو سيمه ډېره پراخه ده. د کانونو د وزارت د کارکوونکو شمېر لږ دی او نه يې شي تنظيمولای. که چېرته کارگران په کان کې مړه شي، د کان خاوندان اړوندو کورنيو ته يو څه پيسې ورکوي او خوله يې وربندوي چې چا ته په دې اړه غږ ونه کړي.»

حسني وويل، وزارت يوازې دوه دفترونه لري، چې  د شب باشک او شيخا سيمو کې واقع دي، خو ويې ويل چې يوه يې هم فعاله نه ده.

په مزار شريف کې د شمالي ولايتونو د کارگرانو د مېشتې اتحاديې رئيس، حسن کارگر وويل، افغاني قوانينو په څرگند ډول پر فزيکې درنو کارونو باندې د ماشومانو او آن له لس کلنې څخه د پورته کوچنيانو گومارنه منع کړې ده.

هغه وويل: «د کار د قانون د ١٣ مادې له مخې هغه څوک چې درانه کارونه کوي، بايد لږ تر لږه يې عمر اتلس کلنۍ ته رسېدلی وي.» هغه زياته کړه، د کانونو خاوندان «د کوچنيانو په وړاندې د سرغړونې يوه بڼه سرته رسوي چې حکومت يې بايد په مخنيوي کې اقدام وکړي.»

کارگر وويل، د کانونو، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارتونو ته يې په ٢٠١٤ کال کې په يوه ليک کې په درنو کارونو کې د ماشومانو استخدام ناقانونه بللی او د کانونو خاوندانو ته يې استولی دی، خو د کار د څارنې او پوښتنې کولو هڅه يې نه ده شوې.

د بشري حقونو مدافعان وايي د دغه حالت دوام په څرگند ډول له نړيوالو لوظنامو څخه د افغان حکومت سرغړونه بلل کيږي.    

په شمالي ولايت، بلخ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون رئيس، قاضي سيد محمد سامع وويل: «پر ماشومانو درانه او جبري کارونه سرته رسول د کوچنيانو د حقونو په اړه د ټولو منل شوو لوظنامو پر خلاف عمل دی او دا کار د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونې يوه بڼه بلل کيږي.»

هغه وويل، افغانستان د ماشوم د حقونو د نړيوالې لوظنامې د لاسليک کوونکي په توگه بايد پر خپلو ژمنو ودريږي.  

په لوظنامه کې راغلي (( ټول لاسليک کوونکي غړي له ناوړه کارونې سره د مخ ماشوم د حقونو دفاع وکړي او دغه کار د سرته رسولو مخه ونيسي چې دروند وي يا له زده کړې څخه د ماشوم په مخکې خنډ کيږي او يا يې بدني، رواني، روحي، اخلاقي او ټولنيزې ودې ته زيانمن وي.))

د کانونو د وزارت وياند، ذبيح الله سروري ومنله چې له ماشوم څخه د کار اخيستل له قانون سره مخالفت دی او اعتراف يې وکړ چې د سمنگانو په ولايت کې يو شمېر کانونه په خپل سر فعاليت کوي. هغه وويل، د هغه وزارت په دې اړه کوم کار نشي سرته رسولای. زياته يې کړه، د هغوی کار د پاليسۍ په جوړولو پورې محدود دی.

سروري زياته کړه، د کانونو وزارت د کورنيو چارو وزارت ته څو، څو ځلې ليکونه استولی او ترې غوښتي يې دي چې د ناقانونه کيندونو مخه ونيسي، خو تر اوسه کوم گام پورته شوی نه دی.

هغه وويل: «دمگړۍ موږ پر يوې تگلارې کار کوو چې کانونه د سرغړونکو خاوندانو له منگولو څخه وايستل شي.»

د کورنيو چارو د وزارت مرستيال وياند، نجيب الله دانش د دې پخلی وکړ، پوليس پر يوه پلان کار کوي چې حکومت د کانونو امنيت خوندي کړي، خو د دغه کار د چمتو کېدو په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.   

د پېښو رامنځته کېدل يوه عادي خبره ده.

د کانونو ځوان او زاړه کار کوونکي هره ورځ تودوخه، دوړې او خاورې زغمي او له خطر څخه ډک حالت سره مخ دي.

پنځوس کلن فيض محمد له خپل ١٥ کلن زوی سره د درۀ صوف د سکرو په کان کې کار کوي.

هغه وويل، هغوی هره ورځ د کان د کنلو لپاره د کان دننه تر درې سوو مترو پورې وړاندې ځي، خو پر خولۍ باندې د يوه کوچني څراغ پرته د مصؤونيت بله کومه وسيله نه لري.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: «زما له زوی سره په گډه  نور اته تنه کوچنيان کار کوي. هر يو يې دوه خره لري او سکاره له کانه بهر راباسي.»

په دغه حالت کې د بدمرغه پېښو رامنځته کېدل يوه عادي خبره ده. گڼ شمېر ځايي خلک وايي د کورنۍ غړي يې د کان په دننه پېښو کې له لاسه ورکړي دي.

د شب باشک د کان کارکوونکي، پنځه ويشت کلن سيد غلام حسين وويل: «يوه مياشت دمخه مې د کان دننه د گاز له امله يو دولس کلن ورور ووژل شو.»

نوموړي وويل: «يوه ورځ د خوراکي توکو د پېرېدلو لپاره د درۀ صوف بازار ته لاړم. د راستنېدو پر مهال مې خلک وليدل چې زموږ د کور مخې ته راټول شوي او ورور مې پر ځمکه بېهوشه پروت و.»

موږ ډېرې هلې ځلې وکړې چې د هلک د ژغورنې لپاره د اکسيجن کوم ماسک پيدا کړو، خو له بده مرغه، ومو نه موند.  

هغه وويل: «وروسته مو يو موټر پيدا کړ او ورور مې د درۀ صوف روغتون ته يوړ. روغتون ته زموږ له کلي څخه يو نيم ساعت لار وه. ورور مې په لاره کې سا ورکړه.»

په شب باشک کان کې د ٤٥ کلن غفور په نامه يوه بل کارگر هم خپل کشر ورور د کان د لويدلو په پېښه کې له لاسه ورکړی.

هغه وويل: «ورور مې د ١٣ کلونو په منگ و. هره ورځ به له خپل خره سره کار ته تللو او بېرته به کور ته راتللو. يوه ورځ د غرمې پر وخت چا زما نوم واخيست او را ته يې وويل، کان ته لاړ شه. ما منډه کړه. ومې ليدل چې زما ورور يې له کان څخه راايستلی، خو نور ژوندی نه و. هغه له وړاندې د کان دننه سا ورکړې وه.»

غفور وويل، ورور يې ٢٠٠ متره وړاندې د کان دننه موندل شوی و او داسې برېښېدل چې گازو به وژلی وي.

کله ناکله د کان دننه پر کارگرانو تونلونه رالويږي.

پنځه اويا کلن سيف الدين وويل: «يو نيم کال دمخه د قرم قل د کلي د يوې کورنۍ دوه تنه هلکانو په يوه کان کې کار کاوه. د کان خوله ولويده. دواړه هلکان، چې عمرونه يې ١٤ او ١٥ کلونه وو، د کان د خاورو او ټوټو لاندې مړه شول.»

د درۀ صوف د شيخ د کلي اوسيدونکي، سيف الدين وويل، لسگونه کلونه يې د سکرو په کان کې کار کړی دی.

هغه وويل: «زما د ياد له مخې به هر کال شاوخوا سل تنه په تونلونو کې د کان د يوې برخې د رالويدو، د سکرو د لويو ډبرو يا د تونل د چت د نړېدلو له امله مړه کېدل.» هغه زياته کړه، ټپي کېدل يوه عادي خبره وه.  

نوموړي په دوام وويل: «زيات شمېر خلک ټپي شوي دي. هره اوونۍ به يو يا دوه تنه په ماتو شوو لاسونو يا لينگو خپلو کورونو ته لېږدول کېدل.»

سيف الدين وويل، د کانونو شاوخوا سيمه هم ډېره ککړه شوې ده. د سيمې گن شمېر خلک د اسما او حساسيت پر ناروغيو اخته شوي دي.

طبي کارکوونکي د هغه دا خبره سمه بولي. عيد محمد رمضاني د درۀ صوف د ولسوالۍ د دهنۀ تور په بازار کې يو درملتون لري. هغه اټکل کوي چې د کانونو د سيمې څه ناڅه اويا سلنه خلک له اسما او تنفسي ناروغيو څخه کړيږي.

هره ورځ د کوچنيانو په گډون څه دپاسه لس تنه هغه ته د درملنې لپاره ورځي. هغه وويل، هره مياشت، د هغه په اند، په کانونو کې د بدن د يو غړي د ماتېدو له امله څلور يا پنځه تنه ماشومان معاينه کوي.

د درۀ صوف د مرکز د دېرش بستريز روغتون رئيس، گل احمد قريشي وويل، د هغه په اند کانونو د سيمې د خلکو پر روغتيا ډېر ناوړه اغېز کړی دی.

هغه وويل: «هره ورځ څه دپاسه ٢٠٠ تنه ناروغان د درملنې لپاره کلينيک ته راځي. زياتره يې د هغو سيمو خلک دي چې کانونو ته څېرمه اوسيږي. ډېری يې له تنفسي ناروغيو او اسما څخه کړيږي.» هغه زياته کړه، کانونو ته څېرمه ويالې د سکرو په دوړو ککړې دي.

قريشي وويل، زياتره يې د داسې کوچنيانو درملنه کړې چې د هغه په اند د کان دننه يې پښه يا لاس مات شوی وي.

آی ډبليو پي آر وکولای شول د يوه شخصي کان له خاوند، امان الله سره وگوري، چې دهن تور کې يو کان لري.

هغه وويل: «هيڅوک زما په کان کې مړ شوی نه دی. په نورو کانونو کې په هرو درېو مياشتو کې يو يا دوه تنه مړه يا ټپيانيږي.»