Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان د تالک کانونه

کارکونکو د خپل ناوړه او له خطره ډک وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
By Asad Jabarkhail
تالک، یو ډول منرال دی چې له مګنیزیم، سیلیکان او آکسیجین څخه جوړېږي. (Photo: Wikimedia Commons)

صفدی ګل شیرزاد ډیری ورځې د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ په مرکي خیلو کلي کې د تالک په کان (معدن) کې تېروي. په بدل کې هغه ته دوه وخته ډوډی او ۴ امریکایي ډالر په یوه ورځ کې ورکول کېږي. کار سخت او له خطره ډک دی، خو هغه وویل چې دخپل کاري ژوند او معاش  ښه کېدو ته کومه تمه نه لري.

هغه وویل: ”موږ د څلور ډالرو لپاره مزدوري کوو. د کان کارکونکي د خپل حق د غوښتولو لپاره غږ نشي پورته کولای ځکه چې له دندې څخه د لرې کولو ګواښونه ورته کېږي.“

تالک هغه نرم منرال دی چې په بېلابېلو صنعتونو لکه درمل جوړونه، د سینګار توکي، رابر او د غوړیو په تولید کې ترې کار اخیستل کېږي او د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې یې کانونه شته  چې تر ټولو لوی کان یې له پاکستان سره پر پوله په ننګرهار ولایت کې موقعیت لري.

تالک  په کال کې ۵۰۰۰۰۰ ټنه استخراج کېږي چې  ډیرۍ برخه یې د پاکستان له لارې نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

که څه هم دا یو مهم ملي‌صنعت دی خو ددې برخې کارکونکي‌ وایي چې په دغه سکټور کې ددوي لپاره ډېر لږ سهولتونه  په پام کې نیول کېږي. هغوی د کار په سیمه کې د روغتیایي تدابیرو له نه شتون څخه سر ټکوي او وایی چې د هغو کسانو لپاره چې په کار کې ټپي کېږي او یا مړه کېږي  د کورنیو لپاره یې څه په پام کې نه نیول کېږي.‌

سربېره پر دې، د تالک په کانونو کې پرته له محافظوي  وسایلو کار کول د کارکونکو ژوند یو شمېر نورو خطرونو لکه د سرطان ناروغۍ سره مخامخوي.

اسلام الدین چې د پچیراګام ولسوالۍ د تالکو په یوه کان کې کار کوي وویل ((کله چې کارکونکي پرته له روغتیایي تدابیرو د تالک په کانونو کې کار کوي نو د هغوي ژوند د ګڼ شمېرو ناروغیو سره مخامخ کېږي  ځکه چې په تالک کې ځینې مضره مواد شامل دي. چې له امله یې ځینو کار ګران معلول او معیوب شوي دکارخاوندانو (په کار ګمارونکو) له هغوی سره هېڅ ډول مرسته نه دي کړي او هغو یې په خپلو ستونزو کې یوازې پرېښي ))

د اوږد مهاله روغتیایي پاملرنو او مرستو  د نشتون له امله ځینو پخوانیو کان کیندونکو او د هغوی کورنیو دکار له خاوندانو ګیلې هم لري

زرولي د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ یو ځوان  چې خپله پښه یې د کار کولو پر مهال له لاسه ورکړې ده او نور نه شي کولای چې کار وکړي. وویل ((کله چې ما د تالک په یوه کان کې کار کوه د یوې لارۍ څخه د بار د راښکته کولو پر مهال ټپي شوم او پښه مې ماته شوه . زه یې د لومړنیو مرستو لپاره د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته یوړلم او مصرف یې د کار خاوند وکړ. خو زه مجبور وم چې باید د بشپړې درملنې لپاره پاکستان او یا هندوستان لاړشم .  کله چې د کان خاوند زه پرېښودلم او ما هم په بهر کې د درملنې لپاره پیسې نه درلودلې نو له امله یې زما پښه پرې کړای شوه.))

هغه زیاته کړه چې د درېیو میاشتو لپاره یې هره میاشت ۱۰۰ امریکایي ډالر ترلاسه کړي خو وروسته له هغه د کار خاوند له هغه سره خپلې ټولې اړیکي پرې کړې.

زرمینه د جلال آباد ښار د پینځمې ناحیې اوسېدونکې  چې خپل خاوند یې د تالک په کان کې د یوې پیښې له کبله له لاسه ورکړی وویل ((.‌زما خاوند د کار په سیمه کې له غره څخه ولید او مړ شو . د کان خاوند  د هغه د جنازې مصرف پرې کړ او موږ ته یې ۴۰۰ امریکایي ډالره راکړل، خو وروسته له هغه یې زموږ په اړه پوښتنه نه ده کړې.))

هغې زیاته کړله ((د کانونو خاوندان او سوداګر هېڅ احساس نه لري. هغوی دروغ وایي چې موږ د قربانیانو له کورنیو سره بشپړه مرسته  کوو. زه د خلکو په کورونو کې جامې مینځم ترڅو خپلو یتیمانو ته د ډوډی د برابرولو لپاره پیسې ترلاسه کړم.))

د افغانستان د سوداګریزو ټولنو سرتاسري فدراسیون هم دا ومنله چې د تالک په کانونو کې د کارکونکو د خوندیتب په برخه کې ستونزې موجودې دي.

د افغانستان د سوداګریزو ټولنو سرتاسري فدراسیون وایي  د کانونو او فابریکو مشرانو ته یې ویلي دي چې د خپلو کارکونکو تنخا ډېره کړي ځکه چې هغوی له سخت  کار او ګڼ شمېر خطرونو سره مخ دي. خو له بده مرغه هغوی ددوي خبرو ته غوږ نه نیسي. هغه تنخواه چې اوس مهال د تالک په کانونو کې کارکونکو ته ورکول کېږي ډېره کمه ده.

سیمه ییز چارواکي هم په دې پوهېږي چې د خوندیتوب په برخه کې ستونزې شته .

د ولایتی دفتر د کار او ټولنیزو چارو مسؤل حکیم شاه شیرزاد  (آی، ډبلیو، پی آر) ته وویل ((ما د شخصي کمپنیو له مشرانو او اجراییوي ریسانو سره په کتنو او ملاقاتونو کې له هغوی څخه غوښتي  ترڅو د خپلو کارکونکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.))

هغه وویل چې د ځینو پیښو په اړه چې له امله یې کارکونکي وژل شوی او یا په کلکه ټپي شوي دي‌ معلومات  لري خو کره شمېر ته یې لاسرسی نه لري.‌

هغه زیاته کړه  د افغانستان د کار قانون د ۳۱ مې مادې پر بنسټ دا دکار د خاوند او د شرکتونو د ریسانو دنده ده چې د کارکونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو هغوی وکولای شي چې خپل کار په خوندي توګه ترسره کړي.

دغه راز هغه زیاته کړه  چې د خصوصي سکتور د کارکونکو لپاره د تقاعد د سیسم جوړولو باندې کار روان دی چې د کارکونکو د حقوقو د لا خوندیتوب په برخه کې به ورسره مرسته وکړي.

د کانونو د سمیه ییزې ادارې چارواکي وايي چې هڅه یې کړېده ترڅو ځان ډاده کړي هغه کارکونکي چې په کانونو کې د کار لپاره په دندو ګمارل کېږي، د کار لپاره مناسبه وړتیا ولري.‌

د ننګرهار ولایت د کانونو ریس نصرت الله اکبري  (آی، ډبلیو، پی آر) ته وویل (( موږ په رسمی توګه شرکتونو ته ویلي دي‌ چې کم عمره کسان او هغه کسان چې عمر یې ډیر لوړ وي‌ په دندو و نه ګماري‌ترڅو د پېښو له رامنځته کېدو مخنیوی وشي.))

له بل لوري، د ننګرهار ولایت د تالک د کانونو مسؤلین دا ردوي چې ګواکی له کارکونکو سره یې بد چلند کړی دی او یا دا چې د هغو قربانیانو له کورنیو سره چې د کار په سیمه کې د پیښې له کبله ټپي او یا مړه شوي وي، مرسته نه کوي.‌

سید وهاب خوګیاڼۍ د حبیب شهاب د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ریس، چې د ننګرهار ولایت د شیخ مصري په صنعتي پارک کې موقعیت لري.وویل ((تر اوسه زما دوه کارکونکي‌ په شرکت کې د پېښو له امله معلول شوي دي او ما یې د بشپړې درملنې مصرف پر غاړه اخیستی دی او وروسته له هغه مې هم له هغوی سره مرسته کړې ده.))

خوګیاني زیاته کړله چې هغه خپلو کارکونکو ته د خوندیتوب ټول وسایل چمتو کړي دي خو هغو کله نا کله له یادو وسایلو څخه ګټه نه پورته کوي.‌

د ننګرهار ولایت د تالک سوداګرو د ټولنې ریس ولی محمد خوګیاني وویل:‌ ”زه په خپله دغه شان پېښې څېړم. کله چې کوم کس د کار پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي د کان پر خاوند سربېره زموږ ټولنه هم د هغوي له کورنیو سره مرسته کوي. موږ د هغه د جنازې د مراسمو مصرف په غاړه اخلو او تر څنګ یې د هغوی له کورنیو سره تل پاتې مرستې کوو.“