"د افغانستان د بمباريو له قربانيانو سره بېړنۍ مرسته "غلا شوې

.له پلټنو داسې معلوميږي چې د زياتې اندازې طبي درملو او توکو مخه گرځول شوې او په ناقانونه توگه پلورل شوي دي

"د افغانستان د بمباريو له قربانيانو سره بېړنۍ مرسته "غلا شوې

.له پلټنو داسې معلوميږي چې د زياتې اندازې طبي درملو او توکو مخه گرځول شوې او په ناقانونه توگه پلورل شوي دي

The Azra clinic has remained in poor shape since it was wrecked in a bomb attack in July 2011. (Photo: Abdul Maqsud Azizi)
The Azra clinic has remained in poor shape since it was wrecked in a bomb attack in July 2011. (Photo: Abdul Maqsud Azizi)
The clinic is located in Logar province, south of Kabul. (Photo: Abdul Maqsud Azizi)
The clinic is located in Logar province, south of Kabul. (Photo: Abdul Maqsud Azizi)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عبدالمقصود عزيزي ليکنه 

بمباري په افغانستان کې تر دې کچې يوه عادي خبره ده چې په اړه يې ډېر کم خبر ورکول کيږي او د مياشتو او کلونو په تېرېدو انساني ارزښت راټيټوي.

هغه مهال چې د ٢٠١١ کال د جولای په مياشت کې د کابل سويل ته د لوگر ولايت په يوه کلينيک کې بمي چاودنه وشوه، دېرش تنه يې پرځای ووژل او لس تنه نور د سختو ټپونو له امله وروسته مړه شول.

د عامې روغتيا ولايتي رياست يوه اندازه طبي مرستې د ټپيانو د درملنې لپاره هغه کلينيک ته ولېږلې. دا بيړنۍ مرستې لا تر اوسه هلته نه دي رسېدلي. د يوه ځايي سياستوال په اند ددې کار له امله له بريد څخه په راوروسته اوونيو کې لږ ترلږه لس تنه ټپيان مړه شول.  

د حقيقت موندلو يوه پارلماني پلاوي د ناسمو کړنو ځينې لاسوندي ترلاسه کړل، خو بيا هم چا ته پته ونه لگېده چې ورک شوي طبي توکي چېرته لاړل. په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د ډلې له خوا په يوې پنځه مياشتنۍ پلټنې کې اوس څرگنده شوې چې نوموړي طبي توکي غلا شوي او په آزاد بازار کې پلورل شوي دي.  

لاسوندي د لوگر د ولايتي شورا مشر، ډاکټر عبدالولي وکيل ته گوته نيسي، خو هغه په دې اړه ټولې ادعاگانې ردوي.

د ٢٠١١ کال د جولای د مياشتې د پنځمې نېتې د سهار په لس نيمو بجو يو موټر چلوونکي له چاوديدونکو توکو څخه خپله ډکه لارۍ د ازرې ولسوالۍ د کلينيک له دروازې بهر وچوله. چاودنې يو پوړيزه ودانۍ ړنگه کړه، دېرش تنه يې ځای په ځای ووژل او ٥٥ تنه نور يې ټپيان کړل.

د گل مينې په نامه د ازرې د ولسوالۍ د جاني خېلو د کلي يوه کونډه ښځه له خپل ١٤ کلن زوی احمد سره کلينيک ته راغلې وه. هغه ډاکټر ته منتظره وه، چې چاودنه وشوه.

هغې وويل: "دهليز له ناروغانو او ورسره راغلو خلکو ډک و، چې يو غټ غږ ځمکه ولړزوله. تيارې او لوگي زما سترگې راپټې کړې. څه مې نه اورېدل. نوره پوهه نشوم چې څه وشول."

کله چې گل مينه په سد شوه، نو ويې ليدل چې سخته ټپي شوې ده.

هغې وويل: "احساس مې کاوه چې په ښي اوږه او کيڼې پښې مې اور بل دی. ... غوښتل مې لاس مې پورته کړم، خو ومې ليدل چې يو لاس او پښه مې نشته."

گل مېنې خپل زوی ته غږ کړ، خو ورته وويل شول چې هغه مړ شوی دی.

د سلو زرو ډالرو په ارزښت بار طبي توکي له بريد دمخه د اکبرخېلو کلينيک ته په لاره وو. [له بريد وروسته] سپارښتنه وشوه، څومره ژر چې کيږي،  نوموړي طبي توکي د ټپيانو د درملنې لپاره کلينيک ته ورسول شي. 

د لوگر ولايت د عامې روغتيا رئيس، دکتور ظريف نايب خېل آی ډبليو پي آر ته وويل، له چاودنې څو ساعته وروسته هغه په څلورو لاريو کې طبي توکي بار کړل او پلان يې جوړ کړ چې له لاريو سره دې د ولايتي شورا د مشر، عبدالولی وکيل، د افغانستان لپاره د طبي کورسونو د فرانسوي ناحکومتي موسسې د رئيس، فقيرمحمد خالقيار په گډون، لس تنه ډاکټران او څلور تنه خبريالان لاړ شي.   

نايب خېل وويل پخوا به د طالبانو د بريدونو د مخنيوي په خاطر ازرې ته د قومي مشرانو په مرسته د ځمکې له لارې درمل استول کېدل. دا پلا يې وغوښتل دا درمل د هوا له لارې ولېږدول شي، ترڅو په بېړنۍ توگه ټپيانو ته ورسيږي.  

هغه وويل: "موږ څرخي الوتکې په پام کې ونيولې."

د نايب خېل د وينا له مخې نوموړي طبي توکي لومړی په پل علم کې د افغان ملي اردو مرکز ته وليږدول شول، ترڅو يې نوي کيلومتره وړاندې د ازرې پرتې ولسوالۍ ته چټک ورسوي. د نوموړي غونډ قوماندان، جنرال عبدالرزاق د مرستې ژمنه وکړه.

خو درمل او توکي هغه ځای ته ونه رسېدل. نايب خېل څو ليکونه واستول او له نوموړي قوماندان څخه يې د لامل پوښتنه وکړه.

جنرال عبدالرزاق آی ډبليو پي آر ته وويل، ما ورته وليکل چې د هغه سرتېرو ونه کړای شول طبي مواد انتقال کړي. هغه يې پل علم ته درې کيلومتره څېرمه د متحده ايالتونو مرکز، شنک ته واستول، چې د څرخي الوتکو په واسطه يې ورسوي.

عبدالرزاق آی ډبليو پي آر ته وويل: "ما مې خپل مسؤوليت سرته ورساوه او ټول درمل مې امريکايانو ته وسپارل."

يوه مياشت وروسته بيا هم درمل ورک وو. نايب خېل په مرکز کې د عامې روغتيا وزارت ته لاړ. د عامې روغتيا وزارت موضوع د پلټنې لپاره په پارلمان کې د طبي چارو کمېټې ته واستوله. 

نوموړې کمېټې د لوگر ولايت د درېو تنو پارلماني وکيلانو، علي محمد، محمد اکبر ستانکزی او صاحب خان او د ولايتي شورا د دوو تنو استازو په گډون يو پارلماني پلاوی سيمې ته واستاوه، چې د طبي توکو د څرنگوالي په اړه پلټنه وکړي. 

ستانکزي آی ډبليو پي آر ته وويل، د پلاوي له پوښتنو گروېگنو داسې ښکارېده چې د متحده ايالتونو مرکز نوموړي توکي عبدالولی وکيل ته سپارلي وو. وکيل ورته ويلي وو چې هغه يو منختب استازی دی او د موټرو سمبال ترانسپورت لري.

پارلماني پلاوي ته پته ولګېده چې وکيل د طبي توکو له تسليمېدو وروسته هغه په پل علم کې د درملتون پر څښتنانو وپلورل.

د پلاوي بل غړي، صاحب خان وويل، د ملي امنيت ولايتي څانگې هم د دې خبرې پخلی کړي.

آی ډبليو پي آر په لوگر کې له ملي امنيت رياست سره څو ځلې اړيکې ونيولي، خو چارواکو له موضوع سره په تړاو له څه ويلو ډډه وکړه. 

د لوگر و لايتي شورا مرستيال، غلام يحی احمدزي وويل، د طبي توکو او وسايلو د نشتوالي له امله له ځانمرگي بريد وروسته لس تنه مړه شول.

د دره منگل د کلي اوسيدونکي، عبد الرحمن وويل، د هغه ورور عبدالله د هغوی له ډلې څخه يو و.

هغه وويل: "ځانمرگي بريدکوونکي زما ورور نه دی وژلی. زما ورور د درملو د نشتوالي له امله مړ شو."

د هغه ورور ٢٢ کيلومتره وړاندې خپل کلي څخه د اکبرخېلو کلينيک ته په خره راغلی و، چې د ملاريا د ناروغۍ لپاره درمل واخلي. هغه په چاودنې کې ښکېل شو، پر سر يې ټپونه وخوړل، خو درملو يې سر ونه نيو.

عبد الرحمن وويل، کنډوالې شوي کلينيک ته يې پنځه ورځې راوست، چې وينه يې ودريږي، خو هلته د درملنې لپاره هيڅ شی نه و. 

نوموړي وروسته له خپل يوه ملگري څخه لس زره پاکستانۍ روپۍ په پور واخيستې او ورور يې په يوه پيک آپ موټر کې د درملنې لپاره د جلال باد په لور روان کړ. څلوېښت کيلومتره وړاندې عبدالرحمن وليدل چې ورور يې سا نه کاږي.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "يوه ورځ به د خپل ورور د مړينې غچ واخلم."

درمل په بازار کې وپلورل شول

بختيارگل اشرف زي، چې د چاودنې پرمهال د ازرې د ولسوالۍ د پوليسو مشر و، وويل، هغه او څه باندې شلو تنو قومي مشرانو له ولسوال او والي څخه غوښتنه وکړه چې د اکبرخېلو کلينيک ته درمل راواستوي.

اشرف زي وويل: "په پای کې موږ ته پته ولگېده چې زموږ درمل زموږ استازي، ډاکټر وکيل غلا کړي و."

آی ډبليو پي آر دوه مياشتې تېرې کړې او هڅه يې وکړه چې د طبي توکو د خرڅلاو پته معلومه کړي. دا څه اسانه کار نه و چې خلک وگړول شي. ځکه د حکومتي شتنمۍ پټول يا غلا کول لوی جرم دی او تر لسو کلونو پورې د بند سزا ورکول کيږي. 

د پل علم د بازار په درمل پلورنځيو کې د نامه د نه ښودلو په شرط يو سوداگر وويل، د ٢٠١١ کال د جولای په مياشت کې هغه له يوې دولتي سرچينې څخه د درې زرو ډالرو په وړاندې اته کارتنه درمل وپېرودل. وروسته هغه همدا  درمل په شپږو زرو ډالرو وپلورل.  

سوداگر آی ډبليو پي آر ته د بنداژونو، د جراحۍ د دستکشو، د رگ د پېچکارۍ، وسايلو، انتي بيوتيکو، درد وژونکواو د اولاد د زېږونې د درملو په گډون د پېرودل شوو درملو اوږد لست ورکړ.

يو بل سوداگر آی ډبليو پي آر ته وويل، چې څنگه يې د ٢٠١١ کال په جولای کې شپږ کارتنه درمل له يو ناپېژاند سړي څخه په ٢٢٢٠ ډالرو وپېرودل او وروسته يې د هغې په پلورلو کې ١٢٠٠ ډالره گټه وکړه.

نوموړي سړي وويل، هغه داسې وانگېرله، گوندې دا توکي، چې په دومره ټيټه بيه پلورل کيږي، له يوې ناحکومتي موسسې څخه غلا شوي دي. له هغه وپوښتل شول، نو ولې دې له هغې سره سره بيا هم وپېرودل؟ ويې ويل: "هټيوال خپلې گټې ته گوري، نه د قانون پاڼې ته."

آی ډبليو پي آر د هغو وسايلو او درملو لست وموند چې د اکبرخېلو کلينيک ته استول شوي وو. د هغو ١٤ کارتنونو لست ته په کتنه، چې دوو سوداگرو پېرودلي وو، اويا قلمه يې له هغوی سره يو خېل وو.

د ستانکزي په وينا د پارلمان روغتيايي کمېټې د افغانستان لويې څارنوالۍ ته يو ليک لېږلی او د ولايتي شورا د مشرداکترعبدالولی وکیلد بندي کېدو او تر محاکمې لاندې د نيول کېدو غوښتنه يې ترې کړې ده.

آی ډبليو پي آر ته د نوموړي ليک، يو نقل په لاس ورغلی چې  د٢٠١١ کال د اکتوبر د مياشتې په پنځمې نېټې پورې اړوند دی.

سره له دې هم تر اوسه کوم اجراات سرته نه دي رسيدلي. ستانکزي ته دا د منلو وړ نه ده، خو وايي، هغه باوري دی، چې "حکومتي زورور افراد په دې اړه د ډاکټر وکيل ننگه کوي."

وکيل، چې يو زده کړی طبيب (ډاکټر) دی، د څلورو کلونو راهيسې د لوگر د ولايتي شورا مشر دی. آی ډبليو پي آر وکړای شول، چې له ډاکټر وکيل سر د هغه په دفتر کې مرکه وکړي. يو څو پوښتنو ته له ځواب ويلو وروسته هغه تينگار وکړ چې خبريال دې لاړ شي.  

هغه په ټينگه انکار وکړ چې د څلورو لاريو درملو په ورکېدو کې هيڅ لاس نه لري. هغه وويل که کوم لاسوندي موجود وي، وړاندې دې شي، که نه دا هرڅه ناسم دي.

نوموړي زياته کړه: "ته وايي چې درمل ورک شوي، خو زه وايم نه دي ورک شوي. درمل ازرې ته وليږدول شول.... د [پوليسو] قوماندان بختيار گل [اشرفزی] له دې موضوع څخه هم خبر دی."

د آی ډبليو پي آر خبريال ورته وويل، د عامي روغتيا ولايتي رئيس، د پوليسو مشر، اشرفزی، ملي امنيت، قومي مشرانو او نورو د ډاکټر وکيل نوم ياد کړی دی.

په ځواب کې ډاکټر وکيل په غوسه شو او ويې ويل، "ما ته توپير نه کوي چې څوک رښتيا وايي او څوک درواغ. دا ټولو تورونه دي. همدومره. نور نه غواړم خبرې وکړم. ځه!"

له هغه نه وپوښتل شول چې سوداگرو څنگه دا درمل لاسته راوړل او ويې وپلورل، وکيل بيا خبريال ته وويل چې ولاړ شي.

هغه وويل: "ما درمل نه دي پلورلي. ځه، که نه نو، خبره خرابيږي."

عبدالمقصود عزيزي په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر روزل شوی خبريال دی.

دا رپوټ د ارزگان او ننگرهار په پروژه کې د آی ډبليو پي آر د افغان انتقادي ژورناليزم د يوې برخې په توگه خپور شو.  

Afghanistan
Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists