ديني عالمانو رسنۍ وغندلې

په هرات کې ملايان ادعا کوي يو شمېر رسنۍ تر ځانمرگو بمونو زيات زيان رسوي

ديني عالمانو رسنۍ وغندلې

په هرات کې ملايان ادعا کوي يو شمېر رسنۍ تر ځانمرگو بمونو زيات زيان رسوي

په هرات کى دازاد خبريال مصطفى الکوزى ليکنه

د افغانستان په لويديځ کې مذهبي مشرانو حکومت ته گوته څنډلې، که چېرته رسنۍ غيراسلامي خپرونو ته دوام ورکړي، نو هغوی به د ترهگريزو بريدونو په ډاگه غندنه ونه کړي. 

د افغانستان په لويديځ کې يو ملا او دعالمانو د شورا وياند، فاروق حسيني دعوه وکړه چې ځانمرگي بريدونه په هېواد کې د ځينو رسنيو د خپرونو په پرتله لږ زيان لري.

نوموړي د ځانمرگو بريدونو د غندلو په موخه په رابللې شوې غونډه کې، چې د اکتوبر په مياشت کې يې له امله د لوگر والي، ارسلا جمال وژل شوی و، وويل: "ځانمرگي بريد کوونکي د خلکو ژوند اخلي، خو د يو شمېر رسنيو خپرونې د افغانانو عقيده او ايمان خرابوي."

د ديني عالمانو په اند په ناسمو خپرونو کې موسيقي او فلمونه شامل دي چې ښځينه پکې په غير اخلاقي ډول نندارې وړاندې کوي . ملايانو دې  حقيقت ته هم گوته ونيوه چې ډرامې او سياسي پروگرامونه د ديني پروگرامونو د خپرونو په پرتله خورا زيات خپريږي.

د رسنيو کارکوونکو وويل، د حسيني وينا نېغ په نېغه د ژورنالستانو او د بيان د ازادۍ پر وړاندې يو گواښ دی.

افغاني رسنيو هغه مهال په غوړېدا پيل وکړ چې په ٢٠٠١ کال د متحده ايالتونو پر مشرۍ يرغل طالبان رانسکور کړل. له هغې وروسته شاوخوا ٥٠ تلويزيوني کانالونه،١٨٠ راديوي ستيشنونه او په سلگونه چاپي خپرونې په هېواد کې فعاليت کوي. 

ژورنالستان لا تر اوسه له زياتو خطرونو سره مخامخ دي او د بيان د ازادۍ مبارزه د حکومت، ځايي زورواکو او ياغيانو له  فشار سره سره پر مخ روانه ده. 

په هرات کې د فاروق فيضي په نامه يوه خبريال وويل: "د ځانمرگو بريدونو په پرتله، چې بېگناه خلک وژني، د تلويزيوني پروگرام د زيات خطرناک بللو خبرې زه وبگنولم. له دې خبرو څخه به هغه خلک ډېره گټه واخلي چې پر ژورنالستانو او رسنيو بريدونه کوي. يو شمېر حکومتي چارواکي، ياغيان او سياسي گوندونه به د دې وينا پر بنسټ رسنۍ له پامه وغورځوي."

د افغان ژورنالستانو د ملاتړ د مرکز مشر، خليل اميري وويل، د حسيني وينا ځانمرگو بريدونو ته مشروط جواز ورکوي او ناسمې کارونې ته يې لار هواروي.

هغه وويل: "که عالمان دا راز دريځ ونيسي، نو د خلکو په وړاندې به خپل اعتبار او باور له لاسه ورکړي."

د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې "نی"مشر، وحيدالله توحيدي وويل، دا گواښ د اسلامي اساسي لارښوونو مخالف دی.

هغه وويل: "خدای (ج) وايي، له کفر او شرک وروسته تر ټولو لويه گناه د يو شخص وژل دي. څنگه يو څوک د يو چا وژنه، په اصطلاح د غيراخلاقي تلويزيونې پروگرامونو له خپرونو سره مساوي بللای شي؟  دا قضاوت د اسلام له عدالت او انصاف څخه ډېر لرې دی."

توحيدي زياته کړه، عالمان ښايي خپل فکر ډېرو مهمو موضوعگانو ته واړوي. وايي: "د دا راز ويناوو کول به د ژورنالستانو او رسنيو په وړاندې د سخت دريځو ډلو هڅې لا پسې گړندۍ کړي او ښايي د ژزرنالستانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي."

توحيدي زياته کړه: "موږ دا منو چې ځينې تلويزوني پروگرامونه د اسلامي او افغاني ارزښتونو ضد خپرونې کوي، خو هيڅکله هم ناسمې خپرونې له ځانمرگو بريدونو او بمي چاودنو سره نشو پرتله کولای."

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، آريا رؤفيان وويل، د هغه ادارې يوه ستراتيژي جوړه کړې چې رسنۍ څاري او هغه تلويزوني پروگرامونه سموي چې نامناسب او ناسم گڼل کيږي.

يو شمېر ژورنالستان شک کوي چې د حسيني تبصرې د هغه پراخ کمپاين يوه برخه بلل کيږي چې آزادې رسنۍ په ٢٠١٤ کال کې د ناتو پوځونو له وتلو دمخه نيمگړې پريږدي.  

په هرات کې د عصر تلويزيوني کانال خبريال، عبدالوهاب صديقي وويل: "د حسيني له خبرو څرگنده شوه چې ځينې معلومې ډلې د بيان ازادي نشي زغملای. د دې ډلو يو شمېر يې هڅه کوي دا ازادي له ٢٠١٤ څخه کال څخه دمخه ختمه کړي. دا افراد او ډلې د رسنيو او دموکراسۍ په وړاندې د خلکو د ذهنونو د اړولو لپاره دين او مذهب کاروي."

دا نظر په هرات کې د مدني ټولنې يوه ماهر، عليجان فصيحي هم تايييد کړ او ويې ويل هغه داتمه درلوده چې  نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په رسنيو پسې دا راز تبليغات پيل شي. 

هغه وويل: "ځينې افراد هڅه کوي، د بيان ازادي محدوده کړي چې د تېرو څو کلونو راهيسې يې لاسته راوړې ده، خو بريالي به نشي."

له دې ډاگيزې نيوکې سره سره بيا هم حسيني پښېمان نه بريښي.

هغه وويل: "په افغانستان کې د يو شمېر رسنيو چال چلن وسله والو مخالفو ډلو ته دا فرصت ورکوي چې ځانمرگي بريدونه سرته ورسوي او هغه توجيه کړي. په حقيقت کې همدا رسنۍ دي چې ځانمرگي بريدونو ته لاره هواروي."

د هرات يو شمېر اوسيدونکو له آی ډبليو پي آر سره په مرکه کې وويل، د رسنيو ارزښت په عمومي ډول د ستاينې وړ دی.  

د صفيې په نامه د يوه خصوصي ښوونځي ښوونکې وويل: "زه له يو شمېر [تلويزيوني] پروگرامونو سره موافقه نه يم، خو د رسنيو پر اغېزمنتوب سترگې نشم پټولای. نارينه او ښځو دواړو د رسنيو له لارو د ښځو د حقونو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي. پخوا نارينه گانو د ښځو د حقونو په اړه زيات معلومات نه درلودل، خو اوس رسنۍ هغوی ته معلومات ورکوي، ښځې کولای شي له کورونو څخه ووځي، کار وکړي او له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي."

د هرات ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسيدونکي، عبدالظاهر وويل، هغه په ځانگړي ډول د سياست په گډون ډېر څه زده کړي دي.

هغه وويل: "ما او زما کورنۍ له رسنيو څخه ډېر شيان زده کړي دي. يو ځانمرگی بريد کوونکی ماته مرگ راکوي."

مصطفی الکوزی په هرات کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.


Afghanistan
Media
Frontline Updates
Support local journalists