حاجي محمد محقق: په ظلم او وحشت تورن هزاره مشر

حاجي محمد محق يومشهور سياستوال دى، خو زياتو هلو ځلو ته اړتيا لري، چې د خپلو تنظيمي جګړو مخينه د خلکو له ياده وباسي.

حاجي محمد محقق: په ظلم او وحشت تورن هزاره مشر

حاجي محمد محق يومشهور سياستوال دى، خو زياتو هلو ځلو ته اړتيا لري، چې د خپلو تنظيمي جګړو مخينه د خلکو له ياده وباسي.

په دې وروستيو کې له غبرګولي څخه د وږي / تلې مياشتې ته د ټول ټاکنود ځنډولو له اعلان سره سره، د ولسمشرۍ د سياست ډګر په تودېدو دى. لږ تر لږه يو نفر ځان ددغه څوکۍ د نيولو لپاره نومولى دى او نور مينه وال تابيا نيسي، چې ځانونه په کتا رکې ودروي.


حاجي محمد محقق، د هزاره ګانو يو وتلي قوماندان، چې تردې وروستيو پورې يي د حامدکرزي په کابينه کې د پلان د وزير په توګه دنده سرته رسوله، څرګنده کړې، چې په ټول ټاکنو کې ځان د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره نوموي.


محقق لوړه کړې، چې د هغه ژوند ته له ګواښونو سره سره به په ملي کچه خپل کمپاين غښتلى کړي.


محقق يو مشهور قوماندان دى، ٤٧ کاله عمرلري او د ٩٠ کلونو په وروستيو کې يي د طالبانو په وړاندې مقاومت کې برخه اخيستې. هغه د لږ ه کيو هزاره ګانو پورې د اړوندې ډلې، حزب وحدت، نامتو مشر دى، چې زياتره په مرکزي افغانستان کې استوګن دي او د نورو افغانانو په عکس شيعه مسلمانان دي.


که محقق غواړي له خپلو قومي پلويانو پرته د نورو رايه اچوونکو ملاتړ تر لاسه کړي، نو لازمه برېښي، تر هر څه وړاندې له هغو تورنو ځان سپين کړي، چې د نوي يمو کلونو په لومړۍ نيمايي کې د حزب وحدت د وتلي قوماندان په توګه د بېلا بېلو ډلو تر منځ په جګړو او د هغه ترقوماندې لاندې د ډلوپه لاس د اسيرانو د وحشيانه وژنود تورونو په ګډون، په هغه لګېدلي دي.


په کابل کې د "فردا" خپرېدونکې اوونيزې په دې وروستيو وختو کې يو کارتون کښلى او په کې محقق د خلکو يوې ډلې ته د وينا په حال کې ښودل شوى، چې وايي، که چېرته هغه ولسمشر وټاکل شو، نو هېواد ته به نه يوازې دموکراسي راولي، بلکې "د مړيو نڅا" او "په سرونو کې د ميخونو د ټک وهلو" په څېر عملونه به هم بېرته راژوندي کړي. دا کارتون هغه پېرخلکو ته ورپه زړه کوي، چې د غليم د سرتېرو سرونه به له غاړې پرې کېدل، تر هغه چې د هغوى بې سره بدنونو به په ولاړه "مړيو نڅا" ټوپونه وهل. او يا به د مخالفينو په سرونو کې ميخونه ټک وهل کېدل.


سره له دې چې نورو ډلو، لکه جمعيت اسلامي او د جنرال عبدالرشيد دوستم ځواکونو په پلازمينې، کابل، کې د کورنۍ جګړې پر مهال د ظلم او وحشت يوه تياره دوره تېره کړې ده، خو دا دواړه جزاګانې د حزب وحدت د ګوند نوښتونه وو.


محقق وايي، چې دا کارتون هزاره ګانو ته سپکاوى دى او د هغه په توکم پورې د کرکې د راپارونې يوه بېلګه ده. هغه په دې عملونو کې ځان ککړ نه بولي او وايي: "دا د ټولو هزاره ګانو په خلاف ده. ما ته يي يوازې د يو سمبول په توګه ګوته نيولې ده."


محقق تېره مياشت د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وويل، هغه په دريمې کارتې کې د ١٩٩٢ او ١٩٩٦ کلونو تر منځ د زرګونو کسانو د وژلو مسووليت په غاړه نه لري. هغه په داسې مهال کې انکار کوي، چې په دريمې کارتې کې د حزب وحدت د تنظيم د قوماندانۍ پرمهال يو مستند ويدويي فلم جوړ او خپور شوى دى.


محقق وايي: "سړى کولاى شي، څوک د يو چا عکس واخلي او هغسې يي چې زړه وغواړي ويي ښيي." هغه زياتوي، چې د هغه وژنو پر مهال هغه په کابل کې نه و. نوموړى وايي: "زه قوماندان نه وم او اصلا په کابل کې نه وم. زه هغه مهال په مزار شريف کې وم."


محقق دا مني، چې په زرګونو تنه شخصي جنګي مليشا لري، خو وايي، چې د هغه تر لاس لاندې زياتره سرتېري اوس د ملي اردو يوه برخه ده.


محقق د بلخ ولايت د چارکنت د ولسوالۍ په يوې بزګرې کورنۍ کې زېږېدلى او په مزار شريف کې يي په يوې دينې مدرسې کې زده کړه کړې ده.


محقق په ١٩٧٨ کا ل کې د کمونيست رژيم په وړاندې له مجاهدينو سره يو ځاى شو او د مرکزي افغانستان په پرتله، په خپل کورني ولايت بلخ، کې د هزاره ګانو يوه وتلې څېره شوه. وروسته د حزب وحدت د مشرتابه په کتار کې ودرېد، چې د هزاره ګانو د ډلو د يو کولود هڅو په پايله کې په اتيايمو کلونوکې رامنځته شو.


کله چې مجاهدينو په ١٩٩٢ کال کې کابل ونيو، دې ډلې ډېر ژر خپل لورى واړاو او محقق په بېلا بېلو ائيتلافونو کې واوښت راواوښت، زياتره به د جنرال دوستم له ډلې سره يوځاى کېده. دا ډله زياتره له ازبکانو څخه جوړه ده.


محقق د برهان الدين رباني په حکومت کې د کورنيو چارو د وزير په توګه کا ر وکړ، چې طالبانو په لاس کې تر لوېدلو پورې يي دافغانستان شما لي نيمايي برخه تر کنترول لاندې وه. هغه په ١٩٩٦ کال کې د کابل له سقوط وروسته په مزار شريف کې پاتې شو، تر هغه چې هغه هم طالبانو ونيو. له هغې وروسته يي د بلخاب او دره صوف له غرنيو سيموڅخه په طالبانوبريدونه کول.


محقق ته، د ٢٠٠١ کال د دسمبر د مياشتې د بن د غونډې په جوړې شوې کابينې کې، د پلان وزارت ورکړ شو. هغه ادعا وکړه، چې له کاره د هغه ليرې کول غير قانوني دي او لا تراوسه ځان د پلان برحال وزير بولي. هغه وايي چې ملګري ملتونه او متحده ايالتونه دې په کرزي زور واچوي، چې د پلان د وزارت څوکۍ بېرته ورکړي. په مزار شريف کې څه ناڅه دوو زرو تنو مظاهره کړې وه او له حکومت څخه يې غوښنه کړې وه، چې هغه ته بېرته د وزارت څوکۍ ورکړي.


محقق وايي، چې ولسمشرۍته د ځان د نومولو راوروسته ورته تر اوسه درې ځلې د مرګ ګواښونه شوي دي.


محقق ددې پوښتنې په وړاندې، چې آيا د هغه په اند به د ولسمشرۍ لپاره ټول ټاکنې عادلانه وي، وويل، ددې لپاره چې کانديدانو ته يو شان موقع چمتو شوي وي، نو ملګري ملتونه بايد د ټول ټاکنو د بهير څارنه وکړي. هغه همدا راز د ټول ټاکنو لپاره د نومونو دليکنو غړند والي ته ګوته ونيوه او ويي ويل، چې په هېواد کې لا امنيتي اندېښنې پرځاىپاتې دي.


محقق په کرزي باندې د کمزورې ادارې او پر خپلووزيرانو باندې د بشپړ کنترول د نه لرلو پړه واچوله. هغه همدا شان ولسمشر تورن کړ، چې په سرحدي او په جنوب کې د استوګنو پښتنو په سيمو کې د نيشه يي توکو د کرکيلې او ليږد راليږد په مخنيوي کې پاتې راغلى دى.


هغه ژمنه وکړه، چې که وټاکل شو، نو د نيشه يي توکو د قاچاق په وړاندې به مبارزه وکړي، د ملي باور احساس به راژوندى کړي او د بېلا بېلو ډلو ټپلو تر منځ به جګړوته د پاى ټکى کېږدي.


سره له دې چې محقق ته زياته لاره په مخ کې پرته ده، خو ځينې کتونکي شک لري، چې ګوندې هغه دې وکړاى شي، د ټاکنو لپاره خلک د ځان په شاخوا راټول کړي.


د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي پوهاند او د اساسي قانون د کميسون پخوانى غړى، محمد موسى معروفي وايي، زياتره خلک د محقق خونړى مخينه نه شي هيرولاى. معروفي وايي، چې محقق به ونه شي کړاى د ټولو هزاره ګانوملاتړ تر لاسه کړي. هغه وايي: "د هغه ملاتړي لږه کيان دي او ... په قومونو ويشل شوي دي."


د مهر د کلتوري ټولنې مشر او د اساسي قانون دتصويب په لويي جرګې کې استازى، سيد نورالله رحمتي په دې اند دى، چې د محقق لپاره د کرزي د ماتولو يوازينۍ لاره د نړيوالې ټولنې د ملاتړ تر لاسه کول دي.


د محقق وياند، دکتور حسين ياسا وايي، چې د ولسمشرۍ يو لوى او پراخ کمپاين به پلى کړي. هغه وويل: "موږ په پام کې لرو، چې په کليو، بانډو او لارو کوڅو کې له نورو قومونو سره غونډې وکړو او اتو ولايتونو ته استازي واستوو."


محقق له خپل لوري دې هڅو ته دوام ورکوي، چې په جنګي جنايتونوکې له ښکېلتيا ځان پاک کړي او په دې ټينګا رکوي، چې د ټاکنو لپاره وړتيا لري.


هغه وايي: "موږ ټول مسلمانان يو او له مسلمان مور او پلار څخه زېږېدلي يو." نوموړى زياتوي: " تر اوسه کومې محکمې په ما تور نه دى لګولاى."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists