Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

جهادي ډلو د اساسي قانون مهم ټکي د ځان کړل

د دانش کړوخېل ليکنه
By Danish Karokhel

د يو استازي په وينا، چې په غونډو کې يي د جهادې ډلو استازيتوب کاو، وويل، هغوې همدارنګه په اوسنۍ ليکل شوې مسوده کې د ولسمشر دواکونو په راکمولو او د يوې داسې شورى په جوړولوله ولسمشر حامد کرزي سره روغې جوړې ته رسيدلي، چې د اساسي قانون پلي کېدل به څاري او د هغې د موادو تعبير او تفسير به کوي. ځينې دا بدلونونه په ٣٨ کسيزه جرګه ګۍ کې د زياترو غړيو له خوا منل شوي، چې د جرګه ګيو مشران، منشيان او د لويي جرګي ټاکل شوى مشرتابه هم په کې ګډون لري.


په موادو کې بدلونونه آى ډبليو پي آر ته د لويي جرګې د مرستيال ميرويس ياسيني، د اتحاد اسلامي غړى او دتفاهم کمېټې ته د لويي جرګې د استازي انجينر احمد شاه احمد زي، او د اساسي قانون د تسويد دکميسون دوه څارونکو، شکريي بارکزۍ او پروين مهمند له خوا تشريح شول.


په ٥٠٢ کسيزه لويه جرګه کې د جهادي مشرانو او د هغوى د سياسي متحدينو زيات شمېر ګډون، به دې بدلونونو ته د دلويي جرګي په عمومي غونډه کې د تصويب ښه چانس ورکړي، چې سبا ماسپښين جوړيږي.


دتفاهم کمېټه به د شنبې په سهار غونډه وکړي، چې د روغې جوړې په موضوعګانو له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړي


د ډېرو مهمو بدلونونو په جمله کې وړانديز شوى بدلون په دريمه ماده کې شوى دى، چې اوسنى بڼه يي ده: "هيڅ قانون نه شي کولاى د اسلام له دين او ددې اساسي قانون له ارزښتونوسره په توپير کې رامنځته شي" دتفاهم کمېټې موافقه وکړه، د "ددې اساسي قانون له ارزښتونو سره" عبارت له منځه وباسي، چې د بشري حقوقو په اړوند د ملګرو ملتونو له اعلاميي سره په سمون کې دى.


ځينې اندېښنه لري، چې له منځه وړل شوى عبارت به محافظه کار اسلام ته د بشر د حقوقو په پرتله وړاندېوالى ورکړي.


په دې برسېره د دويمې مادې د عبارت په بدلولو هم رايه ورکړشوه، : "د افغانستان دين د اسلام سپېڅلى دين دي." په ځاى: "د افغانستان د حکومت او د خلکو دين د اسلام سپېڅلى دين دى."


د يو شمېر زياتو استازو له خوا دښځو د حقونو په منلو د تفاهم کمېټې هم په څلورمې مادې کې زياته کړه، چې د "اتباع" کلمه په "نارينه او ښځو" اطلاق کيږي.


له کرزي سره د روغې جوړې موضوع به د شنبې په ورځ د تفاهم په کمېټه کې رابرسېره شي، د جمعيت اسلامي تنظيم غړى،صديق چکري، چې په خبرو اترو کې يي برخه درلوده، وويل، د اساسي قانون په مسودې کې، په مستقيمه توګه دخلکو له خواد ولسشمر ټاکلوځانګړې شوې موضوع به سره له دې، چې د اساسي قانون د تصويب زياتره غړي ، له ولسمشر پرته د يو پارلماني سيستم پلوي کوي، په خپل حال پاتې شي..


د چکري په وينا، چې له ولسمشر کرزي سره يي د خبرو په پلاوي کې ګډون درود، د ولسمشر له خوا د وزيرانو ټاکل به د پارلمان له لوري تر سره کيږي.


پر دې برسېره، د "عالي دېوان " په اړه به يوه نوې ماده زياتيږي، چې د پارلمان له خوا دجوړو شوو نويو قوانينو په ګډون به د اساسي قانون د پلي کولو څارنه کوي. ددې شورى غړې به د اساسي قانون له تصويب وروسته سمدلاسه د ولسمشر حامد کرزي له خوا ټاکل کيږي.


دا زياتوالى د اساسي قانون محافظه کارانه تعبير ته لاره پرانيزي، په دې شرط چې څوک ددې شورى غړيتړب ته غوره کيږي. ځيني استازې ددغه موخې لپاره ددې مادې له جوړېدو سره مخالف دي.


شکريه بارکزۍ وايي: "ټولو (جهادي) استازو دهرې مادې په پاى کې د اسلام د کلمې د ورزياتولو غوښتنه کوله. هغوى آن د آزاد بازار اقتصاد پر ځاى د "اسلامي اقتصاد" د ليکلو غوښتنه کوله."


نوموړې زياتوي چې جهادي مشرانو په اساسي قانون کې د ځانګړو حقونو غوښتنه کوله، "خو هغه امتياز، چې دوى يي غوښتنه کوله تر لاسه نه شو."


ياسيني وويل، ټوله لويه جرګه به ددې چانس ومومي، چې په بدلونونو باندې وغږيږي او تصويب يي کړي. هغه وايي: "دا ٥٠٢ تنه ددې لپاره راغلي، چې د افغانستان خلکو ته يو ښه اساسي قانون جوړ کړي. که هغوى په اساسي قانون کې بدلون غواړي، نو کولاى شي هغه بدلون راولي."


تر اختلاف لاندې په نورو ٢٢ مادو تر اوسه پورې د تفاهم کمېټې روغه نه ده کړې او په جلاډول به د ټولې جرګې رايي ته وړاندې شي. دا مادي په لاندې ډول دي:


*د ولسمشر د واکونو لست، چې ځينې استازي يي لږول غواړي،


*د پارلمان واکونه چې بايد زيات شي،


*د ولسمشر له ټاکلو سره همهال د پارلمان ټاکل، ښايي د ٢٠٠٤ کال په جون کې،


*رسمي ژبې چې اوس يوازې پښتو او دري، دي، ازبيکان غواړي، د دوى ژبه دې هم رسمي وګڼل شي،


*ملي سرود، چې په مسوده کې په پښتوژبه دى، د ځينو د وړانديز له مخې د يو نوي ملي سرود جوړول، چې په پښتو به وي، خو د افغانستان د بېلابېلو قومونو نومونه به په کې موجود وي،


*د پخواني پاچا د "د ملت د بابا" لقب او نورتشريفات، چې جهادي ډلې هم د ځينو امتيازاتو غوښتنه کوي،


*د دوه ګونو تابعيت لرونکي اشخاص د دوزيرانو په توګه نه مقررول، د اساسي قانون په مسوده کې دا موضوع يوازې د ولسمشر لپاره په پام کې نيول شوې ده،


*هغه ماده چې د شيعه ګانو ته اجازه ورکوي خپل قضايي سيستم وکاروي ، د شيعه ګانو تر منځ "د شخصي موضوعګانو په هکله" ، چې په افغانستان کې د لږه کيو په ډله کې دي. ځينې استازي ددې پلوي دي، چې يوازې د ډيره کيو "حنفي" مذهب دې وکارول شي.