توريزم په باميانو ولايت کې د پرمختگ په حال کې

په تېر کال کې د مشهورو ښکلا لرونو سيمو د ليدونکو شمزر له دوه رابره زيات شوي وو.

توريزم په باميانو ولايت کې د پرمختگ په حال کې

په تېر کال کې د مشهورو ښکلا لرونو سيمو د ليدونکو شمزر له دوه رابره زيات شوي وو.

An alcove, which used to contain a giant Buddah, lies empty in Bamiyan, Afghanistan. (Photo: John Moore/Getty Images)
An alcove, which used to contain a giant Buddah, lies empty in Bamiyan, Afghanistan. (Photo: John Moore/Getty Images)

په تاريخي ولايت، باميانو کې چارواکي وايي، د لرغونې خزانې او طبيعي پارک کورنی توريزم مخ په غوړېدو دی. سږکال تر اوسه پورې څه ناڅه ٢٥٠٠٠ تنه د باميانو ليدو ته ورغلي دي، چې د تېر کال په پرتله دوه برابره کيږي. پروسږکال څه دپاسه ١٠٠٠٠٠ تنو دغه ولايت ليدلیۍ وو. د دغه ليدونکو په ډله کې څو سوه بهرني گرځندويان هم شامل وو.  

باميان، چې يونسکو په ٢٠٠٣ کال د نړۍ د ميراثونو په ډله کې شامل کړ، ښايي لامل يې د بودا دوې لويې مجسمې وې چې په درېمې او خلورمې ميلادي پيړيو کې کيندل شوې وې او افغانستان هغه مهال د ورېښمو په څلور لارې کې واقع و.

د غارونو، سمڅو او زيارتونو په منځ کې هغوی د چنگيزخان په گډون له يو شمېر جگړو او يرغلونو څخه روغ رمټ راوتلي، خو په ٢٠٠١ کال کې له هغه وروسته ويجاړ شول چې طالبانو هغه د بتپالنې د يو سمبول گڼلو.    

ليدونکي نن هم لېوال دي چې د هغوی پاتېشوني وگوري. د دغه ولايت په نورو تاريخي ځايونو کې يو شمير ويجاړې شوې او متروکې لرغوني ودانۍ شاملي دي.  

د باميانو د ښار سويل ته د غلغلې ښار پروت دی. دغه ښار له دې امله په غلغلې مشور شوی چې په ١٤ پيړۍ کې چنگيز خان له څو مياشتو کلابندۍ وروسته پر کنډوالو بدل کړ.

د ولايت ختيځ ته د يوې غونډې دپاسه پروت شهر ضحاک دی چې مخينه يې د سامانيانو امپراتورۍ ته رسيږي. دا ښار هم چنگېز خان له خاورو سره خاورې کړ. د دغه ښار د کلا پاتېشونې د ١٩٨٠ او ١٩٩٠ په جگړو کې لا پسې ويجاړې شوې.

هغه خلک چې له ځنگلونو او طبيعي ژوند سره مينه لري، د افغانستان تر ټولو لومړنی ملي پارک بند امير ته ورځي چې د ولايتي مرکز شمال لويديځ ته څه ناڅه ٧٠ کيلومتره وړاندې پروت دی. په ٢٠١٠ کال کې ٤٠ زره هکټاره ځمکه ملي پارک ته ځانگړې شوه. په دغه پارک کې نهه جهيلونه او يخدانونه موجود دي چې آن د اوړي په گرمۍ کې ساړه وي.   

له کابل ولايت څخه د دين محمد په نامه يو ليدونکي وويل: «څنگه چې باميانو ته ورننوتم، د امنيت او ښکلو منظرو په ليدلو مې د کرارۍ احساس وکړ. د دغه سيمې اوسيدونکي کرار او سوله خوښوونکي خلک دي.» هغه وويل، په ځانگړي ډول د بودا د مجسمې د پاتېشونو ليدل په ځانگړي ډول په زړه پورې وو.

نوموړي زياته کړه: «هغه په حقيقت کې سترې ملي خزانې دي. حکومت يې بايد په ساتلو کې په پوره پام گام واخلي. دا د خواشينۍ خبره ده چې اوس دا تاريخي اثار ويجاړ گورو. طالبانو په خپل دې عمل پر ټول مدنيت گوزار کړی دی.»

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنگ رياست سرپرست، احمد حسين احمدپور وويل، په دې کال کې تر اوسه پورې د ٣٩٦ بهرنيانو په گډون  ٢٦٠ زره گرځندويان باميانو ته راعلي دي.  

هغه وويل: «دا شمېره مخ په زياتېدو ده. د کال تر پايه پورې ښايي نور ليدونکي هم راشي.» نوموړي زياته کړه، په ٢٣ زرو امريکايي ډالرو د بند امير او بودا ځايونه بېاورغاول شول.

اسانتياوې د گرځندويانو د شمېر له زياتوالي سره مرسته کوي. د بېلگې په ډول يوازې په بند امير کې لس هوټلونه جوړ شوي دي.

په بندامير کې د ستاره هوټل خاوند، جاويد ملک وويل: «په پسرلي او اوړي کې زيات شمېر کورني او بهرني گرځندويان دې پارک ته راځي. خلک له خپلو کورنيو سره د استراحت لپاره راځي، خو موږ نشو کولای ټولو خلکو ته پوره خونې چمتو کړو. زموږ کوټي دمخه نيول کيږي. د شپې له خوا زيات شمېر خلک له هوټل بهر په خيمو کې ويده کيږي.»  

له هرات څخه له خپلې کورنۍ سره راغلي محمد عارف او کورنۍ يې اړه ده بهر ويده شي.

هغه وويل: «بند امير د ساعت تيرۍ لپاره يو ډېره ښه سيمه ده، خو يو څه ستونزې شته. موږ دلته د دوو ورځو رخصتۍ لپاره راغلي يو. د شپې تېرولوستونزه لرو، ځکه د خوب لپاره کوم ځای نشته.»

هغه وويل: «هوټلونه لږې خوني لري. د ليدونکو اړتياوې نشي پوره کولای. موږ اړ يو د شپې له خوا په خيمو کې ويده شو.»

ځايي چارواکي وايي، موږ د مسافرانو د اسانتياو د چمتو لپاره کارونه تر لاس لاندې نيولي دي.

د باميانو د والي وياند، عبدالرحمن احمدي وويل: «ځايي ادراه ژمنه ده چې گرځندويانو ته ښه خدمتونه چمتو کړي. په پام کې مو دي چې په راتلونکي کال کې د بودا د مجسمې، بند امير پارک، ضحاک اوغلغلې لپاره د توريزم زيات لارښوونکي چمتو کړو.»

په باميانو کې زياتره شيعه هزاره گان مېشت دي. دغه ولايت په پرتله ييز ډول امن او سوکاله دی. څه ناڅه نيم مليون وگړي يې ليک او لوست کولای شي.

په دغه ولايت  کې د غاليو اوبدلو، لمڅي جوړولو، گلدوزۍ او جاکټونو جوړولو په څېر لاسي صنايع موجود دي او ښځې يې، په ځانگړي ډول د اوړي په موسم کې، پر گرځندويانو پلوري.

له توريزم پرته د دغه ولايت اقتصاد معمولا پر کرنې ولاړ دی. د هېواد د اړتيا وړ تر نيماي زياته برخه الوگان (کچالو) په دغه ولايت کې توليد او د هغې تر څنگ پاکستان او ازبيکستان ته هم صادريږي.  

باميان د افغانستان د ٣٤ ولايتو له ډلې څخه تر ټولو خوندي او کرار ولايت دی، سره له دې چې په دې وروستيو کې ځينې امنيتي موضوعگانې پکې رامنځته شوي دي. د باميانو د ولايت د شيبر په ولسوالۍ کې څو منيتي پوستې موجودې دي، طالب جنگياليو پر دغو پوستو دوې پلا بريدونه کړي، چې ويل کېدل د بغلان ولايت د تاله او برفک له ولسوالۍ څخه راغلي وو. پنځه تنه په دغو بريدونو کې ووژل شول.    

احمدي وويل،  امنيت او ټيکاو د هغوی لومړيتوب دی، په تېره بيا په هغو سړکونو او لارو چې د ولايت دننه پرې خلک تگ راتگ کوي.

«موږ هلې ځلې کوو د امنيتي سکتورونو په گډه مرسته له گاونډيو ولايتونو (ميدان وردکو او پروان) څخه باميان ته پر غځيدلو سړکونو او لارو امينت هم ډاډمن کړو.»

د تگ راتگ د اسانتياوو لپاره په پام کې لرو په راتلونکې کال کې د باميانو د ښار ١٤ کيلومتره سړک له سره اسفالټ کړو.

احمدي وويل، د بند امير د سمون د چارو په اړوند په راتلونکی پنځه کلن پلان کار روان دی او د لومړنۍ برخې کار يې پلی شوی دی. د باميانو په غرونو کې د سکي د لوبي د رامنځته کولو په گډون د يو شمېر نورو امکاناتو چمتو کول په پام کې نيول شوي دي. په ٢٠١١ کال کې د ښځو د سکي د لوپو سيالي په دغه سيمه کې جوړه شوې وه چې د باميانو لوبډله گټونکې وبلل شوه.

په پای کې احمدي وويل: «ځايي چارواکي د خلکو له ورځينو غوښتنو سره سم د تفريح او ساحت تېرۍ د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي او د گرځندويانو د راجلبولو لپاره د داسې يو شمېر پلانونو په جوړولو کار کوي چې له پخوا څخه ښه او غوره وي.»

Frontline Updates
Support local journalists