تاجکستان: تر سياست نه د مخه کورنى

که څه هم د تاجکستان اساسي قانون ښځو ته د برابروحقونو ژمنه کړې خو ډيرى يې پس له يومودې کار نه د سياست په ډګر کې ډير زر مايوسه کيږي.

تاجکستان: تر سياست نه د مخه کورنى

که څه هم د تاجکستان اساسي قانون ښځو ته د برابروحقونو ژمنه کړې خو ډيرى يې پس له يومودې کار نه د سياست په ډګر کې ډير زر مايوسه کيږي.

کله چې د لومړي ځل له پاره رانو سميعوه د پارلمان غړيو ته د يوه داسې قانون په هکله چې د ښځو تضمين وکړي، وړانديز وکړ، د پارلمان د نارينه استازو له يو ډير ځپنده ځواب سره مخامخ شوه.


او په ډانګ پيلې توګه يې ځواب ورکړو چې ښځه بايد په کور کې وي او د خپل ميړه اطاعت وکړي او له کور نه بهر کار نه شي کولى.


خو په سر د دې هم دا قانون څلور کاله وروسته تصويب شو، خو بيا هم په عمل کې يې څه توپير رانه وړ. که څه هم دې قانون د ښځو او نارينو حق يوشان تضمين کړى وه، خو تاجيکې ښځې لا هوس هم د دوه په منځ کې کورنى وټاکي، نه کار.


منيره عياتوه چې پخوا د روزنې وزيره وه، وايي: (( د تاجيکو د دود پر بنسټ ښځې بايد د نارينو په منځ کې کار ونه کړي. ډير کم شمير ښځو چې لوړو کرسيو ته رسيدلي، نو د ټولو سترګې ورته پاتې دي. آن د هغوى چال چلند، او د کاليو آغوستلو ته يې پام ده.))


سياستوالې ښځې لکه سميعوه له ډيرو سختو شرايطو سره مخامخ دي. په هغه پارلمان کې چې تير کال وټاکل شو، له ٦٣ استازو څخه ١١ يې ښځې وې او ١٧ فيصده جوړوي، چې د تير پارلمان په پرتله چې يوازې ١١ فيصده يې ښځې وي، يو ګام او لاس ته راوړنه ګڼل کيږي.


خو د ښځو ګډون په سياست کې لاتر هوسه هم محدود دى، ځکه چې هغه ښځې چې ټاکل شوې هم دي، په حاکم ګوند، د خلکو دموکراتيک ګوند پورې تړلې دي. د کمونست او اسلامي ګوندونو استازو يوازې يو څو کرسى تر لاسه کړي دي.


ښځينه کانديدان تل د راى ورکونکو د دوه زړه توب سره مخامخ دي. او آن د ډيرو ښځو د ګوتڅڼډنې لاندې راځي.


ګلدسته کريموه چې پخوا ښوونکې وه، وايي: (( زه هيڅکله به ښځې ته راى ورنه کړم. قدرت غوښتونکې ښځې يوازې د خپل ژوند د سوکالى په هڅه کې دي. په خاص ډول د ما له پاره هغوى هيڅ خدمت نه شي کولى.))


د تاجکو ښځو له پاره اوضاع په سياسي ډګر او نورو ټولنيزو سکتورونو کې ورځ په ورځ مخ په خرابيدو ده. د شوروي اتحاد په وخت کې دولت يوه خاص سهميه ټاکلې وه چې د هغه پر بنسټ د دولت ٣٠ فيصده کارمندان ښځې ول. چې د آزادى تر لاسه کولو، او دوديزو ارزښتونو را برسيره کيدو نه را په دې خوا، دا سهميه له منځ نه ولاړه.


د پارلمان استازې ګاليه رابيوه چې له ١٩٩٢ کال نه تر ٢٠٠٥ د پرسونل په چارو کې د جمهور ريس صلاحکاره وه، وايي: (( په حکومت او ګوند، دواړو کې دغه مکانيزم د په کار ګومارلو له منځه ولاړ. کرار کرار ښځه له کار نه وشړل شوې. آن په منځنى سطح کې په هغو کرسيو کې چې په دوديز ډول د ښځو وې، هم دا کار وليدل شو.))


سمعيوه په دې باور ده چې د ښځو له پاره بيا برخه وټاکل شي. هغه وايي: (( په څو راتلونکو کلونو کې به زه يو ځل بيا ځان پارلمان ته کانديده کړم، او که چيرې وټاکل شوم، د ښځو له پاره په ټولو کچو کې د دغې ٣٠ فيصدې برخې غوښتونکې شم.))


که څه هم شوروي اتحاد د نړيدونه را په دې خوا په سياست کې د ښځو د شاته پاتې کيدو يوازنى لامل د دغې برخې له منځه تلل نه دى. وروسته له آزادى لاس ته راوړنو نه په تاجکستان کې کورنى جګړې پيل شوې او له ١٩٩٢ نه تې ١٩٩٧ کاله پورې يې دوام وکړ او په دې دورې کې يوازنى زور او قوت جبر او ظلم وه او ښځې دې ته اړې شوې چې لوړې کرسى خوشي کړي.


يوې ښځې چې د شرابو د کمپنى د منيجرې په توګه کار کاوه، د جګړو په کلونو کې خپل کار له لاسه ورکړ.


هغه وايي: (( يوه ورځ څو وسله وال کسان زما دفتر ته را ننه وتل او په ډير آرامى سره يې راته وويل چې زه له خپلې وظيفې نه لاس واخلم. او ما ځاى پر ځاى خطر حس کړ، هر څه هغوى وويل هماسې مې وکړل.))


دغه ښځه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، بيا يې د خپلې مسلک سره برابره دنده پيدا نکړه او اوس د دوشنبه په بازار کې سوداګري کوي.


که څه هم په دې اخيرو کلونو کې د تاجکستان حکومت، د دې ستونځې د له منځه وړلو له پاره ګامونه اوچت کړي دي.


په ١٩٩٩ کال ريس جمهور امام على رحمانوف يو فرمان صادر کړ چې ټولې وزارتخانې، سيميز حکومتونه، محکمې، څارنوالى، پوهنتونونه او نور دولتي ادارې بايد کم له کمه يوه ښځه معاونه وټاکي.


له دې فرمان سره د ښځو برخه په ټولو دولتي کچو کې ١٤ فيصدو ته ورسيده، خو د بنسټيز ښه والې له پاره يوازې دا فرمان بس نه دى، او کولى شو چې ووايو چې اصلاً په لوړو کرسيو کې ښځې هيڅ نه شته.


دغه ټولې خبرې د دې لامل کيږي چې ښځې پارلمان ته د ځان کانديدولو کې هومره زړه ښه نه کړي. د دود او مدرنه نړى په نام غير حکومتي ډلې د سروې په بر بنسټ، له ٥٠ فيصدو نه ډيرې ښځې نه غواړي چې خپل ځان ملې شورا ته کانديدې کړي. او نږدې ١٢ فيصده نور يې په دې باور دي چې هغوى د ګټلو هيڅ چانس نه لري، او ٢٣ فيصده يې د راى ورکونکو په ملاتړ باندې شک لري.


رابيوه په دې باور ده چې دا ډول (( تبعيض له ځان سره)) د هغې وضعې د راتګ لامل کيږي چې څو پيړې پخوا ښځه مشرتابه ته د منلو وړ نه وه.


د اس سي يي غړې په دې اند ده چې زړې مفکوره لاهوس هم په تاجکستان کې حاکمې دي چې ښځه يوازې مور، ميرمن، او د کور ساتنکې ګڼي.


هغه وايي: (( د زده کړې او تجربې خاوندې ښځې کرار کرار له داسې يوه حالت سره مخامخ کيږي چې له دوه نه يو، يا کورنى او يا دنده ، وټاکي. چې په داسې پيښو کې ښځې کورنى ټاکي.))


والينتينا قاسم بيکوه په دوشنبه کې د آى دبليو پى آر سره مرسته کوي.


Frontline Updates
Support local journalists