Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

بهرني واردات کورنۍ صنايع ځپي

توليدوونکی سکتور د ارزانبيه وارداتي توکو په وړاندې مبارزه کوي.
By Shahpoor Saber
A shopping street in Herat. (Photo: Isafmedia/US. Air Force Tech. Sgt. Kevin Wallace)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، شاهپور صابر ليکنه

د افغانستان په لويديځ ولايت هرات کې د صنايعو خاوندان وايي هغوی د حکومت د هغو نيمګړو تګلارو له امله له کاروبار څخه لاس په سر کېدو ته اړ شوي چې له مخې يې بهرنيو وارداتي توکو ته اجازه ورکوي په پراخه کچه هېواد ته راوړل شي او ددوی لاسونه لنډوي چې په بازارونوکې له هغوی سره سيالي وکړي.  

په هرات کې نسبتا کراره وضعه ددې لامل شوې چې د افغانستان د ګوتو په شمېر يو نورو سيمو په څېر په صنايعو کې د پام وړ پانګه واچول شي. اوس خبره دې ته رسيدلې چې د صنايعو په پارک کې په  ۲۰۰۵کال د تاسيس شوو  ۳۰۰صنايعو نيمايي هغه يې  وتړل شي او نورې پاتې يې له ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.

په پيل کې د صنايعو د پارک کار ډېر ښه پر مخ روان و.  فابريکو خپل محصولات په ټول افغانستان کې پلورل او هراتيانو ته يې د هغوی د اړتيا وړ  کار او روزګار چمتو کاوه. د وخت په تېرېدو هغوی ته څرګنده شوه، نشي کولای له بهر، په تېره بيا له پاکستان او ايران څخه له بې خړته وارداتي توکو سره سيالي وکړي.

له ايران سره په پوله د هرات پروت ولايت ته د سوداګرۍ د يوې مهمې دروازې په توګه له هغه ګاونډي هېواد څخه زيات توکي راوړل کيږي. افغانستان ته د ايران د صادراتو ټوله اندازه دوه کاله دمخه له څو سوو مليونو ډالرو څخه په تېر مالي کال کې يو مليارډ ډالرو ته لوړه شوه.  

د [هرات] ولايت د سوداګرو د اتحاديې مشر، حميدالله خادم وايي تاوان او د [صنايعو] د بندولو له امله اوس يوازې ۱۷۰  فابريکې فعالې دي.  

شنونکي د ستونزې پړه د افغان حکومت د ازاد بازار د اقتصاد پر تګلارې اچوي. ځکه هغو توکو ته يې هم د واردولو اجازه ورکړې چې د هېواد دننه  توليديږي او هغومره مرغوبيت نه لري. 

په عين حال کې نور سوداګر د اوږدې مودې ګټې په پرتله، چې د هېواد دننه د صنايعو او فابريکو په جوړولو کې له پانګې اچونې ترلاسه کيږي، د توکو د واردولو له لارې سملاسي او چټکې ګټې ته خوشحال دي.

دې حالت د ځايي سوداګرو غوسه راپارولې ده. هغوی وايي د افغانستان په څېر د يو کمزوري اقتصاد لرونکي هېواد ته دازاد اقتصادي بازار تګلاره (د خلکو په سوداګريزو چارو کې د دولت نه لاسوهنه)  ناسمه ده.

خادم وويل: «ايرانيان ټيټ کيفيته او تاريخ اوښتی توليدات په ټيټه بيه بازار ته راوړي. په دې کار هغوی زموږ فابريکي تاواني کړي دي.  په عين حال کې افغان حکومت پر بازار کنترل  نه لري او له صنتعتکارانو سره يې هيڅ راز مرسته نه ده کړې.»

د هرات په رحماني مارکيټ کې د ځايي خوراکي پروسس شوو توکو نشتوالی څرګنددی. په نوموړي مارکيټ کې د يوې هټۍ خاوند، فريد احمد وويل، د هغه د هټۍ ټولې المارۍ [په ځايي فابريکو کې] له [توليد شوې]  خوږې، د بانجانو له رب، خميربابو او نورو توکو څخه بيخي تشې شوې دي.

هغه وويل: «خلک چې د سودا د پېرودلو لپاره راځي، ددې شيانو پوښتنه کوي، خو له بده مرغه د هغو ټولو محصولاتو ځای اوس ايراني ټيټ بيه توکو نيولی دی. باور وکړه کله چې مې  د ګلچين [افغان ساخت] بانجانو رب راوړلو، ټول به مې په يو څو ورځو کې پلورل. اوس مې په ايران کې توليد شوي د بانجانو رب راوړې، خو د نېټې د تېرېدو ډار يې راسره دی. ځکه يوازې د ګوتو په شمېر خلک يې اخلي.»

د حاجی عبدالغفار په نامه د يوې فابريکې خاوند مجبور شو خپله فابريکه بنده کړي. هغه وايي د کلچو او ډوډۍ پخولو په فابريکې کې د اچول شوې  ۵۵۰۰۰۰ډالرو پانګې کې يې  ۲۰۰۰۰۰ډالره تاوان کړی دی.

هغه وويل: «موږ ډېره اشتباه وکړه چې دلته مو پانګه واچوله. موږ په دې اند وو چې حکومت او خلک به مو ملاتړ وکړي. هيچا راسره مرسته ونه کړه. هيچا له بهر څخه د ټيټ کيفيته توکو د واردولو مخه ونه نيوه. هيچا پر واردو شوو توکو د ټکس کچه لوړه نه کړه. پرځای يې پر موږ محصول، ټکس او نور لګښتونه زيات کړل.»

د صنعتکارانود اتحاديې او د هرات د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال، حاجی توريالي وويل، د ټکس مقرره نيمګړتيا لري.  

هغه وويل: «افغان حکومت پر کورنيو محصولاتو دېرش سلنه ټکس وضع کړی، په داسې حال کې چې پر بهرنيو وارداتي توکو يې له دوو څخه تر څلورو سلنه پورې وضع کړی دی. له دې امله زموږ د صنايعو خاوندان  د ټکس او همدارنګه د ډول ډول شوکې (بډو او په لويو لارو کې د پيسو د اخيستلو) تر دروند بار لاندې راغلي دي. په دې توګه د فابريکو تړلو ته اړ ايستل شوي دي.»

توريالی په دې اند دی د ستونزې د هوارۍ لاره داده چې په ځايي فابريکو کې له بهر څخه پر واردو شوو کاريدونکو خامو توکو محصول له منځه يوړل شي او د توليد شوو توکو ټکس لږ کړي.  (د ټکس د سيستم د غير عادلانه والی په اړه وګورئ: افغان ټکس بېوزلي ځبيښي.)

توريالی پر حکومت د نورو نيوکه کوونکو په څېر شک لري، که له وارداتي سوداګرۍ څخه تر لاسه شوې زياتې ګټې ته پام وشي، نو د اقتصادي محرکه قوې (ډايناميک) پر نيمګړتيا باندې پر پوهېدو سربېره  نوره کاري نيمګړتيا هم  شته.

هغه وويل: «د ولسمشر اقتصادي سلاکاران هغه ته سمه او مناسبه سلا نه ورکوي. يا  هغوی ښه نيت نه لري او يا هم له نورو هېوادونو سره اړيکې لري. ځکه هغوی زموږ نوی راټوکېدلی صنعت زيانمنوي.» 

د ماليې د وزارت وياند د ټکس په نوې مقررې کې د نيمګړتيا خبره رد کړه.

د نوموړي وزارت وياند، عزيز شمس وويل، په واردو شوو توکو د محصول لوړوالی به تر هغه پورې له پوښتنې بهر وي ترڅو ورته توکي په کافي اندازه د کور دننه توليد نشي.  

هغه وويل: «زموږ کورني توليدات د افغانستان د ټولو ولايتونو تقاضا پوره کولای نشي. د هرات توليدات پخپله د هرات ولايت نه بس کيږي. که موږ ددې احساس وکړو چې کورني توليدات د افغانستان دننه د خلکو تقاضا پوره کولای شي، نو بيا به هڅه وکړو په بهرنيو وارداتي توکو ټکس لوړ کړو. که نه، نو دا کار به يوازې د افغانانو په زيان پای ته ورسيږي.»  

دې نيوکو ته په غبرګون کې، چې د افغانستان په څېر يو هېواد کې ازاد بازار رامنځته کېدو ته تقاضا نشته، شمس وويل، «دا سيستم د يو لړ ستونزو لامل شوی، خو ددې لامل شوی نه دی، چې په هرات کې دې فابريکې له سقوط سره مخامخ شي.»

هغه د فابريکو پر څښتنانو پړه واچوله چې د سوداګرۍ يا د يو صنعت د پيلولو دمخه مارکيټ په سم ډول نه مطالعه کوي. سربېره پر دې هغه د امنيتي موضوعګانو، قاچاق او له پولې هاخوا نورو ستونزو په څېر عواملو ته هم ګوته ونيوله. 

پر غير الکولي واردو شوو مشروباتو باندې تر ۴۰سلنه لوړ محصول دا دليلونه ښه څرګندوي. دې کار د مشروباتو کورنی توليد تر دې کچې پياوړی کړی، چې نن نسبتا سم او روغمن حالت ته رسيدلي دي.        

اقتصادپوهان وايي ازادې سوداګرۍ ته اجازه ددې لامل شوې چې افغانستان دې د وارداتي توکو په يو لګښتي هېواد بدل شي.  بهرنۍ سوداګري د تازه اټکل له مخې د کال د پنځو مليارډو ډالرو وارداتو په وړاندې  پر پنځو سوو ميليونو ډالرو صادراتو ولاړه ده. د قاچاق کچه په دواړو برخو کې شمېرل شوې نه ده.

د هرات ولايت يو اقتصادپوه، مير يعقوب مشعوف وايي د بازار د قوي مداخلې  تګلارې به له افغانستان سره مرسته کړی وای، چې د هرچا پر مخ د پرانيستې ناوړې لارې مخه ونيسي او د کورنيو صنايعو او واردو شوو توکو د تاديې وړ ټکس په  ښه شفاف ډول تر لاسه شي.

مشعوف وويل،دا ناسمه خبره ده چې د ګاونډيو هېوادونو پر وضعيت پړه واچول شي او وويل شي چې  هغوی په ارادی او لاسي ډول د افغانستان اقتصادي ظرفيت تر پښو لاندې کوي.  

هغه وويل: «هر هېواد غواړي چې له زيان څخه ځان وژغوري اوګټه وکړي. موږ نشو کولای بهرنيو هېوادونو ته لارښوونه وکړو افغانستان ته مالونه صادر نه کړي. موږ د يوې تګلارې جوړولو ته اړتيا لرو، ترڅو بهرنيو توکو ته اړتيا راټيټه کړي او کورني توليد ته تقاضا لوړه کړي.»