Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان هندوان او سکهان لا تر اوسه له ستونزو سره لاس او گرېوان دي

سره له دې چې د طالبانو د پېرپه پرتله حالات يو څه سم شوي، خو تبعيض لا پر خپل ځای پاتې دی.
By Arzu Mohammadi

د افغانستان شمال ته پروت د بغلان په ولايت کې د هندوانو او سکهانو کوچنۍ ټولنه وايي، مخ په ډېرېدو تعصب د هغوی ژوند له يوې ورځې څخه بلې ته تريخوي.

په افغانستان کې له هغه پراخه ټولنې څخه يوازې د گوتو په شمېر کورنۍ پاتې دي، چې يو مهال يې په سوداگرۍ او کسب و کار کې مهم رول لوباوه او په افغانستان کې يې د سلگونو کلونو راهيسې له نورو سره نسبتا اوږه په اوږه ژوند کاوه.  

د کورنۍ جگړې پر مهال چې په ١٩٩٢ کال کې د پخواني شوروي اتحاد رژيم له ړنگېدو وروسته رامنځته شوه، زيات شمېر هندوانو او سکهانو نوروهېوادونو، په تېره بيا هند، ته پنا يوړه. د طالبانو په رژيم کې د هغوی پاتې شوې ډله له خورا سخت ژوند سره مخ شوه، د مذهبي مناسکو د ازادۍ پر وړاندې يې لوی خنډونه رامنځته شول.

د بغلان اوسيدونکي، ٥٥ کلن شېرجان سنگهـ وويل: «د طالبانو پېر موږ ته تر ټولو ننگوونکی پېر و، ځکه زموږ پر ټولو مذهبي مناسکو بنديز ولگول شو. آن له کوره وتلای نشو. د طالبانو د حکومت له رانسکوريدو وروسته او د اوسني حکومت پر راتلو موږ يو څه د هوسايۍ سا وايخيسته او بېرته مو پر عادي ژوند پيل وکړ.»

اساسي قانون په خپله دويمه ماده کې د هغوی حقوق د هېواد د بشپړ تبعه په توگه تضمينوي، وايي: «د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دين، د اسلام سپېڅلی دين دی. د نورو اديانو پيروان د خپل دين په پيروۍ او د خپلو ديني مراسمو په اجرا کې د قانون د حکمونو په حدودو کې آزاد دي.»

زياتره هندوان او سکهان وايي، دغو اصولو ته درناوی نه کيږي. شېرجان سنگهـ وويل، پر هميشنۍ ځورونې سربېره هغوی د عبادت مناسب ځای نه لري. د جنازې مراسم لويه موضوع ده. هندوان او سکهان خپل مړي سوځوي. دا کار زياتره له مسلمانو گاونديانو سره د تصادم لامل کيږي. په ځانگړي ډول هغوی يوه ټاکلې او وقف شوې سيمه نه لري چې هلته خپل مراسم سرته ورسوي.

د سکهانو د ټولنې يوه استازي، ٤٥ کلن احمد وويل: «د تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې مې [کورنۍ] دلته په بغلان کې اوسيږي. تر دې دمه مو ډېر کړاوونه ليدلي. که بېرته شاته د طالبانو پېر ته وگورو، د خلکو ژوند تر دې کچې ستونزمن شوی چې هېواد يې پرېښود او وتښتيدل. د پخواني ولسمشر، حامد کرزي د حکومت په راتگ مو د سوکالۍ احساس وکړ، په ځانگړي ډول هغه مهال چې يو ځل بيا د دغه هېواد تبعه په توگه په رسميت وپېژندل شو. خو لا تر اوسه راسره هېوادوال د يوه افغان تبعه په توگه سم چلن نه کوي او زيات شمېر خلک مو سپکوي او تحقيروي.»

د يوه درملتون خاوند، سردار سنگهـ د هغه له خبرې سره موافق و، ويې ويل: «بغلان يو کوچنی ولايت دی. ټول قومونه بايد پکې له يو بل سره د ورونو په څېر ژوند وکړي. موږ دلته له ډېرو کلونو راهيسې اوسيږو، خو ډېری خلک مو ځوروي، د بهرنيانو په څېر راسره چلن کوي.»

د رام سنگهـ په نامه يو بل ځايي سړي وويل،  د شپېتو کورنيو پر ځای، چې هغه مهال ډېرې کورنۍ وې، اوس د سکهانو شاوخوا لس کورنۍ په بغلان کې اوسيږي.  

هغه وويل، په بغلان ولايت کې د هغوی د مړو د جنازې او ښخولو ځای نشته، هندوان او سکهان زياتره مجبوريږي چې مړي د استوگنې په ځايونو کې وسوځوي. د دې کار له امله د مسلمانو گاونډيانو له تاوتريخوالي سره مخامخ کيږو.   

«له حکومت او خلکو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره د نورو اتباعو په څېر چلن وکړي او تحقير او تعجيز مو نه کړي. موږ له حکومت څخه غواړو چې د عبادت لپاره راته يو مناسب ځای په نښه کړي او همدارنگه اولادونو ته مو د ښوونې او روزنې امکانات چمتو کړي.»

دا يوه بله ستونزه ده، د هندوانو او سکهانو اولادونه په ښوونځيو کې له پرله پسې تبعيض سره مخ دي، چې له امله امله يې له ښوونې او روزنې څخه بې برخې کيږي.

لس کلن صمد سنگهـ وويل: «زه له ښوونځي او زده کړې سره ډېره مينه لرم، خو خلک مې ښوونځي ته په لاره ځوروي، له دې امله ښوونځي ته نشم تلای. له خلکو غواړم چې موږ د دغه هېواد اتباع وگڼي او ومو نه ځوروي، ژوند او زده کړې ته مو پريږدي.»

دهغوی د حالت او ژوند په اړه پخوانيو څرگندونو ورسره کومه مرسته نه ده کړې. د ٢٠١٢ کال په نومبر کې هندوانو او سکهانو په کابل کې د ولسمشرۍ د رياست مخې ته د هغوی په وړاندې د تبعيض او تعصب په اړه په اعتصاب لاس پورې کړ. حکومت ژمنه کړې وه چې د استوگنې يوه ځانگړې سيمه او مناسب مړستون ورته چمتو کړي، خو دا ژمنه تر اوسه عملي شوې نه ده.  

د بغلان والي عبدالحی نعمتي وويل، حکومت چمتو دی چې د هغوی هره ورځنۍ ستونزه هواره کړي، خو دا يې ونه ويل،چې د مړو د جسدونو د سوځولو لپاره ورته کوم ځای په پام کې ونيسي.   

نوموړي وويل، ستونزه تر دې کچې پراخه نه ده، ويې ويل: «هندوان او سکهان هغه حقونه لري چې نور قومونه او مذهبي ډلې يې لري. د هغوی په وړاندې کوم تعصب وجود نه لري. په هر ځای کې چې وغواړي، حکومت ورته مناسب استوگنځي او نور خدمتونه چمتو کوي.»

د بغلان ولايت امنيتي ځواکونو تل ژمنه کړې چې هندوانو او سکهانو ته هماغه حمايت چمتو کړي چې نورو افغان اتباعو ته يې چمتو کوي.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ د رسنيو د څانگې مسؤول، ذبيح الله شجاع وويل: «موږ خپله دنده سرته رسوو او له خلکو سره برابر چلن کوو. هندوان او سکهان د نورو قومونو په څېر په بغلان ولايت کې اوسيږي،  که چېرته له کومې ستونزې سره مخ شي، نو موږ يې له حق څخه دفاع کوو.»

د حکيم سنايي د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد، ابرار سروري وويل، د تعصب او تبعيض اصلي ريښه جهالت او ناپوهي ده چې ټولنه ورسره مخ ده.

نوموړي وويل، حکومت بايد په لومړي گام کې ډاډ ورکړي چې هندوان او سکهان د عبادت او د مړو د جسدونو د سوځولو لپاره خپل ځايونه ولري.

هغه وويل: «هندوان او سکهان د افغانستان اتباع دي او بايد له نورو سره د ورته حقونه خاوندان وي.  په قانون کې هيڅ يوه قومي يا مذهبي ډله يو پر بل لوړوالی نه لري. لويه ستونزه د هندوانو سکهانو د حقونو په اړه د پوهې او معلوماتو نشتوالی دی.»