افغان نوماندان د ټولټاکنو په اړه زړه توري شوي دي

دا پوښتنې را ولاړې شوې دي چې ایا دا به شونې وي چې په ځینو ولسوالیو کې رایه واچول شي.

افغان نوماندان د ټولټاکنو په اړه زړه توري شوي دي

دا پوښتنې را ولاړې شوې دي چې ایا دا به شونې وي چې په ځینو ولسوالیو کې رایه واچول شي.

Ink stains the finger of an Afghan soldier, proof that he voted. (Photo: Scott Olson/Getty Images)
Ink stains the finger of an Afghan soldier, proof that he voted. (Photo: Scott Olson/Getty Images)

د افغانستان د سویل له هلمند ولایت څخه د ولسي جرګې او د ولسوالۍ د شورا د څوکیو لپاره نوماندان خبرداری ورکوي چې د امنیت نشتوالی دا ټول بهیر له ګواښ سره مخ کوي.

دهلمند د یو شمېر نوماندانو په وینا، یوازې څلور ولسوالۍ – ګرشک، نادعلي، ناوه او ګرمسیر په بشپړه توګه سره د دولت تر واک لاندې دي- په داسې حال کې چې نورې ولسوالۍ بیا د مخالفو وسله والو کسانو تر حاکمیت لاندې دي او ناشونې ده چې هلته دې ټاکنې تر سره شي.

په دې کې د هلمند د موسی قلعه، کجکي، باغران، نوزاد او همداشان په سویل کې د خانشین او دیشو ولسوالۍ راځي. د هلمند له پاته ولسوالیو څخه، یوازې ځینې برخې د حکومت په کنټرول کې دي، چې په پاتې برخو کې یې طالبان خپل حاکمیت لري.

ولسي جرګې ته نوماند، اقا محمد قریشي وایي چې خلک د ناامنیو، د سیمه ایزو زورواکانو له موجودیت او د روڼتیا د نشتوالي له کبله د اکتوبر د میاشتې دټولټاکنو په اړه سخت شکمن دي.

نوموړي وویل: «د یوه نوماند په توګه، زه هم د نورو هغو نوماندانو په څېر تشویش کې یم »

قریشي لا په هغو څلورو ولسوالیو کې د ټولټاکنو  تر سره کولو په اړه شکمن دی کوم چې دولت یې د امنیت ټټر وهلی دی.

هغه زیاته کړه: «زه فکر کوم چې مخالفین هڅه کوي تر څو دا څلور ولسوالی هم پسې ناکراره کړي.»

ولسي جرګې ته یو بل نوماند، علي احمد درویش بیا وايي چې  اساسي امنیتي عملیاتو ته اړتیا وه تر څو یې خلک هڅوولې وای چې نومونه ثبت او بیا رایه ورکړي.

هغه وویل: «که چیرته هغوی ته زمینه مساعده نشی، ډاډه یم چې د لشکرګاه خلک به هم په لویه کچه په ټولټاکنو کې ګډون و نه کړي، دا نورې ولسوالۍ خو لا په خپل ځای پریږده.» نوموړي وویل چې امنیتي اندېښنو لا له پخوا څخه د کمپاین کولو په خاطر د ځینو نوماندانو لپاره شرایط تنګ کړي دي.

(دا رپوټ هم وګورئ: د افغانستان د ټولټاکنو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي).

په ټولټاکنو کې د ګډون لپاره، لومړی باید خلک خپلې تذکرې ثبت کړي او هغه سټیکر باید پرې ووهي کوم چې ښیې دا کس د رای ورکولو لپاره په شرایطو برابر دی. د ولسي جرګې لپاره نوماند، رحمت الله افضلي وایي چې په دې کار سره د دولت مخالفین هغه خلک  چې رای ورکوونکي دي، پيژني او ګواښونه ورته کوي

نوموړی وايي: «خلک پر خپلو تذکرو باندې د همدې سټیکرو له کبله وهل شوي او ګواښل شوي دي. که چیرته امنیت نه وي، نو خلک به څرنګه د ټولټاکنو په ورځ د رایو مرکزونو ته ولاړ شي او هلته به خپلې رایې وکاروي؟ فکر کوم چې راتلونکې ټولټاکنې به له درغلیو ډک وي.»

امنیتي ننګونو تر اوسه  د درغلۍ مسایل تر سیورې لاندې راوستي دي، کوم چې په تیرو ټولټاکنو کې هم موضوع همداسې وه. خو ځینې بیا دا خبرداری ورکوي چې د امنیت نشتوالی به په پراخه کچه د درغلۍ لپاره زمینه برابره کړي.

ولسې جرګې ته نوماند، جان محمد شیرزاد وايي: «د امنیت نشتوالی زموږ لپاره لویه اندېښنه ده، خو دا به د قانون ماتوونکو لپاره ډېره ګټه وکړي. ځکه که چیرته امنیت نه وي نو هلته به په ټولټاکنو کې روڼتیا هم نه وي او دا به خپله فساد ته زمینه برابره کړي. ځواکمنې ډلې به د خپلو ملاتړو په مټ د رایو صندوقونه ډک کړي ځکه چې هلته به سم نظارت نه وي.  او بالاخره هغوی به ټاکنې وګټي.»

دولتي چارواکو هڅه کړې ده تر څو دغه اندېښنې کمې وښیې، او وایې چې په ټول هېواد کې به یو منسجم امنیتي پلان تطبیق شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال، میرزا محمد حقپرست د جګړې او سولې د رپوټ ورکولو انستیتوت ته وویل چې د افغانستان په هره سیمه کې حتی په هغو سیمو کې چې د دولت له کنټرول نه وتلي دي او یا هم له جدي ګواښ سره مخ دي، هلته هم د نوم لیکنې مرکزونه موجود وو

حقپرست وویل: «د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي تر څو د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره د امنیتي مسایلو پر سر کار وکړي او په پوره اعتماد او امنیت سره د ټولټاکنو د ترسره کېدو په خاطر ټول امنیتي ګواښونه له منځه یوسي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ د رسنیو د برخې مسوول، محمد زمان همدرد هم وویل چې د نوماندانو د امنیت  ساتلو لپاره د ځینو ګامونو په ګډون د ټاکنو دامنیت لپاره یو جامع پروګرام طرح شوی دی.

نوموړې زیاته کړه: «په هلمند کې ټول امنیتي ځواکونه دې ته ژمن دي تر څو هر وخت امنیت خوندي وساتي. د ټاکنو د بهیر د تر سره کېدو لپاره په مرکز او ولایتونو کې ځانګړي پلانونه ترتیب شوي دي، خو په هغو سیمو کې چې اړتیا یې وې هلته به ځانګړي پوځي عملیات تر سره شي.»

همدرد پسې زیاته کړه: «ټولو امنیتي چارواکو ته پلان او دنده ورکړل شوې ده تر څو د ټولټاکنو په درشل کې په خپلو ښارونو او ولسوالیو کې امنیت خوندي کړي. هغوی به همداشان تعقیبي غونډې ولري تر څو ډاډ تر لاسه شي چې رای ورکوونکي کولای شي د رایو ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او له ډار پرته خپلې رایې وکاروي.»

د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک وایي چې دا امنیتي پلانونه به د اکټوبر په میاشت کې تر ټولټاکنو وړاندې لا پسې وغځول شي.

نوموړی وایي: «امنیتي ځواکونه به هڅه وکړي تر څو په نورو ولسوالیو کې هم امنیت ټینګ کړي، تر څو لا ډېر شمېر خلک په ټاکنو کې ګډون وکړای شي.»

خو نور بیا له دې ژمنو څخه راضي نه دي.

د مدني ټولنې فعال، عبدالحق ځواکمن وايي چې هان د ولایت مرکز لا بې ثباته دی.

نوموړی وایي: «موږ دلته د لشکرګاه ښار په ځینو سیمو کې لا د ټکونو غږونه اورو. د لشکرګاه ښار په څلورمه حوزه کې د بابا جي سیمه، لا اوس هم د دولت له کنټرول څخه وتلې ده، له همدې کبله موږ اندېښنه لرو چې هلته به څرنګه ټولټاکنې تر سره کېږي او که کېږي هم نو هغه به د خلکو د ژوند په بیه وي.»

حتی هغه خلک چې غواړي د ټاکنو په ورځ خپلې رایې وکاروي هغوی هم دا وایي چې  لا زیات امنیتي ضمانت ته اړتیا لری.

د لشکرګاه ښار یو اوسیدونکی، سردار ولي بیا  ټینګار لري چې ټولټاکنې د افغانستان لپاره مهمې دي، خو زیاته یې کړه چې: «زه به خپله رایه وکاروم، خوکله چې ډاډه شم امنیتي ستونزه نشته .»

د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکی، عبدالخالق بیا وایي : «زه او زما کورنۍ به په ټاکنو کې ګډون وکړو. موږ نور له جګړې ستړې یو، خپل خپلوان مو په جګړه کې له لاسه ورکړي دي، له همدې کبله غواړو رایه ورکړو تر څو جګړې ته د پای ټکی کېږدو. هیله من یو چې زموږ نوې نوماندان به زموږ لپاره کار وکړي، موږ نور د پارلمان له پخوانیو وکیلانو څخه ستړې یو.»

هغه وویل چې که څه هم د امنیت په اړه لا زیاتې ډاډمنتیا ته اړتیا لري، خو په ډاګه یې کړه : «که چیرته دا هېواد جوړیږي نو زه به خپل ژوند په خطر کې واچوم تر څو خپله رایه وکاروم، خو دا به د منلو وړ نه وي چې زموږ امنیتي ځواکونه غافل واوسي او خپلې دندې په سمه توګه تر سره نه کړي.»

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists