Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان نجونې د پوهنتون په چاپېریال کې له ځورونو شکایت کوي

پر استادانو د شکایتونو د جدي نه نیولو پړه اچول کیږي.
By Mahfuz-ul-Haq Kakar
University students in discussion. (Photo: UNAMA News/Flickr)

شل کلنه اسما د ننگرهار ولایت په مرکز، جلال آباد کې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د دویم کال محصله ده.

سره له دې چې هغه یوه ممتازه زده کوونکې ده او تل د خپل ټولگي مخکښه زده کونکې وي، خو آی ډبلیو پي آر ته يې وویل، مجبوره ده په ټولګي کې په زیاترو درسي بحثونو کې چوپه کښیني.

هغې وویل: «هیڅوک په ټولگي کې له ما څخه لوړې نومرې نشي اخیستلای، خو له استادانو سره ډېرې خبرې نشم کولای، ځکه که خبرې وکړم ټول محصلان ما ته مخونه را اړوی او بدې بدې راته گوري.»

د ننگرهار محصلانې وايي زیاتره د پوهنتون دننه له جنسي ځورونې سره مخ کیږي او د پوهنځي اداره زموږ پر اندېښنو غوږ، نه گروي.

په شکایتونو کې د نارینه همټولگیوالو او همدارنگه د استادانو نامناسب جنسي چلند شامل دی. همدارنگه د پوهنتون چارواکي دوه زړي دي چې له ښځینه محصلانو سره مساوي چلند وکړي.

په افغانستان کې د محافظه کاره چلند له امله د هغو نجونو په وړاندې پراخ تعصب موجود دی چې له کوره بهر زده کړه یا کار کوي.

د ښځو او نجونو د لیک لوست کچه ډېره ټیټه ده. د نړیوال بانک له څېړنې څخه څرگندیږي چې په سلو کې د ۶۶ هلکانو په تناسب په سلو کې یوازې ۳۷ ځوانې نجونې د لیک لوست خاوندانې دي. په سلو کې د  لوړ عمر د ۴۹ نارینه گانو په پرتله په سلو کې د لوړ عمر ۱۹ مېرمنې پر لیک لوست پوهیږي.  

اسما وویل: «د ښځینه محصلانو په وړاندې لومړنی ستر خنډ د لوړو زده کړو دوام ته د خپلو میندو او پلرونو د اجازې تر لاسه کول دي. دا تر ټولو لومړنی خنډ دی. له هغې وروسته موږ هره ورځ له تعصب او بدبینۍ سره مخ یو.»

هغې په دوام وویل: «موږ ډېرې خواشینې یو چې بې معنا نجونې او ښځې یو او یوازې د نارینه گانو د جنسي غوښتنو د پوره کولو لپاره موجودې يو. پوهنتون ته تگ راته ډېر ډاروونکی دی، ځکه هلکان په لاره کې ولاړ وي او ډېرې رډې راته گوري.»

نوموړې زیاته کړه «یو شمېر دغه هلکان پر موږ چېغې وهي او ناوړه خبرې کوي. آن پوهنتون ته له ننوتلو وروسته هم د خوندیتوب احساس نشو کولای او یوازې له دې امله چې له کوره بهر راوتلې یو، ځینې نارینه محصلان راته د فاحشو په سترگه گوري او هڅه کوي چې اړیکې راسره ونیسي.»

د ننگرهار چارواکي  ستونزې مني، خو وايي د هغی د هوارۍ لپاره کار روان دی.

د لوړو زده کړو د وزارت د خصوصي پوهنتونونو رئیس، امیر محمد کاموال وویل، د ښځو د حالت ښه کول د هغه د ریاست یو لومړیتوب دی.

هغه وویل، که چېرته وموندل شوه چې کوم محصل یا استاد نجونې ځوروي، نو له دندې گوښه کیږي. هغه وویل، په پوهنتونونو کې د محصلانو د شکایتونو د څېړلو په موخه د دسپلین کمېټې تاسیس شوي دي.  

هغه زیاته کړه: «موږ ټولو پوهنتونونو ته د جنسي ځورنې په اړوند لیک استولی او ترې موغوښتي چې ټول شکایتونه جدي وبولي.»

د ننگرهار د روښان د لوړو زده کړې د موسسې رئیس، فتح گل شینواري د جنسي ځورولو د موضوع شتون تایید کړ.هغه وویل، له دغې ستونزې سره د مقابلې لپاره دسپلیني تدابیر نیول شوي دي. هغه وویل، په دې وروستیو کې یو محصل د شکایت په پایله کې له پوهنتون څخه خارج شو.

شینواري وویل: «د جنسي ځورونې په ډېرو جدي پېښو کې محصل له پوهنتون څخه خارجیږي، خو که پېښه ډېره جدي نه وي، نو له زده کړو څخه یوه میاشت بې برخې کیږي.»

فعالان وايي د پوهنتون دننه او له پوهنتون څخه بهر ټولنیز اخلاق ډېر ورو بدلیږي.

مقدسه احمدزۍ په ننگر هار کې «د کور ټولنې» رئیسه ده. دغه موسسه د مدني ټولنې یوه ډله ده چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.  نوموړې ای  ډبلیو پي آر ته وویل، سره له دې چې د ښځینه محصلانو د جنسي ځورنې یو شمېر پېښې يې څېړلې دي، خو د موضوع د حساسیت له امله ډېری نورې پېښې پټې پاتې دي.

هغې وویل: «موږ د دغه ستونزې د هوارولو لپاره د ټولنیزو رسینو له لاري پراخ کمپاین پیل کړی او همدارنگه مو له اداري رئیسانو او ښځینه محصلانو سره غونډې جوړې کړې دي.»

هغه زیاته کړه «موږ داسې پېښې هم لیدلي چې ښځینه محصله د هغې د استاد له خوا زورول شوې او گواښل شوې او محصله دخپلې حکورنۍ دعزت دساتلو په موخه مجبوره شوې چې هغه استاد سره واده وکړي .»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ختیځ زون د څانگې ویاندې، هاشمې شریف وویل، پکار ده چې د نجونو د خوندیتوب لپاره جدی گامونه پورته شي، ترڅو د پوهنتون دننه او له کوره پوهنتون او له پوهنتون څخه کور ته د تگ پر مهال خوندي وي.

هغې وویل: «موږ یوه سروې سرته رسولې او هغه ستونزې مو تر څېړنې لاندې نیولي چې نجونې ورسره په پوهنتون کې مخ دي او ومو موندله چې دا یو لویه قضیه ده. دا نه یوازې د تحصیلی موسسو یو ستونزه ده، بلکې د لارو کوڅو ستونزه هم ده چې نجونې زده کړو ته ځي او راځي.»

د ننگرهار د ولایتي شورا یوې غړې، نیلوفر عزیز وویل، د هغو نجونو د شکایتونو په اړه يې گامونه پورته کړي چې په پوهنتون کې يې له چار چلند په اړه ورته کړي وو.

هغې وویل: «ما د بېلابېلو موسسو له رئیسانو سره غونډې کړي او له هغوی سره مې د دې ستونزو په اړه خبرې کړي دي. چارواکو راسره ژمنه کړې چې د جنسي ځورونو د ادعاگانو موضوع به په جدي ډول تعقیب کړي.»

لوی خطر دا دی، چې د نجونو د لوړو زده کړو په وړاندې له ټولنیز تعصب سره مبارزه کیږي، که اوس هغوی له جنسي ځورونې سره مخ شی، نو تر فشار لاندې به راشي چې خپلې زده کړې نیمگړې پریږدي.

محمد ولي وویل، اوس پر خپلې پرېکړې یو وار بیا غور کوي، خپله لور پریږدي چې خوب يې رښتیا او د غاښونو ډاکټره شي او که نه.   

د دې لپاره چې هغه له ځورنې سره مخ نشي، ولي هره ورځ هغه ټولگي ته وړي او راوړي، خو زیاتوي، ډاډه نه دی چې د عامه نظر په وړاندې به څومره مقاومت وکړای شي.

هغه وویل: «باید د کلیوالو او خپلو خپلوانو ناسمې تبصرې ومنم، چې زما د لور د زده کړې په اړه يې پر ما کوي.»

«زه هر سهار خپله لورټولگي ته وړم او ماسپښین يې بېرته راولم. که د خلکو په نظر کې بدلون رانشي، ښايي نوره يې ونه لېږم.»

دا خبره د څړیکې په نامه د یوې بلې نجلۍ برخلیک هم دی، چې ویل يې، له هغه وروسته چې یو ښوونکي ورته د مینې پیغامونه ورکړل، نور نشي کولای خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغې وویل: «زما د پوهنتون یوه استاد زما د موبایل شمېره پیدا کړې وه او په منظم ډول به يې راته زنگ واهه.»

«هغه به ماته غیراخلاقي او جنسي خبرې کولې، تر دې کچې چې احساس مې وکړ، که د خپلې کورنې عزت او درناوی ساتم، نو د پوهنتون له پرېښودو بله چاره نه لرم.»

د پوهنتون یوه محصل، اسد خان له دې سره موافق دی چې که چېرته محصلان او استادان په گډه د دې چلند په وړانې مبارزه ونه کړي، ڼو کورنې به خپلو لوڼو ته د لوړو زده کړو د سرته رسولو اجازه ورنه کړي.

هغه وویل: «زه په دې اړه تل خبرې اورم. داسې بريښي چې ټول افغانان، په تېره بیا د پوهنتون نارینه محصلان له یو ډول جنسي محرومیت څخه کړیږي.»