Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان مېرمنې د ژورناليزم له مسلک څخه لاس اخلي

د زياتيدونکي تاوتريخوالي او کورني فشار له امله د ښځينه خبريالانو شمېر بې سيکه شوی دی.
By Akmal Zaher

 

 

 

    

 

هيلې د ننگرهار ولايت په يوې خصوصي راډېو کې له خپلې دندې سره مينه درلوده. د هغې زړه هغه مهال مات شو چې د امنيتي شرايطو د ناوړه کېدو له امله اړ شوه د ژورنالستې په توگه له خپلې دندې لاس واخلي. 

هيلې وويل: «ما په يوې سيمه ييزې راډېو کې کار کاوه.نورمې کورنۍ دې کار ته نه پرېښودم. هغوی وايي، له کوره ونه وځې، ځکه امنيتي وضع ښه نه ده.»

د رسنيو مسلک په افغانستان کې د امنيتي وضعې د خرابېدو او کورني فشار له امله د ژورناليزم په ډگر کې په بېساري ډول د کارکوونکو مېرمنو د شمېرې د رالوېدو په اړه گوته څنډي. 

له طالبانو څخه په راوروسته پېر کې د افغان رسنيو غوړېدل د يو ستر بري په توگه ستايل کېده. ښځينه ژورنالستانو کولای شول د ټولنيزو موضوعگانو په رپوټ ورکولو کې خورا مهم رول ولوبوي، ځکه د هغوی نارينه همکارانو نشوای کولی په دې محافظه کاره ټولنه کې هغې ته لاسرسی ولري.

اوس کارپوهان گوته څنډي، که چېرته وضع همدا شان دوام ومومي، ښايي ښځې په بشپړ ډول له دې ډگر څخه ووځي. 

په ننگرهار کې د شرق خصوصي تلويزيون رئيس، محمد يوسف جبارخېل وويل، د طالبانو د رانسکورېدو په راوروسته کلونو کې زيات شمېر ښځينه د هغه په تلويزيون کې پرکار گومارل شوې وې.

نوموړي وويل، د تاوتريخوالي د زياتيدو له امله گڼ شمېر يې له رسنيو څخه لاړې، خو يو لږ شمېر يې لا تر اوسه په راديو کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي. 

جبارخېل په دوام وويل: «هغه مهال چې امنيت په پرتله ييز ډول ښه و، ښځو غوښتل په رسنيو کې له نارينه گانو سره اوږه په اوږه کار وکړي، خو ښځينه خبريالانې اوس ځانونه خوندي نه بولي. دلته پر يو شمېر ښځينه فعالانو او د ولايتي شورا پر يو شمېر غړو بريدونه تر سره شول. اوس کورنۍ نه غواړې خپلو ښځينه وو ته په رسنيو کې د کار کولو اجازه ورکړي.»

د شازيې په نامه يوه بله خبرياله له دې خبرې سره موافقه ده چې له کورني فشار سره مل يې د بريدونو د ډار له امله له خپل کار څخه لاس واخيست.

نوموړې وويل: «ما په ننگرهار کې د بېلابېلو رسنيو لپاره کار کاوه. اوس مې کورنۍ نور کار ته نه پريږدي. دلته يوازې د طالبانو د ډار موجوديت نه دی. خپل خپلوان مو هم په يوه لاره يا بله لاره گواښوي. هغوی راته وايي که راډېو ته لاړه شم، ښايي ووژل شم.»

د ننگرهار د اطلاعاتو او فرهنگ رياست کارکوونکې، پښتنې وويل، نارينه وو ته پکار ته ښځو ته د کار خوندي چاپېريال رامنځته کړي.  

که چېرته سيمه ييز چارواکي غواړي ښځې د رسنيو په ډگر کې کار وکړي، ورته مسؤوليت لري چې په دې برخه کې ډاډ او باور رامنځته کړي.

پښتنې په دوام وويل: «که چېرته حکومت د رسنيو پراختيا غواړي، بايد عمومي چار چلن سم کړي. خلک ډاريږي. هغوی په دې اند دي چې امينت خراب دی او د کار ځای ته تگ خوندي نه دی.»  

د «مزل» خصوصي راډېو سټيشن مشر، عبدالله هوډ له دې سره موافق دی چې د کارکوونکو ښځو شمېره رالوېدلې ده. هغه وويل، د دې کار لامل د تاوتريخوالي د ډار په پرتله تر ډېره بريده اقتصادي دی.

هغه وويل: «ښځينه خبريالانې زياتې ستونزې لري، لکه: د امنيت نشتوالی او کورني خنډونه.  تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې راډېو گانې دومره پيسې نه لري چې [ښه] معاشونه ورکړي.»

د ننگرهار د والي وياند، عطاءالله خوگياڼي وويل، اداره په رسنيو کې د ښځو د کار له دوام سره خپلو مرستو ته ژمنه ده. 

هغه وويل: «په رښتيا هم ښځينه خبريالانې په ننگرهار کې له ستونزو سره لاس او گرېوان دي، خو ولايتي حکومت د هغوی د نارينه همکارانو په پرتله له دوی [ښځو] سره ډېره مرسته کړې ده. موږ په  اصلي ستونزو پوهيږو او په پام کې لرو له ښځينه خبريالانو سره له نژدې کار وکړو.»

د ننگرهار د خبريالانو د دفاع د ډلې مشر، عبدالمعید هاشمي له دې سره موافق و، چې ښځينه ژورنالستانې په ټول هېواد له ننگونو سره مخ دي، خو په ننگرهار کې وضع تر ټولو ناوړه ده. نوموړي له حکومت او د رسنيو د ډگر له چارواکو څخه وغوښتل، هڅه وکړي داسې شرايط رامنځته کړي چې ښځې په دې برخه کې خپلو کارونو ته دوام ورکړای شي.

نوموړي په دوام وويل: «ښځينه خبريالانې له هر راز ستونزو سره مخ دي. امنيتي چارواکي او د رسنيو خاوندان بايد د ښځينه خبريالانو اندېښنو ته پام واړوي. بايد کاري فرصتونه ورته چمتو کړي، امنيتي ستونزې او د کورنۍ له خوا تپل شوي خنډونه ټول په پام کې ونيسي.