Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان مېرمنې د سپورټ په خوب او خيال کې

د تبعيض او د سرچينو د نيمگړي موجوديت له امله د لوبو زمينه د گوتو په شمېر مېرمنو ته برابره ده، سيالي خو لا پر خپل ځای پريږده.
By Farid Tanha
په کابل کې د ښځو د جمنازيوم د افغانستان د نجونو د رزمي تمرين. (عکس: John Moore/Getty Images)

د چهاريکارو اوسيدونکې، ٣٠ کلنه شکېبا رزاقي هغه مهال له تيکواندو سره مينه پيدا شوه چې د پروان ولايت د بدني روزنې رياست په انګړ کې ددې لوبې لپاره یوه لومړنی لوبغالی چمتوشو.

رزاقي په کورس کې د نوم ليکونکو په ډلې کې لومړۍ هغه وه، چې د ښځو د چارو د رياست د بدني روزنې په لوبغالي کې يې په ډېره مينه او شوق څلور مياشتې پرله پسې مشق او تمرين وکړ. د خلکو ملنډو او ترټنو د هغې زغم له منځه يو نه وړ او له خپلې موخې په شا نشوه.

نوموړې وویل «زما په گډون زيات شمېر نجونې او ښځې مشق او تمرين ته په تگ او راتگ کې له گواښونو سره مخ شوي يو څوڅوځلي راته ويل شوې چې باید له سپورت څخه لاس واخلو، خو موږ د خپلې مينې او علاقې له مخې خپل کار ته دوام ورکړ.»

وروسته يوه شپه وسله والو سړو د ښځو د چارو پر رياست بريد وکړ، د بدني روزنې د لوبغالي کړکۍ يې ماتې کړې او وسايل او تجهيزات يې دړې وړې کړل. له هغې وروسته هيچا زړه ښه نه کړ چې لوبو ته دوام ورکړي. 

رزاقي زياته کړه: «سره له دې چې امنيتي چارواکو ته د پېښې په اړه خبر ورکړ شو، خو چا هيڅ هم ونه کړل. موږ تر اوسه په سپورټي لوبو کې گډون نشو کولای.»

د افغاني سپورټ په ډگر کې د مېرمنو گډون په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر نسکورېدو راوروسته ډېر پرمختگ وکړ.

په گڼ شمېر ښارونو کې د ښځينه لوبغاړو د سپورتي لوبو لپاره حکومتي تاسيسات موجود دي. د افغانستان ښځينه سيالۍ کوونکو په سيمه ييزو او همدارنگه نړيوالو لوبو کې زيات شمېر مډالونه تر لاسه کړي دي.

زاړه پاله دودونه د تمرين او لوبو پر مهال د ښځو مورال او بدني روغتيا کمزورې کوي. د رزاقي په څېر د زياترو ليوالو اماتورانو په وړاندې محدود فرصتونه موجود دي.

د پلازمېنې کابل، شمال ته د پروان ولايت چارواکي وايي، د ښځو لپاره د سپورټي لوبو د ډگرونو د جوړولو د هڅو په وړاندې يو په بل پسې خنډونه راپيدا کيږي.

د پروان ولايت د بدني روزنې رئيس، سيد حسام الدين سادات وويل، په دې ولايت کې يوازې د نارينه گانو لپار ١٨ سپورتي فدراسيونونه موجود دي، خو د ښځو د سپورت کوم تاسيسات نشته.

هغه وويل: «موږ څو ځلې د ښځو د سپورټ د فدراسيون د جوړولو هڅه وکړه، خو د امنيتي گواښونو، ټولنيزو ستونزو، لوڼو ته د کورنيو له خوا په سپورټ کې د اجازې د نه ورکولو او د يو سم او مناسب ځای د نشتوالي له امله د يوه ډگر پر جوړولو هم بريالي نشو.»

د پروان ولايت د ښځو د چارو رئيسه، نادره گياه مني چې د سرچينو د نشتوالی او د عمومي تبعيض د موجوديت له امله پر ستونزو برلاسی کېدای نشي.

هغې وويل: «پر دې سربېره چې د ودانۍ دننه د ښځو د سپورټ د لوبځايونو د جوړولو په اړه مو له څو مرستندويه موسسو سره خبرې کړي، له نارينه گانو سره هم لگيا يو خبرې کوو، ترڅو وپوهيږي چې سپورت د ښځو او نجونو لپاره څومره اهميت او ارزښت لري.»

په چهاريکارو کې د «گل غونډۍ» په نامه يو ځای موجود دی، چې يو شمېر زړورې مېرمنې پکې  ځغاسته کوي.

پوليس په سيمې کې هره ورځ گزمې کوي، خو ځغاسته کوونکې مېرمنې وايي لا تر اوسه هم د خونديتوب احساس نه کوي.

د پروان د ولايتي شورا غړې، هوسۍ بيان په منظم ډول هلته د ځغاستې لپاره ځي او خپل د وينې کلسترول کموي.

هغې وويل، له ښاروالۍ سره يې خبرې کړې دي چې د نړيوال بانک په پیسو   د هبيتات موسسې له خوا  يو لوبغالی جوړ کړي.

اوسمهال گل غونډۍ د ځغاستې  لپاره يوازځینۍ ځای دی.

هغې وويل: «ډاکټرانو راته ويلي چې سپورټ وکړم، خو داسې ځای په پروان کې نشم موندلای چې هلته په منظم ډول تمرين وکړم. له دې امله گل غونډۍ ته راځم او منډې وهم. سره له دې چې دلته د امنيت احساس نه کوم.»

امنيتي چارواکي دا ادعاگانې نه مني چې امنيتي خطرونه د سپورټي فعاليتونو په سرته رسولو کې د ښځو پر وړاندې خنډ دی.

د پروان ولايت د پوليسو قوماندان، محمد زمان مموزي يادونه وکړه، پوليس د گل غونډۍ سيمه په منظم ډول څاري، «ترڅو وگوري چې هلته څوک ښځينه ځغاسته کوونکو ته سرخوږی جوړ نه کړي او ونه يې ځوروي.»

هغه وويل، په داسې حال کې چې فرهنگي حساسيتونه ښايي د سپورت د لېوالو مېرمنو مخه ونيسي، خو پوليس له هغو ښځو او نجونو سره مرسته کوي چې غواړي په دغو فعاليتونو کې گډون وکړي.  

هغه وويل: «موږ ته تر اوسه له نجونو يا کومې موسسې څخه شکايتونه نه دي رسيدلي چې څوک او کله په سپورتي فعاليتونو کې د نجونو مخه نيسي. موږ د هر راز امنيتي ستونزې هوارۍ ته چمتو يو.»

آن د ټولنې ازاد فکره غړي له ناوړه چلن څخه ډاريږي.

د پروان پوهنتون د درې ادبياتو محصل، شفيع الله وويل، د سپورټ تمرين ښځو ته د نارينه گانو په څېر ارزښت لري.

د نوموړي کورنۍ د هغه دوو خويندو ته اجازه نه ورکوي چې د سپورټ د تاسيساتو د نشتوالي او د خلکو د ځورونې له امله په سپورټي فعاليتونو کې برخه واخلي.

شفيع الله وويل: «که چېرته شرايط ښه وای، نو هيڅکله به مو د هغوی ممانعت نه وای کړی.»

د سپورټ کولو چانس

ديني عالمان وايي که چېرته اسلامي اصول په پآم کې ونیول شي ، په سپورټ کې د ښځو په گډون کولو هيڅ ډول ممانعت نشته.

د پروان ولايت يو مشهور ديني عالم، مولوي زمری قانع وايي: «که چېرته سپورټ کوونکې مېرمنې اسلامي حجاب واغوندي، د نارينه گانو له سترگو پټ په يو مناسب ځای کې سپورټ وکړي او روزنکې يې مېرمنه وي، په اسلام کې د هغوی په وړاندې ممانعت نشته.»

آن په ښونځيو کې نجونې د بدني روزنې ډېر لږ فرصت لري.

د چهاريکارو د حرۀ جلالی د لېسې اوولس کلنه زده کوونکې، زينت د ښوونځي په انگړ کې له خپلو ملگرو سره د واليبال لوبه کوي. هغې وويل، يو ښه او مناسب سپورټي ډگر وجود نه لري.

هغې وويل: «زه په يو سم او سمبال ميدان کې د واليبال له لوبې سره ډېره مينه لرم، په دې هيله چې په کورنيو او نړيوالو لوبو کې گډون وکړای شم، خو پر دې پوهيږم چې هيڅکله به مې دا ارمان پوره نشي.»

د حرۀ جلالي ليسې سرښوونکې، زرمينې ميرزاده وويل، په سلگونه نورې نجونې غواړي سپورټي لوبې وکړي، خو د تاسيساتو د نشتوالي امله خواشينې دي.  

هغې وويل: «زموږ د ښوونځي زده کوونکي په ښوونځي کې د يو مناسب، خوندي او سمبال سپورټي ډگر لېوالې دي. سره له دې چې د پروان ولايت د سپورټ له رياست سره مو اړيکې نيولي، خو زموږ غوښتنې ته يې پام  نه دی اړولی . آن زموږ د ښوونځي نجونې يې نه دي ليدلي.»

سادات وويل، نوموړې ادعاگانې عادلانه نه دي.

هغه وويل: «موږ نجونو ته د سپورټي فعاليتونو د چمتو کولو لېوالتيا لرو، که د ښوونځي دننه وي يا بهر. خو د مالي سرچينو د نشتوالي له امله مو لاسونه لنډ دي.»

دمگړۍ زاړه پاله تبعيضونه پر خپل ځای ولاړ دي. د کابل – پروان په لويه لار د ٢٥ کلن رامين په نامه يوه موټر چلوونکي وويل، هغه د ښځو له سپورټ سره په بشپړ ډول مخالف دی.

هغه وويل: «د نجونو له سپورټ او سياليو سره څه کار دی؟ ښځې بايد په کور ناستې وي، د کور کارونه وکړي او د مور په توگه خپل مسؤوليتونه سرته ورسوي. سپورټ او دې ته ورته نور فعاليتونه يوه پلمه ده چې ښځې ناسمو لارو ته بيايي. دا شيان ورکوه.»