Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان ماشومان د طالبانو په لیکو کې جګړې ته لمسول کیږي

ماشوم سرتېري د مخالفانو په لیکو کې د خپلو جذبېدو کیسه کوي.
By Asadullah Jabarkhil
تنکي هلکان د طالبانو په لاسونو کې لویدیلي او د درواغو په کیسو او انځورونو يې غولوي چې ګوندې بهرنیان ناسم کارونه کوي. (عکس: Spencer Platt/Getty Images)

صفدرشاه ۱۵ کلن او د طالبانو په لیکو کې شپږ میاشتې جنګېدلی دی.

نوموړی تنکی ځوان د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی. هغه په کور پسې ډېر خپه شوی و، نور يې زغملی نشو او په پای کې د ملېشو له لیکو وتښتېد. اوس له هغوی (مخالفانو) سره له یوځای کېدو څخه پښېمان دی.

[صفدر] شاه د جلال آباد په ښار کې له خپله کوره بهر په یوې تنګې کوڅه کې له آی ډبلیو پی آر سره په خبرو کې وویل، د یو نژدې خپلوان په واسطه، چې په یوې مدرسې کې يې تدریس کاوه، طالبانو ځانته جلب او په خپلو لیکو کې ونیو.    

دغه هلک ته د هغو خلکو انځورونه وښودل شول، چې د رپوټونو له مخې د متحده ایالتونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي. همداراز به يې ورته په پرله پسې ډول د ایتلافي پوځونو کیسې کولې چې ګوندې پر افغاني مېرمنو تجاوز کوي.

هغه وویل: «د هغو پېښو په اړه چې راته ویل کېدل ورو ورو احساساتي کېدم او خوښ وم چې د طالبانو له لیکو سره یوځای شم او جهاد وکړم. موږ ته به قوماندانانو ویل چې زموږ هېواد کافرانو نیولی او اشغال کړی دی. دا زموږ دنده ده چې خپل هېواد آزاد کړو.»

صفدر شاه ته د جلب او جذب په لومړۍ ورځ د AK-47 کلاشینکوف د کارولو روزنه ورکړل شوه. هغه ته د ګزمې کولو چل هم وښودل شو. کاله ته له تګ دمخه يې شپږ میاشتې له طالبانو سره د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې جګړه وکړه.  

هغه وویل، هغه ته وروسته تر دې له مخالفانو سره د خپلې ژمنې په اړه پوښتنې پیدا شوې، یوه شپه يې مور په خوب کې ولېده چې ورته يې وویل، کور ته راستون شي.

هغه وویل: «کله چې مې د تګ پرېکړه وکړه، له خپل قوماندان څخه مې اجازه وغوښته. هغه راباندې په غوسه شو.» هغه په دوام وویل: «هغه ماته کور ته د تګ اجازه رانه کړه. کله چې یوه شپه په ګزمه وتلی وم، د تېښتې فکر مې په سر کې پیدا شو.»

«ساعتونه ساعتونه مې لاره ووهله، ترڅو په پای کې یوه سړک ته ورسېدم. دلته مې وکړای شول په موټر کې ځان وباسم.»

د صفدرشاه پلار، ۴۳ کلن قدیر وویل، کورنۍ يې د دغه تنکي ځوان د ورکېدو له امله ګیچه شوې وه. هغه وویل، د هلک مور له ډېرې اندېښنې نه ناروغه شوه. هغه [خپل زوی] کښته او پورته په دې هیله ډېر ولټولو چې ؛وندې پیدا او خوندي به يې کور ته راولي.

هغه وویل:«کله چې مې زوی یو ناڅاپه ورک شو، د روغتون په ګډون مې ټول ځایونه ورپسې ولټول. کله چې له شپږو میاشتو وروسته بېرته راغی، باور مو نه کاوه چې هغه به دی وي.»

له دې سره سره چې طالبانو د تنکیو ځوانانو د جلب خبره رد کړې، پخوانیو جنګیالیو او د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو د دې پخلی وکړ چې د لږ عمر کوچنیان د مخالفانو له خوا جذبیږي. ځینو ډار څرګند کړ، چې د هغوی شمېره مخ په زیاتېدو ده.  

د ننګرهار د ځوانانو څارنوال، عبدالوحید حکیمي وویل، هغه ته معلومه ده چې په تېرو دولسو میاشتو کې  ۳۰ تنه ځوانان د طالبانو او نورو وسله والو له لیکو سره یوځای شوي دي.

هغه وویل، د هغه په باور په دې شمېره کې د تېرو کلونو په پرتله د اندېښنې وړ زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل: «موږ پوهیږو چې ناسمې جوړې شوې ویدیوګانې د وسله والو ډلو تر لاسه لاندې مدرسو کې زده کوونکو ته ښودل کيږي. هغوی په قصدي توګه پر حکومت ناسمه ټاپه لګوي. مخالفان په دغو لار کوچنیان غولوي او بې لارې کوي.»

«هغوی ته ویل کیږي، چې بې دینه خلک افغانستان ته راغلي. باید افغانان يې په وړاندې پاڅون وکړي. کوچنیانو ته ویل کیږي. که چېرته په دغه لار کې ووژل شی، نو جنت ته ځي.»

دغه راز پېښه په ۱۶ کلن محمد عیسی ساجد هم تېره شوې ده، چې اوس د طالبانو له لیکو سره د یوځای کېدو په تور له حبس تېرولو وروسته په جلال آباد [ننګرهار] کې کېلې پلوري.

نوموړی هم په مدرسه کې د ښوونکو له خوا د طالبانو له لیکو سره یوځای کېدو ته هڅول شوی، خو دومره ده چې هغه مهال هغه په پاکستان کې اوسېده.

ساجد وویل، هغه له طالبانو په لیکو کې جګړه بس کړه. د دیارلسو میاشتو په موده کې يې بې شمېره ماینونه (IEDs) ښخ کړي دي.

هغه وویل: «ما به په هغو سیمو کې چې طالبانو به د کنترلو تر لاسه کولو لپاره جګړه کوله، تر پلونو لاندې میانونه ښخول. له دې امله چې زه ځوان وم، د ګوتو په شمېر خلکو زما کار ته پام درلود.»

نوموړی هغه مهال د چارواکو له خوا ونیول شو چې د غنی خېلو په یوه بازار کې يې د اړتیا وړ شیان اخیستل. وروسته پر یو نیم کال بند محکوم شو.

افغاني قوانینو د نړیوالو قوانینو په څېر کوچنیانو او لویانو ته د بند په اړه جلا لارښود چمتو کړی.

د افغانستان د جزا د قانون د ۳۹ مادې له مخې د ۱۲ او ۱۵ کلونو تر منځ کوچنیان د لویانو ته د ورته بند په یو په درېمه برخه او لویانو ته همغه پوره برخه بند ورکول کیږي. هغه کوچنیان چې د ۱۵ او ۱۷ کلونو تر منځ عمر لري، د لویانو د بند نیمايی موده تېروي. که د چا عمر تر ۱۲ کلونو ټیټ وي، هغه ماشوم بلل کیږي او د تر سره شوي جرم په وړاندې نه بندي کیږي.    

د ننګرهار د پولیسو د رسنیو مشر، حضرت حسین مشرقیوال وویل، افسرانو پخوا د طالبانو په لیکو کې جګړه کوونکی ماشومان نیولي دي، د نیول شوو کوچنیانو کره شمېر ورسره نه وه.

«پخوا مو یو شمېر کوچنیان نیولي چې یا د مخالفانو له لیکو څخه تښتېدل او یا تلل چې له لیکو سره يې یوځای شي. همدارنګه مو د جګړې په ډګر کې وسله وال کوچنیان نیولي دي.»

په ننګرهار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون چارواکو وویل، هغوی خبر دي چې کوچنیان د طالبانو په لیکو کې جنګیږي.  

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د ځوانانو د څانګې مشر، غلام حسین بې وس وویل، «موږ په وسله والو ډلو کې د کوچنیانو پر موجودیت ډېر اندېښمن یو.» هغه وویل، د هغه کمیسیون په دې اړه مستقلې څېړنې نه دي کړي.

سره له دې چې طالبان خپله جګړه غزا بولي، ملا امامان وايي، د جګړې په ډګر کې د کوچنیانو د جلبولو لپاره کومه پلمه نشته.

د فضل الله ممتاز په نامه یوه دیني عالم وویل، اسلامي قانون د کوچنیانو د جګړې په اړه څرګندونې کړي دي.

هغه وویل: «د اسلامی لارښوونو له مخې هر هغه ډله چې کوچنیان جګړې ته استوي، جنایت تر سر کوي. د کوچنیانو حقونه اوژوند باید تر ګواښ لاندې رانشي.»

له طالب چارواکو څخه د تبصرې اخیستلو هڅه بریالۍ نشوه. دغه ډلې پروسږکال یوه بیانیه خپره کړې چې په خپلو لیکو کې يې د کوچنیانو له ګډون څخه غاړه غړولې وه.