Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان قابلو خپل ارزښت څرگند کړ

د کلو او کورونو د څارنې پروگرام تر ډېره بريده د مور او ماشوم د مړينې مخه نيولې ده
By Arezo Mohammadi
يوه افغاني محصله قابله د باميانو په ولايتي روغتون کې د يوې اميندوارې مېرمنې د معاينې په حال کې (عکس: Paula Bronstein/Getty Images)

د درېو اولادونو مور، ٣٤ کلنه فاطمه د خپلو اولادونو د زېږولو ترخې خاطې لري. دوه اولادونه يې له کومې طبي مرستې پرته په خپل کاله کي زېږولي دي.

د بغلان ولايت نوموړې اوسېدونکې آی ډبليو پي آر ته وويل: «ما د دې دوو اولادونو په زېږولو کې ډېر کړاوونه ليدلی او نژدې مړه شوې وم.»

يو کال دمخه د هغه د زوی زوکړه بل راز وه. هغه سيمه ييز روغتون ته يوړل شوه او دمسلکي قابلو تر څارنې لاندې يې په خوندي ډول ماشوم وزېږولو.

فاطمې وويل: «د دغه کلينيک قابلې لايقې او ډېر کار کوي. هغوی د ټول کلي د اوسېدونکو خدمت کوي.» نوموړې زياته کړه، د هغې په اړونده سيمه کې د مور ماشوم مړينه د دغه خدمت له پېلېدو وروسته ډېره راټيټه شوې ده.

هغې وويل: «د دغو ځوانو قابلو له کار څخه دمخه هر کال د ماشوم د زېږېدو پر مهال گڼ شمېر مېرمنې مړې کېدې. اوس گڼ شمېر مېرمنې د ژوندې پاتې کدو تمه لرلای شي.»

د شمالي ولايت بغلان مېرمنې وايي، روزنيزو برياليو پروگرامونو او د نړيوالو ناحکومتي موسسو هلو ځلو د هغوی په سيمه کې د ښځينه ډاکټرانو او قابلو شمېر لوړ کړی. 

د طالبانو له رژيم څخه وروسته په وضع کې ډېر ژر د پام وړ ښه والی راغی. د يوې ملي سروې له مخې پخوا په هرو سلو زرو ميندو کې ١٦٠٠ مېرمنې د اميدوارۍ او ماشوم د زېږولو پر مهال مړې کېدې. د ملگرو ملتونو د وينا له مخې اوس دا شمېره په هرو سلو زرو مېرمنو کې ٤٠٠ ته رالوېدلې ده. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت نوموړې شمېرې نورې هم ټيټې ښودلې، وايي په هرو سلو زرو مېرمنو کې ٣٢٧ مېرمنې مري.  

دا شمېره لا اوس هم د نړۍ په کچه د مور او ماشوم د مړينې لوړه شمېره ده. د دغه کار عمده لامل لومړنۍ روغتيا څارنې ته د لاسرسي نشتوالی،  ناوړه دودونه، د ټيټ عمر ودونه او نارينه ډاکټرانو ته د ښځينه ناروغانو نه وړل دي. 

په زياترو کليوالي سيمو کې د گوتو په شمېر روزل شوې قابلې او ښځې، چې د زېږون په دوديزو لارو ډډه لگوي، موجودې دي او لږ طبي معلومات لري.

د بغلان د روغتيايي چارو کارکوونکي وايي، د ځايي سيمو پرمختگ د هڅونې وړ دی.

د بغلان د روغتون اداري مسؤول، عبدالحليم غفاري وويل: «د پنځلسو کلونو پخوا په پرتله نن سبا د بغلان ولايت په طبي ډگر کې ډېر بدلونونه تر سترگو کيږي. د طالبانو تر سقوط وروسته يوازې دوې يا درې قابلې وې، په داسې حال کې اوس له نېکه مرغه له سلو زياتې قابلې، نرسان او ډاکتران موجود دي، چې له امله يې د مور ماشوم مړينه نيمايي ته راټيټه شوې ده.»

هغه وويل، په دغه ولايت کې اوس درې روغتونونه او پنځلس کلينيکونه موجود دي. په دغو تاسيساتو کې د ښځو او نجونو نسايي او ولادي کتنې او درملنه سرته رسيږي. همدارنگه په بغلان کې له لسو زيات شخصي کلينيکونه هم جوړ شوي دي.

د کارپوهانو په وينا د قابلو د روزنې او په ولايتونو کې د قابلو د روزنې د ښوونځيو پرانيستلو په اړه ښايي د اوږدې مودې تگلارو ته پام واړول شي.

په ٢٠٠٢ کال کې په افغانستان کې څه کم ٥٠٠ قابلې موجودې وې. لس کاله وروسته دا شمېره نژدې پنځو زرو ته پورته شوې ده.

د روغتيا په ډگر کې د ښځينه کارکوونکو پر روزنې ټينگار د افغانستان په څېر يو دوديز هېواد کې په ځانگړي ډول د اهميت وړ دی. نارينه ډاکټرانو ته د ښځينه ناروغانو ورتگ شرم گڼل کيږي.

(د زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: افغانستان: «غيرت» هغه اصل، چې د مور - ماشوم د څارنې او مواظبت مخه نيسي)

شريفه بهزاد د بغلان ولايت په پلخمري کې د مريم په نامه د يوه شخصي روغتون خاونده ده. 

يوڅلوېښت کلنې قابلې، چې له شلو کالو راهيسې کار کوي، وويل: «پخوا به دلته ښځې په ډېر ناوړه حالت کې رارسېدلې. کله چې به يې له مېړونه څخه وپوښتل شول، ولې دمخه نه راتلئ، نو دليل به يې دا راوړ چې دلته ښځينه ډاکټرانې نشته او د خلکو له نيوکو او ملنډو ډارېدو چې خپلې ښځې پر نارينه ډاکټرانو باندې معاينه کړو. موږ په رښتيا هم ټکني وو.»

هغې وويل: «له نېکه مرغه، حکومتي ادارو او بهرنيو موسسو په زياترو ښارونو او ولسواليو کې يو شمېر کلينيکونه جوړ کړي او ښځينه ډاکټرانې يې پکې په کار گومارلي، چې د ښځو کړاوونه يې کم کړي دي.» نوموړې زياته کړه، دولت بايد په دغه ډگر کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

روزنيزو سرچينو ته لاسرسی هم ښه شوی دی. د حکيم سنايي پوهنتون شپږ کاله دمخه په بغلان کې جوړ شو. په دغه پوهنتون کې نارينه او ښځينه محصلانو ته د طب په ډگر کې زده کړه چمتو کيږي.

د نوموړي پوهنتون مؤسس، خيرالدين فياض وويل، زده کوونکو ته په سيمه ييز عامه روغتون کې د تجربوي کارونو زمينه برابره شوې ده. 

هغه وويل: «طبي زده کړې له تجربوي زده کړې پرته بې گټې دي. له دې امله محصلانو ته د تجربوي کار زمينه چمتو شوې ده.» نوموړي يادونه وکړۀ، د هغوی په سلگونه ډاکټران په بغلان ولايت کې په کار بوخت دي.

د بغلان ولايت د روغتون يو سوپروايزر، حليم غفاري له دې سره موافق دی، وايي، قابله محصلانې د عملي کار له دې فرصت څخه گټه اخلي چې په روغتون کې له روزل شوو کارکوونکو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

هغه په دوام وويل: «نن څه دپاسه سل ډاکټرانې، نرسانې او قابلې د بغلان په ټولو ١٤ ولسواليو کې کار کوي او خلک ترې ډېر خوښ دي.»

د بغلان د روغتيا د جمعيت انستيتوت په نامه يوه بله موسسه، د آغاخان د بنسټ په ملاتړ کار کوي او له ٢٠٠٣ کال راهيسې يې طبي وړيا روزنه چمتو کړې ده.

د لرې پرتو ولسواليو د مېرمنو په گډون گڼ شمېر مېرمنې هلته د قابله گۍ او روغتياپالنې په برخې کې په زده کړې بوختې دي او د زده کړې له بشپړولو وروسته به خپلو سيمو ته ورستنې شي. 

په بغلان کې د آغاخان د بنسټ د بشري سرچينو رئيس، شاه بيگ طالبي وويل، لا دمخه د ډنډ غوري، اندراب او دوشي په ولسواليو کې وړيا کلينيکونه جوړ شوي دي.

هغه وويل: «هر کال د بغلان ولايت له ولسواليو څخه لسگونه قابلې له دې انستيتوت څخه فارغيږي او خپلو ولسواليو ته د خدمت د سرته رسولو لپاره ستنيږي.» نوموړي زياته کړه، پاتې نورې د لوړ زده کړو لپاره پوهنتون ته ځي.

طالبي وويل: «د زده کړې ټول فيس د آغاخان بنسټ چمتو کوي. عملي زده کړې په خصوصي او دولتي روغتونونو کې چمتو کيږي.»

د اندراب د ولسوالۍ اوسېدونکې، شل کلنه نسرين غفاري په دې وروستيو کې له انستيتوت څخه فارغه شوې ده.

هغې وويل: «هغوی ټولې درسي اسانتياوې دلته چمتو کوي. ما هيڅکله د خپلو هيلو د رښتينولۍ خوب نه ليده. زه د انستيتوت له چارواکو څخه د زړه له کومي مننه کوم، چې زما د هيلو په رښتيا کولو کې يې له ما سره مرسته وکړه.»

د هغې بلې همټولگيوالې، د بغلان د دوشي د ولسوالۍ اوسېدونکې٢٦ کلنې نعيمې نظري درې کاله دمخه په قابله گۍ کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې.

هغې وويل: «زه وياړ لرم چې د خپلو خلکو خدمت کوم او مرسته ورسره کوم. خلک قانع دي، په کلينيکونو کې د سختو عملياتو په گډون ټولې اسناتياوې موجودې دي. پخوا به بهرينو ډاکټرانو دلته کار کاوه، خو اوس مو ټول کارکوونکي افغانان دي.»

سره له دې لا تر اوسه اوږده لار په مخکې پرته ده چې ميندو ته د اړتيا وړ ټولې روغتيايي مرستې چمتو شي. د کار د ښه والي له امله د خلکو په ژوند کې ډېر بدلون راغلی دی.

څلوېښت کلن داود خان د بغلان ولايت د دوشي د ولسوالۍ د چقمق د کلي اوسېدونکی دی.

د هغه له سترگو اوښکې تويېدې چې د طبي مرستو د نشتوالي له امله يې د خپلې لومړنۍ مېرمنې او د هغې د نوي زيږېدلي زوی مړينه يادوله. 

هغه ويل: «اته کاله دمخه ما خپله مېرمن او د ولادت پر مهال نوی زېږېدلی ماشوم زوی له لاسه ورکړ، ځکه په نژدې سيمه کې کوم کلينيک موجود نه و او نه پلخمري ته د تگ لاره وه چې مېرمن مې هلته د درملنې لپاره يوسم. اوس د خدای شکر دی چې په دوشي کې کلينيک موجود دی او پروسږکال هلته زما نوې مېرمنې يوه نجلۍ وزېږوله.»

خان په دوام وويل: «دلته ځوانې مهربانې مېرمنې کار کوي. موږ د هغوی ډېر منندوی يو او د خپلو مېرمنو په استازيتوب د دغه ژوند ژغورونکو پرښتو مننه کوو.»