Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغاني سیرامیکو ته تقاضا

ماهران او سوداګر وايي دا کسب و کار مخ په غوړېدو دی.
By Ahmad Lodin
An Afghan potter prepares bowls in his studio. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

اویا کلن دین محمد، چې لاسونه او جامې يې پر خټو ککړې دي، د خپلې کولالۍ د څرخ شاته ناست دی. هغه وویل، د هغه کار نه یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ ژوند غوړولی دی، بلکې له لسګونو کلونو وروسته هم له خپل کار څخه خوند اخلي .

هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «دا یوه ډېره ښه دنده ده. د ماشومتوب له کلونو څخه مې خوښیږي. له هماغه لومړیو شپو څخه آن لا تر اوسه پورې.»

هغه زیاته کړه: «ما دا دنده لومړی له خپل پلار څخه زده کړه، وروسته مې نور ډېر کولال وروزل.»

له روانې جګړې سره سره، کولالي د افغانستان په سویلی ولایت، کندهار کې مخ په وړاندې روانه ده.

کولال او سوداګر وایي، دا سکتور له اقتصادي ګډوډۍ سره سره، چې د هېواد زیاتره برخه يې ځپلې، خوندي پاتې ده. هغوی وایي، د دغه سوداګرۍ په وړاندې ستر ګواښ له چین او پاکستان څخه د ورته تولیداتو ارزانه واردول دي.

افغانستان د دودیزو هنرونو له ویاړه ډکه مخینه لري. کولال لا  تر اوسه پورې له هماغه میتوده کار اخلي چې زرګونه کلونه وړاندې کارېدل.

پنځوس کلن نور محمد کولال د غابونو، لوښو او د سیرامیک د نورو توکو د جوړولو پر بهیر رڼا واچوله.

هغه وویل: «لومړی ښه خاوره پیدا کوو، ځکه هره خاوره د کیفیت له مخې  کولالۍ لپاره مساعده نه وي. وروسته دغه خاوره غلبېلوو، ترڅو د کاڼو او د لرګیو د کوچنیو ټوټو په څېراضافی توکی ترې وباسو.له هغې وروسته له خاورې څخه خټه جوړوو، بیا خټه ټوټې ټوټې کوو او تر هغه فشار ورکوو چې په اصطلاح پخه شي. وروسته دلاسونو او څرخ په واسطه پخپل مهارت له خټې څخه لوښي جوړوو.»

«په پای کې لوښي د یوې ورځې لپاره په داش کې ږدو. بیا يې په مختلفو رنګونو سینګاروو  بازار ته وړاندې کوو .»

د کابل شمال ته د هندوکش به لمنو کې د استالف په ولسوالۍ کې یو کوچنی کلی له پخوا څخه د ښې خاورې او نورو څانګړتیاوو له امله د سیرامیک له نامه سره تړلی دی.

طالبانو دا سیمه په ۱۹۹۶ کې د شمالی ایتلاف د جنګیالیو له وتلو تالا کړه او په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته دا هنر یو ځل بیا وغوړېد.  

د استالف په څېر د کندهار ولایت د ډنډ د ولسوالۍ د شاهپور دروازې په نامه یو کوچنی کلی هم د خپلې  کولالۍ له امله ډېر شهرت موندلی دی. په دغه سیمه کې د سېرامیک په لسګونه ابتدایي فابریکې موجودې دي او د کندهار د ولایت د ودانیو د اړتیا وړ کاشيګانو په ګډون نور کولالي لوښي هم تولیدوي.   

د خواجه محمد په نامه یوه کولال وویل: «موږ نه یوازې خپل پام د سیرامیک لوښو جوړولو ته اړولی، بلکې د ودانیو د ښکلا او سینګار فرمایشونه هم منو.»

نوموړی زیاته کړه: «کولالي لوښو، لکه جک، چاینک، غابونو، ګلدانیو، د چلم لوښو او نور ته زیاته تقاضا موجوده ده.»

نظر محمد چې په شاهپور دروازه کې د سیرامیکو لوښو پلورلو یوه هټۍ لري، وویل، دا کار او کسب مخ په غوړېدو دی.

هغه وویل: «زه دلته د ورځې له ۵۰ څخه تر سلو پورې سیرامیک لوښی پلورم. زما مشتریان وايي، د ښیښه يي يا نیکلي لوښو په پرتله راته په کولالي لوښو کې څښاک او خوراک ښه مزه راکوي»

«د ورځې د لسو او شلو امریکايي ډالرو په منځ کې عاید لرم، له دې امله له خپلې دندې ډېر راضي یم.»

د ګل محد په نامه یوه ځايي اوسېدونکي وویل، که یخچال نه وي، نو سیرامیک لوښي د خواړو او څښلو اوبو د سړو ساتلو لپاره ډېر ښه دي.

هغه وویل: «موږ د اوبو د سړولو لپاره تل په کور کې د کولالۍ چاټۍ یو ځانګړی غټ لوښی لرو. دا دلته یو دودیز کار دی.»

د کندهار یوه سپین ږيري، حاجي محمد حسین مني چې د سیمې هوا له امله کولالي لوښي ډېر ګټور دي.

هغه وویل: «دا ولایت وچ اقلیم لري او په اوړي کې پکې هوا ډېره توده وي. خلک  د برښنا د نه موجودیت اود بېوزلۍ له امله خپل خواړه په خټینو لوښو کې ساړه ساتي.»

«په کولالیو لوښو کې پاخه شوي خواړه ډېر مزه کوي، کولالي لوښي د ښیښه يي لوښو په پرتله ډېر ارزان لویږي.»

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې دهنر د څانګې مشر، محمد نصیر هېواد وویل، د ځايي کولالانو کسب څه ناڅه ۵۰۰۰ کلونو مخینه لري.

هغه له دې سره موافق دی چې دغه صنعت د پراختیا په حال کې دی، خو ويې ویل، د پاکستان، هند او چین له هېوادونو څخه د ارزانبیه لوښو تولید دې صنعت ته یو ګواښ رامنځته کړي دی.

هغه وویل: «له موږ سره حکومت ډېره مرسته نه کوي، چې زموږ سیرامیک او صنعت پرمختګ وکړي.ژمنه کوم چې په نژدې راتلونکې کې به په کندهار کې د کولالۍ د کار د لا زیات شهرت لپاره یو  نندارتون جوړ کړم، ترڅو د هغوی د صنعت د پېرودلو لپاره ډېر خلک وهڅیږي.»