افغاني رسنۍ د پوچې او مبتذلې منځپانگې له امله تر نیوکو لاندې

خپروونکو ته د افغاني ارزښتونو د بې سیکه کولو له امله گوته وڅنډل شوه.

افغاني رسنۍ د پوچې او مبتذلې منځپانگې له امله تر نیوکو لاندې

خپروونکو ته د افغاني ارزښتونو د بې سیکه کولو له امله گوته وڅنډل شوه.

د ختیځ ولایت پکتیا اوسیدونکي کبیر یو اسلامي مبلغ ، هغو افغان هېوادوالو ته گوته څنډی چې د تلویزیوني سریالونو ننداره کوي او مبتذلې رادیوي خپرونې اوري.

دنوموړي په وینا دغه راز غیر اسلامي فرهنگ د دې لامل کیږي چې هغوی د حقیقت له لارې واوړي. هغه زیاته کړه  چې په دې اړه هغه او د هغه نورو ملگرو عالمانو خلکوته پوره لارښوونې کړي دي.

هغه وویل: «رادیوي سټیشنونه ټوله ورځ موسیقي غږوي، له نجونو سره خبرې کوي او د بې گټې او غیر ضروري موضوعگانو په اړه بحثونه کوي. ، دغه راز رسنۍ ټولنه پر انحرافي لارو وړي او پروگرامونه يې حیثت ته تاوان رسوي. که زه واک  ولرم، نو ځینې دغه ډرامې به بندې کړم چې خپرې نشي او د یو شمېر رسنیو فعالیتونه به ودروم.»

د رسنیو دغه وده او پرمختگ په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته د افغانستان تر ټولو ستر بریالیتوب گڼل کېده.

له هماغه پیل څخه را پدیخوا پر رسنیو انتقادونو لړۍ روانه ده  چې د ځینو سرغړوونکو پروگرامونو له لارې خپروونکي افغاني ارزښتمن دودونه تر پښو لاندې کوي.  

د پکتیکا د رسنیو شبکو ته لارښوونه شوې چې خپلې ځینې خپرونې بندې کړي. په لسگونو خلک، چې آی ډبلیو پي آر ورسره مرکې کړي، وايي دغه خپرونې فرهنگي حساسیتونه راپاروي.

یو شمېر مرکه کوونکو وویل، د ځینو خپرونو معیارونه مخ پر ځوړ دي. لیدونکي او اوریدونکي ښه معلومات، زیات پوهنیز او روزنیز پروگرامونه غواړي چې هر چاته مناسب او د اورېدو وړ وي .

د ځاځیو د ولسوالۍ اوسیدونکې، عایشې وویل: «زه د ورځپاڼو له لوستلو سره مینه لرم او د تلویزیون د علمي او پوهنیزو پروگرامونو لیدل مې ډېر خوښیږي.خو داسې بریښي چې  د دې ځای رادیوگانې مهمې خپرونې نه لري. موږ ته یوازې هغه سندرې اورول کیږي چې مبتذل شعرونه لري او فکر مو خرابوي.»

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځه سیمه کې پروت دي او له نیم ملیون څخه لږ نفوس لري، چې زیاتره يې په قوم پښتانه دي.

په دغه ولایت کې اووه خصوصي رادیو ستیشنونه او له لسو څحه زیات چاپي رسنۍ موجودې دي.  د افغانستان ملي رادیو تلویزیون، چې د هېواد په کچه خپرونې لري، هلته هم خپریږي.

د ژوند رادیو  رئیس، نیازالله اصیل ځاځی دغه اندېښنې بیانوي.

هغه آی ډبلیو پی آر ته وویل: «د طالبانو د واکمنۍ په پېر کې موسیقي منع وه، خو کله چې دغه رژیم نسکور شو، ډېر ژر رادیو ستیشنونه رامنځته شول.هغوی د سندرو په خپرولو پیل وکړ، چې د ځینو اوریدونکو په اند د افغانستان محافظه کار ارزښتونو ته په پام نامناسبې وې.»

نوموړي زیاته کړه «یو شمېر يې تر ننه پورې دا خپرونې کوي، دا کار يې مسلکي نه دی. شک نشته چې د ټولنې په پراختیا او بدلون کې رسنۍ مهم رول لوبوي، خو هغوی باید خپل مسؤولیتونه په جدی ډول پر غاړه واخلي او داډ ورکړي چې د هغوی خپرونې د ټولنیزو ارزښتونو په وړاندې حساسې نه وي.»

د ځايي اوسیدونکي، قیام الدین په وینا یوه ستونزه دا ده چې رادیوي سټیشنونه زیاتره وخت د لمانځه پر مهال موسیقي خپروي. دغه کړنې ته په اسلامي ټولنو کې په ښه سترگه نه کتل کیږي.

هغه وویل: «زه پوهیږم، هغه ځوانان چې د ژورنالیزم د اخلاقو په اړه پر څه نه پوهیږي، خو بیا په رادیوگانو کې کار کوي. هغوی د مناسبو خپرونو د تولید لپاره لازمه روزنه، نه ده لیدلې.»

نوموړي زیاته کړه «ما ډېرځله  لیدلي چې د لمانځه پر مهال د موسیقۍ د اوریدلو له امله مشران خپه شوي .یو مهال یو مشر گواښ وکړ چې  رادیو به ماته کړي.»

د اوښتون راديو ویاند، امان الله احمدی وویل، کله چې پروگرامونه جوړیږي، نو  ټولنیز حساسیتونه په پام کې نیسي.

هغه وویل: «زموږ د رادیو کارکوونکي پوهیږی چې د دین یا ټولنیزو اخلاقو په وړاندې حساسیتونو ته په جدي ډول پام وشي. رسنۍ ښايي هغسې خپرونې وکړي چې ټولنې ته د منلو وړ وي.»

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس، محمد شفا مشفق هم له دې خبرې سره موافق دی چې د رسنیو پر معیارونو عمومي بحث ته اړتیا شته.  

هغه وویل، د هغه کارکوونکي شپه او ورځ لگیا دي، دغه موضوع هواره کړي چې هغه يې «د غیر مسلکي رسنیو» کار بولي.

هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «موږ له ځینو رسنیو سره غونډې کوو چې د معیار په اړه خبرې وکړو. هیله ده پر هغه څه چې خبرې شوي، د عمل جامه واغوندي او د هوارۍ لاره ورته پیدا شي.»

د پکتیکا والي، شمیم خان کټوازي تېره میاشت د رسنیو په يوې غونډه کې پر رسنیو ټینگاروکړ او ويي ویل، چې خپلې خپرونې پر فرهنگي او د ښوونې او روزنې پر پروگرامونو متمرکزې کړي.   

هغه وویل، مسؤولې رسنۍ ښايي د سیمې پر پرمختگ، په تېره بیا د زده کړې په اړه، لوی اغېز ولري.

هغه وویل: «د رسنیو شبکې د دې ولایت پر پرمختگ کې ارزښتمن او حیاتي رول لوبولای شي. هغوی کولای شي زموږ فرهنگ د ښوونیزو پروگرامونو له لارې پیاوړی کړي. هغوی باید د خپلو لیدونکو او اوریدونکو په وړاندې خپل مسؤولیت ته جدي پاملرنه وکړي.»

د خلکو نظر دا دی چې د بهرنیو سریالونو او ډرامو زیات خپرول د افغانستان ځوانو نجونو ته د ژوند غیر حقیقي هیلې ورکوي، یو شمېر نجونې یا له کوره تښتي او یا په خپل سر واده کوي.

د هغه ولایت د ښځو د چارو د ریاست رئیسې، موسکا منگل وویل، په دې ولایت کې یو شمېر خپرونې «په اخلاقي لحاظ کمزورې دی» او د کورنیو د زغم  وړ نه دي.

هغې وویل: «دلته له تلویزیونو څخه بهرنۍ نندارې خپریږي چې زموږ له فرهنگي ارزښتونو سره اړخ نه لگوي. موږ دلته داسې ژبه اورو چې د منلو نه ده او د نارینه گانو او ښځو تر منځ داسې خبرې اترې روانې وی چې له ځنډ پرته دیني عالمان پاروي.» دنوموړې په اند دغه راز غیر اخلاقي پروگرامونه له هغه چا سره مرسته کوي، چې رسنۍ زیان رسوونکې بولي. هغوی خلک دې ته رابولي چې نیوکې وکړي، له دې امله باید موږ احتیاط وکړو

د پکتیکا د مطبوعاتي کلوپ مشر، حقمل مسودزي ومنله چې گڼ شمېر خبریالان مسلکي روزنه نه لري او خپلې دندې ته د ساعت تېرۍ په سترگه گوري.

هغه وویل: «د شلو ساعتونو نامناسبو او گمراه کوونکو پروگرامونو د خپرولو پر ځای رادیوي شبکو ته پکار ده، داسې پروگرامونه خپاره کړي چې د ښه ژورنالیزم له معیارونو سره سمون ولري. لیدونکي او اورېدونکی له خپرونو گټه پورته کړي او وکړای شي گټورشیان زده کړي.»

Frontline Updates
Support local journalists