Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: څنگه نارينه سرغړوونکي د عدالت له منگولو څخه تېښته کوي

له زورواکو اشخاصو سره تړاولرونکو سرغړونکو ته اسانه ده چې له تعقيب څخه ځانونه بچ کړي.
By Wahida Shahkar
شمېرې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتيدو څرگندونه کوي. (عکس: Eric Kanalstein/UNAMA)

د شل کلنې نيلوفر سترگې له اوښکو ډکې وې، څادر يې له سره لرې کړ چې خپل پرې شوی غوږ ښکاره کړي. هغې وويل، په ورستي ځل ناندريو کې يې مېړه د هغې پر غوږ خوله ولگوله او د غوږ پوڅکۍ يې ورته پر غاښونو پرې کړه. 

نيلوفر چې د پروان ولايت د چهاريکارو اوسيدونکې ده، وايي، درې کاله مخکې د واده د لومړيو شېبو راهيسې تر اوسه پورې وهل ډبول کيږي او ناوړه چلن ورسره کيږي.

هغې وويل: «يوه ورځ مې مېړه د ناندريو لپاره يوه پلمه جوړه کړه، ويې ويل ولې مې د هغه جامې نه دې اوتو کړي. زما پر غوږ يې خوله ولگوله او يوه ټوټه يې بېله کړه. ما د غوږ هغه ټوټه واخيسته او په دې هيله ټولو کلينيکونو ته، لاړم،ترڅو بېرته يې راته پييوند کړي، خو ډاکټران د دې کار جوگه نه و.»

نيلوفر له خولې سوړ اوسيلی وايست، زياته يې کړه: «دا به راسره قبر ته يوسم.»

د هغې مېړه بندي شو، خو لږه موده وروسته بېرته خوشې شو. نيلوفر وويل، له سيمه ييزو زرواکو سره د تړاو له امله هغه له تعقيب څخه هم خوندي پاتې دی. 

د کابل ښار شمال لويديځ ته د پروان ولايت فعالان گوته څنډي چې د پراخ فساد له امله د جنسيت د تاوتريخوالي مجرمان د عدالت له منگولو څخه لرې پاتې دي.

آی ډبليو پي آر د يوې دوې مياشتنۍ څېړنې په اوږدو کې له لسگونو ښځو او فعالانو سره د جنسيت د تاوتريخوالي او عدلي فساد د تجربو په اړه مرکې سرته رسولي دي.

له کورني تاوتريخوالي څخه گڼ شمېر پاتې شوو ژونديو کسانو آی ډبليو پي آر ته ويلي، قضيې يې د زورواکانو د لاسوهنې له امله له خنډ سره مخ شوي دي. 

له ځايي جنگ سالارانو يا واک لرونکو چارواکو سره تړلو افرادو په منظم ډول له خپل دريځ څخه په گټې اخيستنې له عدلي تعقيب څخه ځانونه يوې خوا ته کړي دي.

له شمېرو څخه دا جوتیږي چې د ښځو پر وړاندې په تاوتريخوالي کې زياتوالی څرگنديږي. کارپوهان وايي، رسمي شمېرې د رښتينيو قضيو د يوې ډېرې کوچنۍ برخې څرگندونه کوي.

د پروان ولايت د ښځو د چارو په رياست کې د احصايي او پلان د مديريت په وينا د ٢٠١٦ کال د مارچ او جون د مياشتو تر منځ د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ٥٢ پېښې ثبتې شوې دي. د تېر کال په ورته وخت کې ټولې ٤٢ پېښې ثبتې شوې وې.

نيلوفر وويل، له هغه وروسته يې چارواکو ته مراجعه وکړه چې منځگړتوب کومه نتيجه ورنه کړه.

د نيلوفر پلار، محمد سليم آی ډبليو پي آر ته وويل: «زما د لور شکنجه د واده له هماغه لومړۍ ورځې څخه پيل شوه. څو ،څو ځلې د مېړه له کوره وتښتېده او موږ ته راغله. موږ بېرته د مشرانو له منځگړتوب وروسته هغه د خپل مېړه کور ته واستوله.»

د افغانستان په ډېرو برخو، په تېره بيا د حکومت له کنترول څخه په بهرسيمو کې، کليوال د خپلو لانجو او کورنيو ناندريو د هوارۍ لپاره ځانگړو او اسلامي محکمو ته مراجعه کوي.

د حبيب الله په نامه يوه ځايي مشر وويل، د قومي جرگو له لارې يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په لسگونو قضيې هوارې کړي دي.

هغه وويل، هغه او نورو مشرانو بيا بيا د نيلوفر له مېړه څخه غوښتنه کړې چې له خپلې مېرمنې سره د چار چلن لاره بدله کړي.

پراخ فساد

د پروان ولايت د ښځو د چارو رئيسې، نادرې گياه وويل، د جنسيت د تاوتريخوالي د لوړوالي اصلي ستونزه بېوزلي، د بشري حقونو په اړه د معلوماتو نشتوالی او د امنيت، قانون او عدلي بنسټونو کمزورتيا  ده.

هغې وويل: «کله چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيې حکومت ته وړاندې شي، ژر نه هواريږي او دا کار د لا نور تاوتريخوالي لامل کيږي. د دې تر څنگ د زورواکو اشخاصو لاسوهنه، بډې او فساد د تاوتريخوالي د پراخېدو نور لاملونه دي.»

د پروان ولايت د څارنوالۍ يوې سرچينې د دې خبرې پخلی وکړ، ډېری داسې افراد ورته معلوم دي چې پر ځايي ښځو يې بريدونه کړي او آن وژلې يې دي، خو له تعقيب څخه خوندي پاتې دي.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، کله چې د جنسيت په وړاندې د تاوتريخوالي کومه قضيه څارنوالۍ ته ورسيږي، نو هغوی تل تر فشار لاندې وي. 

هغه وويل: «د امنيت نشتوالی او همدارنگه د ټاکلو افرادو د گواښ او لاسوهنې له امله قانون په سم ډول نه پلی کيږي.»

افغان ولسمشر، محمد اشرف غني په عدلي سيستم کې د گواښونو له خطر څخه خبر دی.

نوموړي د اکتوبر په ٣١ په کابل کنفرانس کې وويل، حقوقي ادارې خپلواکې دي، هيڅوک د دې حق نه لري چې د هغوی په چارو کې لاسوهنه وکړي.

غني وويل: «له ټيټ رتبه کارکوونکې څخه نيولې تر لوی څارنوال پورې که څوک له قانون څخه  په هره کچه کومه سرغړونه وگوري، بايد قانوني گام پورته کړي.»

لوی څارنوال، فريد حکيمي هم په کنفرانس کې گوته وڅنډله، هيڅوک نشي کولای له قانونه وتښتي، د ښځو او کوچنيانو له حقونو څخه حمايت زما له لومړيتوبونو څخه دي.

هغه وويل: «قانون پر هر چا يو شان او برابر ډول پلی کيږي، هيڅ مجرم بايد له هغې څخه ونشي تښتيدای.»

د پروان ولايت د پوليسو قوماندان، محمد زمان مموزي دا خبره رد کړه چې گوندې نشي کولای د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي مجرمان بنديان کړي. هغه ومنله چې زورواک افراد په يو شمېر قضيو کې لاسوهنه کوي.

هغه په دوام وويل: «پوليس لږ واک لري. موږنشو کولای تر شک لاندې مجرم له بندې کيدو وروسته تر درېو ورځو څخه زيات وساتو. موږ نشو کولای د درېو ورځو په اوږدو کې د جرم په اړه ټول لاسوندي راټول کړو.»

نوموړي زیاته کړه «کله چې قضيه څارنوالۍ ته لاړه شي، نو پوره لاسوندي نه لري. څارنوالي قضيه محکمې ته سپاري او څرنگه چې کافي شواهد موجود نه وي، محکمه تر شک لاندې شخص خوشې کوي.»

هغه يادونه وکړه، پوليس تر خپل وس زيار کاږي، خو د خلکو، په تېره بيا د مشرانو او ديني عالمانو، په مرسته ډډه لگوي. دا گډه همکاري تل موجوده نه وي. خلک تر شک لاندې شخص محاکمې ته نه سپاري.

د پروان ولايت فعال، محمد صابر صفار دا وينا بابېزه وگڼله.

هغه وويل: «د پوليسو دا پلمې پر ځای نه دي. پوليس زيار باسي له قانون څخه وتښتي. خلکو تل په پروان کې له پوليسو او حقوقي او عدلي ادارو سره همکاري کړې ده، خو چارواکي پخپله تر دې کچې مفسد دي چې خلکو پرې خپل باور له لاسه ورکړی دی.»

صفار وويل، هغه ته ډېرې مستندې جرمې قضيې معلومې دي چې د سياستوالو او ځايي قانون ماتوونکو له فشاروروسته خوشې شوې دي. 

هغه په دوام وويل، بېوزلي خلک د عدالت چانس نه لري.

د پروان ولايت قانون جوړوونکې، ذکيې سنگين هم پر امنيتي، حقوقي او عدلي بنسټونو د کمزورتيا او بې پروايۍ تور پورې کړ.

هغې وويل: «له دې خبرې انکار نشي کېدای چې که زورواک مجرمان يا د واکمنو اشخاصو ملاتړ لرونکي خلک بنديان شي، ژر خوشې کيږي. دا کار د جرم د زياتوالي، په تېره بيا په خپل حق د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی،لامل کيږي.»

آی ډبليو پي آر د تاوتريخوالي بېشمېره لاسوندي تر لاسه کړي چې اړوند مجرمان پکې عدالت ته نه دي راکښل شوي.

د پروان ولايت د غوربند ولسوالۍ پنځلس کلنې ملالۍ آی ډبليو پي آر ته وويل، د ورور له وهلو وروسته شل او شوټ شوه.

هغې وويل: «د ميراث پر حق له ورور سره له لانجې وروسته هغه زه تر دې کچې ووهلم چې پښه يې راته ماته کړه.»

سره د دې چې مور يې د پېښې په اړه پوليسو ته خبر ورکړ او ورور يې بندي شو، خو له ١٥ ورځو وروسته خوشې شو.

ملالۍ وويل: «زما ورور په سيمه کې د يو شمېر سخت زړو او زورواکو افرادو انډيوال دی. هغوی هر څه چې وغواړي، کوي يې، ځکه پوهيږي چې پوليس ورته لاس هم نه وروړي.»

عدلي بهير آن په هغو حالتونو کې هم سرته نه رسيږي چې کومه ښځه پکې مړه شوې هم وي.

د روان کال په سر کې دغوربند اوسيدونکي، محمد سرور خپله شل کلنه لور، زهرا ووژله.

هغه آی ډبليوپي آر ته وويل: «زما لور د کورنۍ له ارادې پرته له يو چا سره مينه درلوده او په دې کار يې زموږ ښه نوم بد کړی و.»

«په زهرا مې ډېره غوسه راغله او په لرگي مې ووهله، ناڅاپه يې لرگی پر سریې ولگېد او مړه شوه.»

سرور په پيل کې د قتل په سزا ونيول شو، خو وروسته په ناڅرگند ډول خوشې شو، نه په رسمي ډول.

د سيد خيلو ولسوالۍ په يوې بلې پېښې کې شل کلنه کريمه خپل ورور ووژله، چې شک يې درلود له يوه کليوال سره مينه کوي. 

د پروان د پوليسو په قوماندانۍ کې يوې پوليسې مېرمنې، چې د نامه د پټ ساتلو غوښتنه يې کوله، آی ډبليو پي آر ته وويل: «په دې پېښه کې هيڅوک بندي نشو. زوررو خلکو د شکمن ملاتړ وکړ او پوليس و نشو کړای له هغوی سره مقابله وکړي.»

پر عدلي سيستم د باور د نشتوالي له امله خلک تل اړوندې موضوعگانې پخپله پرې کوي.

د صوفيانو د کلي اوسيدونکې، ٣٥ کلنه فريبا د ٢٠١٥ کال د جنورۍ په ١١ ووژل شوه. ځايي پوليس د قتل په تور د هغې د مېړه د نيولو لپاره سيمې ته لاړل.

د هغې ورور محمد سلطان وويل، باور نه لري چې د هغې قاتل به عدالت ته راکښل شي.

هغه وويل: «حکومت په فساد کې ډوب دی. موږ پر حقوقي او عدلي ادارو باور نه لرو. موږ به د خپلې خور د وينې بدل پخپله واخلو.»