Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: پومبه د کوکنارو پر ځای

ځايي خلک وايي، کېدای شي د یو مهال غوړېدونکی بوټی (پومبه) د یوه ښه بدیل بوټې په توگه کار وکړي.
By Gul Ahmad Ehsan
An Afghan man prays in a field of poppy. (Photo: Marco Di Lauro/Getty Images)

د هلمند فعالان پر کابل غږ کوي چې د خپلې ژمنه شوې مالي بودجې  له لارې په سویلی ولایت کې د پومبې دولتي فابریکه یو ځل بیا فعاله کړي .

دا فابریکه چې د بست د فابریکې په نامه یادیږي، درې کاله دمخه ویجاړه شوه او له امله يې په ولایت کې د پام وړ خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس له بېروزگارۍ کړیږي.  

د هغې د بندیدو راهیسې فعالانو په پرله پسې توګه پر مرکزي حکومت فشار راوړی، چې د نوموړې فابریکې د بیا فعالولو لپاره مالی مرسته چمتو کړي.

پروسږکال د افغانستان داقتصاد عالي شورا، چې د هېواد د اقتصادي پرمختگ د گړندې کولو په موخه کار کوي، دغه فاربریکې ته ۲.۴ میلونه ډاره مالی وجهه تصویب کړه، ځو تر اوسه دغه  وجهه نه ده لاسته راغلې.  

پروسږکال د دسمبر د میاشتې په وروستیو کې یوې غونډې ته په وینا کې یوه فعال، عبدالحق ځواکمن پر حکومت غږ وکړ چې خپله ژمنه پوره کړي. هغه وویل، دغه فابریکه د هلمند ولایت یوه لویه شتمني ده او داسې بریښی چې په لاسی ډول پرې سترگې پټې شوي او د سمیې اقتصاد ته يې خورا زیان اړولی دی.

هغه وویل: «د هلمند اوسیدونکي دا نشي زغملای چې له هغوی سره د دغه بنسټیزې او اساسي هڅې په اړه ژمنه پوره نشي. که چېرته د بست د فابریکې ستونزه هواره نشي  او د دغې لویې پروژې په اړه اراده عملي نشي، موږ به د لاریونونو له کولو پرته بله چاره و نه لرو.»

د بست فابریکه د لومړي ځل لپاره پنځوس کاله پخوا د افغانستان د وروستني پاچا  محمد ظاهر شاه د پاچهۍ پر مهال تاسیس شوې ده.

د خپل کار پر مهال يې څه ناڅه درې زره کار کوونکی درلودل او په سیمه کې په زرګونو کروندگرو ته یې د پومبې د کرکیلې زمینه چمتو کړې وه.  

د ۱۹۶۰ کلونو له نیمايي څخه د ۱۹۸۰ کلونو تر پایه پورې نوموړې فابریکې د کال ۳۲۰۰۰ ټنه پومبه پروسس کوله او نژدې یوولس ټنه د پخلي غوړي او د جامو پرېمنځلو د زرگونه کلچو صابون تولید يې درلود.

نوموړې فابریکه د ۱۹۹۰ کلونو کورنۍ جگړې پر مهال له کار ولوېده او په ۲۰۱۵ کال کې بيخي وتړل شوه.

له آی ډبلیو پی آر سره د نظر محمد رودي په نامه یوه ټولنیز فعال وویل، د فابریکې تړل د حکومت  د پاتې راتگ یوه ښه بېلگه ده چې و يې نشو کړای په سیمه کې کاری فرصتونه وساتي.

هغه وویل، په نتیجه کې بېکاري زیاته شوه او له امله يې مخالفتونه ډېر شول او په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغی.

رودي وویل: «داسې نه بريښي چې مرکزي حکومت دې د هلمند ولایت امنیت او یا هم اقتصاد ته ژمن وي.»

هغه وویل: «هغه پریکړه چې  زموږ لپاره باید نیول شوې وای له یاده وتلي ځکه  اقتصاد مو دړې وړې شوی. او  جگړه دلته له یوې ورځې نه بلې ته سختیږي.»

د هلمند د والی ویاند، عمر ځواک له دې سره موافق دی چې د فابریکې بیا فعالیدل  به په سیمه کې ډېر کاري فرصتونه چمتو کړي.

نوموړي د بست د فابریکې د ودرېدو په اړه د بست د فابریکې لوړ پوړي چارواکي پړ وبلل. ویې ویل، هغوی نه دی توانیدلي کابل قانع کړي چې فابریکه د ډېرو کاري فرصتونه چمتوکولو وړتیا لري.

هغه وویل: «ډېر مسؤولیت د فابریکې د چارواکو پر غاړه دی. هغوی ونشو کړای مرکزي حکومت ته د فابرکې اهمیت ورڅرگند کړي.»

د فابریکې رئیس، شیرین خان خپله اشتباه ومنله، چې ويې نشو کړای د حکومت ملاتړ تر لاسه کړي.

خو ویې ویل له کابل سره په تماس کې دي او د نوو سامان الاتو لپاره د مالي مرستو د چمتو کولو په اړه تر ډېره بریده هوکړې ته رسېدلي دی.

هغه وویل: «موږ په لسگونه اسناد په کابل کې چارواکو ته استولي دي او د بست د فابریکې د تړل کېدو په اړه مو ورته معلومات ورکړي دي.»   نوموړي زیاته کړه «هغوی د مرستې ژمنه کړې او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت راته د ۵۰۰ کیلو واټو په ظرفیت دوه لوی جنراتورونه استولي دي. دغه جنراتورونه به فابریکې ته دضرورت پر وخت  برښنا چمتو کړي.» هغه وویل ((کله چې مو د اقتصادي عالي شورا څخه د اړتیا وړ ملی بودجه تر لاسه کړه، نو وبه کړای شو د پومبې د اخیستلو بیه وټاکو او کروندگرو ته معلومات اعلان وکړو چې پنبه وکري ))

د هلمند د ولایتي شورا مشر، عطاءالله افغان له دې سره موافق و چې د فابریکې د بیا پرایستلو له امله به په ولایت کې د کوکنارو په کرکیلې کې د پام وړ لږوالی راشي.

هغه یادونه وکړه چې افغانستان د کوکنارو د کرکیلې د بندولو لپاره په ملیارډونه ډالره ولگول،  که ددې پر ځای  فابریکې جوړې او پومبه او نورې غلې تولید شوی وای، نو پیسې به پر ځای لگیدلې وې.  

هغه وویل: «د بست فابریکه کولای شي په هلمند کې د کوکنارو د کرکیلې په مخنیوي کې ارزښتمن رول ولوبوی.»  هغه زیاته کړه «که چېرته دا فابریکه بېرته په تولید پیل وکړي، نو د سیمې په زرگونه کروندگر به د کوکنارو کرکیلې ته شا واړوي او د پومبې کرکیلې به پیل کړي. د پومبه دانې  تخم بیه د نورو تولیداتو لپاره هم کاریږي او له دې امله به کروندگرو ته ډېره گټه راوړي.»

نوموړي زیاته کړه ((په هلمند کې غنم، مېوې، پندانه او جوار ښه حاصل ورکوي. که چېرته حکومت د هر راز غلې د پروسس فابریکې جوړې کړي، نو په زرگونه دندې به وموندل شي. غلې دانې به مو په دغو فابریکو کې پروسس شي او د نړې په بازارونو کې به وپلورل شی.»

د پنځوسوکلونو په عمر یو کروندگر،  خالقداد آی ډبلیو پي آر ته وویل، کلونه کلونه يې د بست فابریکې ته تر تړلو دمخه  پنبه کرله خو اوس يې د کوکنارو کرکیلې ته مخه کړې.

هغه وویل: «ډېر کلونه مې پومبه کرلي، له هغې څخه تر لاسه شوی عاید راته بس و او په خوشالۍ مې ژوند کاوه.کله چې فابریکه د کورنۍ جگړې له امله له ستونزو سره مخ شوه او حکومت نوره پومبه وانخیسته، نو د پومبې بیه ډېره راولوېده.» هغه زیاته کړه «هغه مهال ما د کوکنارو له کرکیلې پرته بله لار نه درلوده. که چېرته فابریکه بېرته فعاله شي او حکومت راڅخه پومبه واخلي، نو هرو مرو به د کوکنارو کرل ودروم.»

د زمري په نامه یوه هټیوال، چې په لښکرگاه کې د پومبې کسب او کار کوي، وویل، د هلمند پومبه عالی کیفیت لري او که چېرته په سم ډول تولید او پروسس شي، نو ډېره اړتیا به ورته پیدا شي.

هغه وویل: «پاکستانۍ او ایرانۍ  پومبه په افغانستان کې پیدا کېږي، خو زموږ پومبه ډېره گرانه ده.بیه يې دوه برابره ډېره ده، ځکه د هلمند پومبه ډېر ښه کیفیت لري. خلک يې د اخیستلو لېواله دي.»

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >