افغانستان: په غزني کې د ټاکنو د درغلۍ ادعاګانې

نوماندي د ټاکنو د کارکوونکو د سپکولو او د بکسونو د ډکولو خبره نه مني

افغانستان: په غزني کې د ټاکنو د درغلۍ ادعاګانې

نوماندي د ټاکنو د کارکوونکو د سپکولو او د بکسونو د ډکولو خبره نه مني

په غزني کې دازاد خبريال سيدرحمت الله ليکنه

د ټاکنو [د کميسون] چارواکي په پارلماني ټاکنو کې د سياستوالو د ملاتړو له خوا د خپلو کارکوونکو د وهلو ډبولو ادعا کوي او د بکسونود ډکولو پر هڅو يې تورنوي.

سهيل ته پروت د غزني ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون (IEC)د تبليغاتو د څانګې کارکوونکي، نذير حسين نبي زاده وويل، پارلمان ته نوماندي، سيد محمد حسام الدين ګيلاني او د هغه د کمپاين کارکوونکو د رايو اچولو په يو مرکز کې له دې امله د [IEC] پر کارکوونکو بريد وکړ، چې د سپتمبر د اتلسمې په ټاکنو کې يې د [رايو] په بکس کې د اضافي پاڼو د اچولو مخالفت وکړ.

نبي زاده وويل: "د ګيرو په ولسوالۍ کې زموږ ١١ تنه کارکوونکي حسام الدين ګيلاني وهلي ټکولي او دوه تنه يې لا تر اوسه تري تم دي. هغه مهال چې زموږ ساحوي څارونکي په بکس کې د درغلو رايو د اچولو مخنيوى وکړ، پارلماني نوماندي د رايو د مرکز د کارکوونکو په وهلو ډبولو پيل وکړ او د ښوونځي په يوې کوټې کې يې د څو ساعتونو لپاره بندي او وږي تږي وساتل."

د ګيرو په ولسوالۍ کې د IECيو کارکوونکي، عبد الملک وويل، له هغه وروسته چې يو ځايي چارواکي د رايو د اچولو د مرکز کارکوونکو ته د ګيلاني په ګټه د رايو له پاڼو څخه د بکس د ډکولو په وړاندې د سل، سل امريکايي ډالرو د ورکولو هڅه وکړه، د وهلو ټکولو خبره رامنځته شوه.

عبدالملک وويل: "په نتيجه کې د ګيلاني د وسله والو سړو له خوا د رايو د اچولو د مرکز د کارکوونکو وهل ډبول پيل شول. دوه تنه ملګري مو سخت ټپيان شول او دوه نور لا تر اوسه ورک دي."

ګيلاني د کوم ناسم کار د کولو له ټولو ادعاوو څخه غاړه غړوي او آى ډبليو پي آر ته يې وويل، د ټاکنو بهير روڼ (شفاف) و، خو د نورو جزئياتو له ورکولو څخه يې ډده وکړه.

په غزني کې د ټاکنو دکميسون چارواکو په دې اړه د افغانستان د ټاکنو د شکايت کميسون ته رپوټ ورکړي دى.

د غزني ولايت امنيتي چارواکو وويل، هغوى ته د نوموړو ادعاوو په اړه رپوټ نه دى ورکړ شوى.د غزني د ولايت د امنيې قوماندان، زوور زاهد آى ډبليو پي آر ته وويل، که چېرته د ټاکنو پر چارواکو زور زياتى شوى واى، بايد د هغوى قوماندانۍ ته يې خبر ورکړى واى،چې څېړنه يې شوى واى.

د کابل سويل ته ١٤٥ کيلومتره لېرې د غزني پروت ولايت د طالبانو د بريدونو له امله بې ثباته شوى دى.

د نبي زاده او عبدالملک له خوا د ادعا شوو وهلو ټکولو رپوټ د ګيرو ولسوالۍ د رايو ورکولو له نورو مرکزونو څخه د ټاکنو د پايلو په اړه پوښتنې راپورته کړي دي. عبدالملک وويل، په داسې حال کې چې په راوړل شوو بکسونو کې له ټولې ولسوالۍ څخه د ګيلاني لپاره لس زره رايې پرتې وې، په اصل کې د امنيتي ډار له امله لږ شمېر خلک د رايو ورکولو لپاره د رايو ورکولو مرکزونو ته ورغلي وو.

د حاجي عبدالرحيم په نامه يو ځايي اوسيدونکي د ملک له خبرو سره موافق دى، وايي: "زه د ګېرو د ولسوالۍ يم، په خداى سوګند خورم چې يو نفر هم رايه نه ده ورکړې. ځکه طالبانو د ولسوال دفتر ته دوه کيلو متره څېرمه مورچل نيولى و. نه پوهيږم چې دا دومره ډېر خلک له کومې لارې د رايو ورکولو مرکزونو ته راغلي وو."

د افغانستان د ازادو اوعادلانه ټاکنو د بنسټ د غزني ولايت د دفتر مشرې، راحلې سجاد وويل، د هغه موسسې د [غزني] په ولايت کې د ګېرو له ولسوالۍ پرته د رايو ورکولو ټولو ١٧٥ مرکزونو ته څارونکي استولي، ځکه هلته د طالبانو د بريدونو ډار و.

ترټاکنو وروسته په غزني ولايت کې د پارلمان لس تنه نوماندو يو مطبوعاتي کنفرانس راوباله ترڅو ورته شکايت کړي چې د ولايت په زياترو برخو کې د ټاکنو بهير شفاف نه و.

د اندړو له ولسوالۍ څخه يو نوماندي، فيض الله فيضان وويل په داسې حال کې چې په ده يک، خواجه عمري او د غزني په ښار کې ټاکنې شفافې وې، نوماندو د جغتو، مالستان او ناور او همدا رنګه د ګيرو په ولسوالۍ د رايو ورکولو په مرکزونو کې لاسوهنې کړې دي.

فيضان وويل: "سره له دې چې هيڅوک د ګيرو په ولسوالۍ کې د رايې ورکولو لپاره نه و راغلي، درايو بکسونه د يو نوماندي په ګټه ډک کړى شوي وو. ددې پرځاى چې خلک خپلې رايې ورکړي،. نوماندو د رايو ورکولو دکارکوونکو په وهلو او ټکولو او په خپله ګټه د رايو د بکسونو د ډکولو جنايت تر سره کړ."  

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists