افغانستان: مخالفان تنکي ځوانان خپلو ليکو ته راکاږي

طالبانو او نورو ډلو ته اسانه ده چې بېوزلي کوچنيان په خپله گټه وکاروي.

افغانستان: مخالفان تنکي ځوانان خپلو ليکو ته راکاږي

طالبانو او نورو ډلو ته اسانه ده چې بېوزلي کوچنيان په خپله گټه وکاروي.

په پکتيکا کې د آی ډبليو پي آر د مناظرې د ويناوالو له خولې د مخالفانو ډلې خپلو افراطي تبليغاتو ته دوام ورکوي او د خلکو له بېوزلۍ څخه په گټې اخيستنې تنکي ځوانان خپلو ليکو ته راکاږي.

د پکتيکا د ازادو خبريالانو د  ټولنې رئيس، سيف الرحمن شهاب وويل: «د حکومت د بې پروايۍ، بېوزلۍ، د زده کړې د ټيټې کچې او [د مخالفانو د] تبليغاتو له امله گڼ شمېر تنکي ځوانان د مخالفانو له ليکو سره يوځای کيږي. کوچنيان له هغه وروسته له وسله والو ډلو سره يوځای کيږي، چې د کوچنيانو د فکر د بدلون په موخه د مخالفانو تبليغاتي ويديو گانې او نور کليپونه گوري.»

نوموړي د مناظرې برخوالو ته، چې د جولای په ٢٤ د پکتيکا په مرکز ښرنه کې جوړه شوې او لږ و ډېر سلو تنو نارينه او ښځينه وو پکې گډون کړی وو، وويل، طالبانو او نورو ډلو ته اسانه ده چې د تنکيو ځوانانو له پاکۍ او معصوميت څخه گټه واخلي.  

هغه وويل: «کوچنيان رغنده سوچ نشي کولای او فکر يې اغېز منونکی دی، له دې امله ډېر ژر د مخالفانو تر تبليغ لاندې راځي او پرته له دې چې خپلې کورنۍ خبرې کړي په پټه دغو ډلو ته مراجعه کوي. په پايله کې مخالفان په ډېره اسانۍ هغوی په خپلو وسله والو ډلو کې جذبوي.»

شهاب دا يادونه هم وکړه چې دولتي امنيتي پوځونه هڅه نه کوي، د دې ډاډ ترلاسه کړي چې په خپلو ليکو کې له اتلسو کلنو څخه پورته افراد جذب کړي.

هغه وويل: «تر اتلسو کلونو ټيټ عمرونکي ډېر هلکان لا اوس هم د پکتيکا ولايت په اردو او د امنيت رياست، په ځانگړي ډول د ملي او سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې، ليدل کيږي.»

د پکتيکا د امنيې د قوماندانۍ د حقوقو د څانگې مدير، دين احمد ومنله، کله ناکله د ټيټ عمر هلکانو ته اجازه ورکول کيږي چې د پوليسو په ليکو کې شامل شي. هغه وويل، هڅې روانې دي چې جلب او جذب په سم ډول کنترول شي.

هغه وويل: «د جمهوري رياست د فرمان له مخې د ټاکل شوي پلاوي په پلټنو کې موندل شوې چې په روان کې د شاوخوا ٢٠ تنو پوليسو عمرونه له اتلسو کلونو څخه ټيټ وو، هغوی له کاره گوښه کړای شول.»

د پکتيکا ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس، غلام رحمن همدرد د شهاب له وينا سره موافق و چې د زده کړې د ټيټې کچې او بېوزلۍ له امله د لږ عمر کوچنيان د اسلامي تبليغاتو تر اغېز لاندې راځي.

نوموړي زياته کړه، د افرادو رښتينی عمر د هغوی په تذکرو يا پېژندپاڼو کې په ناسم ډول ليکل کيږي. هغه وويل: «موږ په دې اړه له يونسيف سره په گډه کار کوو چې د پوليسو او همدارنگه د وسله والو مخالفانو په ليکو کې د ټيټ عمر کوچنيانو د جلب او جذب مخه ډب کړو.»

نوموړي په ځانگړي ډول د مخالفانو په ليکو کې د جنسي سرغړونې د ستونزې يادونه هم وکړه.

هغه وويل: «کوچنيان د بچه بازې لپاره ساتل کيږي. تنکي ځوانان په خصوصي محفلونو کې گډول کيږي او وروسته زياتره د مخالفانو د ډلو له خوا ورسره جنسي اړيکه نيول کيږي، چې هم د اسلام او د افغانستان د اساسي قانون له مخې د نه بښلو يو جرم دی.»

همدرد په دوام وويل: «دا کړنې زياتره په لرې پرتو سيمو کې چې د مخالفو وسله والو ډلو تر لاس لاندې دي، ليدل کيږي. افغان حکومت بايد د دغه عمل د مخنيوي لپاره له ټولو ممکنو لارو چارو څخه کار واخلي، د کوچنيانو د زده کړې لپاره د ډاډ وړ شرايط چمتو کړي او ويې هڅوي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

د پکتيکا مرستيال والي، عطاءالله فضلي ومنله چې د ټيټ عمر لرونکي يو شمېر کوچنيان د پوليسو په ځواک کې شته، زياته يې کړه. په دغه پراخ ولايت کې ډېره ستونزمنه ده چې د اردو د جلب او جذب تگلارې کنترول شي.

هغه وويل، د پوليسو په ليکو کې د ټيټ عمر کوچنيانو شمېر ډېر راټيټ شوی دی په داسې حال کې چې د مخالفو ځواکونو په ليکو کې د تنکيو ځوانانو جلب او جذب يو عادي کار گڼل کيږي.

هغه وويل: «په حقيقت کې مخالفان تنکي ځوانان د جگړې د وسلې په توگه کاروي او ځانمرگو بريدونو يا د سړک پر غاړو د ماينونو ښخولو ته يې هڅوي.»

فضلي وويل: «ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې موسسو ته» پکار دي چې له حکومتي فعالانو سره په گډه کار وکړي او دغه راز جلب او جذب ته د پای ټکی کېږدي.

د مناظرې برخوالې، نادیې يوسف خېل وويل، کورنيو ته هم پکار دي چې خپلو هلکانو او تنکيو ځوانانو ته د ژوند سمې لارې چارې وښيي.

هغې وويل: «که چېرته ميندې پر خپلو اولادونو پام ونه کړي او په سم ډول پرې زده کړه ونه کړي، نو اولادونه به يې د وسله  والو مخالفينو له ليکو سره يوځای شي.»

Frontline Updates
Support local journalists