افغانستان: د ٢٠١٠ کال اګست او سپتمبر

د افغاني رسنيو مشران وايي د آى ډبليو پي آر رپوټونو په ولايتونو کې پر واقعيت باندې د هغوى له پوهېدو سره مرسته کړې

افغانستان: د ٢٠١٠ کال اګست او سپتمبر

د افغاني رسنيو مشران وايي د آى ډبليو پي آر رپوټونو په ولايتونو کې پر واقعيت باندې د هغوى له پوهېدو سره مرسته کړې

<p>	US army soldiers out on patrol in Wardak province's Tangi Valley.</p>
<p> US army soldiers out on patrol in Wardak province's Tangi Valley.</p>
Thursday, 23 September, 2010

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

د افغانستان د خپلواکو رسنيو يو لوړ پوړي چارواکي له پلازمينې کابل څخه ٣٥ کيلومتره وړاندې د وردګو په ولايت کې د طالبانو د زياتيدونکى ځواک په اړه د آى ډبليو پي آر يو رپوټ "واقعا پياوړى" بللى دى.

په نوموړي رپوټ کې چې، ځايي راديو او ورځپاڼو خپور کړى، ويل شوي، ياغيانو [د ولسواليو] له مرکزونو بهر څنګه پراخې سيمې تر خپل ګورت لاندې راوستي او د يو شمېر ځايي اوسيدونکو د وينا له مخې يې په سيمه کې [له حکومت سره] موازي اداره رامنځته کړې ده.

نوموړى رپوټ ځينو رادېوګانو لکه، د "سپوږمۍ"، "ازادۍ"او "کليد" او د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) د "ازادۍ غږ" په نامه رادېو او همدارنګه د "سرنوشت"، "ويسا"، "ارادې" او" آګاه" د خپرونو په ګډون يو شمېر ورځپاڼو خپورکړى دى.

د راديو ګانو او همدا راز د ورځپاڼو چلوونکو وويل، د اګست د ٢٦ نېټې رپوټ د هغوى اوريدونکي او لوستونکي په هغو ننګونو پوهولي چې په وردګو کې د نظم په تامين کې نړيوال او افغان ځواکونه ورسره لاس او ګرېوان دي.

له کابل او کندهار څخه د سپوږمۍ په نامه د يوې خپلواکې خپرېدونکې راديو مشر، حميد ناصري وويل: "ما پر وردګو باندې د طالبانو د کنترول په اړه رپوټ پرله پسې دوې ورځې خپور کړ. هر سهار زما لومړنۍ دنده د آى ډبليو پي آر د ويب پاڼې ليدل دي؛ ځکه دا پاڼه تر ټولو ډېر ښه رپوټونه خپروي."

د آزادۍ د راديو استازي، محمد امين مدقق وويل، د آى ډبليو پي آر رپوټونه په عمومي توګه د توازن او کره توب له پلوه د هغوى د راديوي خپرونو لپاره په زړه پورې دي. نوموړي وويل: "موږ تل [د] آى ډبليو پي آر [ويب پاڼه] ګورو او له رپوټونو يې کار اخلو."

د باختر آژانس پخواني رئيس او د ژورنالستانو د دفاع د کمېټې اوسني مشر، ضيا بوميا وويل، د آى ډبليو پي آر رپوټونه د افغان او نړيوالو رسنيو، دواړو لپاره ارزښتمنه سرچينه ده..

هغه وويل: "کله چې د يوې موضوع په اړه معلوماتو ته اړتيا پيدا کړم، نو آى ډبليو پي آر ته مراجعه کوم. ځکه د هغې رپوټونه له معلوماتو او حقايقو څخه ډک او له هر ډول تبعيض او تعصب څخه پاک دي."

عادي افغانانو د وردګو په اړه د رپوټ هرکلي کړى، وايي نورې ځايي رسنۍ د سيمې وضعه او حالت په سم ډول نه څيړي.

د وردګو د ولايت د قومي عالي شورا يو غړي، انجنير محمد رحيم، چې له ازادۍ راديو څخه يې نوموړى رپوټ اوريدلى، وايي: "کله چې مې رپوټ واورېد، حيران پاتې شوم [غوښتل مې وپوهيږم] دا کومه موسسه ده، چې په دې ولايت کې يې د داسې يو رښتيني رپوټ د خپرولو جرات کړى دى.": .

نوموړي زياته کړه: "افغان رسنۍ په توکميزو اوژبنيو ناندريو کې ښکېل دي او په زياترو هغو يې څوک باور نشي کولاى. د آى ډبليو پي آر رپوټ پر واقعيت ولاړ دى چې تر اوسه پورې يې چا د خپرولو جرات نه و کړى. زه د آى ډبليو پي آر د رپوټونو ستاينه کوم."

د ګل محمد په نامه د کابل يو اوسيدونکي وويل: "کله چې مې له راديو څخه د آى ډبليو پي آر رپوټ واورېد، نو ټکان مې وخوړ او د غفلت له خوبه يې راويښ کړم. له ځان سره مې فکر وکړ، چې که طالبان د وردګو پر ولايت کنترول لري، نو [کېداى شي] ډېر ژر کابل ته راورسيږي. موږ بايد د خپل راتلونکى په اړه فکر وکړو."   

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists