افغانستان: د اسلامي دولت د راډیو پوښښ

سیمه ایز خلک همدا پوښتې چې ولې دا تبلیغاتي خپرونې نه تړل کېږي.

افغانستان: د اسلامي دولت د راډیو پوښښ

سیمه ایز خلک همدا پوښتې چې ولې دا تبلیغاتي خپرونې نه تړل کېږي.

A soldier with the Afghan National Army stands inside a room which was previously part of a jail used by the Islamic State of Iraq and Syria in the Achin District, Afghanistan. (Photo: Andrew Renneisen/Getty Images)
A soldier with the Afghan National Army stands inside a room which was previously part of a jail used by the Islamic State of Iraq and Syria in the Achin District, Afghanistan. (Photo: Andrew Renneisen/Getty Images)

په ننګرهار کې یو راډیويي سټیشن چې د داعش اړوند ده هره ورځ د زورزیاتي اړوند خپرونو خپرولو ته ادامه ورکوي، که څه هم افغان حکومت پر دې ټینګار کړی چې هڅه کوي هغه وتړي.

د خلافت غږ راډیويي سټیشن له تیرو دریو کلونو راهیسې خپرونې لري، داسې تبلیغاتي خپرونې خپروي تر څو د افغانستان ختیځو ولایتونو خلک په تیره بیا ځوانان له داعش سره یو ځای کېدو ته وهڅوي او له  افغان حکومت او نړیوالو ملګرو سره یې جګړه وکړي.

په یوه وروستۍ خپرونه کې یې داسې اعلان وکړ: «د افغانستان د غیر اسلامي حکومت پر وړاندې چیرې چې د امریکا ګوډاګیان په کې کار کوي، سره یو موټي شئ. لومړی هغه ګوډاګیان ووژنۍ او بیا وروسته له بهرنیو یرغلګرو سره تر هغه وجنګیږئ تر څو ماتې وخورې او د خراسان (افغانستان) سپیڅلې خاوره په بې شرمۍ سره پریږدي.»

د جلال اباد د ښار اوسیدونکی، فهیم الله داسې وایي: «زه په پوره ډاډ سره درته ویلای شم چې که چیرته کوم ځوان دخلاف غږ راډیو خپرونې دری ورځې پر له پسې واوري، نو له داعش سره به خپله همدردي درته وښیې که نه له دې ګروپ سره به یو ځای شي». نوموړی زیاتوي چې ما په خپله ځوانان لیدلي دي چې د جلال اباد په کوڅو کې د داعش راډیو اوري او حتی په ځینو هټیو کې مې هم خپرونې اوریدلي دي.

د ننګرهار ولایت د سره رود اوسیدونکی، خان ولي وایي چې زه د همدې افراطي تبلیغاتو د قرباني کېدو په خاطر د خپلو ماشومانو په اړه ډېر اندیښمن یم.

نوموړي وویل: «زه په دې اندېښنه کې یم چې زما زامن د دغې راډیو خپرونې وا نه وري، ځکه چې زموږ د کلي ځینو ځوانانو لومړی د دغې راډیو تبلیغات اوریدل او بیا وروسته له داعش سره یو ځای شول.»

د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی، سید قیوم مني چې د داعش له خوا کېدونکې تبلیغات ډېر پیاوړي دي او زیاته یې کړه چې د دغې راډیو تبلیغات او خپرونې په دغو وروستیو ورځو کې سخت زور اخیستی دی او پر جعلي داستانونو او حکایتونو باندې یې تمرکز کړی دی تر څو ځوانان عمل ته وهڅوي.  ده وویل «هغوی پر داسې موضوعګانو باندې تمرکز لري تر څو د ځوانانو مذهبي احساسات را وپاروي.»

په افغانستان کې د لیک لوست د ټيټې کچې له کبله راډیویي خپرونې د تبلیغاتو لپاره حیاتي وسیله ګڼله کېږي. په ننګرهار کې د مدني تولنو فعالان وایي چې باید د دغې راډیو خپرونې هر څه ژر بندې  شي.

سیمه ایز فعال، ضمیر اشنا وویل چې دا اندېښنې له هغه وخته را پورته شوي کله چې د لومړي ځل لپاره دغې راډیو پر خپرونو باندې پیل وکړ.

هغه زیاته کړه: «موږ د دغې موضوع په اړه څو ځله له چارواکو سره بحث وکړ، خو پوښتنه دا ده چې ولې هغوی په دې برخه کې  عملي ګام نه پورته کوي ».

د سیاسي چارو شنونکی، خالد احمدزی بیا وایي چې دی هم نه پوهیږي چې ولې افغان حکومت او د هغه امریکايي ملګري، پرمختللې تکنالوژۍ ته د لاسرسي باوجود بیا هم پر دې نه دي توانیدلي تر څو په اسانۍ سره د دغې راډیو ځای معلوم او له منځه یې یوسي.

هغه زیاته کړه: «دا ډېره حیرانوونکې خبره ده. حتی یو څوک کولای شي په جلال اباد ښار کې د امریکايانو په پوځي اډه کې هم دغه راډیو واوري، خو بیا هم هغوی او افغان حکومت د دې موضوع په اړه  پټه خوله پاتې دي.»

د راډیو یو تخنیکي کس، عظیم خان بیا وایي چې د راډیو د مرکز معلومول ډېره ساده خبره ده.

نوموړي زیاته کړه: «یوه وسیله ده چې ورته د فریکونسي موندونکې وایي، په دې وسیلې سره کولای شو چې د راډیو فریکونسي او د خپرولو زیګنالونه یې ومومو او له همدې لارې د راډیو دقیق موقعیت هم تر لاسه کړو  که چیرته د افغانستان حکومت داسې کومه وسیله نه لري، نو امریکایان خو یې هرومرو لري.»

د ننګرهار د بهسودو د ولسوالی یو تن قومي مشر، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وویل چې د خلاف غږ راډیو خپرونو د دوی د سیمې پر ځوانانو پراخه اغیزه کړې او بیا له هغه وروسته له داعش سره یو ځای شوي دي.

هغه زیاته کړه: «داسې معلومیږي چې د دې راډیو شاته کلک ملاتړ شته. طالبان په خپله دومره زور او ځواک سره لا تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې خپله راډیو ولري، او که یې لري هم هغه دومره پیاوړې نه ده ځکه تر اوسه پورې هیچا د هغوی پروګرامونه نه دي اوریدلي. نو پوښتنه دا ده چې ولې د داعش راډیو دومره پراخ پوښښ لري؟»

حکومتي چارواکي بیا د دې موضوع د هواري په برخه کې چې دا د چا مسوولیت دی مخالف ښیې.

د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د ریاست رئیس، عبدالرزاق ثاقب  وايي: «موږ داسې وسیله یا اله نه لرو چې وکولای شي د دغې رادیو خپرونې بندې کړي او له همدې کبله هېڅ هم نشو کولای. دا د ملي دفاع د وزارت مسوولیت دی تر څو هغه ومومي او له منځه یې یوسي»َ.

خو پوځي چارواکي بیا وایي چې دا کومه اسانه موضوع نه ده چې د همدې راډیو مرکز په ګوته کړو. په ختیځ کې د سیلاب د قول  اردو د رسنیو امر، شیرین اقا بیا وایي چې نړیوالو ځواکونو پخوا دا سټیشن بمبار کړی و، خو داعش د هغې خپرونې بیرته له سره پیل کړي.

هغه زیاته کړه: «داعش د راډیو سټیشن موقعیت ته تغییر ورکړی دی. او دا یو ګرځنده سټیشن دی چې له بېلابېلو ځایونو څخه خپرونې کوي. نو له همدې کبله د هغې د ځای په ګوته کول لږ ستونزمن کار دی.»

هغه پسې زیاته کړه چې د افغانستان ملي پوځ او هوايي ځواکونه بیا هم د همدې سټیشن په لټه کې دي.

خو د ننګرهار ولایت چارواکي بیا هیله څرګندوي او وایي چې د کابل حکومت به اوس په دې برخه کې لاس په کار شي او وایي چې هغوی دغه موضوع د ولسمشر له استازو او نورو لوړپوړو چارواکو سره د جولای په لومړۍ نېټه په یوه غونډه کې مطرح کړې ده.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیاڼۍ وایي: «موږ دغه موضوع له پلازمینې سره شریکه کړې نو هیله من یو چې د دې موضوع هواری به په لوړه کچه تر بحث لاندې نیول شوې وي او د دغې راډیو سټیشن به له منځه ولاړ شي.»

د ننګرهار د ولایتي شورا منشی، ذبیح الله زمری بیا وايي چې زه لا تر اوسه هم د همدې سټیشن په اړه د ګامونو د نه اخیستو په خاطر ګنګس یم.

هغه وویل چې په تیر وخت کې، داعش له دغې راډیو څخه د والي دفتر ته د جلال اباد په ښار کې پر ښوونځیو د قریب الوقوع بریدونو په اړه اخطارونه ورکول. په ځواب کې یې، چارواکو د دې پر ځای چې دغه راډیو یې په نښه کړې وای، د ښوونځیو دروازې یې وتړلي.

زمری وایي: «حکومت یا ډېر بې وسه دی او یا هم غافل او یا هم مدیریت یې ډېر خراب دی چې نشي کولای دغه راډیو وتړي. زما په فکر موږ دې ته اړتیا لرو تر څو څېړنه وکړو چې حکومت ولې د همدې خطرناک تبلیغاتي ماشین په اړه دومره بې پروا دی.»

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists