افغانان ټاکل شوی ښاروال غواړي

د ښاروالۍ د ټاکنو قانون تر اوسه پلی شوی نه دی.

افغانان ټاکل شوی ښاروال غواړي

د ښاروالۍ د ټاکنو قانون تر اوسه پلی شوی نه دی.

Tuesday, 31 March, 2015

د آی ډبليو پي آر ليکنه

د افغانستان د اساسي قانون د حکمونو له مخې بايد ښاروال د ټاکنو له مخې وگومارل شي، خو دا کار تر اوسه عملي شوی نه دی.

د اساسي قانون د ١٤١ مادې له مخې ښاروالان او د ښارواليو شوراگانې بايد د ټاکنو له لارې رامنځته شي، خو د دې څوکيو لپاره د اشخاصو گومارنې په کابل کې ترسره کیږي چې  د ولسمشر له خوا باید تایید شي . 

په زابل، خوست او کونړ ولايتونو کې د مارچ په شپاړسمه نېټه د آی ډبليو پي آر د مناظرو ويناوال ټول په دې اړه يوه خوله وو چې د دې سيستم له لارې چارواکي د اهليت او کفايت له مخې نه، بلکې د شخصي اړيکو او بډو له مخې گومارل کيږي.  

په سويلي ولايت، زابل کې د حاجي محمد اسمعيل زابلي په نامه يوه قومي مشر وويل: «اوسمهال يو ښاروال يوازې حکومت يا يوازې يوه فرد ته مسؤول دی او دا کار فساد زيږوي. که چېرته ښاروالان د خلکو له خوا وټاکل شي، نو خلکو ته به حساب ورکوونکی وي او له دې امله به کارونه په سم ډول سرته رسوي.»

زابلي ادعا وکړه چې د ښاروالۍ لوړه څوکۍ په ډېرې لوړې بيې پلورل کيږي.

نوموړي پوښتنه وکړه: «موږ له هغه ښاروال څنگه د ښه خدمت تمه کولای شو چې څوکۍ يې په پيسو اخيستې وي.»

د زابل د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، عبدالمقيم افغان وويل، د ښارواليو د ټاکنو سر ته رسول يو ستونزمن کار دي.

هغه وويل: «لويه ستونزه د سمې سرشمېرنې نشتوالی او د ښارونو او ولسواليو تر منځ د گډو پولو سرحدونو ناڅرگندتوب دی.» نوموړي يادونه وکړه، ځينې سيمې تر دې کچې نا امنې دي چې ټاکنې پکې نشي کېدای.

افغان وويل: «د امنيت نشتوالی د ښارواليو د ټاکنو په وړاندې تر ټولو ستره ننگونه ده. زياتره ښارونه تر مستقيم گواښ لاندې دي. که چېرته پرله پسې تاوتريخوالی موجود وي ښاروالي نه کار کولای شي او نه د خلکو ستونزې هوارولای شي.»

په خوست ولايت کې د قلم د غير حکومتي موسسې مشر، نقيب الله سيال وويل، د مسؤوليت او د حساب ورکولو نشتوالي ناوړه پايلې رامنځته کړي دي. 

سيال وويل: «د خوست زياتره مدني ټولنې د ځايي حکومت، د پارلمان د غړو او ولايتي شورا گوډاگيان دي. ټول پخواني ښاروالان او اوسني ښاروالان له پياوړو اشخاصو سره د اړيکو له مخې ټاکل شوي دي. ښاروالي يوه عايداتي سرچينه ده.»

د خوست د هټيوالو د ټولنې مشر، حاجي الف شاه منگل وويل، پکار داده چې ښاروال وټاکل شي، نه دا چې د (پيسو او اړيکو) پر بنسټ وگومارل شي.

هغه وويل: «دا راز ښاروالان موږ ته نه ارزښت لري او نه ورسره همکاري کوو.» منگل وويل، د خوست د ښار اوسنی ښاروال، کرامت خان خپلواک ښه دنده سرته رسوي.

نوموړي وويل: «د خوست سوداگرو دغوښتنې په اساس دخوست اوسنی ښاروال مقررشوی  موږ له هغه سره تر ډېرې کچې همکاري کوو. موږ په خپلو پيسو د ښاروالۍ ٦٣ تنه کارگران په کار گومارلي چې د ښار په پاکولو کې له هغه سره مرسته وکړي.»

د مناظرې په بهير کې پخپله خپلواک په ټينگه وويل، چې ښار ته يې څومره کارونه کړي دي. 

هغه وويل: «زه له تېرو شپږو مياشتو راهيسې ښاروال يم. په ښاروالۍ کې مې ٩٠ سلنه فساد ورک کړی. د ښاروالۍ عايدات ٤٠ سلنه زيات شوي، ٤٠٠٠ متر مربع چمنونه شنه شوي او ١٢٠٠٠ متره مربع  پلې لارې پخې شوي دي.»

د کونړ ولايت د مرکز اسعد آباد ښاروال، عبدالغني عباسي د ټاکنو پلوي برېښېده.

هغه وويل: «که چېرته ټاکنې اصولي وي، پر ټاکل شوي ښاروال به د خلکو باور زيات وي.»

 

Frontline Updates
Support local journalists