افغانان د نارينه او ښځو د برابرۍ او زده کړې په اړه خبرې کوي

د يوې غونډې ويناوال وايي، د دود له مخې هلکان زده کړه کوي، خو نجونې "يو گام شاته دي."

افغانان د نارينه او ښځو د برابرۍ او زده کړې په اړه خبرې کوي

د يوې غونډې ويناوال وايي، د دود له مخې هلکان زده کړه کوي، خو نجونې "يو گام شاته دي."

Wednesday, 17 December, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د افغانستان په هرات، بلخ او پروان ولايتونو کې د جوړو شوو غونډو ويناوال په دې سره يوه خوله وو چې نجونې د اسلام له خوا له ورکړل شوو حقونو څخه بې برخې دي.

په يوې مناظرې کې، چې د کابل شمال ته د پروان ولايت د سالنگ په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، څارنوال، عبدالرقيب ميزميار يادونه وکړه، يو شمېر کورنۍ خپلې لوڼې د زده کړو له دوام څخه منع کوي په داسې حال کې چې هلکان ورته هڅوي.

ميزميار وويل: «زما په اند، له زده کړو څخه د نجونو بې برخې کول د دې څرگندونه کوي چې له هلکانو او نجونو سره چال چلن توپير کوي.» هغه زياته کړه، يو لامل چې ميندې او پلرونه خپلې لوڼې ښوونځي ته نه پريږدي دا دی چې د تگ او راتگ پر مهال د هلکانو له خوا ځورول کيږي.

د بلخ ولايت په مرکز، مزارشريف کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون غړي، تقي واحدي وويل، په يوې دوديزې کورنۍ کې هلکان د اقتصادي پرېکړو په اړه د څه ويلو حق لري، خو نجونې بيا تل "يو گام شاته وي."

د بلخ ولايت د ديني عالمانو د شورا غړي، سيد محسن دانش د مزارشريف غونډې ته وويل، ميندې او پلرونه تل په دې اند وي چې په کار ده د نجونو په پرتله پر هلکانو زياته پانگونه وشي. پر نجونو پانگونه "گرانه او بې گټې ده."

د دانش په اند، د اسلامي شريعت د احکامو له مخې د نارينه او ښځې تر منځ  توپير نشته، يوازې دومره چې ښځې نشي کولای د قاضي، امام او ولسمشر دنده سرته ورسوي.

په پروان کې په جوړې شوې مناظرې کې خبرې اترې بيا هم د نجونو د زده کړو د حقونو په اړه وې.

ديني عالم، عبدالمالک مفکر وويل، په اسلام کې د زده کړې حق د واده تر حق دمخه دی.

په هرات کې د ديني چارو يو ماهر، عزت الله راجي غونډې ته د وينا پر مهال وويل، قرانکريم نارينه گانو ته پر ښځو لومړيتوب نه دی ورکړی او پر ځای يې داوړه د يوې ټولنې دوې برابرې برخې بولي. 

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists