«غيرت» هغه اصل، چې د مور - ماشوم د څارنې او مواظبت مخه نيسي

په پروان ولايت کې گڼ شمېر مېرمنې د اميندوارۍ او زېږون پر مهال له طبي مرستو بې برخې دي.

«غيرت» هغه اصل، چې د مور - ماشوم د څارنې او مواظبت مخه نيسي

په پروان ولايت کې گڼ شمېر مېرمنې د اميندوارۍ او زېږون پر مهال له طبي مرستو بې برخې دي.

په پروان ولايت کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمد فريد تنها ليکنه

بي بي افغان يوولس ځلې ماشومان زېږولي، خو يو يې هم په روغتون کې نه دی زېږولی. د کابل شمال ته د پروان ولايت د سيدخېل ولسوالۍ اوسيدونکې دا ٣٥ کلنه مېرمن وايي، هر ماشوم يې له طبي مرستو پرته په خپل کور کې په ډېره سخته زېږولی دی.   

هغې وويل: «دلته نارينه گان دا شرم گڼي چې خپلې ښځې د ماشوم د زېږولو لپاره روغتون ته يوسي.»

بي بي افغاني وويل، دا کار نارينه گان «بېغيرتي» بولي.

گڼ شمېر نارينه گان خپلو ښځو ته له دې ډاره، چې شخصي دريځ ته يې زيان ونه رسيږي، اجازه نه ورکوي د اميندوارۍ پر مهال ډاکټر ته لاړې شي. يو لامل يې ښايي دا وي چې ښځې له طبي نارينه کارکوونکو سره ليده کاته کوي.  

بي بي افغان وويل: «ښځې او ماشومان د دې نارينه گانو د غيرت د بې معنا لفظ قرباني دي.»

هغې وويل، څلور ماشومان يې د زېږون پر مهال مړه شوي. ښځې زياتره د زېږون له خوږ څخه ژوندۍ نه پاتې کيږي.

هغې وويل: «دوه کاله دمخه زما د تره مېرمن د لنگون پر مهال په ډېر بد حالت کې وه. هغه بايد روغتون ته وړل شوی وای، خو تره مې ورته اجازه ورنه کړه. له دې امله نوموړې ښځه، چې د ٣٠ کلونو په عمر وه، زموږ تر غړېدلو سترگو لاندې مړه شوه.»

د مور ماشوم د مړينې په کچې کې د طالبانو د رژيم تر رانسکورېدو وروسته د پام وړ ټيټوالی راغلی دی. د ٢٠٠٠ کال شمېرنې څرگندوي چې د سلو زرو مېرمنو له ډلې څخه ١٦٠٠ مېرمنې دماشوم د زېږون پر مهال مړې شوې دي. د افغانستان د روغتيا وزارت معلومه کړې چې تر ٢٠١٣ کال پورې دا شمېره په سلو زرو زېږېدلو ماشومانو کې ٣٢٧ ته راکښته شوې ده.

له پرمختگونو سره سره افغانستان لا تر اوسه د نړۍ په کچه د مور ماشوم د مړينې لوړه شمېره لري.

پروان د افغانستان د امن ولايتونو څخه يو دی. چارواکو او د مدني ټولنې ډلو هلې ځلې کړي چې روغتيا څارنې ته د ښځو د لاسرسۍ کچه لوړه کړي، خو بيا زوړ تعصب لا پرځای پاتې دی. د روغتيايي چارو کارکوونکي وايي د «شرم» او «غيرت» په اړه زاړه پالی نظر د مور ماشوم له لوړې کچې مړينې سره د يو لامل په توگه مرسته کوي.

د پروان و لايت د روغتيا رئيس، محمد قسيم سيدي وايي چال چلن د بدلېدو په حال کې دی، خو اټکل کوي چې د پروان په لرې پرتوسيمو کې هر درېم سړی نه مني چې مېرمنې يې د زېږون لپاره روغتون ته لاړې شي.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: «سره له دې چې موږ کره شمېره په لاس کې نه لرو، ويلای شم چې د پروان ولايت په زرگونه ښځې په تېرو لسو کلونو کې له دې امله مړې شوې دي چې د ماشوم د زېږېدو پر مهال يې روغتيايي څارنه، نه ده شوې.» هغه وويل، دا موضوع د اندېښنې وړ ده، له دې امله چې اوسمهال د ولايت په کچه ٧٠ روغتيايي مرکزونه فعال دي.

څلرويشت کلنه هوسۍ د بي بي افغان په څېر د سيد خېل ولسوالۍ اوسيدونکې ده. د هغې د کور ترڅنگ يو کلينيک موجود دی، خو وايي چې مېړه يې ورته اجازه نه ورکوي چې کلينيک ته لاړه شي.

هغې وويل: «دا سمه ده چې مرگ او ژوند د خدای په لاس کې دی، خو په افغانستان کې ژوند او مرگ د نارينه گانو په لاس کې دی. زه همدا اوس اميدواره يم، ناروغه يم او ټوله ورځ په خوږ تېروم. مېړه مې نه پرېږدي چې د «غيرت» له امله کلينيک ته لاړه شم. ما ته د «غيرت» او «جهالت» تر منځ توپير نه ښکاري.»

د پروان ولايت د ښځو د چارو رئيسې، نادرې گياه وويل، د ښځو چارو رياست تر خپل وس زيار ايستلی چارواکي او رسنې د هغو قضيو په اړه وپوهيږي چې له امله يې ښځې د ماشوم زېږولو پر مهال روغتيايې درملنې ته نه پرېښودل کيږي. همدا راز زيات شمېر توکي يې د معلوماتو د کچې د لوړلو په موخه خپاره کړي دي. 

هغې وويل: «موږ د ديني عالمانو، مدني ټولنې د فعالانو او ډاکټرانو په ملتيا بېلابېلو ولسواليو ته ځو او له مېرمنو او د هغو له مېړونو سره گورو. موږ ټولنې او کورنۍ ته د روغ صحت لرونکې مور گټې بيانوو او ورته وايو چې روغتيا څارنې ته لاسرسی د هر يوې ښځې قانوني حق دی.»

گياه وويل، سره له دې هم دا يوه عامه خبره ده چې د ولايت په ډېرو لرې پرتو سيمو کې بيا هم ښځې روغتيايي څارنې ته نه پرېښودل کيږي.

گياه وويل: «د هغه ځايونوزياتره خلک باور لري چې روغتون ته د زېږون لپاره د يوې ښځې وړل په اصل کې بېغيرتي ده، ځکه د هغوی پلرونو او نيکونو همدا فکر درلود. هغوی په دې باور هم دي چې الله زموږ برخليک ټاکلی دی، خو دا يې هير دي چې هغه [الله] هرې ستونزې ته هم د هوارۍ يوه لار پيدا کړې ده.»

د پروان ولايت د بگرام ولسوالۍ اوسيد ,نکی، ٤٠ کلن جمعه گل د منع شوو کړنو سرته رسول نابښونکی اعمال گڼي.

هغه وويل: «زموږ پلرونو او نيکونو خپلې ښځې روغتونونو ته نه دي وړي. روغتون يو نوی شی دی. هر کار د الله په ارادې پورې تړلی دی. دا درواغ دي چې وايي ښځه روغتون ته يوسه نه مړه کيږي.  که د مړينې وخت يې راغلی وي، په روغتون کې به هم مړه شي. موږ په خپل قوم کې د بېغيرتۍ خبره نه شو منلای چې خلک راباندې بد ووايي خپلې ښځو مو د ماشوم زېږولو لپاره روغتون ته وړي دي.»

ځينې افغانان په دې اند دي چې دا دود د اسلامي قانون يوه برخه ده، خو عالمان وايي دا يو ناسم تعبير دی.

د پروان ولايت يو ديني عالم، مفتي محمد ابراهيم وويل، په اسلام کې روغتيايي څارنې ته د ښځې پر حق بنديز نه دی لگول شوی.

هغه وويل: «زموږ په دين کې آن يو نارينه ډاکټر اجازه لري د يوې ښځې درملنه وکړي، چې له مړينې يې وژغوري.» هغه زياتوي: «که يو ميړه غوره وگڼي ډاکتر ته د ورتگ پر ځای يې مېرمن مړه شي، نو د اسلامي عقيدې له مخې يې مېړه قاتل شمېرل کيږي. که يو مېړه دغه راز عمل غير ارادي سرته ورسوي، بيا هم يوه لويه گناه گڼل کيږي.»

د سيدي  وويل، مېرمنې ښايي د اميدوارۍ پر مهال څلور پلا طبي څارنې سرته ورسوي. 

هغه وويل: «زموږ گرځنده ډلې د ولايت لرې پرتو سيمو ته ځي او د معلوماتو د کچې د لوړلو پرگرامونه سرته رسوي، د حفظ الصحې په اړه د خلکو معلومات ورکوي او هڅوي يې چې روغتيايي کلينيکونه او روغتونونه ته لاړ شي. دې هڅو ښې نتيجې ورکړي، خو له زړو عقېدو سره جگړه ډېر وخت غواړي.»

په ټوله کې ښځې د پروان ولايت په ښاري سيمو کې روغتيايي څارنې ته ښه لاسرسی لري.

دروېشت کلنه نسيمه خانم د پروان ولايت په مرکز، د چاريکارو په ښار کې اوسيږي. هغې خپل دوه زامن او لور د هغه ځای په سل بستره ييز روغتون کې په بشپړې طبي څارنې سره زېږولي دي.

هغې وويل: «د هغه روغتونو د نسايي او ولادي څانگو زياتره ډاکټران اوس ښځې دي. د اميدوارۍ او زېږون پر مهال دډاکتر په ليدلو کې کومه ستونزه نشته. مېړه مې څو څو ځلې د اميدوارۍ پر مهال روغتون ته وړې يم.»

«غيرت هغه مهال وي چې يو سړی د يوچا ژوند وژغوري، نه دا چې ترې يې واخلي.»

احمد فريد تنها په پروان کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

 

Frontline Updates
Support local journalists