خليلزى خپلوتجربو ته ګوته نيسي

سره له دې چې عبدالهادي خليلزى هيڅکله هم په سياست کې ښکېل نه و، وايي چې رايه اچوونکي به دهغه تېروخدمتونوته وګوري.

خليلزى خپلوتجربو ته ګوته نيسي

سره له دې چې عبدالهادي خليلزى هيڅکله هم په سياست کې ښکېل نه و، وايي چې رايه اچوونکي به دهغه تېروخدمتونوته وګوري.

خپلواک کانديد، عبدالهادي خليلزى د سياسي مخيني نشتوالى نه مني اووايي، چې په ٧٢ کلنۍ عمر هغه د اوږد ژوند تجربې لري او د هېواد دخدمت لپاره زده کړه اړينه بولي. دا قانونپوه، ښوونکى¸ ليکوال او شاعر وايي: "که يو پوه په پاليسۍ پوه نه شي، نو هغه پوه نه دى. ما خپلې زده کړې په قانون پوهنه او حقوقو کې بشپړې کړې دي." هغه د امينت د تامين او د قانون د حکومت ژمنه کوي اووايي ملي پيوستون او يووالى به رامنځته کړي او د قانون او افغاني فرهنګ سره سم به د ښځو حقوقو ډاډمن کړي.


خو ګومان نه کيږي، چې خليلزى د يو خپلواک کانديد او د يو ګوند يا مالي ملاتړې د نه لرلو له امله بريمن شي. هغه وايي، که خپلواک او عادلانه ټاکنې وي،نو: "د بريالي کېدو سل په سلو کې چانس لرم، خو فکر نه کوم، چې ټاکنې به عادلانه او رڼې وي."


خليلزى د کونړ ولايت د څوکۍ د ولسوالۍ له يوې روحاني او مذهبي کورنۍ سره تړاو لري. هغه د کابل دعربي دارلعلوم څخه په ١٩٦٢ کال کې فارغ شوى او په بېلابېلو ولايتونو کې د ښوونکي او قانونپوه په توګه کا رکړى دى. هغه د افغانستان د اساسي قانون د کميسون غړيتوب درلود.


خليلزي د ساينس او قانون په هکله ١٥ کتابونه ليکلي او خپاره کړي دي. هغه وايي چې ١٣ نور د خپرېدو لپاره چمتودي. حکومت د هغه د خدمت په وياړ هغه ته يو شمېر مدالونو او ستاينليکونه ورکړي دي.


خليلزى ژمنه کوي،چې ملي يووالى به تامين کړي او امنيت به وساتي. هغه وايي: "افغانستان په تېرو ٢٣ کلونوکې ډېرې ويجاړۍ، اختلافونه، پې اتفاقۍ، بې عدالتي او تنظيمي جګړې ليدلي دي. مخکنيو رژيمونو خپل مسلمان ولس وکړولو. له دې امله ما پرېکړه وکړه، چې ځان کانديد کړم، تر څو ولس له دې کړاوونو وژغورم اوهېواد ته امن او ثبات راولم. زه بله سياسي دنده نه لرم."


هغه ژمنه کوي، چې قانون به حاکموي او د ملي اردو او پوليسو د جوړولو کار ته دوام ورکوي.


هغه همدارنګه ژمنه کوي، چې د ښځو حقوق به له قانون او افغاني فرهنګ سره سم تامينوي. .هغه وايي: "دلته دوه کاله دمخه د ښځو په اړه افراطي چلن کېده، خو اوس دا ستونزې زياتره له منځه تللې ده.زه د اساسي قانون له مخې د ژوند په ټولو ډګرونو کې د ښځو فعال ګډون اړين بولم، هغه چې افغاني دودونه او داسلام د سپېڅلى دين ارزښتونه ومني . په دې چوکاټ کې زه دهغوى د کمپاين ملاتړى يم."


هغه په جنګي جنايتونو دتورنو کسانوله کورنۍ محاکمې سره همغږى دى، وايي: "دا سمه ده، چې له بشري حقوقو څخه په دې وروستيو وختونو کې سرغړونه شوې ده. زه له بشري حقوقو څخه د سرغړوونکو تورنو کسانو د بندي کېدو او محاکمي پلوي يم. کله چې امنيت تامين شي، يوه افغاني محکمه به ددې کا رلپاره وګومارل شي. د بشر د حقوقو د (افغان خپلواک) کميسون غړي او ملګري ملتونه به د څارنې لپاره راوبلل شي او عادي خلک او لوړپوړي چارواکي به يوشان محاکمه شي، او بښنه به وجود ونه لري."


خليلزى باورلري، چې د فسادله امله دندې نااهلو کسانو ته ورکول شوي دي. هغه وايي: "زما په حکومت کې به مسلکي او وړ خلک په دندو وګومارل شي او تل به د ارزيابۍ لاندې وي، تر څو له خپل مسووليت څخه خبر وي. له ارزيابۍ پرته به فساد په ټولو دفترونو کې موجودوي."


د هغه د عمرد لوړوالى له امله ځيني خلک دا پوښتنه راپوته کوي، که ګوندې هغه وکړاى شي، د پنځو کلونو د دورې دپاى ته رسېدو پورې ژوندىپاتې شي. هغه وايي: "سره له دې چې زه زوړ يم، په افغانستان کې ددې ترمخه دخپلواکو ټاکنو چانس نه وموجود. له دې امله غواړم، چې په خپلو تجربو د خپل هېوادد بنسټ ډبره کېدم او د خدمت مصد روګرځم."


هغه وويل، چې ويي نه شواى کړاى په ټولو ولايتونو کې د پيسو دنشتوالي او امنيتي اندېښنو له امله خپل کمپاين پرمخ يوسي. خو له هغو ځايونو څخه خوښ دى، چې خپل کمپاين يې په کې پر مخ وړى دى. هغه په کابل کې خپل کمپاين پر مخ وړى دى او د ننګرهار، نورستان، لغمان، کونړ ولايتونو ته تللى دى، چې له خپل ولايت کونړ سره يې ټينګې اړيکې لري. هغه وايي: "په ځينو ولايتونو کې د امنيتي جدي ستونزې له امله د کمپاين امکانات نه وو."


خليلزى د نورو کانديدانو په څېر هم په حامد کرزي د بهرني ملاتړ د تر لاسه کولو پړه واچوله، وايې: "د امريکا کانګرس او حکومت د هغه ملاتړي او امريکايي ساتونکي د هغه امنيت نيسي. که موږ ولس ته د خپل ولسمشر د ټاکلو حق ورکړو، نو کرزى به د بري چانس ونه لري."


خليلزي وويل، هغه خپله نومونه د خپلو تېرو خدمتونو پربنسټ ودروي. هغه وايي: "زه د خلکو ملاتړلرم، ځکه ما په تېرو ٢٣ کلونو کې ولس ته ازموينه ورکړې. په دې مانا چې نه قاتل يم اونه لوټمار. ما په کورنيو جګړو کې هيڅ ونډه نه ده اخيستې. نه ماڼۍ لرم، نه پلازا. زما لاسونه د ولس په وينوسره نه دي. زه له هيچا سره تړاو نه لرم. له دې امله په وياړ ويلاى شم، چې که خداى وغواړي، زه به يي وګټم."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists