په افغانستان کې دمېرمنې د نامه د يادولو شرم
که نارينه د نورو په وړاندې د چا له خولې د خپلې مېرمنې نوم واوري، نو د «ننګ» له امله د غچ اخيستلو په سوچ کې کيږي.
په افغانستان کې دمېرمنې د نامه د يادولو شرم
که نارينه د نورو په وړاندې د چا له خولې د خپلې مېرمنې نوم واوري، نو د «ننګ» له امله د غچ اخيستلو په سوچ کې کيږي.
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالې، نسيمې همدرد ليکنه
د هرات پوهنتون محصله درويشت کلنه خالده محمدي، خپل ميړه ووهله او د دريو اوونيو لپاره يې پوهنتون له تګ څخه منع کړه، ځکه يو ټولګيوال يې د خلکو په مخکې د هغې نوم اخيستی و.
نوموړۍ محصله، چې دوه کاله يې له واده تېر شوي و، وويل، يوه ورځ له پوهنتون څخه د بهر راوتلو پر مهال يو ټولګيوال ورنژدې شو او ورته يې وويل: «خالدې، موږ سبا ته ازموينه نه لرو. هغه تر راتلونکې اوونۍ پورې وځنډېده.»
د نوموړې محصلې مېړه، له پوهنتون بهر، په دروازه کې هغې ته منتظر و، چې کورته يې يوسي. کله چې يې د هغې نوم واورېد، له موټره راکېوت، هغه هلک يې له ګرېوانه کش کړ او ورته ويې ويل: «ولې زما د مېرمنې نوم د هرچا په مخکې يادوې؟ دا بس نه دی، چې ته يې نوم پېژنې؟»
خالدې وويل، کله چې کورته ورسېدل، مېړه يې ډېره ووهله او غوښتل وپوهيږي، چې ولې هغه هلک ته ددې کورنی نوم معلوم دی.
هغې ويل: «مېړه مې راته وويل، نوره پوهنتون ته نشې تلای. په حقيقت کې مې له کوره بهر د وتلو هيڅ اجازه نه درلوده.» هغې زياته کړه، د مېړه مې له درې اوونيو وروسته هغه مهال اراده بدله شوه، چې پلار مې مداخله وکړه.
ميړه يې ورته ويلي و، که بيا يې د چا له خولې څخه يي نوم واورېد، نو سخته سزا به وګورې. له دې امله اوس ډېره ډاريږي.
نوموړې زياته کړه: «مېړه مې پوهنتون ته د تګ اجازه راکړه، خو په دې شرط چې که د چا له خولې يې زما نوم بيا واورېد، نو طلاق به راکړې.»
د خالدې ميړه، ۳۰ کلن فريدون ټينګار کوي، چې کوم ناسم کار يې نه دی کړی.
هغه وويل: «د غيرت له مخې دا نشم منلای چې څوک زما د مېرمنې نوم واخلي. اوزهغوږونه پرې کوڼ واچوم . هغه زما حيا ده. چاته چې خپله حياګرانه وي، بايد همداسې وکړي، که نه نو هيڅ غيرت نه لري.»
د خالدې کيسه د افغانانو د دود څرګندونه کوي، چې د ښځو نومونه ښايي له کورنۍ بهر او آن د هغوی په مخکې د کوم نارينه له خوا وانه اخيستل شي. هغه نارينه ګان، چې خپلې مېرمنې يا لوڼې ډاکټر ته وړي، نو د درملو د ليکلو پر مهال زياتره طبي کار کوونکو ته د هغوی نومونه نه اخلي.
آن د کور دننه ميړونه زياتره خپلې مېرمنې په نامه نه يادوي، پر ځای يې د زوی يا د لور د مور په نامه يادوي.
دا خبره په کليو بانډو او همدارنګه د هرات په څېر په ښارونو کې معموله ده.
د هرات د پوليسو د ځواک وياند، نورخان نېکزاد وويل، په تېرو شپږو مياشتو کې پوليسو اته تنه نارينه پر خپلو مېرمنو د زور زياتي له امله بنديان کړی. کله ناکله که کوم چا د چا د مېرمنې نوم واخيست، نو د چاکو او تومانچې په څېر وسلو څخه هم کار اخيستل شوی دی.
دا کيسه ۳۰ کلنې نسرينېته هم پېښه شوې. هغې وويل: «دوې مياشتې دمخه زما ميړه د خوراکي توکو د اخيستلو لپاره بازار ته لاړ. بازار ته په لاره يې يو دوست مخې ته ورغی. نوموړي د نورو نارينه ګانو په مخکې ترې وپوښتل، نسرين څنګه ده؟ ميړه مې له خپل دوست سره جنګ وکړ او پر چاکو يې ټپي کړ.»
هغې وويل، ميړه يې کورته د راستېدو پر مهال هغه سخته ووهله او وډبوله. ورڅخه يې وپوښتل، چې ولې يې د هغه دوست ته ستا نوم معلوم دی.
نسرين وويل: «اوس هغه بندي دی او زه له يوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ يم.» هغې زياته کړه، هغه او درې کلنه لور يې اوس له خپل مور او پلار سره اوسيږي.
د هرات د ښځو د چارو د رياست حقوپوهې، رحيمې يوسفي وويل، په تېرو شپږو مياشتو کې د ښځو چارو رياست ته په دې اړوند لس قضيې راغلې دي.
هغې وويل: «د نارينه ګانو د پوهاوی او د ستونزو د له منځه وړلو په موخه د ښځو د چارو رياست د جيندر (جنسيت) څانګې د ملا امامانو لپاره، چې خلک يې د نظر ډېر درناوی کوي، درې – څلور سيمنارونه جوړ کړي. هغوی کولای شي خلکو ته د ديني او مذهبي اصولو مخالف چال چلن په اړه معلومات ورکړي.»
د هرات په پوهنتون کې د اسلامي چارو د ماهر، خليل الله احدي په څېر ماهران وايي د نامه د اخيستلو شرم ديني ريښه نه لري. تر کومه ځايه چې په پاک قران کې راغلي د ښځې د نامه يادول کومه موضوع نه ده.
احدي وويل: «ددې ستونزې هواری د ديني عالمانو جدي دنده ده.»
د هرات يو ارواپوه، سيد خليل مؤحد وويل، د نامه موضوع د ښځو له کار او زده کړې سره د مخالفت، په زور د واده او په کورنيو کې د تاوتريخوالي دوديزه مخينه لري. هغه مهال دا خبرې ډېرې رابرسېره کيږي، چې دود له مدرنو ټولنيزو نوو موضوعګانو سره مخامخ شي.
هغه وويل: «کله چې د هرات په ټولنه کې د يو چا د مېرمنې نوم واخيستل شي، نو هغې ته د سړي پر راز او غيرت باندې د تجاوز په سترګه کتل کيږي. خلک د خپلو مېرمنو د نامه اخيستل ډېر شرم بولي او آن پخپله يې يادونې ته نه حاضريږی. نارينه يې د «ماشومانو مور» يا «د کورنۍ د غړي» په نامه يادوي.
مؤحد وويل، رسنۍ ددې چال چلن د بدلون په اړه ډېر څه کولای شي.
دا کار وخت ته اړتيا لري او زياتره نارينه پر خپل تعصب ولاړ وي.
د وحيدالله په نامه د هرات يوه اوسيدونکي وويل، افغان نارينه د درېو څېزونو په اړه ډېر حساس دي: هېواد،دين او ښځو ته سپکاوی. هغه وويل، که يو څوک د دې درې شيانو په اړه غيرت ونه لري، «نو وژل يې روا دي.»