په افغانستان کې د ليرې واټن زده کړې

حکومتي وزارت د زده کړې ستونزه د (ازاد پوهنتون – Open University) د تلويزيوني لوستونو له لارې له منځه وړي

په افغانستان کې د ليرې واټن زده کړې

حکومتي وزارت د زده کړې ستونزه د (ازاد پوهنتون – Open University) د تلويزيوني لوستونو له لارې له منځه وړي

Saturday, 10 March, 2007
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

. هغې تر دولسم ټولګي پورې زده کړه کړې، ځکه پوهنتون ته يي د تګ توان نه درلود. پوهنتونونه د ځای د نشتوالي له امله نه شي کولای ټول هلکان او نجونې جذبې کړي. کله چې هغې واورېدل د تلويزيون له لارې کولای شي، خپلې لوړې زده کړې پر مخ يوسي، نو خورا خوشحاله شوه.



هغې وويل: "زما زده کوونکي له ما څخه ډېر شيان نه شي زده کولای، ځکه زه يوه مسلکي ښوونکې نه يم. که چېرته د تلويزيون له لارې لوست وويلای شم، نو ژوند به مې بشپړ بدلون ومومي."



د طالبانو د رژيم په رانسکورېدو پسې عمومي زده کړه پراخه شوه. په زرګونه افغان کوچنيان ټولګيو ته ستانه شول. اوس يي يو زيات شمېر له ليسو څخه وزي او په نوو فرصتونو پسې ګرځي.



د لوړو زده کړو د وزارت د وينا له مخې دولتي پوهنتونونه يوازې د هغو ځوانانو په سلو کې د ديرش د جذب وړتيا لري، چې غوړاې لوړې زده کړې وکړي.



په افغانستان کې دوه شخصي پوهنتونونه هم شته. افغان – امريکايي پوهنتون او کاردان پوهنتون. خو د څه کم و زيات 5000 ډالرو کلني فيس ورکول د افغانانو له وسې پورته دی. د اطلاعاتو او کلتور وزرات، چې اوس د ځوانانو وزارت هم ورسره ګډ شوی دی، پتېلې ده، ترڅو يو ازاد پوهنتون پرانيزي. ددې سيستم له لارې به زده کوونکي وکړای شي له خپلو کورونو څحه د لوړو زده کړو کورسونه ولولي. د زده کړې پروګرام ډېر تنګ او پېچلی نه دی. کورسونه په اوونۍ کې يو ځل، د دوو ساعتونو لپاره د ملي تلويزيون له لارې ورکول کيږي، چې نژدې په ټول هېواد کې لېدل کېدای شي. حکومت دا ژمنه هم کړې ده، چې نوموړي کورسونه د ځايي او شخصي تلويزيونونو له لارې بيا بيا خپريږي.



د ازاد پوهنتون رئيس، ګل احمد يما وويل لومړی کال به ازميښتي وي.



هغه وويل: "اوسمهال به موږ د ازاد پوهنتون له لارې يوازې ادبيات او تاريخ تدريس کړو، خو د وخت په تېرېدو به موږ ددې توان ولرو، چې نور اړين مضمونونه هم تدريس کړای شو."



د يما د وينا له مخې ښوونيز نصاب لکه د نورو دوديزو پوهنتونونو په څېر دی.



هغه وويل: "زده کوونکو ته د سمستر په پيل کې د لوست کتابونه ورکول کيږي. هغوی يي په کور کې لولي او که کومه پوښتنه ولري، نو د انترنيټ له لارې له استادانو سره اړيکې نيسي.



يما وويل، ازاد پوهنتون به نړيوالې کچې ته ورسيږي. په هغې کې به د کابل پوهنتون، د افغانستان د علومو اکادمي او له هېواد بهر استادان لوست ورکوي.



تر اوسه تر 2000 تنو پورې زده کوونکو په دې پروګرام کې د شاملېدو غوښتنه کړې ده.



يوځل چې ازميښتې دوره سرته ورسيږي او پوهنتون په رسمي ډول پرانيستل شي، نو فارغ التحصيلانو ته به دپلوم ورکول کيږي. يما وويل: "پوهنتون کې شاملېدونکي زده کوونکي بايد، لکه د نورو زده کوونکوپه څېر، ازموينه تېره کړي."



ددې پوهنتون ټول لګښت به د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت په غاړه وي.



يما وويل: "دا پوهنتون د هرچا پر مخ پرانيستی دی. موږ د کلونو کلونو جګړو له امله کړېدلي يو. اوس ددې اړتيا لرو، ترڅو زده کړه او فرهنګ په ټول هېواد کې خپور کړو. ددې کار لپاره تر ټولو غوره لاره رسنۍ دي."



تلويزيوني زده کړې په افغانستان کې يوه نوې خبره ده.

د بلخ د پوهنتون د انجينرۍ د پوهنځي استاد، غلام فاروق خپلواک د زده کړو د پراختيا لپاره د تکنالوژۍ له کارونې سره موافق دی. هغه د خپل تدريس په 15 کلنه موده کې په دې هکله کوم شی نه دی لېدلای.



هغه وويل: "هغه استادان چې په دې پروژه کې ونډه اخلي، د ښې وړتيا خاوندان دي. دا کار به هغوی ته ښه نوم ورکړي او د زده کوونکو د پوهې کچه به لوړه کړي."



هغه زياته کړه، دا کار د افغانانو لپاره يو ښه درس دی. هغه وويل: "هغوی به پوه شي، چې له ټولګي څخه پرته د زده کړې نورې لارې چارې هم شته."



خپلواک له ازاد پوهنتون څخه د زياتې هپلې درلودلو له امله احتياط څرګند کړ.



هغه وويل: "دا سيستم خپلې ستونزې لري. موږ بايد په هغې باندې ډېره ډډه ونه لګوو. موږ په خپلو پوهنتونونو کې د کتابونو او استادانو د کمبود په څېر ډېرې ستونزې لرو. ازاد پوهنتون به له دې څخه مستثنی نه وي."



د لوړو چارو وزارت ددې پروژې په هکله، چې پخپله په کې نېغ په نېغه ښکېل نه دی، هم له زيات احتياط څخه کار اخلي. د نوموړي وزارت د مرستيالې، ثريا پيکان په وينا ازاد پوهنتون په رسميت پېژندل شوې موسسه نه ده. د هغې بريليکونه به اعتبار ونه لري.



هغې وويل: "دا پروګرام د لوړو زده کړو له کچې سره برابر نه دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت يوازې کولای شي، معلوماتي پروګرامونه وړاندې کړي. هغوی د لوړو زده کړو د پرمخ وړلو اجازه نه لري."



پيکان دا ومنله چې دا نوښت د افغانستان د ټولو خلکو لپاره د معلوماتو په ورکولوکې ارزښتمن رول لوبولای شي.

هغې وويل: "که چېرته (دازاد پوهنتون چارواکي) وپوښتي موږ به هغوی ته د تدريس لپاره خپل استادان وروپېژنو."



يما دا مني، چې دا پروګرام تر اوسه تاييد شوی نه دی.خو ټينګار کوي، چې ازاد پوهنتون به په رسميت وپېژندل شي.



هغه وويل: "موږ د پوهنتون د جوړلو لپاره ټول اړين ګامونه پورته کوو. هغه مهال چې د لوړو زده کړو له وزارت څخه د رسميت غوښتنې پړاو ته ورسېدو، نو هر څه به موچمتو کړي وي."



ځوانان دې پروګرام ته زيات لېوال دي، له دې پرته چې د زده کړو چارواکو خبرو ته غوږ ونيسي.



د بلخ د ولايت اوسيدونکی،30 کلن نظرمحمد پوهنتون ته لاره نه ده موندلې.



هغه وويل: "زه زيات هيله من يم، ترڅو وکړای شم د ازاد پوهنتون له لارې خپلې زده کړې پر مخ يوسم. دا کار د دندې له لاسه ورکولو پرته هم کولای شم."



تلويزيونې ښوونيز نصاب به په هغو ليرې پرتو سيمو کې لږ اغېزمنتوب ولري، چې يا د برښنا د نشتوالي له امله يا د تلويزيوني خپرونو د نه رسېدا له امله هغه ليدلای نه شي.



جمشېد د سرپل ولايت د سياد په ولسوالۍ کې اوسيږي. هغه ډېر لېوال دی، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو ډاريږي، چې تلويزيوني کورسونه به له هغه سره مرسته ونه کړای شي.



هغه شکايت وکړ: "زه غواړم زده کړه وکړم. زه له حکومت څخه ددې لارې د هوارولو له امله مننه کوم. خو ترهغه چې دلته تلويزيون نه وي، نو ګټه به يي هم لږه وي. "



يما د پروژي په تخنيکي محدويتونو باندې پوهيږي، خو اوسمهال د هغې په هکله څه نه شي کولای.



هغه وويل: "داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټول افغانستان کې د خپل اغېز د خپرولو لپاره لاس او پښې وهي. خو اوسمهال ډېرې محدودې سرچينې لرو."



تر اوسه داسې شمېر خلک شته، چې نه غواړي په وړاندې يي ستونزې موجودې وي.



د سرپل ليرې پروت غرني ولايت د کوهستاناتو د ولسوالۍ اوسېدونکی، نورالحق له زده کړې سره مينه لري، چې هر شی وي توپير ورته نه کوي.



هغه وپوښتل، هر څه چې وي، غواړي زده يي کړي: "که حکومت موږ ته دا فرصت راکړي، نو موږ به يي ولې هرکلی نه کوو؟ که په خپل کلي کې د تلويزيون تر راتګ پورې انتظار وباسو، نو هيڅ فرصت به مو لاس ته رانه شي. زه يو جنراتور او ديجيتل انتن اخلم اوغواړم زده کړه وکړم."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists