د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې په لور سخته لار

په داسې حال کې چې مليونونو تنو د اکتوبر په راتلونو ټاکنو کې د ګډون لپاره نومونه ليکلي دي، له بهير سره مخالفت او د هغې په اړوند ناخبرې لا په خپل ځاى پاتې ده.

د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې په لور سخته لار

په داسې حال کې چې مليونونو تنو د اکتوبر په راتلونو ټاکنو کې د ګډون لپاره نومونه ليکلي دي، له بهير سره مخالفت او د هغې په اړوند ناخبرې لا په خپل ځاى پاتې ده.

له کليو او بانډو څخه نيولي بيا د ولايتونو له شوره او زوږه ډکو ښارونو کې د کارکوونکو ډلې د اکتوبرپه نهمه د ولسمشرۍ دټولو ټاکنو څخه دمخه د رايه اچوونکو د نومونو په ليکلو بوخت دي.


د نومونود ليکلو د پاڼو د ويشلو او راټولو لپاره هليکوپترونه په غرنيو سيمو الوتنه کوي. د ليرې پرتو سيمو په تنګو تروشو لارو او کوتلونوکې د ټاکنو کارکوونکي د ثبت د کارتونو د ليږدلولو لپاره له څارويو (خرو) څخه کار اخلي.


په هېواد کې د نفوس په هکله سم معلومات په لاس کې نشته، ځکه د تېرو دوو لسيزو جګړو په بهير کې کومه سرشمېرنه سرته رسېدلې نه ده. د ټول ټاکنو د ګډ دفتر وياند، سيد محمد اعظم وايي، د يو شمېر ستونزو له امله د دريومليونو ښځو په ګډون ٧،٦ مليونو تنو تر اوسه د رايه اچولو لپاره خپل نومونه ليکلي دي.


سره له دې چې د نومونو د ثبت هڅې له زياتو ستونزو سره مخامخ شوي دي،خو بيا هم ښايي دا پړاو دټاکنو د بهير يوه آسانه برخه واوسي.


يو شمېر چلنجونه، په ټول ټاکنو کې د ملګرو ملتونو او افغاني کارکوونکو په وړاندې له امنيتي ستونزو او سياسي تاو تريخوالي څخه نيولي بيا د افغاني ستونزمن دود او دستور پورې په مخ کې پراته دي.


د طالبانو او القاعدې بيا رازرغونېدل دې بهيرته په تېره بيا په جنوبي سيمو کې پرله پسې ګواښ دى.


طالبان اونور اسلامي تند لارې ډلې له ټول ټاکنو سره په ټينګه مخالفې دي، د رايه اچونو له بهير سره يي پرېکړه کړې او د ګواښونو او ډارونو له لارې نور هم له دغه بهير څخه منع کوي.


څو بريدونه، چې ښايي طالبانو يا اسلامي تندلارو به کړي وي، نېغ په نېغه يي بې وسلې افغانان او د ټول ټاکنو بهرني کارکوونکي په نښه کړي دي.


په تېره مياشت کې وسله والو د زابل په ولايت کې، چېرته چې فکر کيږي طالبان فعال دي، په بس بريد وکړ او ١٦ تنه سوارلۍ يي ووژلې. له بريد څخه ايکي يوازيني پاتي شوي سړي وويل، دا خلک ښايي په دې تور وژل شوي وي، چې د رايي ورکولو کارتونه ورسره و.


د ننګرهار په ولايت کې د رايي ورکولو د کارتونو په ثبت کې ښکېل دوه مېرمنې تېره مياشت په موټر باندې د بم په يو بريد کې ووژل شوې. په بل ختيځ ولايت نورستان کې د مي په مياشت کې د ټول ټاکنو دوه تنه برتانوي کارکوونکي وژل شوي و. ددې ټولو بريدونو پړه په طالبانو اچول شوې ده.


په وروستيو وختونو کې آى ډبليو پي آر رپوټ ورکړى و، چې د ميدان او وردګو په ولايت او شاوخوا سيمو کې يوه شبنامه موندل شوې وه او په کې هغه چاته د مرګ او ترټلو ګواښنه شوې وه، چې د نوم د ليکلو په هڅو کې ښکېل وو. په شبنامه کې ليکل شوي و: "د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستې د دفتر (يوناما) کارکوونکي بايد خپلې دندې پرېږدي. که نه، نو څه چې ورته پېښ شول مسووليت به يي د خپلې غاړې وي." باور کېده، چې دطالبانو ملاتړي به ددې ګواښ تر شا وي. په دې برسېره نور ځايي قوماندانان، ټوپک والا او وسله والې ملېشې هم په پرله پسې ډول د ټول ټاکنو بهير ته ګواښ اړوي.


له جلال آباد څخه د ناتاييد شوو رپوټونو له مخې ټوپک والا له خلکو څخه د هغوى کارتونه په زوره اخلي، چې د ولسمشرۍ په ټول ټاکنو کې د لسو زرو تذکرو له فوتوکاپيګانو سره دې څوکۍ ته د کانديدو لپاره پکاريږي.


داسې رپوټونه هم ترګوتو شوي دي، چې خلک خپل د رايې اچولو کارتونه پلوري. سيد اعظم دا رپوټونه تاييدوي او وايي، چې په دې وروستيو وختنو کې دوه تنه د ثبت د کارتونو د رانيولو په تور بنديان شوي دي، خو په دې هکله يي د زياتو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه. هغه وويل: "په دې کار ښکيل خلک د دوو کلونو لپاره په بند کې اچول کيږي او يا د يوزر ډالرو په ورکولو جريمه کيږي."


دپغمان يو اوسيدونکي، چې د نوم دنه څرګندولو په شرط يي خبرې کولې، آى ډبليو پي آر ته په دې هکله وويل، چې د ثبت د کارت له اخيستلو وروسته څه ورپېښ شول. هغه وايي، يوه شپه، کله چې پلار يي جومات ته ولاړ، وسله وال سړي د هغوى کور ته ننوتل او ګواښ يي ورته وکړ، چې که چېرته په راتلونکو ټول ټاکنو کې ګډون وکړي، نو هغه به د کورنۍ له نورو غړيو سره يو ځاى ووژني. هغه زياته کړه: "موږ د رايي اچولوکارتونه وشلول او په اور کې مو واچول، ځکه نه غواړو په راتلونکي کې خپل ځانته ستونزي پيدا کړو."


د افغانستان د علومو د اکادمۍ د دايره المعارف مشر او ليکوال، حبيب الله رفيع وايي: " راتلونکو ټول ټاکنو په وړاندې لوى خنډ د بې مسووليته ټوپک والاوو شتون دى. تر هغه پورې چې دا ټوپک والا په ولايتونوکې شتون ولري، نو دا ستونزه نه شي حل کېداى."


په همدې ډول ځيني ملايان په ښکاره توګه په جوماتونو کې د ټول ټاکنو په ضد تبليغ کوي او وايي، چې نه د ټول ټاکنو لپاره کارتونه واخلي او نه په هغې ګډون وکړي. دا ملايان وايي، چې ټول ټاکنې له اسلام سره مخالفې دي او ولسشمر بايد د ديني عالمانو له خوا وټاکل شي.


يو ديني عالم د نوم د نه څرګندولو په شرط وويل: "موږ د ټول ټاکنو غندنه کوو، ځکه هغه د اسلامي چوکاټ دننه سرته نه رسيږي. ولسمشر بايد د ديني عالمانو د مشرتابه له لارې وټاکل شي، چې د پيغمبر وارثان دي. "


دا قضاوت، چې دا ملايان په خلکو څومره اغېزه لري، اسانه کار نه دى.


د افغانستان د کوچيانو د ژوند څرنګوالى هم د ټول ټاکنو لپاره د رايي ورکوونکو د ثبتولو په وړاندې يو چلينج دى. د ټول ټاکنو مقرره له رايه وکوونکو غوښتنه کوي، چې خپلې رايي هغه ځاى کې واچوي، چېرته چې ثبت شوي وي. خو د کوچيانو زيات شمېر له هغه ځايه کوچېدلي او نورو ځايونوته تللي دي. د اټکل له مخې تر اوسه ٧٠ زرو کوچيانو خپل نومونه ليکلي دي. د هغې تر څنګ دټاکنو په هکله دخلکو د تجربې نشتوالى په خپل ځاى نورې ستونزې رامنځته کړي دي.


د لوګر د ولايت اوسېدونکى حاجي فيض الله نوم ثبت او يو کارت يي تر لاسه کړى دى. خو هغه وايي، کارت يي ځکه واخيست، چې ورته ويل شوي و،کولاى شي، ددې کارت په واسطه په آسانۍ کابل ته تګ راتګ وکړى. په پخواني رژيمونوکې زياتره کابل ښارته دننوتلو پر مهال د پېژندنې کارت غوښتل کېده. هغه وايي: "زه به دا کارت وساتم، خو هيچا ته په رايه ورنه کړم."


ملګري ملتونو د زده کړې داسې يو کمپان پلى کړي، چې د ټاکنو په هکله خلکو ته معلومات ورکړي او په دې هکله يي پوهه زياته کړي.


يو روښانه نښه داده، چې د ښځو په نوم ليکنو کې، هغه چې ملګرو ملتونو يي توقع درلوده، زياتوالى راغلى دى. خو دا جوته ده، ښايسته زيات شمېر ښځې لا تر اوسه د هغوى د خاوندانو له خوا نه دي پريښوول شوي، چې خپل نومونه ثبت کړي.


د شکردرې اوسېدونکې، ٣٠ کلنه روهينا وايي، د هغعې خاوند هغې ته اجازه ورنه کړه، چې نوم وليکي او کارت تر لاسه کړي. هغه وايي: "زما خاوند يو کارت لري، خو ما ته يي اجازه رانه کړه، چې کارت واخلم. هغه ويل، ستا بچيان ناروغ دي، هغوى ډاکټر ته يوسه. ته په کارت څه کوي؟"


پنځه ويشت کلنه فريما هم وايي، چې خاوند يي د نوم د ليکنې څخه منع کړي ده. هغه وايي: "ما کارت نه دى اخيستى. زما خاوند خراب خوى لري. ماته اجازه نه راکوي، چې (لاړه شم.) زه د خپل مېړه له اجازې پرته کارت نه شم اخيستلاى."


نورې مېرمنې چې کارتونه يي اخيستي وايي، موږ اجازه نه لرو د خپلې خوښې کانديدانو ته رايه ورکړو. د هغې پر ځاى به اړايستل شي، چې د خپلو خاوندانو په خوښه رايې ورکړي. د شکردرې اوسېدونکې ٢٣ کلنه مينا وايي: "زه نه پوهېږم چاته رايه ورکړم. څه چې مې خاوند وايي، زه به هماغسې وکړم. که ما زده کړه کړې واى، نو به پوهېدلاى واى، چې چاته رايه ورکړم."


د شکردرې يوه بله اوسېدونکې، د يوملک مېرمن، بي بي خالده وايي، هرچاته يي چې مېړه رايه ورکړي، دا به يي هم هغه ته ورکړي. نوموړي وايي: "کله چې هغه چاته رايه ورکړه، زه به يي هم هماغه سړي ته ورکړم. موږ ښځې مسووليت نه لرو. هغه څه چې مېړونه مو غواړي، موږ يي کوو."


خو له هغې سره بيا هم يو شمېر افغانان د رايي ورکولو د حق په ارزښت پوهيږي. هغوى لا دمخه څرګنده کړې، چې تر کومې اندازې پورې له خپلو حقوقو څخه ګټه اخستلاى شي.


څلوېښت کلن اغا محمد له کابل څخه بهر د نوم ليکنې يو دفتر ته راغى. هغه له خپل زوى سره کابو يو ساعت لاره وهلې او په خره باندې سپاره په بهزادي کې د نوم ليکنې يو دفتر ته راوسېدل. هلته هغه او د هغه نهه کلن زوى زبير، له خره کوز شول، د نوم ليکنې دفتر ته ولاړ، عکس يي واخيست او ګوته يي ولګوله.


اغامحمد ډېرې پوښتنې ګروېږنې وکړې. هغه ستړى و. هغه د رايي ورکولو کارت واخيست او له خپل زوى سره په خر سپور او بېرته کلي ته رهي شو.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists